• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کندهار کې یو بهرنی سیلانی په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د کندهار د امنیه قوماندانۍ مسوولان وايي، دغه سیلانی چې د پولنډ اوسېدونکی دی نن سهار د دامان ولسوالۍ د ارغستان پله په سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی. دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د یاد سیلاني موټرسایکل له یوه ټونس ډوله باروړونکي موټر سره وجنګېده.

د طالبانو د کندهار امنیتي مسوولین د دغې پېښې لامل د یاد سیلاني له لوري ګړندی تګ په ګوته کوي او زیاتوي چې د درملنې لپاره میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوی او روغتیايي وضعیت یې هم د ډاډ وړ دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي کابل ته د پزشکیان سفر دوی ته نه دی ابلاغ شوی

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت کابل ته د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د سفر په اړه وویل، چې په رسنیو کې خپاره شوي مسایل ښايي په کره ډول نه وي منعکس شوي او دوی ته تر اوسه د ولسمشر د کابل د سفر کوم رسمي پلان نه دی ابلاغ شوی.

اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د زمري پر شپږمه په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل، هغه څه چې مطرح شوي، د ایران د نیک نیت اظهار، د ښه ګاونډیتوب پر سیاست ټینګار او له افغانستان سره د ورورولۍ د اړیکو دوام و.

نوموړي وویل، چې که لازم شرایط او مقدمات برابر شي، نو دا موضوع به وڅېړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د طالبانو د حکومت د رسميت پېژندنې د احتمال په اړه وویل، چې ځینو هېوادونو دا اقدام کړی، خو د رسمیت پېژندنې موضوع یو حاکمیتي تصمیم دی چې هېوادونه یې د خپلو ملي ګټو او مصالحو له مخې نیسي او تهران د دغو تصمیمونو درناوی کوي.

بقايي زیاته کړه، « موږ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې او تماسونه لرو او اراده مو دا ده چې دا ګټورې او رغوونکې اړیکې دوام ومومي. د رسمیت پېژندنې موضوع به هم هغه وخت اعلان شي، چې موږ لازمې نتیجې ته ورسېږو.»

نوموړي له امیرخان متقي سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ټیلیفوني اړیکې په تړاو وویل، چې دا تماس د هغو تماسونو دوام دی چې د غزې پر وضعیت متمرکز دي.

نوموړي زیاته کړه، « وزارت هڅه کوي چې لږ تر لږه د اسلامي همکاریو سازمان له لارې، د غزې د مظلومو خلکو د مرستې لپاره بېړنۍ همغږي رامنځته شي».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خپل هېواد د حق‌ا‌بې په اړه وویل، چې «دا موضوع په ټولو ناستو او خبرو کې له افغان لوري سره مطرح شوې، حتا په وروستي ټیلیفوني تماس کې هم، چې تمرکز یې د غزې پر موضوع و، دا مساله د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې یاده شوې».

له دې وړاندې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي و، چې چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي څو په اړیکو کې یو نوی څپرکی پرانیزي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه غونډه کې پزشکیان ټینګار کړی و چې له ګاونډیو سره د اړیکو پراخول د هغه د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

په کابل کې د ایران سفارت هم د شنبې په ورځ وویل، چې پزشکیان افغانستان ته د سفر لپاره لېواله دی.


د کانونو او صنایعو خونې رییس: د هېواد چاپخونې د ښوونځیو او مدرسو کتابونه چاپولای شي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده وايي، د افغانستان چاپخونې دا وړتیا لري، چې د مدرسو او ښوونځیو ټول کتابونه په هېواد کې دننه چاپ کړي. نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د پوهنې وزارت ورسره ژمنه کړې، چې د ښوونځیو د ښوونیز نصاب کتابونه په افغاني چاپخونو کې چاپوي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې رییس شېرباز کمین زاده د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلی، چې که د مدرسو او ښوونځیو نصاب کتابونه په هېواد کې دننه چاپ شی نو په چاپخونو کې به زرګونو کسانو ته د کار زمنیه برابره شي.

شېرباز کمین زاده وویل:« که هغه په برنامه چې له موږ سره د معارف وزارت اعلان کړې وه او که هغه شکل موږ مخکې لاړ شو نو زه فکر کوم په دې سکتور کې به له پنځوس زرو څخه تر سل زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

په ورته وخت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند حبیب غفران وايي ، چې ددې ډلې تر واک لاندې ټولو ادارو ته ویل شوي، چې د چاپ اړوند اړتیاوې د پوره کولو لپاره له افغاني چاپخونو سره تړونونه وکړي او په دې اړه ټینکار دا دی، چې ټولې چاپ چارې په هېواد کې دننه ترسره شي.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه وايي، هڅې روانې دي چې د کتابچو په برخه کې هم پرځان بسیا شي.

دا څرکندونې په داسې حال کې دي، چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان د کتابپلورنځیو مسوولانو شکایتونه کړي وو، چې په هېواد کې د کار نشتوالي له امله د چاپ صنعت مخ پر ځوړ روان دی.

په هېواد کې د ځینو چاپ خونو د مسوولانو شکایتونه دا ول، چې زیاتره کتابونه د ګاوڼډیو هېوادونو په ځانګړي توګه پاکستان په چاپ خونو کې چاپیږي، خو دا لا روښانه نه ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت تر کومه خپلې ژمنې پوره کوي.

د کانونو او صنایعو خونې د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ چاپخونې فعالیت لري.

د بشري حقونو څار سازمان:طالبانو کابل کې لسګونه نجونې له حجاب څخه د سرغړونې په تور نیولې دي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت ویلي، چې طالبانو په کابل کې لسګونه نجونې له حجاب څخه د سرغړونې په تور نیولې دي. نوموړې وایي:« په دې کړنو سره طالبان هڅه کوي، چې ښځې له خپلې ازادۍ بې برخې او د دوی بشپړ اطاعت ته اړې کړي.»

اغلې فطرت په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، چې طالبانو د روانې جولای میاشتې له ۱۶مې نیټې راهیسې د نجونو او مېرمنو د نیولو لړۍ ته دوام ورکړی دی.

په دغه راپور کې د طالبانو تازه نیونې د «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» د هغه قانون دوام بلل شوی، چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې یې تصویب کړ.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قانون له مخې؛ د ښځو غږ «عورت» بلل شوی او «که ښځه د ضروري حاجت لپاره له کوره ووتله، مکلفه ده چې د خپل غږ، مخ او بدن ستر وکړي.»

د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې سحر فطرت وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي اقدامات د جنسیتي توپیر بڼه لري.

هغې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو د حقونو د دفاع لپاره باید د جرم به توګه د «جنسیتي توپیر» په رسمیت بېژندنې برخه کې مرسته وکړي.

طالبان: چین په افغانستان کې د سل مېلیونه ډالرو په ارزښت سړې خونې جوړوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له چینايي چارواکو سره یې د درېیو لویو سړو خونو د جوړولو په تړاو خبرې وروستۍ شوې دي او ډېر ژر به یې د جوړولو عملي چارې پیل شي.

د دغه وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو معین بازمحمد فیضان نن دوشنبه د ( زمري ۶مه) په کابل کې د طالبانو د لاسته راوړنو پروګرام په غونډه کې ویلي، چې جوړېدونکې هره سړه خونه به ۱۵۰۰ مټریک ټنه ظرفیت ولري.

نوموړي په دې اړه د لا زیاتو جزییاتو ورکولو پرته ویلي، دغه سړې خونې د چین د حکومت له لوري جوړېږي چې په جوړېدو به یې تر ډېره بریده د افغان بزګرانو او بڼوالو ستونزې حل شي.

په ورته وخت کې نوموړي په افغانستان کې د څښاک اوبو کمښت ته په اشارې سره ویلي، چې له دې وروسته هیڅوک د ځمکې لاندې د څاه وهلو اجازه نه‌لري.

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د ځمکې لاندې د اوبو کمښت دوی هم سخت اندېښمن کړي؛ خو د دغه وضعیت د کنټرول لپاره باید خلک ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو د کمښت په اړه بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو وار له مخه خبرداری ورکړی دی.

نصیر احمد اندېشه: راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان په اړه مهم سیاسي تحولات رامنځته شي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان په اړه مهم سیاسي او ډیپلوماټیک تحولات رامنځته شي. نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د طالبانو خلاف به ډیپلوماتیکې او سیاسي هلې ځلې لا ګړندۍ او پراخې کړي.

هغه وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ګڼې لاسته راوړنې لرلې؛ خو دغه لاسته راوړنې له ننګونو سره مخامخ وې.

نوموړي نن دوشنبه د (زمري ۶مه) پر اېکس پاڼه د ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغان مېرمنو او نجونو د منظم او سیستماټیک تبعیض او محرومیت په اړه د تفصیلي راپور وړاندې کول لویه لاسته راوړنه وه.

نوموړي همدا راز د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د دغې ډلې د قاضي‌القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو په تړاو د جرمونو نړۍوالې محکمې حکومونه که څه هم د افغانستان لپاره لوی شرم وباله؛ خو وايي د بشري حقونو د مبارزې په برخه کې د ډيپلوماتیکو استازولیو او بشري حقونو سازمانونو لپاره لویه لاسته راوړنه وه.

هغه وایي:« زموږ هېواد د یوې داسې ډلې له لوري یرغمل شوی، چې پر خپلو ژمنو د نه عمل سربېره یې د افغانانو د لومړنیو حقونو له ورکړې انکار کړی او د ښځو په ګډون یې د افغانستان د قومونو ونډې ته هېڅ پام نه دی کړی، او د ملګرو ملتونو له منشور او بشري حقونو له نړۍوالې اعلامیې یې هم سرغړونه کړې ده.»