د بدن جوړونې افغان لوبغاړی فرهاد ساپی نړۍوالو سیالیو ته روان دی

ټاکل شوې ده، چې د بدن جوړونې افغان لوبغاړی فرهاد ساپی د ۱۴۰۴ کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه د نړۍوالو اماتور المپیا سیالیو لپاره رومانیا ته ولاړ شي او له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي. نوموړي تر دې دمه د بدن جوړونې په بېلابېلو سیالیو کې اووه نړۍوال مډالونه ګټلي دي.