• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

درې اسراییلي سرتېري په غزه کې له جګړې د انکار له امله ګوښه او بنديان شول

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د "نحال" پلي ځواکونو لوا درې تنه سرتېري د غزې تړانګې جګړې ته له تګه د انکار له امله له جګړه‌ییزې دندې ګوښه شوي او په زندان محکوم شوي دي. دغو سرتېرو له فزیکي او رواني معایناتو وروسته هم پر نه تګ ټینګار درلود.

د ټایمز اف اسراییل د راپور له مخې، د نهال لوا اړوند د ۹۳۱ کنډک څلور سرتېرو له څو پړاوه جګړو وروسته غزې تړانګې ته له تګ انکار وکړ.

پوځ وایي، درې تنه له ۷ تر ۱۲ ورځو پورې پوځي بند باندې محکوم شوي، خو څلورم تن لا تر اوسه نه‌دی محاکمه شوی.

یادو سرتېرو خپلو قوماندانانو ته ویلي چې هغوی "د ژور داخلي بحراني حالت" له امله بېرته غزې ته نه شي تلای.

د پوځ اعلامیه وایي، سرتېري د رواني روغتیا له افسر سره ولیدل او هغه تایید کړه چې هغوی په فزیکي او ذهني ډول جګړې ته چمتو دي.

د اسراییل پوځ زیاتوي: « تر انضباطي بهیر وروسته، هغوی پر خپل دریځ ودرېدل، نو له همدې امله په پوځي زندان محکوم شول».

اسراییلي پوځ ټینګار کړی چې دا قضیه یې "په حساس ډول او د مقرراتو مطابق" حل کړې، خو په جګړه کې د نافرمانۍ موضوع جدي سرغړونه بولي او وایي چې د انضباط او قوماندې ارزښتونو ته به دوام ورکړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان عراق او ایران ته د ځمکې له لارې د اربعین زیارت کوونکو پر سفر بندیز ولګاوه

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، چې سږ کال د امنیتي اندېښنو له امله له پاکستان نه ایران او عراق ته د اربعین یا د حسین بن علي د څلویښتي زیارت کوونکو ته د ځمکې له لارې د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د یکشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې سږکال به د اربعین زیارت کوونکو لپاره د سړک له لارې عراق او ایران ته د سفرکولو اجازه ور نه کړل شي.

نوموړي ویلي، چې دا ستونزمنه پرېکړه یې د بهرنیو چارو وزارت، بلوچستان ایالتي حکومت او امنیتي ادارو سره له مشورو وروسته د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده.

محسن نقوي زیاتوي:« د اربعین زیارت کوونکي د هوا له لارې سفر کولای شي او لومړي وزیر چارواکو ته لارښوونه کړې، چې په راتلونکو ورځو کې د دوی د زیارت لپاره الوتنې تنظیم کړي.»

د راپورونو له مخې، هر کال شاوخوا ۷ سوه زره پاکستاني زیارت کوونکي د ایران له لارې عراق ته سفر کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت یاده پرېکړه پر داسې مهال کړې، چې د روان کال په می میاشت کې تهران د مذهبي ورځو پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۴ ساعته ډول د سرحد د پرانېستلو او په مشهد کې ۵۰۰۰ پاکستاني زیارت کوونکو لپاره د استوګنې او خوړو برابرولو ژمنه کړې وه.

د حسین بن علي د څلویښتي مراسم هرکال د صفر میاشتې پر شلمه، چې د اګست له ۱۴مې او ۱۵مې سره سمون خوري، ترسره کیږي.

د داعش ملاتړو وسله والو د کانګو پر یوې کلیسا برېد کې ۳۸ کسان وژلي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د کانګو جمهوریت چارواکو ویلي، چې د یادې ډلې له ملاتړه برخمنو یاغیانو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ د کانګو د شمال ختیځې برخې پر یوه کلیسا برېد کړی او ۳۸ کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د داعش ډلې له ملاتړه برخمنو وسله الو یاد برېد په شمال ختیزه کوماندا سیمه کې کړی.

چارواکو ویلي، چې دغه برېد د ADF یاغیانو (د داعش له ملاتړ بخمن وسله وال) له خوا شوی دی.

د ژان کاتو په نوم د کوماندا ښار یوه چارواکي رویټرز ته ویلي، چې برېد د یکشنبې په سهار وختي پر هغو خلکو شوی، چې د شنبې ورځې د عبادت لپاره راتول شوي وو.

ځايي مسولینو رویټرز ته ویلي، چې برېد کوونکو د برېد پرمهال له وسلو او چړو کار اخیستی دی.

د کریستوف منیانډیېرو په نوم د پيښې یوه عیني شاهد ویلي:« موږ ډزې واورېدې، خو خلکو فکر وکړ چې غله دي. برېد کوونکو په ځانګړي ډول هغه مسیحیان په نښه کړل، چې د یکشنبې ورځې عبادت لپاره د شپې په کلیسا کې پاتې شوي وو.»

چارواکو ویلي، چې په دغه برېد کې ۳۸ کسان وژل شوي، ۱۵ ټپیان دي او یو شمېر لا هم نادرکه دي.

د پاکستانۍ رسنۍ ادعا: هند د طالبانو له لارې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته وسلې ورکوي

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې مقاله کې ادعا کړې چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي او د هغه د ملي امنيت سلاکار اجيت دوال له اوږدې مودې راهيسې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکي د اسلام‌اباد د بې‌ثباته کېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

نوموړې ورځپاڼې د افغانستان د مخکېني‌ جمهوري نظام د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې دا هم لیکلي چې هند د طالبانو له لارې په افغانستان کې د پاکستان خلاف له وسله‌والو ډلو سره مالي مرستې کوي، وسلې ورته برابروي او ان خوندي پټن‌ځایونه یې هم ورکړي دي. همداراز پر کابل د واکمنو له لوري ورته د لوژستیکي امکاناتو برابرېدو او د ښکاره فعالیت د اجازې یادونه هم شوې ده.

مقاله وایي، د سمېع سادات دا څرګندونې د اسلام‌اباد د هغو اندېښنو ښکاره ډاډ دی چې هند په افغانستان کې د دوی ضد ډلو ملاتړ کوي. مقاله کې د سیمې د امنيتي کارپوهانو په اند، درې ستر عوامل د پاکستان د روانې بې‌ثباتۍ ريښې بلل شوي: «په افغانستان کې د حاکميت خلا، د امريکا له وتو وروسته پاتې پرمختللې وسلې او د ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ترمنځ هم‌غږي او همکاري».

ملګرو ملتونو هم په تېر ۲۰۲۴ کال کې په خپل یو راپور کې ويلي و چې طالبان د دغو ترهګرو ډلو د فعاليتونو پر وړاندې چوپه خوله دي او پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌کوي.

د امريکا د یو نظامي څېړنيز مرکز وسټ پوینټ راپور ښيي چې د پاکستان خلاف ترهګرو ډلو ډيجیټلي شبکې د هند له خوا کنټرولېږي او د دوی د مخابراتو سرورونه د هند استخباراتو پورې تړلي دي. په دې راپور کې دا هم راغلي چې د کندهار او هرات هوايي ډګرونه چې اوس د نيابتي ډلو تر ولکې لاندې دي، د وسلو او بې‌پيلوټه الوتکو د لېږد اصلي مرکزونه ګرځېدلي.

ورځپاڼه کاږي، طالبانو افغانستان د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ د نړۍوالې شبکې په مرکز بدل کړی. په ۲۰۲۴ کال کې د يوې ډنمارکۍ موسسې د څېړنې له مخې، له افغانستان نه د نشه‌يي توکو د ټرانزیت له لارې د بلوچستان په بې‌ثباتۍ کې مرسته کېږي.

د ۲۰۲۴ کال له پيله تر اوسه، په پاکستان کې تر پنځه زرو او ۴۰۰ ډېر ترهګریز بريدونه ثبت شوي چې له امله يې نږدې دوه زره وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان د امنيتي ادارو په وينا، دا يوازې د دوی د پوځي عملیاتو يوه وړه برخه ده.

پاکستان له نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ د استفادې پر وړاندې بې‌طرفه پلټنه وکړي او لازم اقدامات تر سره کړي،‌ خو طالبانو په وار-وار د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او ویاند یې لا څو ځله ویلي چې اسلام‌اباد دې د خپلې امنیتي ناکامیو پړه پر دوی نه اچوي.

نوې سوداګریزې هوکړې ته د رسېدو لپاره د امریکا او اروپايي ټولنې تازه هڅې

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د اروپايي کمېسیون مشره اورزولا فونډېر لاین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره سکاټلېنډ ته تللې ده. د راپورونو پر بنسټ، دواړه خواوې یوې نوې سوداګریزې هوکړې ته نږدې شوې دي.

تر دې وړاندې ټرمپ د اروپايي کمېسیون مشره د «د درناوي وړ مشره بللې وه او ویلي و چې که هوکړه وشي دا به یې د ادارې تر ټولو ستره سوداګریزه هوکړه وي.»

د امریکا او اروپايي ټولنې ځیني نور لوړپوړي چارواکي هم د تخنیکي خبرو لپاره سکاټلېنډ ته رسېدلي دي.

دواړو امریکا او اروپايي ټولنې واړندې خبرداری ورکړی چې که خبرې ناکامه شي نو د یو پر بل په توکو به تعرفې ولګوي.

له ابي دروازې د غرمې تر ډوډۍ؛ د پاکستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوې څپه

۵ زمری ۱۴۰۴ - ۲۷ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

اېکسپرېس ټریبیون د یوې تحلیلي مقالې په ترڅ کې لیکلي، چې پاکستان یو ځل بیا د نړۍوال سیاست په مهمو تعاملاتو کې خپل ځای موندلی او د واشنګټن پام یې جلب کړی دی.

په دې خپره شوې مقاله کې راغلي، تر هغه وروسته چې امریکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل وروستي پوځیان واېستل، له پاکستان سره یې اړیکې هم ورو ورو سوړوالی وموند. واشنګټن، چې تر هغې د افغانستان د جګړې لپاره پر اسلام‌اباد ډېره تکیه کوله، له وتلو وروسته یې پاکستان یوازې پرېښود، لکه څنګه چې د شوروي له ماتې وروسته هم ورته وضعیت تکرار شوی و.

تحلیل زیاتوي، چې د بایډن ادارې په څلور کلنه دوره کې هېڅ یو پاکستاني صدراعظم د امریکا له ولسمشر سره خبرې ونه کړې او نه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کوم مهم ډېپلوماټیک تماس ثبت شوی. دا حالت د ډېرو کارپوهانو په اند د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور د بحران ښکارندوی و.

خو مقاله وايي، له هغې وروسته چې ډونالډ ټرمپ دویم ځل ولسمشر وټاکل شو، وضعیت بدل شو. د ټرمپ له واک ته رسېدو شپږ میاشتې وروسته، پاکستان د کابل د ابي ګېټ د خونړۍ حملې یو مهم طراح ونیوو او امریکا ته یې وسپاره. یاد برید چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه شوی و، ۱۳ امریکايي سرتېري پکې وژل شوي وو.

اېکسپرېس ټریبیون لیکلي: «دغه اقدام د ټرمپ لپاره ډېر ارزښتناک و، ځکه هغه د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د یاد برید عاملین به عدالت ته سپاري.» د همدې مرستې له امله، ټرمپ په خپله لومړۍ وینا کې له پاکستانه ستاینه وکړه او دا حالت د دواړو هېوادونو ترمنځ د استخباراتي او سیاسي اړیکو د بیا پیل لامل شو.

تحلیل وړاندې لیکي، چې د مې میاشتې د پېښو پر مهال کله چې د پهلګام له برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی و، امریکا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د منځګړیتوب رول ادا کړ. پاکستان د امریکا دا رول وستایه، خو هند د واشنګټن هڅې ننګولې.

له دې سره سم، پاکستان ډونالډ ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته هم نوماند کړ، ځکه چې اسلام‌اباد د هغه رول د زړورې رهبرۍ او د سولې د هڅو په توګه تعبیر کړ.

مقاله زیاتوي، چې دا اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په یوه رسمي غونډه کې ولیدل. دغه لیدنه چې له څو کلونو وروسته تر سره کېږي، د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا فعالېدو څرګندونه ده. روبیو د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان هڅې وستایلې، چې دا خبره د هند لپاره د ناخوښۍ وړ بلل شوې ده.

په ورته مهال، د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال سېد عاصم منیر په بېجینګ کې د چین له لوړپوړو مدني او نظامي چارواکو سره لیدلي، چې دا ښيي اسلام‌اباد هڅه کوي له سترو قدرتونو سره یو متوازن دریځ وساتي.

اېکسپرېس ټریبیون لیکلي: «د ایران او اسراییل د جنګ په منځ کې، د ټرمپ له لوري د پاکستاني پوځ مشر ته د غرمې ډوډۍ ورکول دا پیغام لري، چې پاکستان لا هم یو مهم سیمه‌ییز لوبغاړی دی.»

دغه مقاله په پای کې وایي، چې پاکستان له ټولو ستونزو سره سره د نړۍوالو سیاستونو په ډګر کې خپلې ورقې ښې لوبوي او هڅه کوي، چې له بې‌باورۍ، فشارونو او سیمه‌ییزو ننګونو سره متوازن برخورد وکړي.