• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

د کډوالو د ستنېدو انساني اړخ؛ دا یوازې بېرته تګ نه، بلکې د ژوند یوه نوې کډوالي ده

 جواد شينواریسلیمان خپلواک
جواد شينواری,
سلیمان خپلواک
۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱تازه شوی: ۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۱

په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو سره مخ دی، د پاکستان له خوا د زرګونو افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه شوې چې دا د یوه بل انساني ناورین نښه ده.

په پاکستان کې مېشت زرګونه افغان کډوال دا مهال د افغانستان پر لور د ستنېدو له فشار سره مخ دي. د پاکستان له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو روانې پالیسۍ ګڼې کورنۍ دې ته اړ کړي، چې په دغه هېواد کې خپل اوږدمهاله استوګنځي پرېږدي او د یوه نامعلوم برخلیک پر لور د تګ تابیا وکړي، له هغو ځایونو او ملګرو سره خدای پاماني وکړي، چې هلته‌یې کلونه تېر کړي.

په ننګرهار کې سیمه ییز طالب چارواکي وایي، چې هره ورځ د تورخم دروازې له لارې په سلګونه کډوال د پاکستان له پنجاب، کراچۍ او پېښور څخه هېواد ته راستنېږي.

په دغو کورنیو کې د عتیق‌الله په نوم یو کم‌عمره هلک هم شامل دی، چې له خپلې کورنۍ سره د پنجاب ایالت له یوې لرې پرتې سیمې د افغانستان پر لور روان دی.

عتیق‌الله د نهم ټولګي زده‌کوونکی وو او په پاکستان کې زېږېدلی دی، هغه په دغه هېواد کې زده‌کړې کړي، ملګري یې پیدا کړي او ماشومتوب‌ یې تېر کړی دی.

هغه چې په سخته ګرمۍ کې له خپلو درېیو وروڼو سره په کډه بار موټر شاته ولاړ او په څېره کې یې وېره، خوشحالي او د غم ګډ احساسات څرګند دي، د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال ته یې وویل: «موږ خوشحاله یو چې خپل وطن ته ځو، ځکه پلار به مې تل د افغانستان د غرونو، کروندو او کلي کیسې کولې. خو خپه هم یو، ځکه خپل ټول ملګري، مکتب او هغه ځای چې پکې لوی شوي یو، شاته پرېږدو. زه په اردو زده کړې کوم، خو افغانستان کې باید پښتو زده کړم. دا به زما لپاره نوې تجربه وي.»

هغه زیاتوي، چې دا نه پوهېږي چې هلته به ښوونځی ولري او که نه؟ که ولري، څنګه به وي؟ او که نه وي، نو هغه به څنګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

په پېښور کې مېشته افغانه کډواله زینت (مستعار نوم) دا مهال په یوه کرایي کور کې ژوند کوي او له خپل څو کلن تدریسي مسلک سره د مخه ښه په درشل کې ده. زینت هغه افغانه ښوونکې ده چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، خپل هېواد پرېښود.

زینت وايي: «زه له طالبانو مخکې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکې وم. کله چې بندیزونه راغلل او پر نجونو د زده‌کړو او پر ښځو د کار بندیز ولګېد، مجبوره شوم چې افغانستان پرېږدم.»

زینت له راتګ وروسته په پېښور کې په خصوصي ښوونځیو کې تدریس پیل کړ. اوس هم په یوه ښوونځي کې د ښوونکې دنده ترسره کوي او د ماښام له خوا په خپل کور کې کوچنیانو ته درس ورکوي. دا د هغې د کورنۍ یوازنۍ عایداتي سرچینه ده، ترڅو خپله کورنۍ له مالي پلوه تمویل کړي.

خو د پاکستان د حکومت وروستیو پرېکړو چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو ګواښ پکې پروت دی، د زینب راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی.

هغې د افغانستان انټرنشنل – پښتو خبریال ته وویل: «زه د خپلو ماشومانو د زده کړو لپاره هر څه قرباني کولی شم، خو بېرته افغانستان ته تګ د دې معنا لري چې زما د اولادونو زده کړې به ودرېږي او زما د عمر اوږدې هڅې به هم ختمې شي. نه پوهېږم چې هلته به موږ ته کومه لاره خلاصه وي.»

یو بل کډوال، ۳۵ کلن سمیع‌الله چې له خپلې مېرمنې او څلورو ماشومانو سره د کراچۍ له شاه فیصل ټاون څخه راوځي، وايي: «زه د ترکارۍ کاروبار لرم. سخت کار و، خو اولادونه مې ښوونځي ته تلل. اوس هر څه بند شول. نه زه افغانستان کې د کاروبار هیله لرم، نه دا باور لرم چې هلته به مې ماشومان زده‌کړه وکړي. خو دلته پولیس ورځ تر بلې زور زیاتی زیاتوي، دا ژوند نور نه شو زغملای».

سمیع‌الله وایي، که څه هم د وطن سره مینه لري، خو د ژوندانه لپاره یوازې مینه بسنه نه کوي. هغه اندېښمن دی، چې هلته به له صفره پیل کوي او وایي: «په خالي لاسونو وطن ته تګ ډېر سخت وي. موږ یوازې وطن ته نه، بلکې بې‌وسۍ ته ورګرځو».

د کډوالو د قافلې یوه بله غړې ۲۷ کلنه ناهید چې د خېبرپښتونخوا په هري‌پور کې زېږېدلې، وايي: «ما ټول عمر همدلته ژوند کړی، مکتب، پوهنتون او حتی کورنی ژوند مې هم دلته پیل کړ. اوس باید له خاوند، ماشوم او خپل مور و پلار سره افغانستان ته بېرته ورګرځم. زه نه پوهېږم هلته څه دي؟ زه یوازې دومره پوهېږم چې دلته زموږ ځای نه دی پاتې.»

ناهید وايي، چې په پاکستان کې یې یوه نړۍ هیلې جوړ کړي وې، خو اوس ورته داسې ښکاري چې هلته له سره باید خپل شخصیت، ژوند، مسلک او هویت بیا جوړ کړي.

د کډوالو دا ستنېدنه که څه هم د "خپل وطن" بېرته موندلو یو احساس پکې شته، خو په عمل کې له سختو رواني، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مل ده. ډېر کډوال وايي، چې په افغانستان کې نه د نجونو لپاره تعلیم شته، نه د ښځو لپاره کار، نه روغتیايي چوپړتیاوې او نه هم د راتلونکي کوم تضمین.

د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي، چې د دې کډوالو ناڅاپي ستنیدنه به یوازې انساني ناورین ته زمینه برابره کړي، ځکه افغانستان لا هم له کړکېچونو، بې‌کارۍ، وچکالۍ، ناامنۍ او د ښځو پر وړاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دی.

عتقي‌الله، زینت، سمیع‌الله، ناهید او زرګونه نور افغان کډوال د خپل وطن نوم ته درناوی لري، خو که راتلونکی‌ یې ناڅرګند وي، زده کړې، کار او امنیت پکې نه وي، نو دا ستنېدنه یوازې فزیکي حرکت نه، بلکې یوه نوې کډوالي د هیلو، ارزښتونو او ژوندیو تجربو له سره پیل دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

سند: د طالبانو عدلیې وزیر له میرزا کټوازي سره د قراردادونو د لغوه کولو غوښتنه کړې

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون یو رسمي مکتوب افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی،چې د یاد کمیسیون رییس عبدالحکیم شرعي پکې د طالبانو له بېلابېلو ادارو غوښتي چې د میرزا کټوازي قراردادونه لغوه کړي. په مکتوب کې راغلي چې میرزا کټوازی د مختلفو توکو په قاچاق کې لاس لري.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون ترلاسه شوی مکتوب یوه اونۍ وړاندې د زمري پر لومړی نېټه صادر شوی دی.

په مکتوب کې، چې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې ته لېږل شوی، د ولسې جرګې پخوانی مرستیال مېرزا  کټوازی دداسې کس په توګه یاد شوی، چې په تېر نظام کې زورواکی پاتې شوی.

کمیسیون دا هم ویلي چې د کټوازي پر ضد د جعل او تزویر قضیه هم ثبت شوې او محکمو یې د نیولو غوښتنه کړې، خو نوموړی تر اوسه نه دی نیول شوی او خپلو "ناروا فعالیتونو" ته یې دوام ور کړی.

د مکتوب له مخې، هغه اجاري قراردادونه چې له نوموړي سره د طالبانو د دولتي ادارو له خوا لاسلیک شوي، د عامو خلکو تر منځ د اندېښنې سبب ګرځېدلي او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې ایا «طالبان د شفافیت او حساب ورکونې پر اصولو ټینګ ولاړ دي او که نه».

کمیسیون، د طالبانو د مشر د حکم پر بنسټ، چې زورواکو ته یې د دولتي شتمنیو لېږد بند کړی، له مسوولو ادارو غوښتي چې دغه تړونونه لغوه کړي او خلکو ته دا پیغام ورکړي چې طالبان د فساد او زورواکۍ پر وړاندې جدي دریځ لري.

په دې مکتوب کې همدراز غوښتنه شوې، چې نه یوازې له مېرزا کټوازي سره شوي قراردادونه لغوه شي بلکې د هغه له شریکانو سره شوي قراردادونو د لغوه کېدو غوښتنه هم شوې ده.

دا مکتوب د عبدالحکیم شرعي له خوا، چې د غصب شويو ځمکو د استرداد او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون مشر دی، لاسلیک شوی.

مکتوب د چاپیریال ساتنې ادارې ترڅنک د طالبانو د ملاهبت الله دفتر ته هم لېږل شوی دی.

د زمري څلورمه او پنځمه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال محمد میرزا کټوازي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي. سرچینې ویلي و، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي.

سرچینو همدراز زیاته کړه، چې کټوازی د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د ځمکو په جعلکارۍ تورن شوی او د نوموړي د ځمکو او پولي معاملاتو د تصفیې امر ور کړل شوی و.

طالبانو په تېره غویي میاشت کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې پارک د میرزا کټوازي ګروپ ته په ۲۰۰میلیونه افغانیو په قرارداد ورکړ. په قرارداد کې د کټوازي شرکت مکلف ګڼل شوی، چې د ٦ کالونو په بهیر کې به پر پارک د ٢٠٠ میلیونه افغانیو پانګونه کوي او هر کال به طالبانو ته دوه میلیونه افغانۍ ورکوي.

په خوست کې یو ډاکټر د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د خوست ولایت مقام وايي چې د غورځنګ په نوم یو ډاکټر چې درې ورځې وړاندې د ننګرهار، مرکز جلال اباد څخه تښتول شوی و ،په خوست کې د تښتوونکو له منګلولو ژغورل شوی. دوی زیاتوي چې د تښتول شوي ډاکتر له کورنۍ څخه د خلاصون په بدل کې د ٧ سوه زره امریکایي ډالرو غوښتنه شوې وه.

د خوست ولایت مقام نن دوشنبه د زمري ۶مه وویل، چې یاد کس د خوست ولایت د طالبانو د استخباراتو رياست له خوا د ياد ولايت ببرک تاڼې اړوند خاني غريزه سيمه کې د تښتوونکو له منګولو ازاد او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

طالبانو د يادو عملياتو په نتيجه کې څلور تنه تښتوونکي نيولي او يو فولډر ډوله موټر او يو ميل تومانچه هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د انسان تښتوونکو پیښې زیاتې شوې دي.

طالبان وايي د نړیوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن نه دي رعایت شوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رييس محمود الحق احدي د بریتانیا د بشري مرستو له رییس الیستر برنیت سره په کتنه کې وویل، چې د نړیوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن نه دي رعایت شوي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو له ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت او همداراز د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې او بریټانیایي لوري په دې برخه کې د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.

د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رييس زیاته کړې چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره نړیوال سازمانونه کولای شي د هېواد هرې سیمې ته سفر وکړي.

په دې وروستیو کې پاکستان او په ځانګړې توګه ایران د افغانانو اېستنې ته زور ورکړی او په کور دننه د امکاناتو د نشتوالي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د بودجې د کمښت له امله راستنېدونکي افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېړنیو مرستو ته سترګې په لاره دي.

د طالبانو کابینې تر ځمکې لاندې اوبو پر مدیریت بحث کړی

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د رييس الوزراء ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ددې ډلې په کابینه کې چې نن "دوشبنه د زمري ۶مه" ترسره شوې، د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو د ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو رسولو په اړه بحث شوی. طالبان دا بحث داسې مهال کوي چې په کابل کې د اوبو ستونزه خورا ژوره شوې ده.

د طالبانو د چارو ادارې له لوري د بحث په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو د اوبو اړوند نړۍوالو بنسټونو او کارپوهانو په وار وار خبرداری ورکړی چې په کابل او ځینو نورو سیمو کې د اوبو کچه تر ۳۰ مترو ټيټه شوې او که همداسې د اوبو پریمانه کارونه دوام ومومي او جدي اقدام ونه شي، د کابل تر ځمکې لاندې اوبي سرچینې به تر ۲۰۳۰کال پورې په بشپړه توګه وچې شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف هم خبرداری ورکړی چې "که بیړنی اقدام ونه شي، نو تر ۲۰۳۰کال پورې به په کابل کې د ځمکې لاندې اوبه نه وي."

د اوبو سرچینو د مدیرت کارپوهان هم وايي، که ټاکل شوې پرمختيايي پروژې هم بشپړې شي بیا هم وضعیت تر اوسني حالته نه شي ښه کېدای.

په کابل کې د ژورو څاګانو نږدې نیمایي برخه یې چې د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو اصلي سرچینه بلل کېږي، دمګړۍ وچې شوې دي.

د اوبو د کمښت ترڅنګ، ککړتیا هم یوه جدي ستونزه یادېږي چې تر ۸۰ سلنې د ځمکې لاندې اوبه د فاضله موادو، ارسنیک او مالګې له امله د څښلو نه دي.

د اوبو د کمښت لاملونه:

د اوبو د مدیریت کارپوهان وايي چې د اوبو ناورین د جګړې، کمزوری مدیریت، اقلیمي بدلون او د نفوس چټکې ودې له امله رامنځته شوی دی. د کابل نفوس په ۲۰۰۱ کال کې تر یو مېلیون کم و چې دمګرۍ څه باندې شپږو مېلیونو ته رسېدلی دی. له دې سره جوخت، د بارانونو کمښت او پرله‌پسې وچکالۍ هم دغه وضعیت ناوړه کړی دی.

د کارپوهانو په وینا، د اوبو د کمښت ناورین داسې یو بحران دی چې طالبان یې په یوازې ځان نشي اداره کولی.

د موندنو پر بنسټ، په کابل کې تر۵۰۰ ډېر د څښاک او معدني اوبو شرکتونه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې کاروي. همداراز، په کابل کې د ترکارۍ د کرکېلې لپاره سلګونه شنې خونې فعالیت کوي چې هر کال په میلیاردونو لیټره اوبه لګوي، په داسې حال کې چې زرګونه څاګانې په ناقانونه ډول او له څارنې پرته کېندل شوې دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د اوبو ناورین به د بې‌وزلو خلکو ژوند تر ټولو ډېر زیانمن کړي. په داسې حال کې چې شتمن خلک د ژورو څاګانو د کېندلو وس لري او بې‌وزله خلک، په ځانګړي توګه ماشومان هره ورځ ساعتونه- ساعتونه په اوبو پسې سرګردانه وي.

اوسمهال د اوبو برابرول د کابل د اوسېدونکو ورځنۍ ننګونه ګرځېدلې ده. ځینې کورنۍ د خپل عاید درېیمه برخه اوبو ته ورکوي او زیاتره یې د اوبو د پورونو له ستونزو سره مخ دي.

په ۲۰۲۵ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې یوازې ۸.۴ مېلیونه ډالر یې د اوبو د پروګرامونو لپاره ترلاسه کړي، حال دا چې ۲۶۴ مېلیونه ډالر ورته په کار دي.

د اوبو ځینې لویې پروژې چې کولای یې شول د اوبو د دغه ناورین یوه برخه کنټرول کړي د جمهوري نظام له رانسکورېدو سره سم ودرول شوې. له لوګر نه کابل ته د اوبو لېږدولو لپاره د جرمني تمویل شوې پروژه چې دوه پر درېیمه برخه یې بشپړه شوې وه، د تېر جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته په ټپه درېدلې ده.

د افغانستان د اوبو او چاپېریال د متخصصینو شبکه وايي، چې داوږدمهال لپاره پر دغې برخې پانګونې ضروري دي خو سیاسي وضعیت دغه لاره هم ننګولې ده.

کابل مېشتو ته د اوبو د برابرولو لپاره یوه بله مهمه پروژه کابل ته د پنجشېر د سیند د اوبو راوستل دي. د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې طرحه یې ورته جوړه کړې خو اصلي ستونزه د بودجې نشتوالی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د مرکزي زون د اوبو رسونې او کانالیزاسیون رییس شفیع الله ذاهدي ویلي، په راتلونکو شپږو کلونو کې به د شاه توت بند چارې تکمیل شي، خو وايي، د پنجشیر د اوبو د لېږد پروژې لپاره بودجې ته اړتیا ده.

خو د اوبو برخې کارپوهان بیا وايي، ۶ کاله ډېر وخت دی او تر هغه وخته به کابل په بشپړه توګه بې اوبو وي او به وینا یې باید دغه وضعیت ته د رسېدنې لپاره شپه او ورځ کار وشي ځکه دغه پروسه ډېره پېچلې ده او که له پنجشېره د نللیکې په وسیله اوبه کابل ته راولېږدول شي بیا هم بله ستونزه دا ده چې کورونو ته تر ۳۰ سلنه نلونه تېر شوي او پاتې نور یې نلونه نه لري.

د کارپوهانو په وینا، که په بېړني ډول اقدامات ونه شي نو لرې نه ده چې کابل مېشتې د څښاک د اوبو د نشتوالي له امله له دغه ښاره ووځي او دغه وضعیت به یو بل ناورین چې هغه هم د داخلي بې ځایه کېدو ناورین دی، رامنځته کړي.

سویډن د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته تمدید شوي پاسپورټونه نه مني

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د سویډن د کډوالو ادارې اعلان کړی، چې د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته په سټیکر تمدید شوي پاسپورټونه په دغه هېواد کې نه منل کیږي. ګڼو افغانانو د جمهوري نظام له سقوط وروسته خپل پاسپورټونه تمدید کړي، چې اوس له ستونزو سره مخ دي.

د سویدن د کډوالۍ ادارې (Migrationsverket) په خپله تازه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته سوېډني چارواکي نور هغه پاسپورټونه نه مني چې د اعتبار موده‌یې د مهر یا سټیکرله لارې غځول شوې وي.

دې ادارې له هغو خلکو، چې په سویډن کې دي، یا دغه هېواد ته سفر کوي او سټیکرلرونکي پاسپورټونه لري، غوښتي، چې د نویو پاسپورټونو غوښتنه وکړي.

ګڼو افغانانو د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته خپل باسپورټونه تمدید کړي دي، چې اوس د سویدن په دننه او بهر دغه هېواد ته د سفر پرمهال له ستونزو سره مخ دي.

د سویدن د کډوالو ادارې ویلي، چې د کرونا وبا پر مهال ځینې هېوادونه د نویو پاسپورتونو د جوړولو لپاره له ستونزو سره مخ وو او له همدې امله د سفارتونو له خوا د ځینو کسانو د پاسپورت د اعتبار موده د مهر یا سټیکر له لارې غځول شوې وه، خو دا یو موقتي حل و او اوس سوېډني چارواکو پرېکړه کړې چې نور به دا ډول پاسپورتونه ونه مني.

یادې ادارې زیاته کړې، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې وروسته به دوی د تمدید شوي پاسپورت له مخې د استوګنې کارت، د استوګنې حالت، یا د استوګنې اجازه نه ور کوي او نه هم د زده کړو، لیدنې، کورني یوځایوالي یا کار لپاره په دغو پاسپورټونو اسناد ورکول کیږي.

د سویدن د کډوالو اداره دغه راز وايي، چې له دې وروسته به په تمدید شوي پاسپورت سوېډن ته ننوتل هم منع وي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، دوی د روان کال دسپتمبر تر۳۰ مې پورې تمدید شوي پاسپورتونه مني.