طالبان وایي، نړۍوال مرستندویه بنسټونه روڼتیا او توازن ته پام نهکوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر مولوي محمودالحق احدي وایي، چې د نړۍوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن ته پام نه دی شوی. نوموړي دغه څرګندونې د بریټانیا د بشري مرستو مشر اليسټر برنېټ سره په یوې غونډه کې کړې دي.