ټرمپ: که روسیه د اوکراین جګړې ختمولو لپاره اقدام ونهکړي، له اقتصادي بندیزونو سره به مخ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که روسیه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام ونهکړي؛ نو تر راتلونکو لسو ورځو به پرې اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که روسیه په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام ونهکړي؛ نو تر راتلونکو لسو ورځو به پرې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
هغه دغه څرګندونې له سکاټلنډ څخه امریکا ته د ستنېدو پرمهال له خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې هم په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه روسیې ته سپارښتنې او ګوت څنډنې کړې وې.
روسیې تراوسه د ټرمپ تازه خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.


د روسیې ختیځ نن سهار د ریښتر په کچه ۸.۸ درجې زلزلې ولړزاوه. په روسیه کې د کمشاتکا ساحلي ښار د زلزلې مرکز ښودل شوی دی، چې له کبله یې د سونامي خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د سونامي څپې د ارام سمندر له لارې نورو ساحلي هېوادونو ته هم رسېدونکې دي. په جاپان او د امریکا په هاوايي ایالت کې چې د ارام سمندر ترڅنګ پراته دي؛ خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې ژر تر ژره دې له ساحلي سیمو ووځي.
ځايي چارواکو ویلي، چې دا په وروستیو لسیزو کې تر ټولو زوروره زلزله وه.
چارواکو همدا راز جاپان، هاوایي، چیلي او د امریکا لوېدیځ ساحل ته د سونامي د زورورو څپو په اړه خبرداری ورکړی دی.
تراوسه د دغه زلزلې له کبله د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعام» په نوم پروګرام اعلان کړی، چې که څوک په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې مشر سعد بن عاطف العولقي د پېژندنې یا نیلو لپاره معلومات ورکړي، تر ۱۰ میلیونه ډالرو پوري به انعام ورکړي. دا انعام د پخوا په پرتله ۶ میلیونه ډالره زيات شوی دی.
العولقي په ۲۰۲۴ کال کې د عربي ټاپووزمې لپاره د القاعدې مشر وټاکل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې هغه په عامه توګه د امریکا او د دوی د متحدینو پروړاندې د بریدونو غوښتنه کړې ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي: «العولقي د القاعدې د مشر په توګه او تر دې وړاندې د یمن د شبوه ولایت د دې ډلې د امیر په توګه د امریکا پروړاندې بریدونه تنظیم کړي او په یمن کې د امریکایي وګړو په تښتولو کې لاس لري.»
العولقي د جون میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغه مرستیال جي ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیت هېګسټ او امريکایي میلیاردر اېلان ماسک ته ګواښ کړی و.
د دې تر څنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعام» پروګرام د ابراهیم بنانا د پېژندنې یا موقعیت په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ میلیون ډالرو پورې انعامونه او د ابراهیم احمد محمود القوسي په اړه د معلوماتو لپاره تر ۴ میلیون ډالرو پورې انعامونه وړاندې کړي، چې د القاعدې د مشرتابه ټیم غړی دی او د العولقي سره مرسته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د دې اشخاصو په اړه هر ډول معلومات به په کلکه محرم پاتې شي.
امریکا په ۲۰۲۲ کې د العولقي په اړه د معلوماتو لپاره د ۶ میلیون ډالرو انعام ټاکلی و.
هغه د مصر، اردن او خلیج عربي هېوادونو د مشرانو د وژلو خبره هم کړې ده.
العولقي په عربي ټاپووزمه کې د القاعدې د پخواني مشر خالد بطرافي له مړینې وروسته د۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې راهیسې د دې ډلې مشري کوي.
خالد باتارفي د یوې جدي ناروغۍ له امله مړ شوی و.

په غزه کې قحطۍ او لوږې د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومان ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کړی. په ورته وخت کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د هېوادونو محدودې خوراکي مرستې د ځینو جنایتکارو ډلو او احتکار کوونکو سوداګرو له خوا ذخیره او په لوړه بیه پلورل کېږي.
په دې وروستیو کې د یو کیلو اوړو بیه ۶۰ډالرو او د یو کیلو نخود بیه ۳۵ډالرو ته رسیدلې، چې دا بيې د قحطۍ ځپلو خلکو د وس څخه پورته دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د ۲۱ میاشتنۍ جګړې وروسته خلک په لویه کچه په خپلو سپماوو پورې ژوند کوي.
د نړۍوالو فشارونو له امله د اسراییل وروستۍ پرېکړه چې سیمې ته د مرستو لاریو ته اجازه ورکوي، یو څه د بیو په راکمېدو کې مرسته کړې؛ خو دا بدلون لا تر اوسه خلکو په بشپړه توګه نه دی احساس کړی.
د اسوشېټېډپرېس د راپور له مخې، په بازارونو کې د اوړو کڅوړې ډېری وختونه د ملګرو ملتونو یا د غزې د بشري مرستو بنسټ په لوګو پلورل کېږي، چې باید دا مرستې په وړیا ډول ووېشل شي.
ملګري ملتونه او نورې نړۍوالې ادارې نه پوهېږي، چې څومره خوراکي مرستې لېږدول شوي او تور بازار ته تللي دي.
په وروستیو اوونیو کې د مرستو د وېش په ګډوډۍ کې یوازې قوي کسان توانېدلي، چې خواړه ترلاسه کړي.
محمد ابو طاها چې د خپلې کورنۍ سره د رفح ښار ته نږدې اوسېږي، وايي: «د غزې د بشري مرستو د وېش په ځایونو کې د ځوانانو منظمې ډلې تل په مخ کې وي. دا لویه سوداګري ده.»
د مرستو په لارو کې ګډوډي
ملګرو ملتونو راپور ورکړی، چې شاوخوا ۱۰۰ زره مېرمنې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
مرستندویه ډلې او رسنۍ وايي، چې د دوی کارکوونکي په غزه کې له لوږې سره مخ دي. د غزې د روغتیا وزارت بیا ویلي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې لسګونه کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو کاروانونه ان که د اسراییل لهخوا اجازه هم ولري، یا خو د اسرايیلي پوځ تر کنټرول لاندې سیمه کې تر برید لاندې راځي، یا د وسله والو ډلو له خوا یرغمل کېږي او یا هم د وږو خلکو له خوا محاصره کېږي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی، چې یوازې د امنیت د رامنځته کولو سره ممکن د اوربند له لارې وکولی شي چې تر ټولو زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
د دې پروګرام ویاندې عبیر عطیفه وايي: «تر هغه پورې چې وضعیت خوندي شي او د خلکو د سمدستي خوړو اړتیا ته په کتو موږ وږو خلکو ته اجازه ورکوو، چې له موټرو څخه خواړه واخلي، خو شرط دا دی چې هېڅ ډول تاوتریخوالی ونشي.»
د وېش بدیل سیستم
اسراییل، ملګري ملتونه تورنوي، چې د خوړو د مرستو پر وېش اغېزمنه څارنه نه کوي او دا مرستې حماس ته لېږدول کېږي.
اسراییل او امریکا له يوې امریکايي قراردادي ډلې وغوښتل، چې د مرستو وېش په غاړه واخلي؛ خو دغه ډله د غزې د خیریه بنسټ له لارې د مرستو وېش د لوټمارۍ په مخنيوي کې پاتې راغلې.
له دې سره، ملکي وګړي د غزې د وېش په ګډوډو لیکو کې د اسراييلي سرتېرو له خوا وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او سیمه ییزو سرچینو په وینا، د مې میاشتې راهیسې د اسراییلي ځواکونو له خوا له ۱۰۰۰څخه ډېر فلسطینیان د خوړو د ترلاسه کولو په هڅه کې د خیریه بنسټ مرکزونو ته نږدې وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ وايي، چې دوی یوازې د خبرداري ډزې کړي او بنسټ بیا وايي، چې امنیتي ځواکونو یې ځیني وختونه د خلکو د خورولو لپاره د مرچ سپرېیا هوایي بریدونو څخه کار اخيستی.
شاوخوا یو ۳۰ کلن کس اسوشېټېډپرېس ته ویلي، چې شاوخوا ۴۰ ځله د خیریه بنسټ مرکزونو ته تللی او اکثر وخت له خوړو سره بېرته راګرځېدلی دی، خو هغه زیاتره خواړه د خپلې کورنۍ د نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره پر سوداګرو پلورلي دي.
هبه جوده چې څو ځله دغه مرکزونو ته تللی، وايي: «وسله وال کسان له خلکو مرسته غلا کوي او سوداګر یې د پیسو په بدل کې اخلي. د دې لپاره چې خواړه ترلاسه کړي، باید زورور او چابک واوسي.»
د ملګرو ملتونو د مرستو وېش هم ډېر کله د مرګوني تاوتریخوالي لامل ګرځي، ځکه زرګونه خلک د اسراییلي ځواکونو شاوخوا د مرستو لارۍ محاصره کوي.
ملګرو ملتونو د خپلو کاروانونو د ساتنې لپاره د اسراییل د امنیتي مرستو منلو څخه انکار کړی او په لویه کچه په سیمه ییزو خلکو تکیه کوي.
د ملګرو ملتونو چارواکي د غزې محاصرې د بشپړ ختمېدو غوښتنه کوي، څو هلته خواړه ټولو ته ورسيږي، له لوټ څخه وژغورل شي او بيې هم راټيټې شي.
یو نوی اوربند کولی شي، چې مرسته ډېره او د اسراییل یرغملو خوشې کېدو ته لاره هواره کړي؛ خو خبرې درېدلې او د ژر اوربند احتمال کم ښکاري.

په یوه بېساري سیمهییز پرمختګ کې، قطر، سعودي عربستان، مصر، د عربي هېوادونو ټولنې (عرب لیګ) او د اروپا ټولنې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده، چې له مخې یې د فلسطیني ډلې حماس بېوسلې کېدل او د غزې له حاکمیت څخه شاتګ ترې غوښتل شوی دی.
یاده اعلامیه چې د اسراییل -فلسطین د اوږدې لانجې د دوهدولتونو حل لارې د بیا راژوندي کولو په موخه د یوې ناستې په ترڅ کې خپره شوې، تر ۱۷ هېوادونو او یو شمېر نړۍوالو بنسټونو ترې ملاتړ کړی دی.
دا سند چې اووه مخونه لري، په صراحت وایي: «د غزې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید حماس له واکه لاس واخلي او خپلې وسلې د فلسطین خپلواکې ادارې ته وسپاري، دا به د نړۍوال ملاتړ او نظارت لاندې ترسره شي، څو د خپلواک، حاکم او امن فلسطیني دولت د رامنځته کولو لاره برابره شي.»
اعلامیه همداراز د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا پر اسراییل شوي بریدونه چې د روانې جګړې پیلنقطه ګڼل کېږي، غندلي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژاننویل بارو چې هېواد یې د سعودي عربستان سره یو ځای د کنفرانس کوربتوب کړی و، دغه اعلامیه یې "تاریخي او بېساري" وبلله.
نوموړي وویل: «دا لومړی ځل دی چې عربي هېوادونه نه یوازې د حماس بریدونه غندي، بلکې د دې ډلې بې وسلې کول، د فلسطین له ادارې څخه شړل او د اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو چمتووالی څرګندوي.»
د دغه سند له مخې وړاندیز شوی، چې د جګړې تر پای وروسته په غزه کې د ثبات راوستلو لپاره یو نړۍوال ځواک ځای پر ځای شي، تر څو سیمه له نوي سیاسي او امنیتي واقعیت سره مخامخ شي.
د امریکا متحد ایالتونه او اسراییل چې د حماس پر ضد قوي دریځ لري، د دې ناستې برخه نهوو. سره له دې، اعلامیه ټینګار کوي چې که نړۍوال ځواک غزې ته استول کېږي، دا باید د فلسطیني ادارې په غوښتنه، د ملګرو ملتونو تر نظارت او د امنیت شورا له اجازې سره ترسره شي، ترڅو سیمهییز او نړۍوال مشروعیت ولري.
نړۍوالو رسنیو دا اعلامیه د عربي هېوادونو د دریځونو په یو اساسي بدلون تعبیر کړی او وایي، چې دا کولای شي د منځني ختیځ د سولې بهیر لپاره نوې دروازه پرانیزي.
که څه هم حماس تر اوسه د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو کتونکي وایي چې دا اقدام به نه یوازې د غزې د راتلونکي سیاسي جوړښت لپاره اغېز ولري، بلکې د سیمې امنیتي معادلې هم بدلولی شي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي، چې په ایران کې د افغان کډوالو د اعدام پېښې ورځ تر بلې ډېرېږي؛ چې دې وضعیت نه یوازې نړۍوالې اندېښنې راپارولې دي، بلکې د عدلي شفافیت او د مظلومو کسانو د قانوني دفاع په اړه یې جدي پوښتنې هم راولاړې کړې دي.
د ایران د بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو د معلوماتو له مخې، له هغه وروسته چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند شوی، لږ تر لږه ۸۵ بندیان په ایران کې اعدام شوي دي.
د ههنګاو په نوم د بشري حقونو سازمان وایي، چې د دغو اعدام شویو له ډلې لږ تر لږه شپږ تنه افغان کډوال دي، خو لا تر دې دمه د دوی نومونه، تورونه او قانوني دفاع افشا شوې نه ده.
په نورو اعدام شویو کې ۱۵ تنه لور، ۱۲ ترک، ۱۲ کرد او ۶ بلوڅ توکمونه شامل دي. سربېره پر دې، شپږ کسان د "اسراییل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام شوي، خو دا لا روښانه نه ده چې په دې اعدام شویو کې افغانان هم شامل و او که نه.
ههنګاو او د بشري حقونو نور سازمانونه وایي، چې په تېرو څو کلونو کې په ایران کې د افغان وګړو د اعدام کچه په جدي ډول لوړه شوې ده. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۰ تنه افغانان اعدام شوي، په داسې حال کې چې دا شمېره په ۲۰۲۴ کال کې لږ تر لږه ۷۳ تنو ته رسېده.
د بشري حقونو ناظران پر ایران نیوکه کوي، چې د اعدام سزاګانې یې پراخې دي او دا سزاوې اکثره هغو کډوالو ته ورکول کېږي، چې له سختو شرایطو سره ایران ته داخل شوي وي.
ډېری اعدامونه د نشهيي توکو د قاچاق یا د سیاسي تورونو له امله کېږي، خو د څار سازمانونه خبرداری ورکوي چې دغه قضیې ډېری وخت د شفافو او عادلانه محکمو له معیارونو بېبرخې وي، تورنو کسانو ته د وکیل حق نهورکول کېږي او محکمې اکثره د بندو دروازو تر شا پرېکړې کوي.
د دې هر څه تر څنګ یوه جدي اندېښنه دا ده، چې افغان کډوال اکثرا بې اسنادو او بېوسه وي او نشي کولای چې له ځانه په قانوني ډول دفاع کړي، یا حقوقي مرستو ته لاسرسی ولري.
د نړۍوالو قوانینو له مخې، ټول انسانان حق لري چې منصفانه محاکمه شي، وکیل ولري او قانوني ملاتړ تر لاسه کړي، خو راپورونه ښيي چې دا اصول په ایران کې په وار وار تر پښو لاندې کېږي، په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پروړاندې.
ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو لپاره یو مهم کوربه هېواد پاتې شوی، خو د افغان کډوالو پر وړاندې د بند، شکنجې، جبري شړلو او اوس د پراخو اعدامونو لړۍ، د ایران له خوا یو لوی بشري بحران رامنځته کړی دی.
د بشري حقونو ډلې پر نړۍوالې ټولنې غږ کوي، چې پر ایران فشار زیات کړي، څو د اعدامونو دا لړۍ ودرول شي او د افغان کډوالو قضیې د شفافو قانوني لارو له لارې وڅېړل شي.