• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نن د زمري ۷مه د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۲۰ GMT+۱

نن (د زمري ۷مه) د افغانستان د ملي بېرغ ورځ ده، دغه ورځ هرکال د افغانانو له لوري په ځانګړو مراسمو نمانځل کېده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ډېره د دغې ورځې نمانځنه په بېلابېلو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو او د خواله رسنیو کاروونکو پورې محدوده شوې ده.

دغه ورځ په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام پرمهال د ملي بېرغ ورځې په نوم ونومول شوه.

په افغانستان کې دننه او بهر یو شمېر افغانان وايي، چې د وطن پالنې احساس ژوندي ساتلو په موخه د ملي بېرغ ورځ نمانځي.

د کابل اوسېدونکی نوید «مستعار نوم» افغانستان انټرنشل- پښتو ته وايي، که څه هم طالبان نه پرېږدي چې خلک د ملي بېرغ ورځ ونمانځي؛ خو له درې رنګه بېرغ سره مینه د خلکو په زړونو کې ځای لري.

هغه وایي:« پخوا به مو په ډېرې خوښۍ دغه ورځ نمانځله؛ خو اوس تاسو ګورئ حالت داسې دي، چې ان موږ د خپل بېرغ د نمانځلو واک نه‌لرو.»

د بلخ ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکی شعیب « مستعار نوم» وايي، د ملي بېرغ د ورځې نمانځل د هېوادنۍ مینې ښکارندویي کوي.

هغه وایي:« له بده مرغه موږ د طالبانو له ډاره دغه ورځ نه شو نمانځلی؛ خو د افغانستان درې رنګه ملي بېرغ زموږ د ټولو افغانانو د هېوادني برم او عزت یو ښه سمبول دی.»

له تېرو دوو ورځو راهیسې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې ګڼو افغانانو د ملي بېرغ د ورځې په پلمه په خواله رسنیو کې د ملي بېرغ او یا هم له دغه بېرغ سره خپل انځورونه او لیکنې خپرې کړې دي.

په کاناډا کې مېشت افغان کامران نوري چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ولکې وروسته دغه هېواد ته تللی وايي، چې کله هم درې رنګه بېرغ یې تر ستوګو کېږي؛ نو د وطن خوږه مینه یې پرې ماتېږي.

هغه وایي:« په تېر کې خو موږ دا ورځ ډېره په شوق په وطن کې نمانځله؛ خو اوس له بده مرغه هرڅه پېکه شوي دي. خو بیا هم په مساپرۍ کې د دغه ورځې په نمانځلو سره غواړو له خپلو ملي ارښتونو سره ژمنتیا وښیو.»

که څه هم طالبانو د واک لومړیو کې ویلي و، چې د افغانستان د ملي بېرغ په اړه به پرېکړه وروسته کېږي؛ خو څه موده وروسته یې د وزیر اکبر خان پر غونډۍ د افغانستان لوی ملي بېرغ او د ارګ په ګډون له ټولو دولتي ودانیو ملي بېرغونه راښکته کړل او پرځای یې د خپلې ډلې بېرغونه وځړاول.

د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ په لومړیو کې ان په ځینو ولایتونو کې د هغو ځوانانو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېستل شو او ځینې یې ووژل شول، چې د ملي بېرغ د نمانځلو په موخه راټول شوي وو.

د افغانستان دری رنګه ملي بېرغ تور، سور او زرغون د لومړي ځل لپاره د ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امان الله خان د وخت لويې جرګې له‌خوا تصویب شو.

له هغه وروسته د افغانستان په ملي بېرغ کې ځیني بدلونونه راغلي؛ خو په ۱۳۸۲ لمریز کال کې بیا هم هماغه پخوانی درې رنګه ملي بېرغ په لږ توپیر سره د افغانستان په اساسي قانون کې ثبت شو.

تاریخ پوهان وايي، شاه امان الله خان ملي بېرغ ته د درېیو رنګونو په غوره کولو سره د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړې ده چې تور رنګ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنګ د هېواد د خپلواکۍ او د شهيدانو نښه او زرغون رنګ د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ نښه ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغان پناه‌غوښتونکو یوې ډلې په برلین کې د افغانستان سفارت مخې ته لاریون کړی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۰۰ GMT+۱

افغان کډوالو په روانه اوونۍ کې د دویم ځل لپاره د جرمني حکومت له‌خوا د دوو طالب ډیپلوماټانو د منلو په غبرګون کې لاریون وکړ. دوی د جرمني حکومت له لوري د طالب ډیپلوماټانو د منلو پرېکړه غندلې او هغه یې د ډیموکراټیکو ارزښتونو له پامه غورځول بللي دي.

لاریونوال وايي، چې « طالبان د افغان ولس استازي نه‌دي» او باید له دوی سره له هر ډول سیاسي تعامله ډډه وشي.

دوی همدا راز خبرداری ورکړی، چې د جرمني حکومت د دغه پرېکړې په غبرګون به د دغه هېواد په محکمو کې په رسمي بڼه خپل شکایتونه ثبت کړي.

راټول شوي لاریونوال د جرمني وروستۍ پرېکړه د نړۍوال مشروعیت په لور د طالبانو لپاره یو مهم ګام بولي او سپارښتنه کوي، چې باید د دغه ډول ګواښونکو ګامونو له اخېستو ډډه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې (زمري میاشتې په ۴مه) نېټه هم د بشري حقونو ځینو فعالانو ورته اعتراضونه کړي وو.

د راپورونو پربنسټ؛ د جرمني حکومت منلې، چې له دغه هېواده یې په جرمونو کې د ښکېلو افغان کډوالو د ستنولو په چارو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د طالبانو دوه ډیپلوماټان منلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو په کابل کې د ښځو د خپلواکۍ پروړاندې تازه یرغل پیل کړی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۷ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې د حجاب د اصولو د نه مراعتولو په پلمه لسګونه ښځې او نجونې د کابل له بېلابېلو سیمو نیولي دي، چې د طالبانو دا اقدام د افغان ښځو پر خپلواکۍ یو «بې‌رحمانه یرغل» بلل کېږي.

یاد سازمان په خپل راپور کې همداراز ویلي، چې د طالبانو دغو وروستیو نیونو د افغانستان ټولې ښځې او نجونې وېرولې دي.

د راپور له مخې، د بشري حقونو د څار ډلې له یو شمېر کابل مېشتو نجونو سره په دې اړه مرکې کړې دي.

یوه له دغو نجونو چې "سارا" نومول شوې، ویلي: «اوس مهال په افغانستان کې داسې څه نه شته چې هغه دې بدحجابي وبلل شي. طالبان که هر څومره محدودیتونه ولګوي، نجونې بیا هم له کوره وځي او خپل حجاب ته د فېشن او رنګ بڼه ورکوي. ښايي همدا د طالبانو اصلي ستونزه وي.»

راپور زیاتوي، طالبان هڅه کوي د ښځو پر بدن او هویت کنټرول ټینګ کړي، څو په ټولنه کې د نارینه‌محوره واکمنۍ بنسټونه لا غښتلې کړي او ښځې له ټولنیز ژوند څخه ورو ورو وباسي.

د ښځو د حقونو مدافعین دا سیاستونه د یوه پراخ نظام برخه ګڼي، چې دوی یې "جنسیتي اپارتایډ" بولي؛ یو سیستماتیک او جوړښتی ظلم چې د جنسیت پر بنسټ د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې دا نیونې د طالبانو له‌خوا د "فحشا او منکراتو" د ظالمانه حکم د پلي کولو بله مرحله ده. دا حکم، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د اګست تر میاشتې پورې بشپړ تطبیق شي، ټولې ښځې مکلفوي چې په عامه ځایونو کې خپل ټول بدن، ان مخ هم پټ کړي.

د راپور په وروستیو برخو کې د بشري حقونو د څار سازمان د نړۍوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه کړې او په ځانګړي ډول یې د روسیې له هغې پرېکړې اندېښنه ښودلې، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي. د راپور له مخې، دا کار د طالبانو له‌خوا د ښځو پر وړاندې د ظلم عادي کول ګڼل کېږي.

یاد سازمان وړاندیز کړی، هغه هېوادونه چې د ښځو او نجونو حقونو ته ارزښت ورکوي، باید د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات وکړي. د دوی په باور، یو مهم ګام دا دی چې د "جنسیتي اپارتایډ" اصطلاح باید د یوه نړۍوال جرم په توګه وپېژندل شي او دا موضوع باید پراخ نړۍوال ملاتړ هم ترلاسه کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو په درېیو اوونیو کې ۷ خبریالان او رسنیز فعالان نیولي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۴ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکو لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز کارکوونکي په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې نیولي دي.

یاد مرکز د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په یوې خپره شوې اعلامیه کې د خبریالانو پر ضد د نیونو له نوې څپې ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې دغه کسان پرته له قید او شرطه خوشې کړي.

دغه مرکز زیاتوي، چې دا نیونې د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او د خبریالانو مصوونیت ته جدي ګواښ دی، چې دا مهال لږ تر لږه ۱۵ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.

د راپور له مخې، د اسد پر ۲مه نېټه یو خبریال او دوه رسنیز فعالان د «نجونو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړولو» په تور نیول شوي او د طالبانو استخباراتو ته د څېړنو لپاره لېږل شوي دي. همدا راز، په ورته ورځ د کابل په درېیمه کارته سیمه کې یو بل کس چې له بهرنیو رسنیو سره یې تخنیکي مرسته کوله، د طالبانو له خوا نیول شوی دی.

دغه راز د چنګاښ پر ۱۶مه یو سیمه‌ ییز خبریال د طالبانو له لوري نیول شوی، چې دوه ورځې وروسته د درنو شرطونو منلو او د دوو تضمین ورکوونکو په ضمانت خوشې شوی دی.

همداراز، د چنګاښ پر ۲۴مه، د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکو د کابل ښار د یوه رسنیز شرکت «پېکسل» دفتر ته ورننوتل، د شرکت مشر او مرستیال یې ونیول او کمرې، کمپیوټرونه او نور تجهیزات یې ضبط کړل.

وروسته د امر بالمعروف ادارې له لوري یوه ویدیو خپره شوه، چې پکې نیول شوي کسان «د بهرنیو سریالونو د دوبلې کولو» له امله جبري اعترافونه کوي.د خبریالانو یاد مرکز دغه اعترافونه جبري بللي او نیونې یې د نړۍوالو اصولو خلاف ګڼلې دي.

د بیان ازادۍ پر وړاندې پراخ ګواښونه

له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان رسنیز چاپېریال له پراخو محدودیتونو، سانسور، اقتصادي فشار، وېرې، نیونو او بندیزونو سره مخ شوی دی. ډېری خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، ګڼو رسنیو خپرونې درولې او یو شمېر خبریالانو هېواد پرېښی دی.

د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، تهدید او حتی شکنجه هغه مسایل دي، چې د رسنیو خپلواکي یې له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده. ډېری خبریالان وايي، چې نور نه شي کولای بې طرفه او ازاد راپور ورکړي، ځکه له هرې نیوکې سره د بند یا تعقیب وېره شته.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو لکه د بې پولې خبریالانو ټولنه «ار اېس اېف» او د بشري حقونو څار سازمان هم پر طالبانو نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري. دا سازمانونه خبرداری ورکوي، چې که چیرې دا وضعیت دوام پیدا کړي، افغانستان به له یوه بشپړ خاموش ژورنالېزم سره مخ شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو خپلواکي ته درناوی وکړي، نیول شوي خبریالان پرته له قید او شرطه خوشې کړي او رسنیزو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې له وېرې، سانسور او فزیکي تهدید پرته خپل فعالیتونه جاري وساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې د رسنیو فعالیت یوازې د ازاد، روڼ او با ثبات افغانستان لپاره نه، بلکې د نړۍوال باور او مشروعیت لپاره هم حیاتي ګڼل کېږي.

شهرزاد اکبر: یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو وېرېږي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د پخواني کمېسیون مشره شهرزاد اکبر د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیولو او بندي کولو په غبرګون وایي، چې یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو او د رسنیو له ازادیو وېرېږي.

نوموړې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په خپل اېکس کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغه وروستي راپور په تړاو چې په تېرو درېیو اوونیو کې یې د طالبانو له خوا د اوو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو خبر ورکړی، په غبرګون ویلي، هغه حاکمیت چې پر فساد او ځپلو ولاړ وي، له شک پرته چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیسي.
د نوموړې په خبره: «یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو او د رسنیو له ازادۍ وېرېږي. هغه واکمني چې پر فساد او زور تکیه لري، طبیعي ده چې غواړي د خلکو لاس له معلوماتو لنډ او غږ یې په ستوني کې چوپ کړي.»
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په تېرو درېیو اونیو کې د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ځواکونو لږ تر لږه اووه خبریالان او د رسنیو فعالین په کابل او یوه بل ولایت کې نیولي دي.
د دې مرکز په وینا، دا مهال شاوخوا ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د نویو نیونو له لړۍ څخه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې دغه کسان بې له قید او شرطه خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلنی راپور ویلي و، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې هم د رسنیو د ځپلو لړۍ روانه ساتلې وه. دغه مرکز د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړې دي، چې ۱۳۰ یې د ګواښ او ۵۱ یې د خبریالانو د نیولو دي.

د دوی د مالوماتو له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې د رسنيو اصلي مرجع بلل کيږي، بې صلاحیته شوی او پر ځای یې د طالبانو امربالمعروف او استخبارات پر رسنيو سخت بنديزونه لګوي.

د خبریالانو ملاتړې ادارې په دې باور دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سختو بندیزونو لګول، د ښځو لپاره اضافي محدودیتونه او د خبریالانو ګواښل د مطبوعاتي ازادۍ د له منځه تللو ښکارندويي کوي.

اسحاق ډار: له افغانستان سره اقتصادي همکاري زموږ د سیمې ثبات تضمینوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار د نیویارک په یوه غونډه کې چې د پاکستاني ټولنې لپاره جوړه شوې وه، ویلي چې اسلام‌اباد هڅه کوي له افغانستان سره د سیمې د نښلولو لپاره د رېل‌پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ لارې فعاله کړي.

د پاکستانۍ ورځپانې اېکسپرېس ټریبون د راپور له مخې، د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یوه درې اړخیز تفاهم له مخې ټاکل شوې ده، چې له ترمز څخه تر کراچۍ پورې د افغانستان له لارې یوه نوې رېلي پروژه جوړه شي. دا پروژه به د افغانستان له مزارشریف، لوګر او ورپسې خېبر پښتونخوا سره وصل شي.

په راپور کې راغلي، موخه دا ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان له بندرونو سره وصل شي او افغانستان ته ټرانزیتي عواید، سوداګري او کارموندنه برابر کړي.

په همدې تړاو پاکستاني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره د امنیت په برخه کې هم همکاري روانه ده او له طالبانو یې ژمنه اخیستې، چې له افغان خاورې څخه به د پاکستان پر ضد د وسله‌والو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. دا ژمنه د سیمه‌ییز امنیت د ټينګښت او د اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل شوی دی.

د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د دې درې اړخیزې رېلي پروژې تخنیکي طرحه په ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶مه په کابل کې لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د فزیکي کار د پیل لپاره اساسي تیاری وشي. دا پروژه به د سوداګریزې راکړې ورکړې سرعت لوړ کړي، سیمه‌ییز اقتصاد ته به وده ورکړي او افغانستان ته به د یوه ټرانزیټي هب (hub) حیثیت ورکړي.

اسحاق‌ ډار ویلي، چې دا پروژه به یوازې یو ټرانسپورټي ابتکار نه وي، بلکې له هغې سره به سیمې ته ثبات، دندې او پانګونه هم راشي. نوموړي له طالب چارواکو سره د دوامداره همغږۍ هیله څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري باید د باور فضا رامنځته کړي.

هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان له لوري د نورو بنسټیزو پروژو په ترڅ کې، د خېبر پاس اقتصادي دهلیز هم د افغانستان لپاره مهم ارزښت لري او پاکستان چمتو دی، چې د افغانستان له لارې سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اقتصادي بیا رغونه او سیمه‌ییز پرمختګ به یوازې د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې امکان ولري او اسلام‌اباد غواړي دا اړیکې نورې هم پراخې کړي.‌

ډار ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري یوازې سوداګریزه پروژه نه ده، بلکې د ټولې سیمې د ثبات، دندو او پانګونې تضمین هم دی.

هغه زیاته کړه: «د سیمې امنیتي ثبات د اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري ده. موږ له طالبانو سره همکاري کوو، خو هغوی ته مو روښانه کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» پر ضد باید جدي اقدام وشي.»

د پاکستاني چارواکو له نظره، د افغانستان له خاورې د «ټي ټي پي» د فعالیتونو دوام نه یوازې د دوی د امنیت لپاره خطر دی، بلکې دا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پروژو تطبیق هم له خنډ سره مخ کړي. ډار ویلي، اسلام‌ اباد تمه لري چې طالبان به نه یوازې د امنیتي ژمنو پابندي وکړي، بلکې د «ټي ټي پي» د ځپلو لپاره عملي اقدامات هم وکړي.

د درې‌ اړخیزې رېلي پروژې تخنیکي طرحه د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶مه نېټه په کابل کې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه، چې له مخې به یې فزیکي کار ته د زمینې برابرولو هڅې پیل شي.

اسحاق ډار دا هم ویلي، چې د خېبر پاس اقتصادي دهلیز چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز یوه فرعي څانګه بلل کېږي، افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري او پاکستان چمتو دی چې دا لارې د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ فعاله کړي.

خو نوموړي په ډاګه کړه، چې امنیتي اندېښنې باید په عمل کې وڅېړل شي.

هغه وویل: «موږ د طالبانو له مشرانو سره په تماس کې یو او پر هغوی مو ټینګار کړی، چې له خپلې خاورې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول «ټي ټي پي» فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي. دا زموږ د متقابل اعتماد، سیمه‌ ییز ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره اساسي شرط دی.»

د هغه په باور، که له طالبانو سره فعاله همکاري وشي، دا به نه یوازې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې لپاره یو مهم ګام وي، بلکې د ټولې سیمې د نښلولو ستراتیژي به هم پیاوړې شي.