• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر: حماس بشردوستانه مرستې غلا کوي او پر ملکیانو ډزې کوي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۴۶ GMT+۱

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هېواد هره ورځ غزې ته د پام وړ اوبو، خوراکي توکو او درملو د داخلېدو اجازه ورکوي، خو حماس بشردوستانه مرستې غلا کوي او پر ملکیانو ډزې کوي، ترڅو مرستو ته د هغوی د لاسرسي مخه ونیسي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي: «سره له دې چې په غزه کې وضعیت سخت دی او اسراییل هڅه کوي مرستې ورسوي، خو حماس د ځینو ویډیوګانو او انځورونو له لارې هڅه کوي، چې د غزې انساني ناورین لوی وښيي.»
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر زیاته کړې، چې دغه هېواد به له نړۍوالو بنسټونو، امریکا او اروپايي هېوادونو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، ترڅو غزې ته د بشردوستانه مرستو پراخ لېږد تضمین شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د نړیوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن نه دي رعایت شوي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رييس محمود الحق احدي د بریتانیا د بشري مرستو له رییس الیستر برنیت سره په کتنه کې وویل، چې د نړیوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن نه دي رعایت شوي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو له ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت او همداراز د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې او بریټانیایي لوري په دې برخه کې د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.

د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رييس زیاته کړې چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره نړیوال سازمانونه کولای شي د هېواد هرې سیمې ته سفر وکړي.

په دې وروستیو کې پاکستان او په ځانګړې توګه ایران د افغانانو اېستنې ته زور ورکړی او په کور دننه د امکاناتو د نشتوالي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د بودجې د کمښت له امله راستنېدونکي افغانان له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او بېړنیو مرستو ته سترګې په لاره دي.

طالبان وايي په کابل کې یې د موټرو د غلو یوه ۱۲ کسیزه شبکه نیولې

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱

د طالبانو کابل امنیه قومانداني وايي، د ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې له شاوخوا سیمو یې د موټرو د غلو یوه ۱۲ کسیزه شبکه نیولې ده. طالبان وايي، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي دي. له دغو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر ترلاسه شوي دي.

په دې ۱۲ کسیزه شبکه کې پر غلو سربېره د هغوی هغه همکاران هم شامل دي چې غلا شويو موټرو ته یې جعلي شاسي نمبرونه وهل او رنګونه یې هم وربدلول.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ د مرستیال محمد شاکر سعید په وینا، یادو کسانو له کابل، ننګرهار، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو څه باندې سل موټر غلا کړي او بیا یې ننګرهار او بلخ ولایتونو ته لېږدول او هلته یې د شاسي او رنګ له بدلولو وروسته پر خلکو پلورل.

ویل کېږي له یادو کسانو شاوخوا ۳۰ موټر هم ترلاسه شوي او ځینې یې بېرته اصلي مالکانو ته هم سپارل شوي دي.

په لنډه موده کې د څه باندې سلو موټرو غلا کېدل د دې ښکارندويي کوي چې له کابل سربېره په لویو ښارونو کې غله لا هم فعال دي او طالبان یې په مخنیوي او نیولو کې پاتې راغلي دي.

د طالبانو امر بالمعروف وايي چې د یوې جینۍ د جبري نکاح مخه یې نیولې ده

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، په غور ولایت کې یوه نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري له رضایت پرته له یوه کس سره نکاح کولو ته اړه شوې وه خو د محتسبانو له مداخلې وروسته یاده نجلۍ له تحمیلي نکاح ژغورل شوې او له خپلې خوښې کس سره نکاح شوه.

د دغه وزارت مسوولین زیاتوي، د یادې نجلۍ له کورنۍ تعهد اخیستل شوی چې په راتلونکې کې هم دغه ډول کار ونه کړي او خپلې لوڼې د هغو په رضایت سره واده کړي.

له دې سره سم، دغزني په قره باغ او اجرستان ولسوالیو کې هم دوه ښځې له جبري نکاح او همداراز له کورني تاوتریوالي ژغورل شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف ادارې دا څرګندونې داسې مهال دي، چې دغه ډله له ښځو سره د تبعیضي چلند له امله په کوردننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ ده او طالب چارواکي هم تورن دي، چې له ځوانو نجونو سره دویم، درېیم او څلورم ودونه کوي.

اسراییل په غزه کې د لسو ساعتونو لپاره پوځي عملیات دروي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۳۰ GMT+۱

اسراییل تازه اعلان کړی، چې هره ورځ به د غزې په ځینو برخو کې د ۱۰ ساعتونو لپاره پوځي عملیات ودروي او د مرستو رسولو لپاره به ځینې لارې هم پرانیزي.

دغه دمه به هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو پیل شي او د ماښام تر ۸ بجو پورې به دوام وکړي او د خوړو او درملو رسولو لارې به د سهار له ۶ بجو څخه تر ۱۱ بجو پرانیستې وي.

ملګري ملتونه وايي، باید اسراییل ژر تر ژره د مرستو رسولو لارې پرانيزي چې خلکو ته بشري مرستې ورسېږي.

د مصر سور صلیب ویلي، تر ۱۰۰ ډېر موټرونه چې ۱۲۰۰ ټنه خوراکي توکي په کې بار وو؛ سوېلي غزې ته استولي، خو ځیني موټرونه بیا په خان‌یونس کې لوټ شوي دي.

مارکو روبیو: زموږ چارواکي په مالیزیا کې دي، چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي

۶ زمری ۱۴۰۴ - ۲۸ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د دوی چارواکي په مالیزیا کې دي چې د کمبوډیا او ټایلنډ ترمنځ د سولې د هڅو ملاتړ وکړي. ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ورځ په مالیزیا کې د ټایلنډ او کمبوډیا ترمنځ د سولې خبرې پيل شي.

ښاغلی روبیو وایي، چې هغه او ټرمپ له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې دي او وضعیت له نږدې څاري.

ولسمشر ټرمپ دواړو هېوادونو ته ویلي؛ تر هغه چې جګړه و نه دروي له هغوی سره به سوداګریزې هوکړې ونه کړي.

دا خبرې تر هغه وروسته کېږي، چې په یوه پېښه کې د کمبوډيا یو سرحدي ساتونکی ووژل شو او له دې امله د دواړو هېوادونو تر منځ شخړه رامنځ ته شوه.