یاد مرکز د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په یوې خپره شوې اعلامیه کې د خبریالانو پر ضد د نیونو له نوې څپې ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې دغه کسان پرته له قید او شرطه خوشې کړي.
دغه مرکز زیاتوي، چې دا نیونې د بیان ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او د خبریالانو مصوونیت ته جدي ګواښ دی، چې دا مهال لږ تر لږه ۱۵ تنه خبریالان او رسنیز کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.
د راپور له مخې، د اسد پر ۲مه نېټه یو خبریال او دوه رسنیز فعالان د «نجونو لپاره د روزنیزو ورکشاپونو جوړولو» په تور نیول شوي او د طالبانو استخباراتو ته د څېړنو لپاره لېږل شوي دي. همدا راز، په ورته ورځ د کابل په درېیمه کارته سیمه کې یو بل کس چې له بهرنیو رسنیو سره یې تخنیکي مرسته کوله، د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
دغه راز د چنګاښ پر ۱۶مه یو سیمه ییز خبریال د طالبانو له لوري نیول شوی، چې دوه ورځې وروسته د درنو شرطونو منلو او د دوو تضمین ورکوونکو په ضمانت خوشې شوی دی.
همداراز، د چنګاښ پر ۲۴مه، د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف کارکوونکو د کابل ښار د یوه رسنیز شرکت «پېکسل» دفتر ته ورننوتل، د شرکت مشر او مرستیال یې ونیول او کمرې، کمپیوټرونه او نور تجهیزات یې ضبط کړل.
وروسته د امر بالمعروف ادارې له لوري یوه ویدیو خپره شوه، چې پکې نیول شوي کسان «د بهرنیو سریالونو د دوبلې کولو» له امله جبري اعترافونه کوي.د خبریالانو یاد مرکز دغه اعترافونه جبري بللي او نیونې یې د نړۍوالو اصولو خلاف ګڼلې دي.
د بیان ازادۍ پر وړاندې پراخ ګواښونه
له ۲۰۲۱م کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د افغانستان رسنیز چاپېریال له پراخو محدودیتونو، سانسور، اقتصادي فشار، وېرې، نیونو او بندیزونو سره مخ شوی دی. ډېری خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، ګڼو رسنیو خپرونې درولې او یو شمېر خبریالانو هېواد پرېښی دی.
د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی، تهدید او حتی شکنجه هغه مسایل دي، چې د رسنیو خپلواکي یې له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده. ډېری خبریالان وايي، چې نور نه شي کولای بې طرفه او ازاد راپور ورکړي، ځکه له هرې نیوکې سره د بند یا تعقیب وېره شته.
د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو لکه د بې پولې خبریالانو ټولنه «ار اېس اېف» او د بشري حقونو څار سازمان هم پر طالبانو نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې د بیان ازادۍ ته درناوی نه لري. دا سازمانونه خبرداری ورکوي، چې که چیرې دا وضعیت دوام پیدا کړي، افغانستان به له یوه بشپړ خاموش ژورنالېزم سره مخ شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو خپلواکي ته درناوی وکړي، نیول شوي خبریالان پرته له قید او شرطه خوشې کړي او رسنیزو بنسټونو ته اجازه ورکړي چې له وېرې، سانسور او فزیکي تهدید پرته خپل فعالیتونه جاري وساتي.
دا په داسې حال کې ده، چې د رسنیو فعالیت یوازې د ازاد، روڼ او با ثبات افغانستان لپاره نه، بلکې د نړۍوال باور او مشروعیت لپاره هم حیاتي ګڼل کېږي.