جګړه، لوږه او بې‌وزلي؛ اسراییلي پوځ په غزه کې ۷۱ فلسطینیان د مرستو ترلاسه‌کولو پرمهال ووژل

د حماس تر واک لاندې د غزې حکومت رسنیز دفتر او روغتیايي چارواکو ویلي، چې یوازې پرون (چهارشنبه) لږترلږه ۷۱ فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د بشري مرستو ترلاسه‌کولو په هڅه کې وژل شوي دي.

سربېره پر دې د غزې روغتیايي چارواکو الجزیرې خبري شبکې ته خبر ورکړی، چې د دغې جګړه‌ځپلې سیمې روغتونونو د لوږې او خوارځواکۍ له امله د اووه نورو کسانو مړینې هم ثبت کړې دي.