• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو او ترکمنستان د تورغونډۍ بندر د پراختیا تړون لاسلیک کړ

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې د ترکمنستان د سفیر په حضور کې له یوه ترکمنستاني شرکت سره د تور غونډۍ بندر د پراختیا لپاره د پنځه مېلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.

طالبانو ویلي، په دې پروژه کې د ریلي ټرانسپورټي شبکې همغږي کول، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د انتقالاتو زیاتوالی او سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول شامل دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د لبنان ولسمشر : حزب الله دې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د لبنان ولسمشر جوزف عون د دغه هېواد له وسله والې ډلې غوښتنه کړې، چې خپلې وسلې دولت ته وسپاري. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دې ډلې دوامداره وسله وال فعالیتونه کولی شي اسراییل ته د برېدونو د دوام پلمه په لاس ورکړي. نوموړي ویلي، دا موضوع به د کابینې په غونډه کې و څيړي.

د لبنان ولسمشر جوزف عون دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د لبنان د ملي اردو افسرانو ته په یوه وینا کې وکړې.

عون ویلي:« دا تاریخي فرصت باید له لاسه ور نه کړو او هڅه وکړو چې وسلې یواځې د اردو او امنیتي ځواکونو په واک کې پاتې شي.»

د راپورونو له مخې، واشنګټن پر لبنان فشار راوړی چې حزب الله بې وسلې کړي، څو د اسراییل برېدونو بندېدو ته لاره هواره شي.

امریکا وړاندېز کړی، چې حزب الله دې تر څلورو میاشتو پورې خپلې وسلې وسپاري او په بدل کې به یې د اسراییل ځواکونه له سویلي لبنان څخه ووخي. خو د لبنان حکومت په خپل متقابل وړاندیز کې له اسراییل څخه د سملاسي اوربند، د نیول شویو سیمو پرېښودلو او د حزب الله په ګډون د دولت تر حاکمیت لاندې د ټولو وسله والو ډلو بې وسلې کولو غوښتنه کړې ده.

د لبنان ولسمشر د کومې وسله والې ډلې له نوم اخېستو پرته ویلي:«تاسې د دولت جوړونې ارزښت باید درک کړئ او هغوی ته باید د جګړې د دوام پلمه په لاس ور نه کړئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې د حزب الله مشر نعیم قاسم د چار شنبې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، چې د دوی د بې وسلې کولو غوښتنه یوازې د اسراییل په ګټه ده.

د کابل مرکزي سیلو د ورځې ۱۲۰ ټنه اوړه تولیدوي

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۳۷ GMT+۱

د کابل مرکزي سیلو چارواکي وايي، دا مهال دغه سیلو په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۲۰ ټنه پورې له لومړۍ څخه تر درېیمې درجې پورې اوړه تولیدوي. د سیلو د مسوولانو په وینا، په نویو ماشینونو سره د سیلو تولید ډېر شوی او تر څنګ یې د غلې دانې د زېرمه کولو او ډوډۍ پخولو چارې هم روانې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل مرکزي سیلو مسوولانو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې اوس مهال سیلو په بشپړ ظرفیت کار کوي او د نویو تجهیزاتو له امله یې ورځنی تولید زیات شوی.

د سیلو مسوولانو ملي ټلویزون ته وویل، چې « هڅه کوو، د هېواد د اړتیا وړ خوراکي موادو یوه مهمه برخه له همدې لارې برابره کړو».

یاده سیلو، چې پخوا د نظامي او ملکي ادارو اړتیاوې یې پوره کولې، اوس یو ځل بیا فعاله شوې.

طالب چارواکو هم ویلي، چې په وروستیو کې د هېواد ګڼ شمېر بنسټیز تاسیسات بېرته فعال شوي دي. د هغوی په وینا، د تولیدي کارخونو یو شمېر کمپلیکسونو هم بېرته خپل فعالیت پېل کړی، چې د اقتصادي ځان‌بساینې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې کابل مرکزي سیلو د خوراکي توکو د ساتنې، تولید او وېش یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او د فعالېدو له امله یې ګڼې کورنۍ له وارداتي اوړو پرته، کورني تولید ته لاسرسی مومي.

شهاب الدین دلاور وايي طالبانو له سیاسي بري وروسته اقتصادي پرمختګ ته مخه کړې

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۱

طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې رییس شهاب الدین دلاور په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې طالبانو «د سیاست له بریالیتوب وروسته اوس په اقتصادي ‌ډګر کې پرمختګ ته مخه کړې ده».

شهاب الدین دلاور وايي، «موږ د سياست له بريالتوب وروسته اوس په اقتصادي ډګر کې پرمختګ ته مخه کړې، د برېښنا انرژۍ په سکتور کې د پام وړ پرمختګونه روان دي، دا د پياوړې ارادې او شفافيت څرګندوی دي.»

هغه زیاته کړې چې افغانستان دومره منابع لري چې نه تنها خپله به د برېښنا له اړخه خودکفا شي، بلکې نورو هېوادونو ته به یې هم صادره کړي.

نوموړي دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د (زمري ۹مه) په لوګر کې د ۳۷۳مېلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا یوې پروژې په پرانېست غونډه کې کړې دي.

هممهاله د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په دې مراسمو کې ویلي، چې د دوی ډله غواړي د افغانستان د برېښنا له تولیدي سرچینو استفاده وکړي او هېواد د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا کړي.

د طالبانو د برېښنا شرکت مشر ډاکټر عبدالباري عمر په دغو مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال ادعا کړې، چې افغانستان کې یې د ۶۹مېلیونه ډالرو په ارزښت د تولیدي برېښنا پروژې روانې دي.

د هغه په وینا، په هېواد کې د بې روزګارۍ مساله پخوانۍ ریښې لري او طالبان د کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته ژمن دي.

نوموړی داسې مهال دغه خبره کوي، چې د طالبانو په واکمنېدو سره سلګونه زره افغانانو دندې او روزګارونه له لاسه ورکړي یا هم دې ډلې له دندو ګوښه کړي دي. په تېرو څلورو کلونو کې مېلیونونه افغانان ایران او پاکستان ته د مزدورۍ لپاره تللي او په هېواد کې د بې روزګارۍ پراخېدو له امله هره ورځ خلک کډوالۍ ته اړ کېږي.

حکمتیار: د خپلې سليقې او خوښې ګوندي بيرغ پر نورو مه تحميلوئ

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۷ GMT+۱

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې په تېرو نږدې سلو کلونو کې هر څوک چې د واک پر ګدۍ کښېناستلی، خپل شخصي یا ګوندي بیرغ یې د ملي بیرغ په نوم پر ارګ رپولی دی. حکمتیار وایي، « د خپلې سليقې او خوښې ګوندي بيرغ پر نورو مه تحميلوئ».

حکمتیار د پنجشنبې په ورځ پر خپل ایکس لیکلي، چې ملي بیرغ باید د ملي یووالي نښه وي، داسې شورا یې وټاکي چې استازي یې د ملت د اجماع استازولي وکړي، نه دا چې د واکمنو د خوښې مطابق جوړ شي. هغه زیاتوي، دا تشه لا تر اوسه نه ده ډکه شوې.

حکمتیار له خلکو غوښتي، چې د ملي نښو پر سر شخړې ونه کړي، له دې نښو څخه د یو بل د ردولو او وژلو وسیله جوړه نه کړي او خپل ګوندي بیرغونه پر نورو ونه تپي.

د هغه په وینا، د بیرغونو تقدس، ښکلول او ورته سر ټيټول په اسلام کې ځای نه لري.

حکمتیار پر پخوانیو سیاسي څېرو نیوکه کړې، چې د ده په وینا، هېواد یې د بیرغ په ګډون له ملي او دیني ارزښتونو سره یوځای د بهرنیو ګټو لپاره هم په شوروي اتحاد او هم په ناټو پلورلی، خو اوس د ملي بیرغ له نوم څخه استفاده کوي.

هغه پوښتلي، چې «ستاسې یې له ملي بیرغ سره څه؟ څوک غولوئ».

نوموړي د افغانستان د معاصر تاریخ یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې نه مو مخکې ملي شورا لرله، نه ملي بیرغ.

حکمتیار زیاتوي، چې داود خان د کمونستانو په مرسته کودتا وکړه او د بریتانیا له لوري تپل شوی نظام یې نسکور او مخکینی نښان او بیرغ یې نسکور کړل. هغه زیاتوي، « له هغې ورځې تر نن ډېر بیرغونه او نظامونه راغلي او تللي».

په اسلام‌ اباد کې د افغان کډوالو د جبري ایستنې پر ضد اعتراض درېیمې ورځې ته وغځېد

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۳ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې لسګونو افغان کډوالو، مدني فعالانو او د بشري حقونو ملاتړو چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، د افغان کډوالو د جبري ایستنې پر ضد لاریون کړی، چې د جولای له ۲۸مې پیل شوی او نن یې درېیمه ورځ ده.

یاد اعتراضیه لاریون د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د یو سیمه‌ییز پارک مخې ته پیل شوی، چې ګډونوالو پکې د افغان کډوالو جبري ایستنه «غیرانساني، غیرقانوني او له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې» بللې ده.

معترضین وايي، دا لاریون به تر هغو دوام وکړي، څو یې غږ واورېدل شي.

دا لاریون د اسلام اباد په ایف-۶ سیمه کې پېل شوی خو وروسته پولیسو لاریونوال اړ کړل چې جي-۶ سیمه کې لاریون ته دوام ورکړي.

ددغه لاریون یو تن ګډونوال احمد ضیاء فیض افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې ددغه اعتراضیه لاریون په اړه وویل چې موخه یې د هغو افغانانو د جبري اخراج مخنیوی دی چې له ۲۰۲۱ کال وروسته پاکستان ته تللي او په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ وو.

نوموړي زیاته کړه: «د پاکستان حکومت د ویزو تمدید بند کړی، پولیس هره ورځ سلګونه افغانان نیسي او ډېپورټ کوي یې، دا هغه خلک دي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی، موږ به تر هغه خپل لاریون ته دوام وکړو چې ددې چارې مخه ونیول شي.»

احمد فیض په خپلو کې خبرو کې دا هم وویل چې دوی داسې شواهد پیدا کړي چې له پاکستان نه جبري ایستل شوي کسان په افغانستان کې له ګوښ سره مخ شوي دي.

د لاریون یوې بلې ګډونوالې دیبا فرهمند له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: « نن زموږ د لاریون درېیمه ورځ ده، خو دا لاریون به تر هغې روان وي چې تر څو زموږ غوښتنې منل شوې نه وي، د پاکستان حکومت باید افغان کډوالو ته یوه مناسبه لاره پېدا کړي ځکه دا ډول جبري اېستل ګواښناک دي».

ددغه لاریون یوه ګډونواله مهرین محمدي نن نیول شوې ده.

هغې په یوه غږیز کلیپ کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې را استولی، ویلي: «لاریون ته په لاره وم او په ای-۱۰ سیمه کې پولیسو ونیولم».

معترضینو ددغه لاریون په اړه یو اعلامیه هم خپره کړې چې پکې راغلي: «موږ، د بشري حقونو مدافعین، مدني فعالان او له جګړو تښتېدلي افغان کډوال، راټول شوي یو څو د هغو کسانو غږ شو چې خپل کور، وطن او عزت یې له لاسه ورکړی او اوس هم له پاکستان نه د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي».

اعلامیه وايي، چې «د افغان کډوالو حق د ژوندي پاتې کېدو او خوندي استوګنې حق دی، او باید د فشار، ډار یا زور له لارې تر پښو لاندې نه شي».

لاریونوالو له ملګرو ملتونو، د کډوالو له عالي کمشنرۍ او نورو نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې ژر لاس په کار شي او د دې بشري بحران مخه ونیسي.

پاکستان له تېر کال راهیسې د هغو افغانانو ایستل پیل کړي چې اسناد نه لري.

دا بهیر په کور دننه او د نړۍ په کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی، ځکه ګڼ شمېر کډوال د طالبانو له چلنده تښتېدلي او بېرته ستنېدل مرګ ته تسلیمېدل ګڼي.