• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهرزاد اکبر: یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو وېرېږي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د پخواني کمېسیون مشره شهرزاد اکبر د طالبانو له لوري د خبریالانو د نیولو او بندي کولو په غبرګون وایي، چې یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو او د رسنیو له ازادیو وېرېږي.

نوموړې د دوشنبې په ورځ (د زمري ۶مه) په خپل اېکس کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغه وروستي راپور په تړاو چې په تېرو درېیو اوونیو کې یې د طالبانو له خوا د اوو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د نیولو خبر ورکړی، په غبرګون ویلي، هغه حاکمیت چې پر فساد او ځپلو ولاړ وي، له شک پرته چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي مخه نیسي.
د نوموړې په خبره: «یوازې ظالمان، فاسدان او ځپونکي له ازادو رسنیو او د رسنیو له ازادۍ وېرېږي. هغه واکمني چې پر فساد او زور تکیه لري، طبیعي ده چې غواړي د خلکو لاس له معلوماتو لنډ او غږ یې په ستوني کې چوپ کړي.»
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی چې په تېرو درېیو اونیو کې د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ځواکونو لږ تر لږه اووه خبریالان او د رسنیو فعالین په کابل او یوه بل ولایت کې نیولي دي.
د دې مرکز په وینا، دا مهال شاوخوا ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو په بند کې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې د نویو نیونو له لړۍ څخه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې دغه کسان بې له قید او شرطه خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل کلنی راپور ویلي و، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې هم د رسنیو د ځپلو لړۍ روانه ساتلې وه. دغه مرکز د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونې ۱۸۱ پېښې ثبت کړې دي، چې ۱۳۰ یې د ګواښ او ۵۱ یې د خبریالانو د نیولو دي.

د دوی د مالوماتو له مخې، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چې د رسنيو اصلي مرجع بلل کيږي، بې صلاحیته شوی او پر ځای یې د طالبانو امربالمعروف او استخبارات پر رسنيو سخت بنديزونه لګوي.

د خبریالانو ملاتړې ادارې په دې باور دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د سختو بندیزونو لګول، د ښځو لپاره اضافي محدودیتونه او د خبریالانو ګواښل د مطبوعاتي ازادۍ د له منځه تللو ښکارندويي کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

اسحاق ډار: له افغانستان سره اقتصادي همکاري زموږ د سیمې ثبات تضمینوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار د نیویارک په یوه غونډه کې چې د پاکستاني ټولنې لپاره جوړه شوې وه، ویلي چې اسلام‌اباد هڅه کوي له افغانستان سره د سیمې د نښلولو لپاره د رېل‌پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانسپورټ لارې فعاله کړي.

د پاکستانۍ ورځپانې اېکسپرېس ټریبون د راپور له مخې، د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د یوه درې اړخیز تفاهم له مخې ټاکل شوې ده، چې له ترمز څخه تر کراچۍ پورې د افغانستان له لارې یوه نوې رېلي پروژه جوړه شي. دا پروژه به د افغانستان له مزارشریف، لوګر او ورپسې خېبر پښتونخوا سره وصل شي.

په راپور کې راغلي، موخه دا ده چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د پاکستان له بندرونو سره وصل شي او افغانستان ته ټرانزیتي عواید، سوداګري او کارموندنه برابر کړي.

په همدې تړاو پاکستاني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره د امنیت په برخه کې هم همکاري روانه ده او له طالبانو یې ژمنه اخیستې، چې له افغان خاورې څخه به د پاکستان پر ضد د وسله‌والو فعالیتونو اجازه نه ورکوي. دا ژمنه د سیمه‌ییز امنیت د ټينګښت او د اقتصادي پروژو د پلي کېدو لپاره یو مهم پرمختګ ګڼل شوی دی.

د پاکستان، ازبکستان او افغانستان ترمنځ د دې درې اړخیزې رېلي پروژې تخنیکي طرحه په ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶مه په کابل کې لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د فزیکي کار د پیل لپاره اساسي تیاری وشي. دا پروژه به د سوداګریزې راکړې ورکړې سرعت لوړ کړي، سیمه‌ییز اقتصاد ته به وده ورکړي او افغانستان ته به د یوه ټرانزیټي هب (hub) حیثیت ورکړي.

اسحاق‌ ډار ویلي، چې دا پروژه به یوازې یو ټرانسپورټي ابتکار نه وي، بلکې له هغې سره به سیمې ته ثبات، دندې او پانګونه هم راشي. نوموړي له طالب چارواکو سره د دوامداره همغږۍ هیله څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې دواړه لوري باید د باور فضا رامنځته کړي.

هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان له لوري د نورو بنسټیزو پروژو په ترڅ کې، د خېبر پاس اقتصادي دهلیز هم د افغانستان لپاره مهم ارزښت لري او پاکستان چمتو دی، چې د افغانستان له لارې سوداګریز فعالیتونه پراخ کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اقتصادي بیا رغونه او سیمه‌ییز پرمختګ به یوازې د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې امکان ولري او اسلام‌اباد غواړي دا اړیکې نورې هم پراخې کړي.‌

ډار ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره اقتصادي همکاري یوازې سوداګریزه پروژه نه ده، بلکې د ټولې سیمې د ثبات، دندو او پانګونې تضمین هم دی.

هغه زیاته کړه: «د سیمې امنیتي ثبات د اقتصادي پرمختګ لپاره ضروري ده. موږ له طالبانو سره همکاري کوو، خو هغوی ته مو روښانه کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» پر ضد باید جدي اقدام وشي.»

د پاکستاني چارواکو له نظره، د افغانستان له خاورې د «ټي ټي پي» د فعالیتونو دوام نه یوازې د دوی د امنیت لپاره خطر دی، بلکې دا کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي پروژو تطبیق هم له خنډ سره مخ کړي. ډار ویلي، اسلام‌ اباد تمه لري چې طالبان به نه یوازې د امنیتي ژمنو پابندي وکړي، بلکې د «ټي ټي پي» د ځپلو لپاره عملي اقدامات هم وکړي.

د درې‌ اړخیزې رېلي پروژې تخنیکي طرحه د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۶مه نېټه په کابل کې د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شوه، چې له مخې به یې فزیکي کار ته د زمینې برابرولو هڅې پیل شي.

اسحاق ډار دا هم ویلي، چې د خېبر پاس اقتصادي دهلیز چې د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز یوه فرعي څانګه بلل کېږي، افغانستان ته ځانګړی ارزښت لري او پاکستان چمتو دی چې دا لارې د طالبانو له ادارې سره په همغږۍ فعاله کړي.

خو نوموړي په ډاګه کړه، چې امنیتي اندېښنې باید په عمل کې وڅېړل شي.

هغه وویل: «موږ د طالبانو له مشرانو سره په تماس کې یو او پر هغوی مو ټینګار کړی، چې له خپلې خاورې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول «ټي ټي پي» فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي. دا زموږ د متقابل اعتماد، سیمه‌ ییز ثبات او اقتصادي پراختیا لپاره اساسي شرط دی.»

د هغه په باور، که له طالبانو سره فعاله همکاري وشي، دا به نه یوازې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې لپاره یو مهم ګام وي، بلکې د ټولې سیمې د نښلولو ستراتیژي به هم پیاوړې شي.

ریچارډ بېنېټ: اقلیم ته پاملرنه یوازې طبیعي نه، بلکې حقوقي مسوولیت هم دی

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د نړۍوال عدالت «ای سي جي» له هغه مشورتي نظر څخه هرکلی کړی، چې له مخې یې هېوادونه مکلف دي د اقلیم او چاپېریال د ساتنې په برخه کې د نړۍوالو بشري حقونو له اصولو سره سم عمل وکړي.

ریچارډ بېنېټ په خواله رسنۍ اېکس کې لیکلي: «د اقلیم او چاپېریال د ساتنې په برخه کې د هېوادونو مکلفیتونو په اړه د نړۍوال عدالت مشورتي نظر هرکلی کوم. دا پرېکړه د نړۍوالو بشري حقونو له قوانینو سره سم د خساراتو جبران هم پکې شاملوي او دا د افغانستان لپاره ډېر مهم دی، چې له سختو اقلیمي بدلونونو او چاپېریالي زوال سره لاس او ګرېوان دی.»

نوموړي زیاته کړې، چې د اقلیم بدلون، وچکالي، سېلابونه او د طبیعي سرچینو له منځه تګ د افغانانو ژوند له سختو ګواښونو سره مخ کړی او اوس باید نړۍوال بنسټونه، شتمن هېوادونه او پخپله افغانان د اقلیمي عدالت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د نړۍوال عدالت مشورتي نظر چې د ملګرو ملتونو له خوا غوښتل شوی و، دا څرګندوي چې اقلیمي بې‌پروايي نه یوازې طبیعي، بلکې حقوقي پایلې هم لري او هېوادونه باید د خپلو ناسمو اقلیمي پالیسیو له امله مسوول وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۵ مېلیونه افغانان د وچکالۍ، سېلابونو، درنو بارانونو، واورې ویلې‌کېدو او سختې سړې هوا له امله اغېزمن شوي دي. د اقلیمي بدلون دې څپې د افغانستان ۱۰ سلنه خلک اغېزمن کړي دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، د اقلیمي بدلون ستونزو په ډېرو سیمو کې د خوړو ناامني ډېره کړې ده.

د معلوماتو له‌مخې، نږدې نیمایي سیمه‌ییزې ټولنې چې شاوخوا ۴۷ سلنه کېږي؛ د خوړو ناامني تر ټولو لویه ستونزه بولي.
که څه هم افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو ډېر اغېزمن هېواد دی؛ خو د نړۍوالې اقلیمي ککړتیا په برخه کې بیا کوم ځانګړی رول نه لري.
اقلیمي بدلون چې تر ډېره د شین کوریزه ګازونو له امله پیدا کېږي، په افغانستان کې نه تولېدېږي.
د اقلیمي بدلونونو له امله په افغانستان کې د وچکالیو، سېلابونو، د خوړو کمښت او د اوبو نشتوالي ستونزې ورځ تر بلې پراخېږي، چې دغه ستونزې د خلکو د بې‌ځایه کېدو، بې وزلۍ او د ټولنیز ټیکاو د کمزورې کېدو لامل شوې دي.

د ریچارډ بېنېټ پیغام، د نړۍوال عدالت له پرېکړې سره یوځای یو مهم نړۍوال غږ بلل کېږي، اقلیم ته پاملرنه یوازې چاپېریالي موضوع نه ده، بلکې یو اخلاقي او حقوقي مسوولیت هم دی. دا مسوولیت باید هغه هېوادونه ادا کړي، چې د اقلیم د خرابېدو ستر لاملونه دي او باید د هغو هېوادونو ملاتړ وکړي، چې له دې بدلونونو سخت اغېزمن شوي دي.

افغانستان ته چې له اقلیمي بحران سره مخ دی، دا مشورتي نظر یو نوی چانس بلل کېږي چې له نړۍوالو د اقلیمي مرستو، جبران او عدالت غوښتنه وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې د هیپاټایټس ناروغۍ قربانیان ورځ تر بلې زیاتېږي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وایي، چې په افغانستان کې د کلونو اوږدې جګړې، بې‌ثباتۍ او د روغتیايي خدمتونو کمزورتیا د دې لامل شوې، چې هیپاټایټس بي او سي (د ځیګر ناروغۍ) له پامه وغورځېږي او د خلکو ژوند ته جدي ګواښ پېښ کړي.

دغه سازمان د هیپاټایټس ناروغۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې بايد د هیپاټایټس ناروغۍ پر وړاندې د وقایې، تشخیص او درملنې خنډونه له منځه يووړل شي، ځکه ډېری ناروغان یوازې د وخت له ضایع کېدو وروسته تشخیصېږي، چې دا کار د هغوی د ژوند ژغورنې چانس خورا کموي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ډاکټر اېډوین سنیزا سالواډور وایي: «ډېری افغانان له دې امله خپل ژوند له لاسه نه ورکوي، چې هیپاټایټس ناروغي نه درملېدونکې ده، بلکې له دې امله مړه کېږي چې دا ناروغي ډېره ناوخته تشخیص کېږي».

هغه زياتوي، چې عامه پوهاوی ډېر کم دی، خلک له خپل وضعیت څخه خبر نه وي، روغتيايي امکانات محدود دي او د ناروغۍ پر وړاندې ټولنیز شرم هم د دې لامل کېږي، چې خلک روغتيايي مرکزونو ته مراجعه ونه کړي.

بل‌خوا، د روغتیا نړۍوال سازمان عمومي مشر «تېدروس ادهانوم ګيبرييسوس» په یوه خپاره کړي پیغام کې پر نړۍواله کچه د هیپاټایټس ناروغۍ ګواښ ته اشاره کړې او ليکلي يې دي: «په هرو۳۰ ثانیو کې یو انسان د هیپاټایټس ناروغۍ یا د ځیګر له سرطان څخه مري. که موږ همدا اوس اقدام وکړو، نو کولای شو په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۲.۸ میلیونه کسانو ژوند وژغورو.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې لا هم په افغانستان کې د زرګونو ناروغانو برخلیک نامعلوم دی، ځکه هېواد له یوه پراخ روغتيايي بحران سره مخ دی او د تل پاتې ناامنۍ، اقتصادي کړکېچ او د روغتيايي بنسټونو د کمزورۍ او نشتوالي له امله ګڼې مرګونې ناروغۍ له پامه غورځېدلې دي.

د روغتيا نړۍوال سازمان له نړۍوالو، افغان چارواکو او روغتيايي فعالانو غوښتي، چې د هیپاټایټس ناروغۍ پر وړاندې ژر، پراخ او هدفمند اقدامات پيل کړي، څو د زرګونو افغانانو ژوند وژغورل شي او دا ناروغۍ مهار شي.

په پاکستان کې د ویزو د تمدید بهیر له بندېدو سره زرګونه افغانانو د نیولو او شړلو سره مخ دي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱

پاکستان د افغان کډوالو د ویزو د تمدید بهیر په موقتي ډول بند کړی او زرګونه هغه افغانان چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد ته تللي، اوس د پولیسو د چاپو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د ۲۰۲۵ کال د جولای په اوومه پاکستان په بشپړه توګه د افغان کډوالو لپاره د ویزې تمدید بهیر بند کړی، چې له امله‌یې له ۲۰۲۱ کال وروسته دغه هېواد ته تللي افغانان اوس غېرقانوني ګڼل کېږي. پولیس د دوی په کورنیو چاپې اچوي، کورنۍ نیول کېږي او ګڼ خلک "حاجي کمپ" ته د جبري اېستلو لپاره لېږدول کېږي.

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې د B‑17، D‑17، ګلبرګ او نورو هغو ښارګوټو کې چې افغانان پکې مېشت دي، چاپې پیل کړي دي. پولیس د کډوالو دروازې ماتوي او د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون افغانان نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته استوي.

د ویزې وضعیت او فساد

د راپورونو پر بنسټ، د ویزې د تمدید بهیر وروسته له هغه وځنډول شو، چې د حکومت دننه د فساد له امله د کورنیو چارو وزارت د ویزې تمدید مسوولین ونیول شول. دا بهیر دا مهال د ناڅرګندې مودې لپاره بند شوی او څوک د تمدید لپاره رسمي چینلونو ته لاسرسی نه لري.

یو افغان چې نه غواړي نوم یې یاد شي افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل: «موږ په پاکستان کې د قانوني اوسېدو لپاره ټول هغه کارونه ترسره کوو، چې یو بهرنی یې باید ترسره کړي او دلته د قانوني اوسېدو لامل دا دی چې په وطن کې مو ژوند خوندي نه دی، اوس پاکستان د ویزې تمدید بند کړی او پولیس زموږ د نیولو لپاره په کورونو چاپې اچوي، زه ډاډه یم چې که زه افغانستان ته واستول شم نو ژوندی به پاتې نشم.»

د احمد بلال په نوم یو بل افغان کډوال چې په اسلام‌اباد کې اوسېږي، وایي چې ویزه یې پای ته رسېدلې او د تمدید په تمه دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په خپلو څرګندونو کې وویل: «زما لپاره دا وضعیت اندېښمنونکی دی. موږ دلته قانوني اوسېدل غواړو، د همدې لپاره مو پیسې لګولي، هېڅ ډول غېرقانوني کړنه نه کوو. خو اوس وینو چې پاکستاني پولیس د هغو افغانانو د نیولو عملیات پیل کړي، چې د پاکستان حکومت یې د ویزې تمدید بند کړی دی.»

نوموړی وایي، د ډېرو افغانانو لپاره افغانستان ته بېرته ستنېدل له ګواښ څخه خالي نه دی او نړۍوال بنسټونه باید پر پاکستاني حکومت فشار راوړي، څو د ویزو د تمدید بهیر بېرته پیل شي او د جبري اېستلو دا لړۍ ودرول شي.

د محمد جان په نوم یو بل افغان چې دا مهال یوه اروپایي هېواد ته د تګ په موخه په اسلام اباد کې مېشت دی، وایي: «د پاکستان حکومت په لوی لاس قانوني افغان کډوال غېرقانوني کړل، د ویزې تمدید یې پرې بند کړ او اوس ورپسې کور په کور پولیس ګرځي، تاسو وګوری هغه ښارګوټو کې د پولیسو عملیات روان دي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ورته افغانان راغلي، دا افغانان اکثریت یې داسې دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او جدي مسله ده، که دوی واېستل شي، ښایي ووژل شي.

محمد جان زیاتوي، چې نړۍواله ټولنه باید لاس په کار شي او ددغه چارې مخه ونیسي، ځکه ددې امکان شته چې زیات افغانان چې له طالبانو راتښتېدلي دي، بېرته طالبانو ته په لاس ورشي.

د بښنې نړۍوال سازمان راپور کې راغلي، چې د ویزې د مهلت کمېدو او د تمدید درېدنې له امله افغان کډوال بې‌اسناد ګرځول کېږي، چې له نیونو او زورزیاتي سره مخ دي.

د یوناما راپور هم څرګندوي، چې جبري بېرته لېږدونه افغانان د ظلمونو، شکنجو او ګواښونو سره مخ کوي، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې او د بشري حقونو مدافعین ناڅرګند ګواښ ته سترګې په لار دي.

یاده دې وي، چې له دې وضعیت سره په میلیونونه افغان کډوال له یوې خوا د قانوني اوسېدو شرایط له لاسه ورکوي او له بلې خوا د پولیسو سختو عملیاتو له امله رواني، اقتصادي او فزیکي فشارونو سره مخ شوي. ډېری کسان چې په لوېدیځ هېوادونو کې مېشت کېدو ته په تمه دي، اوس د نیولو او جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي .

نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو فعالینو په پاکستان غږ کړی، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو د ویزې تمدید بهیر له سره پیل کړي او پولیسو ته امر ورکړي، چې چاپې ودرول شي او د بشري حقونو دغه ناورین ته پام وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان له سیاسي، امنیتي او بشري ګواښونو سره مخ شول او د خوندي ژوند په لټه کې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شول. پاکستان د لنډمهاله پناه ځای په توګه د ډېرو افغانانو لومړی انتخاب و. که څه هم زیات شمېر دغه کډوال د قانوني ویزو له لارې پاکستان ته داخل شوي، خو په وروستیو کې د ویزو تمدید بندېدو د دوی قانوني وضعیت له خطر سره مخ کړی دی.

د ویزې تمدید موقتي بندېدو، د پولیسو چاپې او د جبري اېستلو پیل په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره چې لا هم د نورو هېوادونو ویزو ته منتظر دي، له سختو اندېښنو ډک وضعیت رامنځته کړی. په ورته وخت کې، پاکستاني چارواکو د ویزو د ورکولو په اداره کې پراخ فساد هم تایید کړی، خو د حل لپاره یې لا هم عملي ګام نه دی پورته کړی.

دا ټول هغه فکتورونه دي، چې اوسنی وضعیت یې نه یوازې د زرګونه افغانانو قانوني اوسېدل له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د انسانیت، پناه‌غوښتنې او نړۍوالو اصولو پر وړاندې لویې پوښتنې راپورته کړې دي.

د کډوالو د ستنېدو انساني اړخ؛ دا یوازې بېرته تګ نه، بلکې د ژوند یوه نوې کډوالي ده

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱
•
جواد شينواری, سلیمان خپلواک

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو سره مخ دی، د پاکستان له خوا د زرګونو افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې چې دا د یوه بل انساني ناورین نښه ده.

په پاکستان کې مېشت زرګونه افغان کډوال دا مهال د افغانستان پر لور د ستنېدو له فشار سره مخ دي. د پاکستان له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو روانې پالیسۍ ګڼې کورنۍ دې ته اړ کړي، چې په دغه هېواد کې خپل اوږدمهاله استوګنځي پرېږدي او د یوه نامعلوم برخلیک پر لور د تګ تابیا وکړي، له هغو ځایونو او ملګرو سره خدای پاماني وکړي، چې هلته‌یې کلونه تېر کړي.

په ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وایي، چې هره ورځ د تورخم دروازې له لارې په سلګونه کډوال د پاکستان له پنجاب، کراچۍ او پېښور څخه هېواد ته راستنېږي.

په دغو کورنیو کې د عتیق‌الله په نوم یو کم‌عمره هلک هم شامل دی، چې له خپلې کورنۍ سره د پنجاب ایالت له یوې لرې پرتې سیمې د افغانستان پر لور روان دی.

عتیق‌الله د نهم ټولګي زده‌کوونکی وو او په پاکستان کې زېږېدلی دی، هغه په دغه هېواد کې زده‌کړې کړي، ملګري یې پیدا کړي او ماشومتوب‌ یې تېر کړی دی.

هغه چې په سخته ګرمۍ کې له خپلو درېیو وروڼو سره په کډه بار موټر شاته ولاړ او په څېره کې یې وېره، خوشحالي او د غم ګډ احساسات څرګند دي، د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال ته یې وویل: «موږ خوشحاله یو چې خپل وطن ته ځو، ځکه پلار به مې تل د افغانستان د غرونو، کروندو او کلي کیسې کولې. خو خپه هم یو، ځکه خپل ټول ملګري، مکتب او هغه ځای چې پکې لوی شوي یو، شاته پرېږدو. زه په اردو زده کړې کوم، خو افغانستان کې باید پښتو زده کړم. دا به زما لپاره نوې تجربه وي.»

هغه زیاتوي، چې دا نه پوهېږي چې هلته به ښوونځی ولري او که نه؟ که ولري، څنګه به وي؟ او که نه وي، نو هغه به څنګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په پېښور کې مېشته افغانه کډواله زینت (مستعار نوم) دا مهال په یوه کرایي کور کې ژوند کوي او له خپل څو کلن تدریسي مسلک سره د مخه ښه په درشل کې ده. زینت هغه افغانه ښوونکې ده چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، خپل هېواد پرېښود.

زینت وايي: «زه له طالبانو مخکې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وم. کله چې بندیزونه راغلل او پر نجونو د زده‌کړو او پر ښځو د کار بندیز ولګېد، مجبوره شوم چې افغانستان پرېږدم.»

زینت له راتګ وروسته په پېښور کې په خصوصي ښوونځیو کې تدریس پیل کړ. اوس هم په یوه ښوونځي کې د ښوونکې دنده ترسره کوي او د ماښام له خوا په خپل کور کې کوچنیانو ته درس ورکوي. دا د هغې د کورنۍ یوازنۍ عایداتي سرچینه ده، ترڅو خپله کورنۍ له مالي پلوه تمویل کړي.

خو د پاکستان د حکومت وروستیو پرېکړو چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو ګواښ پکې پروت دی، د زینب راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغې د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال ته وویل: «زه د خپلو ماشومانو د زده کړو لپاره هر څه قرباني کولی شم، خو بېرته افغانستان ته تګ د دې معنا لري چې زما د اولادونو زده کړې به ودرېږي او زما د عمر اوږدې هڅې به هم ختمې شي. نه پوهېږم چې هلته به موږ ته کومه لاره خلاصه وي.»

یو بل کډوال، ۳۵ کلن سمیع‌الله چې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره د کراچۍ له شاه فیصل ټاون څخه راوځي، وايي: «زه د ترکارۍ کاروبار لرم. سخت کار و، خو اولادونه مې ښوونځي ته تلل. اوس هر څه بند شول. نه زه افغانستان کې د کاروبار هیله لرم، نه دا باور لرم چې هلته به مې ماشومان زده‌کړه وکړي. خو دلته پولیس ورځ تر بلې زور زیاتی زیاتوي، دا ژوند نور نه شو زغملای».

سمیع‌الله وایي، که څه هم د وطن سره مینه لري، خو د ژوندانه لپاره یوازې مینه بسنه نه کوي. هغه اندېښمن دی، چې هلته به له صفره پیل کوي او وایي: «په خالي لاسونو وطن ته تګ ډېر سخت وي. موږ یوازې وطن ته نه، بلکې بې‌وسۍ ته ورګرځو».

د کډوالو د قافلې یوه بله غړې ۲۷ کلنه ناهید چې د خېبرپښتونخوا په هري‌پور کې زېږېدلې، وايي: «ما ټول عمر همدلته ژوند کړی، مکتب، پوهنتون او حتی کورنی ژوند مې هم دلته پیل کړ. اوس باید له خاوند، ماشوم او خپل مور و پلار سره افغانستان ته بېرته ورګرځم. زه نه پوهېږم هلته څه دي؟ زه یوازې دومره پوهېږم چې دلته زموږ ځای نه دی پاتې.»

ناهید وايي، چې په پاکستان کې یې یوه نړۍ هیلې جوړ کړي وې، خو اوس ورته داسې ښکاري چې هلته له سره باید خپل شخصیت، ژوند، مسلک او هویت بیا جوړ کړي.

د کډوالو دا ستنېدنه که څه هم د "خپل وطن" بېرته موندلو یو احساس پکې شته، خو په عمل کې له سختو رواني، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مل ده. ډېر کډوال وايي، چې په افغانستان کې نه د نجونو لپاره تعلیم شته، نه د ښځو لپاره کار، نه روغتیايي چوپړتیاوې او نه هم د راتلونکي کوم تضمین.

د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې د دې کډوالو ناڅاپي ستنیدنه به یوازې انساني ناورین ته زمینه برابره کړي، ځکه افغانستان لا هم له کړکېچونو، بې‌کارۍ، وچکالۍ، ناامنۍ او د ښځو پر وړاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.

عتقي‌الله، زینت، سمیع‌الله، ناهید او زرګونه نور افغان کډوال د خپل وطن نوم ته درناوی لري، خو که راتلونکی‌ یې ناڅرګند وي، زده کړې، کار او امنیت پکې نه وي، نو دا ستنېدنه یوازې فزیکي حرکت نه، بلکې یوه نوې کډوالي د هیلو، ارزښتونو او ژوندیو تجربو له سره پیل دی.