د طالبانو امر بالمعروف په سمنګان کې له ښځو د حجاب رعایت کولو غوښتنه کړې

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د سمنګان ولایت د عامه، تجارتي او تفریحي مرکزونو د لیدنې پر مهال له ښځو څخه د اسلامي حجاب د مراعت کولو غوښتنه کړې او په ټولنه کې یې د دیني او اخلاقي ارزښتونو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دغه محتسبین وايي حجاب نه یوازې یو دینی امر دی، بلکې د ښځو د عزت او کرامت د ساتنې وسیله ده.