روسیې یو وار بیا ډاډ ورکړی، چې له افغانستانه هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوي

په قرغزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني په دغه هېواد کې د روسیې له سفیر سرګي ایوانویچ سره په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په قرغزستان کې د طالبانو سفیر عبدالشکور حقاني په دغه هېواد کې د روسیې له سفیر سرګي ایوانویچ سره په لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
په قرغزستان کې د طالبانو د سفارت لهخوا په خپور شوي بیان کې راغلي، په قرغزستان کې د روسیې سفیر له ښاغلي حقاني سره ژمنه کړې چې هېواد به یې له افغانسانه هړ اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي همد راز له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د مثبت تعامل او پرمختګ په برخه کې هم هیله ښودلې ده.

د ایران د ولسمشر مرستیال محمد رضا عارف د ایران او اسراییل ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړې ته په اشارې سره ویلي، په دغه جګړه کې د خلکو د فعاله ونډې اخېستنې له کبله اسراییل اړ شو چې د اوربند غوښتنه وکړي.
نوموړي ویلي، چی دوی د جګړې خلک نه دي؛ نو ځکه د اوربند دغه غوښتنه یې ومنله.
هغه همدا راز د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې پرمهال د چارو د مدیرت په برخه کې د ایران ستر مشر علي خامنهیي رول هم ستایلی.
ایران او اسراییل یو بل ته په دغه ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د ګڼې ویجاړۍ او مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېر یو کال کې تر دوه مېلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه او ۹زره او ۹۵۱ افغان بندیان د ایران او پاکستان له بندخونو خوشې شوي. د دغه وزارت په وینا؛ په تېرو درېیو میاشتو کې یو مېلیون او ۸۰۰زره کډوال له ایرانه اېستل شوي دي.
د نوموړي وزارت چارواکو چهارشنبه (د زمري ۸مه) د «امارتي ادارو د لاسته راوړنو» په نوم د حساب ورکونې په خبري کنفرانس کې زیاته کړې، چې په پاکستان کې د کډوالو شاوخوا ۱.۴ مېلیونه استوګنیز اسناد تمدید شوي او د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو نه ۶۰۰ افغان کډوال د حج مراسمو د ترسراوي لپاره سعودي عربستان ته استول شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ تېر کال د ملي او نړۍوالو ادارو او ګاونډیو هېوادونو له سفیرانو سره د کډوالو د ستونزو د حل په موخه ۱۰۸ غونډې او کنفرانسونه جوړ شوي دي. د یاد وزارت د چارواکو په وینا؛ په دې موده کې کوربه هېوادونو ته څو پلاوي هم استول شوي دي.
د کنفرانس په یوې بله برخه کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت زیاته کړې، چې له کورنیو او بهرنیو ادارو سره د ۱۲۵ هوکړهلیکونو په لاسلیکولو سره تر ۷۸ مېلیونه ډالرو ډېرې مالي مرستې د بېرته راستانهشویو او بېځایه شویو کډوالو د اقتصادي ملاتړ په موخه جذب شوي دي. سربېره پر دې، ۲.۷ مېلیارده افغانیو په ارزښت خواړه، جامې، نغدې پیسې او اړین توکي تر ۴۲۰زره ډېرو کورنیو ته وېشل شوي دي.
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز وايي، چې راستنې شوې ۹۰ زره کورنۍ د ځمکو د نمرو د وېش لپاره ځانګړې شوې او هغوی ته د ځمکو د وېش لړۍ روانه ده. د دغه وزارت په وینا؛ د یادې ډلې د مشر د حکم پر بنسټ، د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې کډوالو ته ۳۸ ښارګوټي ایجاد شوي دي.
یاد وزارت د ۳۴ زره کسانو لپاره د حرفوي زدهکړو د پروګرامونو د پلي کولو خبره هم کړې او وايي، چې ۸۰۰۰ کورنیو ته د سرپناه جوړونې او کوچني کارو بارونو د رامنځتهکېدو لپاره نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
سربېره پر دې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت ویلي، چې تېر کال یو زرو ۹۸۶ حقوقي قضیې حل شوې، په ۳۴ ولایتونو کې ډیجیټل سېسټمونه فعال شوي او د کډوالو د ادغام کمیټو په ولایتي کچه خپل فعالیتونه پیل کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که روسیه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام ونهکړي؛ نو تر راتلونکو لسو ورځو به پرې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
هغه دغه څرګندونې له سکاټلنډ څخه امریکا ته د ستنېدو پرمهال له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه روسیې ته سپارښتنې او ګوت څنډنې کړې وې.
روسیې تراوسه د ټرمپ تازه خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع د علماوو شورا له غړو او د نیمروز ولایت له مرستیال والي سره د دوو جلا ناستو په ترڅ کې د افغان کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت چهارشنبه (د زمري ۸مه) پر اېکسپاڼې لیکلي، چې د اهل تشیع د علماوو شورا غړو ټینګار کړی چې له راستنو شویو کډوالو سره د یادې ډلې مرستې لنډمهالي دي او بسنه نه کوي. دوی وايي، چې د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنې ښارګوټو جوړونه او لا ډېرې ډېرې مرستې اړینې دي.
په بیان کې راغلي، د اهل تشیع یادو علماوو له افغان سوداګرو او پانګهوالو غوښتي چې راستنېدونکو ته د کار زمینې برابرې کړي او د هغوی اوږدمهاله ملاتړ وکړي. همداراز، په دې ناسته کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو، هلته مېشتو کډوالو او یو شمېر نورو ستونزو راپورونه شریک شوي دي.
په یوه بله ناسته کې د نیمروز ولایت مرستیال والي مولوي تورجان احمدي له ښاغلي عبدالکبیر سره د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو د وضعیت ارزونه شریکه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي احمدي د پولې هغې غاړې ته د افغان کډوالو شکایتونه هم شریک کړي او وړاندیز یې کړی چې د نیمروز ولایت په کچه دې د راستنېدونکو لپاره د کارموندنې زمینه پراخه شي. هغه د دې موخې لپاره څو طرحې هم له شریکې کړې دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو کې هېواد ته له ایرانه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ زور اخیستی. همداراز یو شمېر راستانهشوي کډوال شکایت کوي، چې تر اوسه ورسره د طالبانو لهخوا هېڅ راز مرسته نه ده شوې.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې له تاجکستان څخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د شېرخان بندر په دروازه کې یو ګرځنده روغتیايي کمپ فعال شوی دی.
نوموړي وزارت د کندوز ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکټر محمدالله حکمت په حواله زیاته کړې، په یاد کمپ کې له اغاخان دفتر څخه دوه ګرځنده روغتیايي ټیمونه او له BDN او JAC موسسو څخه یو-یو ټیم ګومارل شوی دی؛ څو د ځانګړي کاري پلان او مهالوېش له مخې راستنېدونکو ته ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړی زیاتوي، د کندوز ټولو روغتیايي مرکزونو ته لارښوونه شوې چې د راستنېدونکو او کډوالو روغتیايي اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.
همداراز، ګرځنده روغتیايي ټیمونه د کندوز په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې هم منظم روغتیايي خدمات وړاندې کوي؛ څو د بېرته راستنېدونکو د درملنې او مراقبت بهیر چټک او اغېزناک وي.
دغه کمپ داسې مهال جوړېږي، چې له ایران او پاکستان وروسته د تاجکستان حکومت هم ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې اېستلي او اوس د نورو افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې هم اقدامات پیل کړي دي.
د تاجک چارواکو په وینا؛ له دغو کډوالو ځینې یې د نشهيي توکو په قاچاق، د افراطي افکارو په خپرولو او د جعلي اسنادو له لارې د پناه غوښتنې په ترلاسه کولو کې ښکېل دي.