ملګري ملتونه په افغانستان کې د کچالو ساتنې ۲۴۰ سړې خونې جوړوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، چې د کچالو د حاصلاتو د ساتنې لپاره په ټول افغانستان کې ۲۴۰ بې برېښنا زېرمې یا سړې خونې جوړي. دغه سازمان ویلي، د یادو زېرمو مالي لګښت نړیوال بانک ور کوي.