• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پرون له ایران او پاکستانه تر زرو ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس نن دوشنبه (د زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۱۳۶۲ کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۹، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۲۲، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۶۱، د پکتیکا انګور اډې له لارې یوه او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۳۶۲ کورنۍ راستنې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د زیړي نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې شاوخوا یو مېلیون کسان په زیړي اخته دي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱

نن د (جولای ۲۸مه) د زیړي «هيپاټایټس» نړۍوالې ورځې سره سمون لري. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې په پراخه کچه خلک یې له دغې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي او د نارسمي شمېرو له مخې؛ څه باندې یو مېلیون کسان د «هيپاټایټس» یا زیړۍ ناروغۍ په بېلابېلو ډولونو اخته دي.

د دغې ورځې د نمانځلو موخه هم د زیړي ناروغۍ مخنیوي او درملنې ته لا پاملرنه ښوول شوې ده.

دغه ناروغي هر کال په نړۍ د مېلیونونو خلکو ژوند اخلي او د روغتیايي بنسټونو د وروستیو معلوماتو پربنسټ دا مهال د زیړي ناروغانو کچه په نړۍ کې مخ پر زیاتېدو ده.

ژیړی یو ډول وېروسي ناروغي ده، چې د یو ډول ځانګړي وایرس له لارې انسانان پرې اخته کېږي.

د روغتیايي چارو پوهان وايي، زیړی پنځه ډولونه لري؛ خو تر ټولو سخت او وژونکی هغه یې (بي) ډوله یا تور زیړی دی چې د انسان پر ینه اغېز کوي.

د روغتیايي چارو پوه او متخصص ډاکټر بشیر نجات وايي، په افغانستان کې ډېری خلک پرته له دې چې پوه شي؛ په ژېړي اخته وي.

نوموړي افغانستان انټرنشل- پښتو ته وویل، چې خلک باید په دوامداره توګه ځانونه معاینه کړي؛ ځکه ځیني داسې کسان هم دوی ته مراجعه کوي، چې ډېره موده کېږي په زیړي اخته وي او دوی ناخبره وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په نړۍ کې په هرو ۳۰ ثانیو کې یو تن د زیړي ناروغۍ له کبله مري.

وړاندې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال عبدالولي حقاني ادعا کړې وه، چې د زیړي ناروغۍ کچه په افغانستان کې مخ پر کمېدو ده.

خو دغه طالب چارواکي دا خبره منلې وه، چې په افغانستان کې د زیړي ناروغۍ د تشخیص او درمنلې په برخه کې امکانات کم دي او باید لاسنیوی یې وشي.

د جولاۍ ۲۸مه هر کال په نړۍ کې د زیړي نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

(د جولای ۲۸مه) ځکه د زیړي نړۍوالې ورځې په توګه غوره شوې، چې د هیپټایټیز بي وېروس (HBV) نوښتګر او د نوبل د سولې جایزې ګټونکي ساینس‌پوه ډاکټر باروچ بلمبرګ د زېږون ورځ ده.

اسراییل په غزه کې د لسو ساعتونو لپاره پوځي عملیات دروي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

اسراییل تازه اعلان کړی، چې هره ورځ به د غزې په ځینو برخو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره پوځي عملیات ودروي او د مرستو رسولو لپاره به ځینې لارې هم پرانیزي.

دغه دمه به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو پیل شي او د ماښام تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي او د خوړو او درملو رسولو لارې به د سهار له ۶ بجو څخه تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.

ملګري ملتونه وايي، باید اسراییل ژر تر ژره د مرستو رسولو لارې پرانيزي چې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.

د مصر سور صلیب ویلي، تر ۱۰۰ ډېر موټرونه چې ۱۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په کې بار وو؛ سوېلي غزې ته استولي، خو ځیني موټرونه بیا په خان‌یونس کې لوټ شوي دي.

طالبانو په کابل کې د شیعه عالم واعظ‌زاده بهسودي دفتر بېرته پرانیست

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۴ GMT+۱

په افغانستان کې مشهور شیعه عالم واعظ‌زاده بهسودي وايي، د کابل په لویدځې څنډه «دشت برچې» کې یې دفتر چې د طالبانو د عدلیې وزارت له‌خوا تړل شوی و؛ بېرته پرانېستل شو.

د ښاغلي بهسودي د دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد دفتر د روانې زمري میاشتې په لومړۍ نېټه د نامعلومو کسانو د شکایتونو له مخې تړل شوی و؛ خو دغه شکایتونه د خبرپاڼې په ټکو یوه «دسیسه» وه.

د دفتر له تړل کېدو وروسته دیني عالم بهسودي ویلي چې د مهدویه جومات او مدرسې «مذهبي سرپرستي» څخه استعفا کوي.

که څه هم طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو واعظ‌زاده بهسودي تازه ویلي، چې طالبان له نړۍوالو ټولنې سره له ښو اړیکو او په کور دننه له ټولو قومونو سره د ګډ تفاهم پرته بریا ته نه شي رسېدای.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په همدې څو ورځو کې د دغه ډلې استاد او عالم عبدالسمیع غزنوي نیولی او محاکمه کړی دی.

ایرانی چارواکی: ایران کې شاوخوا ۶ مېلیونه افغانان مېشت دي، چې دوه مېلیونه یې بې‌اسناده دي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي، په دغه هېواد کې شاوخوا ۶ مېلیونه افغانان مېشت دي چې دوه مېلیونه یې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

نوموړي ادعا کړې، چې په تېر یو کال کې د یو مېلیون ستانه شویو افغان کډوالو له ډلې ۷۰ سلنه یې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر د وزیرانو شورا له غونډې وروسته خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانان په عزت او درناوي خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې د نورو کډوالو د منلو وس نه‌لري.

د دغه ایراني چارواکي په خبره؛ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او طالب چارواکو افغانستان ته د کډوالو د ستنولو له لړۍ د لیدنې پرمهال د ایران له هڅو مننه کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي بیا له ایرانه په یوه دم د افغان کډوالو ستنول لوی ظلم او ځورونکی بللی دی.

پرون یکشنبه د ( زمري ۵مه) د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د کاري راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته د کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم روانه ده.

مارکو روبیو: زموږ چارواکي په مالیزیا کې دي، چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دوی چارواکي په مالیزیا کې دي چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

ښاغلی روبیو وایي، چې هغه او ټرمپ له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.

ولسمشر ټرمپ دواړو هېوادونو ته ویلي؛ تر هغه چې جګړه و نه دروي له هغوی سره به سوداګریزې هوکړې ونه کړي.

دا خبرې تر هغه وروسته کېږي، چې په یوه پېښه کې د کمبوډيا یو سرحدي ساتونکی ووژل شو او له دې امله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.