• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په یوه میاشت کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونه د ناقانونه فعالیت له امله بند کړي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۱

د طالبانو د عدليې وزارت وایي، چې په تېره یوه میاشت کې یې په کابل کې د معاملاتو د لارښوونې ۲۸ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي. طالبانو زياته کړې، چې د دوی د څارنې ډلې له ۱۶۰ اړوندو دفترونو لیدنه کړې او یو شمېر ته یې د فعالیت قانوني جوازونه هم ورکړي دي.

د طالبانو د عدليې وزارت د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی د څارنې ډلې تېره میاشت په کابل کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶۰ دفترونو څارنه کړې او پر مهال يې د غېر قانوني فعالیت له امله ۲۸ دفترونه تړلې دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د معاملاتو لارښوونې ۲۸ دفترونه د غېر قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې لارښوونې شوې دي.»

دغه ډلې د یادو دفترونو د غېر قانوني فعالیت په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د دوی د عریضه لیکلو ادارې په تېره میاشت کې ۱۰۹ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ورکړي او ۱۰۸ نور جوازونه يې تمديد کړي دي.

د طالبانو په خبره، هڅه کوي چې په ټول هېواد کې په ورته برخه کې د غېر قانوني فعالیتونو مخه ونيسي.

یو شمېر دیني عالمان او سیاستوال د دغه وزارت پر کړنو نیوکې کوي او وایي، چې زیاتره وخت له زور او واک څخه ناسمه ګټه اخیستل کېږي.

یوه اوونۍ وړاندې یو مشهور شیعه عالم وعظزاده بهسودي ویلي و، چې د طالبانو عدليې وزارت د کابل په لوېديځ کې د هغه دفتر تړلی دی.

بهسودي په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د هغه د دفتر غړي اېستلي او دفتر يې بند کړی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل او بدخشان کې پنځه تنه د «زنا او نشه‌يي توکو د پلور» په تور په دُرو وهلي دي

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۱

طالبانو په کابل او بدخشان ولایتونو کې پنځه کسان د «نشه‌يي توکو د پلور، قاچاق او زنا» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې په جلا-جلا خبرپاڼو کې ویلي، چې دغه کسان یې له ۱۵ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي او له یو څخه تر دوه‌نیمو کلونو پورې یې د بند سزا ورکړې ده.

د خبرپاڼو له مخې، د کابل د نشه‌يي توکو د مخنیوي ابتدایی محکمې د پرېکړې پر بنسټ، درې کسان د «ټابلیت K، شیشې او چرسو د پلور او قاچاق» په جرم په عام محضر کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ دُرې وهل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغو کسانو ته يې له یو کال څخه تر دوو کلنو او شپږ میاشتي تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په بدخشان کې يې بیا دوه کسان د «زنا» په تور په عام محضر کې ۳۹ -۳۹ دُرې وهلي.

دا په داسي حال کې ده، چې طالبانو په همدې ورځ په کابل ولایت کې د «لواطت» په تور دوو نارینه‌ و ته د ۳۹ دُرو سزا او دایکنډي ولایت کې یوې ښځې ته «د نامشروع اړیکو» په تور د ۳۹ دُرو او یو کلن بند سزا ورکړې وه.

د دغې اړیکې د مقابل لوري په تړاو هېڅ نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونه د طالبانو دغه ډول کړنو ته د بشري حقونو د نقض په سترګه ګوري او د درېدو غوښتنه یې لري.

ملګري ملتونه: د ښځو د حقونو وضعیت له ګواښ سره مخ دی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره (UN Women) د خپل ۱۵ کلن ماموریت د کلیزې په مناسبت ویلي، چې د نړۍوال وضعیت د خرابوالي له امله د ښځو لپاره په ځانګړي ډول په افغانستان کې د برابرو فرصتونو مبارزه ورځ تر بلې سختېږي.

یادې ادارې ویلي، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې دویم هېواد دی چې د جنسیتي توپیر کچه پکې تر ټولو لوړه ده، ځکه چې د طالبانو له خوا صادر شوي له ۸۰ څخه ډېر فرمانونه د ښځو او نجونو اساسي حقونه محدودوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره زیاتوي، یوازې افغانستان نه دی چې د ښځو پر حقونو بریدونه پکې روان دي؛ بلکې په نړۍ کې له هرو څلورو هېوادونو یو یې د ښځو د حقونو پر ضد منفي دریځ غوره کړی دی.

د دغه ادرې اجراییوي مشره «سیما بحوث» وایي: «اوس د شا تګ وخت نه دی، بلکې د یو ګام مخکې تګ وخت دی.»

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د نړۍ له هرو لسو ښځو او نجونو یوه په شدیدې بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او که چیرې همداسې دوام وکړي، نو نړۍ به تر راتلونکو ۱۳۷ کلونو پورې له ښځو سره اقتصادي نابرابرۍ پای ته ونه رسوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په خپل خپور کړي راپور کې ویلي، چې په تېره یوه لسیزه کې د جګړو سره نږدې سیمو کې د هغو ښځو شمېر دوه چنده شوی، چې له لوږې، خوارځواکۍ او جنسي تاوتریخوالي سره لا ډېر مخامخ دي.

راپور زاتوي، دا مهال، ۱۰۳ هېوادونه لا هم هېڅ ښځینه دولتي مشره نه لري او د سیاسي رهبري په لوړو کچو کې د ښځو او نارینه ترمنځ برابري ښايي تر راتلونکو ۱۳۰ کلونو پورې ممکنه نه وي.

له بل پلوه، که څه هم نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ په یوه نوي پړاو کې داخله شوې، خو ښځې او نجونې لا هم له ډیجیټلي وسایلو او زده‌کړو څخه شاته پاتې دي. دا ډیجیټلي توپیر د ښځو د راتلونکي نسل د پرمختګ مخه نیسي.

سره له دې چې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، هغوی به له لا قوي هوډ سره د ښځو د حقونو او فرصتونو لپاره مبارزې ته دوام ورکړي، اوس هم له ۶۰۰ میلیونه زیاتې ښځې او نجونې د جګړو له سیمو ۵۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي.

شواهد ښيي، د سولې هغه بهیرونه چې ښځې پکې لاسلیک کوونکې وې، ډېر دوامدار پاتې شوي دي. خو بیا هم له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۳ کاله پورې د سولې ۸۰ سلنه خبرو اترو کې ښځو ګډون نه‌درلود.

شپږیزه کرېکټ لیګ؛ امو نهنګان لوبډلې بُست ساتونکو ته او مس عینک بیا بند امیر ته ماتې ورکړه

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۲۵ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ په ۱۷مه لوبه کې امو نهنګان لوبډلې بُست ساتونکو ته د ۷۷ منډو په توپير او مس عینک لوبډلې بیا بند امیر ښامارانو ته د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړل. امو نهنګان او مس عینک لوبډلې د دې سياليو پايلوبې ته لار پيدا کړه.

د شپږيزه کرېکت ليګ په دې سياليو کې د سې شنبه په ورځ (د زمري ۷مه) بُست ساتونکو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او امو نهنګانو ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

امو نهنګان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو بُست ساتونکو ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه.

په امو نهنګان لوبډله کې سميع الله شينواري ۴۹ تر ټولو ډېرې مندې جوړې کړې؛ خو په بُست ساتونکو کې بیا وحیدالله ځدراڼ څلور لوبغاړي وسوځول.

بُست ساتونکو لوبډلې په خپلو ټولو لوبغاړو یوازې ۵۱ مندې جوړې کړې او د ۷۷ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د دې سیاليو په دویمه لوبه کې بیا بند امیر ښامارانو د پچې په ګټلو سره د مس عینک لوبډلې په وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

مس عینک لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۵ منډې هدف وټاکه.

د مس عینک په لوبډله کې وفي الله تره خېل ۷۸، فرمان الله ساپي ۷۲ او رحمان الله ګربز ۷۰ منډې جوړې کړې او د دې سيالیو په تاريخ کې يې تر ټولو لوړ هدف وټاکه.

بند امیر ښامارانو د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۲ منډې جوړې کړې او د ۷۲ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

امو نهنګان او مس عینک لوبډلې د دې لوبو په ګټلو سره د سیاليو پايلوبې ته لاره پيدا کړه.

یونېسف: د ماشومانو او مېندو تر ټولو لوړه د خوارځواکۍ کچه په بدخشان کې ثبت شوې

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره (یونېسف) وايي، چې د افغانستان په کچه د ماشومانو او مېندو تر ټولو لوړه د خوارځواکۍ کچه په بدخشان ولایت کې ثبت شوې ده.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي، چې هېواد د دوامداره اقتصادي ستونزو، اقلیمي ناورین او روغتیایي خدماتو ته د محدود لاسرسي له امله له سختو ننګونو سره مخ دی.

یونېسف د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۹مه په خپل راپور کې ویلي، چې سږکال په بدخشان ولایت کې نږدې ۱۶۵ زره ماشومان او ۹۳ زره امیندوارې او شیدې ورکونکې مېرمنې له سختې خوارځواکۍ سره مخ کېدونکې دي.

په راپور کې راغلي، چې دا شمېرې د یوې جدي روغتیایي بېړني حالت غږ پورته کوي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې روغتونونه یا خو نشته، یا یې خدمات بې‌کيفيته او محدود دي.

یونېسف زیاتوي، چې د خوارځواکۍ د کمولو او وقایې لپاره یې یو پراخ پروګرام د افغانستان په شمالي او ختیځو ۱۳ ولایتونو کې پیل کړی. که څه هم د پروګرام مشخص جزیات نه‌دي شریک شوي، خو د دې ادارې د عامه تغذیې په پروګرامونو کې د تغذیوي مرستو وېش، د مور او ماشوم لپاره تغذیوي پوهاوی او د اساسي درملو برابرول شامل وي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې تر ۲۰ سلنې زیاتو ښځو له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او نږدې درېیمه برخه د وینې کمښت (انیمیا) لري، چې د ناوړه تغذیې، بې‌وزلۍ، او محدودو روغتیایي خدمتونو څرګنده نتیجه ده.

دغه وضعیت نه یوازې د مېندو روغتیا ته ګواښ دی، بلکې د زېږېدونکو ماشومانو پر وده او بقاء هم مستقیم تاثیر کوي.

دا شمېرې داسې مهال وړاندې کېږي، چې تر دې مخکې یونېسف خبرداری ورکړی و، چې سږکال به نږدې ۳.۵ میلیونه ماشومان او یو میلیونه امیندوارې مېرمنې په ټول هېواد کې له خوارځواکۍ سره مخ شي.

له دې سره هممهاله، د نړۍوالو مرستو کمېدو، د بازارونو اقتصادي رکود او د کافي خوړو نه‌شتون د حالت د لا خرابېدو ګواښ زیات کړی دی.

د خوارځواکۍ دا شمېرې د افغان ماشومانو د ژوند او راتلونکې لپاره یوه ښکاره خطرناکه نښه ده. کارپوهان وايي، که د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره پراخه، دوامداره او هدفمند اقدامات و نه‌شي، نو نه یوازې د ماشومانو د مړینې کچه به لوړه شي، بلکې یو بشپړ نسل به له فزیکي او ذهني ودې پاتې شي.

یونېسف او نورې بشري ادارې له نړۍوالې ټولنې او کورنیو چارواکو غواړي، چې د خوارځواکۍ د بحران پر وړاندې جدي او بېړني اقدامات وکړي او د مور او ماشوم د روغتیا پروګرامونه پراخ کړي.

مجاهد: افغانستان له ټولو هېوادونو سره مستقیم دریځ لري او هېڅ فشار ته نه دی تسلیم شوی

۷ زمری ۱۴۰۴ - ۲۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۳۵ GMT+۱

د طالبانو ویاند له یوې راډیو سره په مرکه کې ویلي، چې د دوی تر واک لاندې افغانستان له ټولو هېوادونو سره مستقیم دریځ خپل کړی او هېڅ فشار ته نه دی تسلیم شوی. ذبیح‌الله مجاهد وایي، د ملګرو ملتونو سازمان د ځینو هېوادونو تر اغېز لاندې دی او دوی ته د څوکۍ نه ورکول یې «شرم» بللی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د سې شنبې په ورځ (د زمري ۷مه) له یوې ځايي رسنۍ سره په مرکه کې د خپلې څلور کلنې واکمنۍ د لاسته راوړنو په ترڅ کې ویلي، چې له ډېرو هېوادونو سره تعامل روان دی او امریکا ته یې هم د دوه اړخیزو او مثبتو اړیکو پیغامونه استولي دي.

نوموړی پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وایي چې ځینې هېوادونه د شخصي عقدو له مخې د دوی رسمیت پېژندنه ځنډولې او «هیله لري چې اسلامي امارت انزوا ته ولاړ شي.»

هغه زیاته کړې: «په پیل کې رسمیت ورنکړل شو، سفارتونه وتړل شول او ګڼو هېوادونو د بندیزونو لاره خپله کړه، خو زموږ ډیپلوماتیکې هڅې د سیمې، نړۍ او اسلامي هېوادونو سره اړیکې پراخې کړې او ډېر هېوادونه مو قانع کړل.»

مجاهد وايي، چې دا مهال يې تر ۴۰ زيات سیاسي استازولۍ فعاله دي او په ټولو سيمو کې يې مستقيم دريځ ساتلی دی.

د طالبانو ویاند د ملګرو ملتونو سازمان د ځينو هېوادونو تر اغېز لاندې وباله او زياته یې کړه: «د دغه سازمان پرېکړې د ځينو هېوادونو تر تاثیر لاندې دي، د بې طرفۍ توقع نه لرو، هغه شخص چې د افغانستان په استازولۍ خبرې کوي، بې واکه او بې صلاحیته دی، دا د دغه سازمان لپاره د شرم خبره ده، د افغانستان څوکۍ باید د افغانانو استازې ته ورکړي.»

د مجاهد په خبره، په سيمه او نړۍ کې د افغانستان په اړه غونډې چې دوی په کې ګډون نه لرې بې پايلې دي.

هغه زياته کړې، چې د طالبانو امنيتي ادارو «د داعش او فساد جوړونکو ځالې او فعالیتونه» له منځه وړي او «د دوښمن پلانونه» يې شنډ کړې دي.

مجاهد وايي، چې په امنيتي لیکو کې يې ۸۰ سلنه تصفيه بشپړه کړې او لا هم روانه ده، چې مثبته پایله يې ورکړې.

د طالبانو ویاند په تېرو څلورو کلونو کې له کورنیو منابعو څخه ګټه اخیستل خپله ستره لاسته‌راوړنه بللې او ویلي یې دي، چې صنعت، سوداګرۍ، کورني تولیدات او پر ځان بسیا کېدل تر هر بل وخت زیات شوي دي.

د نوموړي په وینا: «موږ ۷۰ سلنه بودیجه له خپلو منابعو تر لاسه کوو، په صنعتي برخه کې په هرات کې د ۲۰۰ فابريکو شمېر ۶ زرو ته لوړ شوی او تر یو نیم لک زيات کسان کار کوي، د کانونو په برخه کې خلک په کار بوخت دي، ښارونو مثبت تغيیر کړی او ډېري لويې پروژې لا هم تر کار لاندې دي.»

نوموړي د کډوالو په برخه کې پر ګاونډيو هېوادونو غږ وکړ، چې دغه پروسه د بشري حقونو په پام کې نیولو سره د يوه پلان له مخې تر سره کړي.

د هغه په خبره، د کډوالو د راتګ په برخه کې د نړۍوالو مرستې کمې او د سوداګرو لاسنیوی زيات شوی دی.

نوموړی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د طالبانو حکومت له تېرو څلورو کلونو راهیسې له روسیې پرته د نړۍ د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

له دې سره، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بېکارۍ کچه لوړه شوې او خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.