• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عربي هېوادونو د حماس په محکومولو سره د دې ډلې د بې وسلې کېدو غوښتنه کړې ده

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۱تازه شوی: ۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

په یوه بې‌ساري سیمه‌ییز پرمختګ کې، قطر، سعودي عربستان، مصر، د عربي هېوادونو ټولنې (عرب لیګ) او د اروپا ټولنې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده، چې له مخې یې د فلسطیني ډلې حماس بې‌وسلې کېدل او د غزې له حاکمیت څخه شاتګ ترې غوښتل شوی دی.

یاده اعلامیه چې د اسراییل -فلسطین د اوږدې لانجې د دوه‌دولتونو حل لارې د بیا راژوندي کولو په موخه د یوې ناستې په ترڅ کې خپره شوې، تر ۱۷ هېوادونو او یو شمېر نړۍوالو بنسټونو ترې ملاتړ کړی دی.

دا سند چې اووه مخونه لري، په صراحت وایي: «د غزې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید حماس له واکه لاس واخلي او خپلې وسلې د فلسطین خپلواکې ادارې ته وسپاري، دا به د نړۍوال ملاتړ او نظارت لاندې ترسره شي، څو د خپلواک، حاکم او امن فلسطیني دولت د رامنځته کولو لاره برابره شي.»

اعلامیه همداراز د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا پر اسراییل شوي بریدونه چې د روانې جګړې پیل‌نقطه ګڼل کېږي، غندلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننویل بارو چې هېواد یې د سعودي عربستان سره یو ځای د کنفرانس کوربتوب کړی و، دغه اعلامیه یې "تاریخي او بې‌ساري" وبلله.

نوموړي وویل: «دا لومړی ځل دی چې عربي هېوادونه نه یوازې د حماس بریدونه غندي، بلکې د دې ډلې بې وسلې کول، د فلسطین له ادارې څخه شړل او د اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو چمتووالی څرګندوي.»

د دغه سند له مخې وړاندیز شوی، چې د جګړې تر پای وروسته په غزه کې د ثبات راوستلو لپاره یو نړۍوال ځواک ځای پر ځای شي، تر څو سیمه له نوي سیاسي او امنیتي واقعیت سره مخامخ شي.

د امریکا متحد ایالتونه او اسراییل چې د حماس پر ضد قوي دریځ لري، د دې ناستې برخه نه‌وو. سره له دې، اعلامیه ټینګار کوي چې که نړۍوال ځواک غزې ته استول کېږي، دا باید د فلسطیني ادارې په غوښتنه، د ملګرو ملتونو تر نظارت او د امنیت شورا له اجازې سره ترسره شي، ترڅو سیمه‌ییز او نړۍوال مشروعیت ولري.

نړۍوالو رسنیو دا اعلامیه د عربي هېوادونو د دریځونو په یو اساسي بدلون تعبیر کړی او وایي، چې دا کولای شي د منځني ختیځ د سولې بهیر لپاره نوې دروازه پرانیزي.

که څه هم حماس تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو کتونکي وایي چې دا اقدام به نه یوازې د غزې د راتلونکي سیاسي جوړښت لپاره اغېز ولري، بلکې د سیمې امنیتي معادلې هم بدلولی شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامونو زیاتوالي نړۍوالې اندېښنې راپورته کړې دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۷ GMT+۱

د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د اعدام پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي؛ چې دې وضعیت نه یوازې نړۍوالې اندېښنې راپارولې دي، بلکې د عدلي شفافیت او د مظلومو کسانو د قانوني دفاع په اړه یې جدي پوښتنې هم راولاړې کړې دي.

د ایران د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو د معلوماتو له مخې، له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی، لږ تر لږه ۸۵ بندیان په ایران کې اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان وایي، چې د دغو اعدام شویو له ډلې لږ تر لږه شپږ تنه افغان کډوال دي، خو لا تر دې دمه د دوی نومونه، تورونه او قانوني دفاع افشا شوې نه ده.

په نورو اعدام شویو کې ۱۵ تنه لور، ۱۲ ترک، ۱۲ کرد او ۶ بلوڅ توکمونه شامل دي. سربېره پر دې، شپږ کسان د "اسراییل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي، خو دا لا روښانه نه ده چې په دې اعدام شویو کې افغانان هم شامل و او که نه.

هه‌نګاو او د بشري حقونو نور سازمانونه وایي، چې په تېرو څو کلونو کې په ایران کې د افغان وګړو د اعدام کچه په جدي ډول لوړه شوې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰ تنه افغانان اعدام شوي، په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۷۳ تنو ته رسېده.

د بشري حقونو ناظران پر ایران نیوکه کوي، چې د اعدام سزاګانې یې پراخې دي او دا سزاوې اکثره هغو کډوالو ته ورکول کېږي، چې له سختو شرایطو سره ایران ته داخل شوي وي.

ډېری اعدامونه د نشه‌يي توکو د قاچاق یا د سیاسي تورونو له امله کېږي، خو د څار سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه قضیې ډېری وخت د شفافو او عادلانه محکمو له معیارونو بې‌برخې وي، تورنو کسانو ته د وکیل حق نه‌ورکول کېږي او محکمې اکثره د بندو دروازو تر شا پرېکړې کوي.

د دې هر څه تر څنګ یوه جدي اندېښنه دا ده، چې افغان کډوال اکثرا بې‌ اسنادو او بې‌وسه وي او نشي کولای چې له ځانه په قانوني ډول دفاع کړي، یا حقوقي مرستو ته لاسرسی ولري.

د نړۍوالو قوانینو له مخې، ټول انسانان حق لري چې منصفانه محاکمه شي، وکیل ولري او قانوني ملاتړ تر لاسه کړي، خو راپورونه ښيي چې دا اصول په ایران کې په وار وار تر پښو لاندې کېږي، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پروړاندې.

ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو لپاره یو مهم کوربه هېواد پاتې شوی، خو د افغان کډوالو پر وړاندې د بند، شکنجې، جبري شړلو او اوس د پراخو اعدامونو لړۍ، د ایران له خوا یو لوی بشري بحران رامنځته کړی دی.

د بشري حقونو ډلې پر نړۍوالې ټولنې غږ کوي، چې پر ایران فشار زیات کړي، څو د اعدامونو دا لړۍ ودرول شي او د افغان کډوالو قضیې د شفافو قانوني لارو له لارې وڅېړل شي.

روسیې د اوکراین پر یوه زندان برید کې ۱۷ تنه ووژل

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۱۲ GMT+۱

د اوکراین په سوېل ختیځ زاپورېژیا سیمه کې د روسیې د هوايي برید له امله د زندانیانو په یوه ساتنځي کې۱۷ بندیان وژل شوي دي. چارواکي وایي چې برید تېره شپه شوی.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي، برید عمدي وباله او ویې‌ ویل چې روسي ځواکونو په قصدي ډول د ملکي کسانو پر ځای برید کړی دی. د هغه په وینا، په زاپورېژیا کې دغه ساتنځای د ملکي کسانو لپاره کارېده.

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو شپو کې د روسیې په بریدونو کې ټول‌ټال ۲۲کسان وژل شوي دي، چې یوه ۲۳کلنه حامله ښځه هم پکې شامله ده.

د اوکراین د عدلیې وزارت ویلي، د بندیانو د ساتنځي د خوړنځي ودانۍ په بشپړه توګه له‌منځه وړل شوې او نورې برخې یې هم زیانمنې شوې دي. د برید لپاره روسیې څلور درانده هوایي بمونه کارولي، چې ۴۲کسان یې ټپیان کړي دي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ، چې له روسیې یې خپله ناخوښي څرګنده کړې، ویلي چې مسکو ته به ۱۰یا ۱۲ورځې وخت ورکړي څو د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

عمران خان د اګست پنځمې نېټې تر لاریون وړاندې خپل زامن پاکستان ته له تګه منع کړل

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان خپل زامن پاکستان ته له تګ څخه منع کړي دي، او ټینګار یې کړی چې زامن به یې په هیڅ ډول لاریونونو کې برخه وانخلي. عمران خان ویلي:«زما زامن به پاکستان ته نه راځي. دوی به نه د کوم لاریون برخه وي او نه به د کوم لاریون مشري وکړي».

د پاکستان د جیو ټلوېزیون د راپور له مخې نن د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان چې اوس مهال زنداني دی، په اډیاله زندان کې خبریالانو ته وویل:«زه تاسو ته وایم، دوی پاکستان ته نه راځي او دوی به په هیڅ لاریون کې برخه وانخلي.»

له وړاندې د عمران خان خور عليمه خان ادعا کړې وه چې د خان زامن سلیمان خان او قاسم خان به په هغه لاریون کې برخه واخلي، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د خوشې کولو لپاره به ترسره شي.

د عمران خان زامن اوس مهال په امریکا کې دي او هلته د امریکا مشرانو جرګې له ځينو غړو سره په لیدنه کې د خپل د پلار د خوشې کېدو لپاره لابي کوي.

د هند د کورنیو چارو وزیر : هندي ځواکونو د کشمیر برید کې ښکیل درې پاکستانیان وژلي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د سې شنبې په ورځ وویل چې هندي ځواکونو درې هغه پاکستانیان وژلي چې په اپریل میاشت کې د هند تر واک لاندې کشمیر پهلګام سیمه کې پر هندو سیلانیانو په برید کې ښکیل وو. د پهلګام په برید کې ۲۶ سیلانیان وژل شوي ول.

د رویټرز د راپور له مخې، د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د هند او پاکستان د شخړې په اړه د بحث په ترڅ کې پارلمان ته وویل: «زه غواړم ټول ملت ته ووایم چې دا هغه درې ترهګر وو چې زموږ وګړي یې ووژل او اوس درې واړه وژل شوي دي.»

شاه وویل چې هند "ډیر شواهد" لري چې وژل شوي "ترهګر" پاکستانیان وو ځکه امنیتي ځواکونو د دوی د پاکستاني رایه ورکوونکو د هویت کارتونه او په پاکستان کې جوړ شوي چاکلیټ ترلاسه کړي دي.

هغه زیاته کړه، عدلي ازموینو ښودلې چې هغه ټوپکونه چې دوی له ځان سره درلودل د پهلګام په برید کې کارول شوي وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سملاسي د شاه د څرګندونو په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

په همدې حال کې د هند پوځ وویل چې دا درې واړه د دوشنبې په ورځ د کشمیر په یوه ځنګل کې په یوه سخته نښته کې ووژل شول.

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غزې په اوربند کې لاسوهنه رد کړه

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سې‌شنبه (د زمري ۷مه) د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي له خولې لیکلي، چې ایران د غزې په اوربند کې لاسوهنه نه ده کړې او هلته د ظلم او جنایتونو د مخنيوي لپاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي اېرنا خبري اژانس ته ویلي، چې ایران له ډېرو هېوادونو سره په یوه غږ په غزه کې روانه نسل وژنه غندي او د دې ظلم بندولو له پاره د هر ډول هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي بقايي زیاته کړې، چې حماس د خپلو خلکو د ګټو په خوندیتوب ښه پوهېږي؛ د نورو هېوادونو او ډلو لاسوهنې ته اړتیا نه شته.

هغه وایي، امریکا باید په غزه کې د ۶۰زره بې ګناه انسانانو د وژلو حساب ورکړی چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.