طالبان وایي، تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۴۰۰زره ټنه انتقالات شوي دي

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې په تېرې چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳زره او ۲۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، چې په تېرې چنګاښ میاشت کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳زره او ۲۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۸۶زره او ۱۸۷ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۳زره او ۷۷۲ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۶زره او ۱۰۹ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۷زره او ۲۲۶ ټنه نفتي او نور توکي چې ټولټال ۳۹۰زره او ۱۰۵ ټنه کېږي؛ افغانستان ته وارد شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، په دې موده کې ۳زره او ۱۸۹ ټنه سوداګریز توکي چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي؛ صادر شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې سېشنبه (د زمري ۷مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په کابل ولایت کې یې د «لواطت» په تور دوو نارینهو ته د ۳۹ درو سزا او دایکنډي ولایت کې یوې ښځې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د ۳۹ درو او یو کلن بند سزا ورکړې ده.
د کابل ولايت چهار اسياب ولسوالۍ ابتدایه محکمې د حکم له مخې؛ دوه تورن کسان د «لواطت» په تور په ۳۹ درو ووهل شول.
دغه ډول په یوه بله قضیه کې په دایکنډي ولایت کې ابتدایه محکمې یوه ښځه د «نامشروع اړیکو» په تور ۳۹ درې ووهلې او د دې ترڅنګ یې په یوه کال تنفيذي بند هم محکومه کړې ده.
په اعلامیه کې یادونه شوې، چې دغه سزاګاني په عام محضر کې ورکړل شوې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت سېشنبه (د زمري ۷مه) د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي له خولې لیکلي، چې ایران د غزې په اوربند کې لاسوهنه نه ده کړې او هلته د ظلم او جنایتونو د مخنيوي لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
نوموړي اېرنا خبري اژانس ته ویلي، چې ایران له ډېرو هېوادونو سره په یوه غږ په غزه کې روانه نسل وژنه غندي او د دې ظلم بندولو له پاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.
ښاغلي بقايي زیاته کړې، چې حماس د خپلو خلکو د ګټو په خوندیتوب ښه پوهېږي؛ د نورو هېوادونو او ډلو لاسوهنې ته اړتیا نه شته.
هغه وایي، امریکا باید په غزه کې د ۶۰زره بې ګناه انسانانو د وژلو حساب ورکړی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
د طالبانو د اماراتي شرکتونو رییس احمدجان بلال وايي، چې تر یو مېلیون جریب ډېره ځمکه یې شرکتونو ته د پانګونې او سوداګریزو موخو لپاره ورکړې ده. هغه وایي، دغه ځمکه د طالبانو د مشر د ځانګړي فرمان له مخې بېلابېلو شرکتونو ته سپارل شوې ده.
نوموړي نن سېشنبه (د زمري ۷مه) په کابل کې د طالبانو اړوندو ادارو لاسته راوړنو په کلنۍ غونډه کې همدا راز ویلي، چې بېلابېل واړه او لوی شرکتونه به په دغه ځمکه کې د پانګونې او سوداګرۍ له اړخه ۳۲ مېلیارده افغانۍ عواید ولري.
هغه زیاته کړې ده، چې په روان کال کې به په افغانستان کې د زر مېګا واټه کورنۍ برېښنا د تولید لپاره پروګرامونه پیل شي.
طالبانو د خپلو حکومتي ادارو د لاسته راوړنو په غونډو کې د لویو لاسته راوړنو په اړه ادعاوې کوي؛ خو د بېلابېلو نړۍوالو بسټونو په ارزونو او راپورونو کې په وار، وار د افغانستان د عمومي وضعیت او په ځانګړې توګه د مخ پر زیاتېدونکې بې وزلۍ په اړه اندېښنې ښودل کېږي.
همدا نن د اماراتي شرکتونو سرپرست ادعا کړې، چې د برېښنا شرکت د برېښنا تولید ځینې لویې پروژې پلې کړې دي او ځینې نورې یې تر کار لاندې دي؛ خو دا مهال د کابل په زړه کې خلک په ۲۴ ساعتونو کې له ۴ ساعتونو زیاته برېښنا نهلري.
دوی له افغانستان انټرنشل ـ پښتو سره په خبرو کې وايي، چې د هوا په ګرمېدو د برېښنا دوامداره پرچاوۍ له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د طالبانو حکومت اماراتي شرکتونو په چوکاټ کې بېلابېل ۴۴ شرکتونه فعالیت کوي.
په کابل کې د ښځو د نیونو سره هممهاله؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سېشنبه (د زمري ۷مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په غزني، زابل، وردګ او خوست ولایتونو کې یې ۷ مېرمنې له تاوتریخوالي ژغورلې دي.
که څه هم دیني عالمان وايي، چې د ښځو زدهکړې او کار له شرعي پلوه ستونزه نهلري؛ خو طالبانو له ښځو دغه حقونه اخيستي او د دې ترڅنګ یې ښځې په بېلابېلو تورونو نیولې، زنداني کړې او شکنجه کړې دي.
د کابل اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې د طالبانو امربالمعروف اړوندو کسانو د نجونو یوه ډله نیولې ده.
سرچینو ویلي و، چې د کابل په ۱۲مه ناحیه کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو نجونې د نیولو پرمهال وهلې او یوې امنیتي حوزې ته یې وړې دي.
په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون (FAJE) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د استخباراتو له لوري د ۷ افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیونه د «بیان ازادۍ» خلاف کړنه بللې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې « دغه خبریالان له قانوني لاملونو پرته نیول شوي دي.»
دغه فدراسیون له طالبانو غوښتي دي، چې نیول شوي کسان له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو په زور له نیول شویو کسانو اقرار اخیستی چې ګواګې له بهرنیو رسنیو سره همکاري کوي.
په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې دې د طالبانو چلند جدي وڅاري او د کېدونکو سرغړونو له کبله پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د بیان ازادۍ ته درناوی وشي.
د راپورونو له مخې؛ د روانې (زمري میاشتې په ۲مه نېټه) یو خبریال او دوه رسنیز فعالان د «نجونو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړولو» په تور نیول شوي او د طالبانو استخباراتو ته د څېړونو لپاره لېږل شوي دي.
همداراز په همدې ورځ د کابل په ۳مه ناحیه کې یو بل کس چې له بهرنیو رسنیو سره یې تخنیکي همکاري لرله؛ د طالبانو لهخوا نیول شوی دی.
په ورته وخت کې (د چنګاښ په ۱۶مه) یو سیمهییز خبریال د طالبانو له لوري نیول شوی و او (د چنګاښ په ۲۴مه) د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکو د کابل ښار د یوه رسنیز شرکت «پېکسل» دفتر ته ورننوتل، د شرکت مشر او مرستیال یې ونیول کمرې، کمپیوټرونه او نور تجهیزات یې هم ضبط کړل.