• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او عراق له بندخونو تر ۲۰۰ ډېر افغان بندیان ازاد شول

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرات خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان او عرق له بندخونو ۲۸۷ افغان بندیان ازاد او افغانستان ته ستانه شوي دي. دغه کسان د ورېښمو پُل، سپین بولدک او تورخم له لارې افغانستان ته دننه شوي دي.

نوموړي وزارت پنج‌شنبه (زمري ۱۰مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په پاکستان کې افغان بندیانو له دوو ورځو تر درېیو میاشتو پورې په بندخونو کې تېر کړي دي. په بیان کې همداراز لیکل شوي، چې په عراق کې بندیان له دوو تر شپږو میاشتو د بند مودې تر تېرولو وروسته ازاد شوي دي.

دغه وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ازادشویو افغانانو د نیولو لامل په اړه څه نه دي ويلي؛ خو تر دې مخکې پاکستاني پولیسو یو شمېر افغان کډوال د استوګنیزو اسنادو د نه لرلو له امله نیولي او بیا یې له دغه هېواده اېستلي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او اندونیزیا د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر پیاوړو همکاریو خبرې وکړې

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالیست سره لیدلي دي. په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په برخه کې د همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې.

ښاغلي عثماني د طالبانو له لوري د نشه‌يي توکو پر خلاف مبارزه، د امنیت ټینګښت، د کرنیزو پروګرامونو پلي‌ کول او د بزګرانو ملاتړ مهم بللي او له نړۍوالې ټولنې یې د بدیل معیشت په برخه کې د عملي مرستو غوښتنه کړې ده.

هغه همداراز اندونیزیا ته د افغاني مېوو د صادراتو د اسانتیا او د اندونیزیایي پانګه‌والو د جذب غوښتنه هم کړې ده.

په کابل کې د اندونیزیا شارژدافیر نندا ایوالیست ژمنه کړې، چې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره به له خپل حکومت او پانګه‌والو سره همغږي وکړي.

طالبانو کونړ کې د ۱۶۲مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه ډبرې پلورلې دي

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

په کونړ کې د‌ طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې نږدې «۱۲سوه کیلو ګرامه» ګران بیه ډبرې یې په «۱۶۲ مېلیونه افغانیو» پلورلې دي. یاده ډله وایي، دغه ګران بیه ډبرې یې د ازادې بولۍ له لارې پلورلې دي، چې لسګونه سوداګرو په کې ګډون کړی و.

د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۸مه) د طالبانو د یاد ریاست مشر مولوي محمد شیرین حقاني زیاته کړې، چې له دې پلور څخه دوی ۱۶مېلیونه عواید ترلاسه کړي دي. د ګران بیه ډبرو یو شمېر کاروباریان بیا نیوکه کوي، چې بهرنیو هېوادونو ته د صارداتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د عبدالعظیم په نوم یو سوداګر چې کونړ کې یې د ګراان بیه ډبرو په بولۍ کې ګډون کړی و، وايي: «بهرنیو هېوادونو ته چې انتقال اسان شي؛ نو دا روزګار به لا پراخ شي».

کونړ د بیروج ډبرو له کبله خورا مشهور دی او نیوکې دا دي، چې هلته دغه کانونه په خورا نامسلکي او خپلسري توګه کېندل کېږي.

راپورونو څرګنده کړې، چې په کونړ کې یو شمېر ځايي طالب قوماندانان پرته له رسمي قراردادونو کانونه کېندي او ان د دغو کېندنو ډول هم مسلکي نه دی چې په راتلونکي کې د کانونو لپاره ګواښ هم دی.

هم‌مهاله نیوکې دا دي، چې طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پرته له کوم قانوني پروسیجره د کانونو قراردادونو کړي او اوږدمهاله اغېزې یې په پام کې نه دي نیولې؛ بلکې د خپلو عوایدو لوړېدو او لنډ مهاله ګټو لپاره یې د کاني زېرمو راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی.

نړۍوالو رسنیو هم اندېښنې ښوولې، چې د افغانستان کانونو سره نامسلکي چلند کېږی او په شویو قراردادونو کې تخنیکي مسایل په پام کې نه دي نیول شوي. د کانونو بهیر له فساده هم خالي نه دی او طالبانو هغو کسانو ته قراردادونه ورکړي، چې د دوی د کورنیو غړي ورسره شریک دي یا یې هم خپله د استخراج لپاره ورته شرکتونه جوړ کړي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم پر پخواني وزیر شهاب الدین دلاور هم دا تور دی، چې د هغه په ګډون یې د کورنۍ غړو د کانونو په یو شمېر قراردادونو کې پراخې درغلۍ او فساد کړی دی.

پاکستاني پوځ د خېبرپښتونخوا په بنو کې ګرځ‌بندیز اعلان کړ

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۱

په خېبرپښتونخوا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستاني پوځ د بنو ولسوالۍ په نور سیمه کې د نامعلومې مودې لپاره ګرځ‌بندیز لګولی دی. د سرچینو په وینا؛ دغه پرېکړه وسله‌والو ډلو پر وړاندې د پراخو عملیاتو د ترسره کولو په موخه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ؛ امنیتي ځواکونو د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي او که مشکوک کسان وویني؛ نو سملاسي دوی خبر کړي.

همداراز خبرداری ورکړل شوی، چې تخریبي عناصر ښايي ملکي وګړي د انساني ډال په توګه وکاروي.

سرچینې وايي، هغه کورونه که ډزې ترې وشي؛ د پوځ له‌خوا د سملاسي نړېدو ګواښ ورته شوی. همداراز د هغو کسانو پر وړاندې چې وسله‌والو ته پناه ورکوي، د سخت غبرګون ګواښ ورته شوی دی.

اروپايي ټولنې طالبانو ته د مرستو او په روغتیایي سکټور کې د همکاریو ډاډ ورکړی

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۶ GMT+۱

خوست ولایت ته د اروپايي ټولنې شارژادافیرې ویرونیکا بوسکوویچ بوهار د خپل سفر پر مهال د طالبانو والي عبدالقیوم روحاني ته ډاډ ورکړی، چې په روغتیايي او نورو برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړې د دغه سفر پر مهال د عامې روغتیا اړوند لابراتوار سره ۷مېلیونه یورو مرسته هم اعلان کړې.

د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۸مه) د یاد ولایت رسنیز دفتر په خبرپانه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې؛ په ۲۸ ولایتونو کې اوس‌مهال د دوی په مالي ملاتړ روغتیایي خدمتونه هم وړاندې کېږي. بوسکوویچ ویلي، چې دغه خدمتونه اړمنو وګړو ته وړاندې کېږي او د لا پراختیا لپاره یې هم ژمن دي.

په یاده ناسته کې د طالبانو او د اروپايي ټولنې ترمنځ له ګاونډیو هېوادونو څخه د ستنېدونکو کډوالو په تړاو هم خبرې شوې دي او بوسکوویچ ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به هم له طالبانو سره خپلو ځانګړو همکاریو ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاته کړې، چې د سرپناه، روغتیا، زده‌کړو او نوور بنسټیزو خدمتونو په برخو کې به راستنېدونکو ته خدمتونه وړاندې کړي.

په خوست کې د‌ طالبانو والي عبدالقیوم روحاني د اروپايي ټولنې مرستې ستایلې دي او له اغلې بوسکوویچ یې غوښتي، چې د بشري مرستو په برخو کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. د هغه په خبره؛ یاد ولایت کې د مرستندویه ادارو د فعالیت لپاره په ښه شان زمینه برابره ده.

د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان له سختې لوږې، انساني ناورین، فقر،‌ اقتصادي زوال او نړۍوالې انزوا سره مخ دی.

پرته له روسیې د نړۍ هېڅ هېواد له طالبانو سره رسمي تعامل نه‌لري او یو شمېر هېوادونه د خپلې مجبورۍ له امله ورسره اړیکې پالي. پر کابل د دغې واکمنې ډلې د بیان پر ازادۍ، ښځو، نجونو، ډیموکراټیکو او بشري ارزښتونو ته د نه درناوي له کبله خپل نړۍوال باور بایللی او ان نړۍوالو مرستندویه ادارو هم په کابل کې خپل دفترونه تړلي دي.

ټرمپ ته د بې‌ځایه شویو سازمان خبرداری؛ د افغانانو اېستل د هغوی د «مرګ مانا» لري

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ له لوري له یاد هېواد څخه د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو په تړاو پرېکړه د دغو افغانانو د «مرګ په مانا» ده. دغه سازمان زیاته کړې، چې دغو افغانانو د ترهګرۍ پر وړاندې له امریکا سره مرسته کړې.

د پنجشنبې په ورځ د (چنګاښ ۹مه)‌ د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: «امریکا باید له هغو کسانو سره په ککله ودرېږي، چې د ازادۍ، ترهګرۍ ضد، سختدریځۍ او جرمونو خلاف یې ورسره یو ځای مبارزه کړې». همدا راز زیاته شوې، چې په افغانستان کې انساني وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی او د دغو کډوالو ستنول له کړاوونو خالي چاره نه ده.

د بې ځایه کېدونکو نړۍوال سازمان همدا راز اندېښنه ښوولې، چې د طالبانو په واکمنۍ کې پر خلکو فشارونه، وېره، سېسټماټیک محدودیتونه او د نجونو په ګډون پر ښځو بندیزونه ورځ تر بلې پراخېدونکي دي.

خبرپانه وړاندې کاږي: «ترهګري، فساد او جرمونه پرته له حساب ورکونې پراخ شوي دي».

ویل شوي، چې د افغانانو جبري ستنول نه یوازې بې رحمه کړنه ده؛ بلکې له نړۍوالو قوانینو څخه هم ښکاره سرغړونه ده او د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.

یاد سازمان په داسې حال کې دغه اندېښنه څرګندوي، چې ټرمپ په امریکا کې د لنډمهالې مېشتېدنې اړوند د افغانانو د پناه غوښتنې لیکونه او اسناد لغوه کړي دي.

هغه خبرداری ورکړی، چې افغانان باید ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي؛ خو د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو او امریکایي سناتورانو د ټرمپ دغه پرېکړه نه یوازې غندلې؛ بلکې ننګوولې یې هم ده.

د دې تر څنګ ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پروګرامونه هم په بشپړه توګه د یو فرمان په لړ کې بند کړي، چې له امله یې د امریکایي ځواکونو او ادارو ۲۰۰زره افغان کارکوونکي له سخت ګواښ سره مخ دي. په همدې لړ کې یې ډېر شمېر په افغانستان او پاکستان کې اوسېږي؛ خو کم شمېر یې بیا په متحده عربي اماراتو کې د امریکایي ځواکونو د پنډغالو دننه بند پاتې دي.