ملګري ملتونه: په کانګو کې د اېم‌۲۳ وسله‌والې ډلې ۱۶۹ بزګران وژلي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې د جولای په لومړیو کې د کانګو په شمالي کیوو ولایت کې د اېم‌۲۳ وسله‌والې ډلې لږترلږه ۱۶۹ بزګران او ملکي وګړي وژلي دي. دغه برید د روتشورو په سیمه کې د FDLR په نوم د روانډا مخالفو وسله‌والو پر ضد د عملیاتو پر مهال شوی دی.