• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: تر یو مېلیون جریب ډېره ځمکه مو شرکتونو ته د پانګونې او سوداګریزو موخو لپاره ورکړې

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د اماراتي شرکتونو رییس احمدجان بلال وايي، چې تر یو مېلیون جریب ډېره ځمکه یې شرکتونو ته د پانګونې او سوداګریزو موخو لپاره ورکړې ده. هغه وایي، دغه ځمکه د طالبانو د مشر د ځانګړي فرمان له مخې بېلابېلو شرکتونو ته سپارل شوې ده.

نوموړي نن سې‌شنبه (د زمري ۷مه) په کابل کې د طالبانو اړوندو ادارو لاسته راوړنو په کلنۍ غونډه کې همدا راز ویلي، چې بېلابېل واړه او لوی شرکتونه به په دغه ځمکه کې د پانګونې او سوداګرۍ له اړخه ۳۲ مېلیارده افغانۍ عواید ولري.

هغه زیاته کړې ده، چې په روان کال کې به په افغانستان کې د زر مېګا واټه کورنۍ برېښنا د تولید لپاره پروګرامونه پیل شي.

طالبانو د خپلو حکومتي ادارو د لاسته راوړنو په غونډو کې د لویو لاسته راوړنو په اړه ادعاوې کوي؛ خو د بېلابېلو نړۍوالو بسټونو په ارزونو او راپورونو کې په وار، وار د افغانستان د عمومي وضعیت او په ځانګړې توګه د مخ پر زیاتېدونکې بې وزلۍ په اړه اندېښنې ښودل کېږي.

همدا نن د اماراتي شرکتونو سرپرست ادعا کړې، چې د برېښنا شرکت د برېښنا تولید ځینې لویې پروژې پلې کړې دي او ځینې نورې یې تر کار لاندې دي؛ خو دا مهال د کابل په زړه کې خلک په ۲۴ ساعتونو کې له ۴ ساعتونو زیاته برېښنا نه‌لري.

دوی له افغانستان انټرنشل ـ پښتو سره په خبرو کې وايي، چې د هوا په ګرمېدو د برېښنا دوامداره پرچاوۍ له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.

د طالبانو حکومت اماراتي شرکتونو په چوکاټ کې بېلابېل ۴۴ شرکتونه فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ښځو د نیونو سره هم‌مهاله؛ طالبان وايي، ۷ مېرمنې یې له تاوتریخوالي ژغورلې دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۴ GMT+۱

په کابل کې د ښځو د نیونو سره هم‌مهاله؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت سې‌شنبه (د زمري ۷مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په غزني، زابل، وردګ او خوست ولایتونو کې یې ۷ مېرمنې له تاوتریخوالي ژغورلې دي.

که څه هم دیني عالمان وايي، چې د ښځو زده‌کړې او کار له شرعي پلوه ستونزه نه‌لري؛ خو طالبانو له ښځو دغه حقونه اخيستي او د دې ترڅنګ یې ښځې په بېلابېلو تورونو نیولې، زنداني کړې او شکنجه کړې دي.

د کابل اوسېدونکو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې د طالبانو امربالمعروف اړوندو کسانو د نجونو یوه ډله نیولې ده.

سرچینو ویلي و، چې د کابل په ۱۲مه ناحیه کې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو نجونې د نیولو پرمهال وهلې او یوې امنیتي حوزې ته یې وړې دي.

د افغان خبریالانو فدراسیون: د طالبانو له‌خوا د خبریالانو نیونه د «بیان ازادۍ» خلاف کړنه ده

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۰۷ GMT+۱

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون (FAJE) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو د استخباراتو له لوري د ۷ افغان خبریالانو او رسنیزو فعالانو نیونه د «بیان ازادۍ» خلاف کړنه بللې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې « دغه خبریالان له قانوني لاملونو پرته نیول شوي دي.»

دغه فدراسیون له طالبانو غوښتي دي، چې نیول شوي کسان له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره خوشې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو په زور له نیول شویو کسانو اقرار اخیستی چې ګواګې له بهرنیو رسنیو سره همکاري کوي.

په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو فدراسیون په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې د افغان خبریالانو پر وړاندې دې د طالبانو چلند جدي وڅاري او د کېدونکو سرغړونو له کبله پر طالبانو فشار راوړي؛ څو د بیان ازادۍ ته درناوی وشي.

د راپورونو له مخې؛ د روانې (زمري میاشتې په ۲مه نېټه) یو خبریال او دوه رسنیز فعالان د «نجونو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړولو» په تور نیول شوي او د طالبانو استخباراتو ته د څېړونو لپاره لېږل شوي دي.

همداراز په همدې ورځ د کابل په ۳مه ناحیه کې یو بل کس چې له بهرنیو رسنیو سره یې تخنیکي همکاري لرله؛ د طالبانو له‌خوا نیول شوی دی.

په ورته وخت کې (د چنګاښ په ۱۶مه) یو سیمه‌‌ییز خبریال د طالبانو له لوري نیول شوی و او (د چنګاښ په ۲۴مه) د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکو د کابل ښار د یوه رسنیز شرکت «پېکسل» دفتر ته ورننوتل، د شرکت مشر او مرستیال یې ونیول کمرې، کمپیوټرونه او نور تجهیزات یې هم ضبط کړل.

نن د زمري ۷مه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۱

نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده، دغه ورځ هرکال د افغانانو له لوري په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.

دغه ورځ په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي بېرغ ورځې په نوم ونومول شوه.

په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر افغانان وايي، چې د وطن پالنې احساس ژوندي ساتلو په موخه د ملي بېرغ ورځ نمانځي.

د کابل اوسېدونکی نوید «مستعار نوم» افغانستان انټرنشل- پښتو ته وايي، که څه هم طالبان نه پرېږدي چې خلک د ملي بېرغ ورځ ونمانځي؛ خو له درې رنګه بېرغ سره مینه د خلکو په زړونو کې ځای لري.

هغه وایي:« پخوا به مو په ډېرې خوښۍ دغه ورځ نمانځله؛ خو اوس تاسو ګورئ حالت داسې دي، چې ان موږ د خپل بېرغ د نمانځلو واک نه‌لرو.»

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی شعیب « مستعار نوم» وايي، د ملي بېرغ د ورځې نمانځل د هېوادنۍ مینې ښکارندویي کوي.

هغه وایي:« له بده مرغه موږ د طالبانو له ډاره دغه ورځ نه شو نمانځلی؛ خو د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ زموږ د ټولو افغانانو د هېوادني برم او عزت یو ښه سمبول دی.»

له تېرو دوو ورځو راهیسې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې ګڼو افغانانو د ملي بېرغ د ورځې په پلمه په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ او یا هم له دغه بېرغ سره خپل انځورونه او لیکنې خپرې کړې دي.

په کاناډا کې مېشت افغان کامران نوري چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ولکې وروسته دغه هېواد ته تللی وايي، چې کله هم درې رنګه بېرغ یې تر ستوګو کېږي؛ نو د وطن خوږه مینه یې پرې ماتېږي.

هغه وایي:« په تېر کې خو موږ دا ورځ ډېره په شوق په وطن کې نمانځله؛ خو اوس له بده مرغه هرڅه پېکه شوي دي. خو بیا هم په مساپرۍ کې د دغه ورځې په نمانځلو سره غواړو له خپلو ملي ارښتونو سره ژمنتیا وښیو.»

که څه هم طالبانو د واک لومړیو کې ویلي و، چې د افغانستان د ملي بېرغ په اړه به پرېکړه وروسته کېږي؛ خو څه موده وروسته یې د وزیر اکبر خان پر غونډۍ د افغانستان لوی ملي بېرغ او د ارګ په ګډون له ټولو دولتي ودانیو ملي بېرغونه راښکته کړل او پرځای یې د خپلې ډلې بېرغونه وځړاول.

د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ په لومړیو کې ان په ځینو ولایتونو کې د هغو ځوانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېستل شو او ځینې یې ووژل شول، چې د ملي بېرغ د نمانځلو په موخه راټول شوي وو.

د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې له‌خوا تصویب شو.

له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځیني بدلونونه راغلي؛ خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.

تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده.

د افغان پناه‌غوښتونکو یوې ډلې په برلین کې د افغانستان سفارت مخې ته لاریون کړی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۱

افغان کډوالو په روانه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د جرمني حکومت له‌خوا د دوو طالب ډیپلوماټانو د منلو په غبرګون کې لاریون وکړ. دوی د جرمني حکومت له لوري د طالب ډیپلوماټانو د منلو پرېکړه غندلې او هغه یې د ډیموکراټیکو ارزښتونو له پامه غورځول بللي دي.

لاریونوال وايي، چې « طالبان د افغان ولس استازي نه‌دي» او باید له دوی سره له هر ډول سیاسي تعامله ډډه وشي.

دوی همدا راز خبرداری ورکړی، چې د جرمني حکومت د دغه پرېکړې په غبرګون به د دغه هېواد په محکمو کې په رسمي بڼه خپل شکایتونه ثبت کړي.

راټول شوي لاریونوال د جرمني وروستۍ پرېکړه د نړۍوال مشروعیت په لور د طالبانو لپاره یو مهم ګام بولي او سپارښتنه کوي، چې باید د دغه ډول ګواښونکو ګامونو له اخېستو ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې (زمري میاشتې په ۴مه) نېټه هم د بشري حقونو ځینو فعالانو ورته اعتراضونه کړي وو.

د راپورونو پربنسټ؛ د جرمني حکومت منلې، چې له دغه هېواده یې په جرمونو کې د ښکېلو افغان کډوالو د ستنولو په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د طالبانو دوه ډیپلوماټان منلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو په کابل کې د ښځو د خپلواکۍ پروړاندې تازه یرغل پیل کړی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۷ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په پلمه لسګونه ښځې او نجونې د کابل له بېلابېلو سیمو نیولي دي، چې د طالبانو دا اقدام د افغان ښځو پر خپلواکۍ یو «بې‌رحمانه یرغل» بلل کېږي.

یاد سازمان په خپل راپور کې همداراز ویلي، چې د طالبانو دغو وروستیو نیونو د افغانستان ټولې ښځې او نجونې وېرولې دي.

د راپور له مخې، د بشري حقونو د څار ډلې له یو شمېر کابل مېشتو نجونو سره په دې اړه مرکې کړې دي.

یوه له دغو نجونو چې "سارا" نومول شوې، ویلي: «اوس مهال په افغانستان کې داسې څه نه شته چې هغه دې بدحجابي وبلل شي. طالبان که هر څومره محدودیتونه ولګوي، نجونې بیا هم له کوره وځي او خپل حجاب ته د فېشن او رنګ بڼه ورکوي. ښايي همدا د طالبانو اصلي ستونزه وي.»

راپور زیاتوي، طالبان هڅه کوي د ښځو پر بدن او هویت کنټرول ټینګ کړي، څو په ټولنه کې د نارینه‌محوره واکمنۍ بنسټونه لا غښتلې کړي او ښځې له ټولنیز ژوند څخه ورو ورو وباسي.

د ښځو د حقونو مدافعین دا سیاستونه د یوه پراخ نظام برخه ګڼي، چې دوی یې "جنسیتي اپارتایډ" بولي؛ یو سیستماتیک او جوړښتی ظلم چې د جنسیت پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې دا نیونې د طالبانو له‌خوا د "فحشا او منکراتو" د ظالمانه حکم د پلي کولو بله مرحله ده. دا حکم، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د اګست تر میاشتې پورې بشپړ تطبیق شي، ټولې ښځې مکلفوي چې په عامه ځایونو کې خپل ټول بدن، ان مخ هم پټ کړي.

د راپور په وروستیو برخو کې د بشري حقونو د څار سازمان د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او په ځانګړي ډول یې د روسیې له هغې پرېکړې اندېښنه ښودلې، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي. د راپور له مخې، دا کار د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د ظلم عادي کول ګڼل کېږي.

یاد سازمان وړاندیز کړی، هغه هېوادونه چې د ښځو او نجونو حقونو ته ارزښت ورکوي، باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي. د دوی په باور، یو مهم ګام دا دی چې د "جنسیتي اپارتایډ" اصطلاح باید د یوه نړۍوال جرم په توګه وپېژندل شي او دا موضوع باید پراخ نړۍوال ملاتړ هم ترلاسه کړي.