• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازبکستان یو ۲۸ کلن ځوان په افغانستان کې له یوې ترهګرې ډلې سره د یوځای کېدو په تور بندي کړ

۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۳ GMT+۱

د ازبکستان حکومت یو ۲۸ کلن ځوان په افغانستان کې د یوې مېشتې ترهګرې ډلې سره د یوځای کېدو د هڅې په تور په اته کاله بند محکوم کړ.

ازبکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دغه کس د اندیجان ولایت اوسېدونکی و، خو حکومت یې هویت نه دی روښانه کړی. د راپورونو له مخې، یاد کس په ۲۰۲۴ کال کې هڅه کړې وه، چې لومړی ترکیې ته ولاړ شي، بیا له هغه ځایه سوریې ته سفر وکړي او د داعش ډلې سره یوځای شي، خو نه‌دی توانېدلی چې سرحد پولې ته ځان ورسوي.

په راپورونو کې راغلي، چې وروسته یاد نیول شوي کس پرېکړه کړې وه چې د ایران له لارې افغانستان ته ننوځي او د «اتحاد جهاد اسلامي» ډلې سره یوځای شي.

دا ډله د ازبکستان د اسلامي خوځښت یوه انشعابي برخه بلل کېږي، چې اوسمهال د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې فعالیت کوي، خو دغه پلان هم ناکام شو او نوموړی کس د ۲۰۲۴کال په نومبر میاشت کې ونیول شو.

د ازبکستان د دولت د امنیتي خدمت له‌خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا کس د اندیجان په ولایت کې محاکمه شوی او د افراطي فعالیتونو، ترهګریزو سازمانونو سره د مالي مرستو او د سخت دریځو موادو خپرولو په تور محکوم شوی دی.

رسمي اسناد ښيي، چې دغه کس د ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې زېږېدلی او له ۲۰۲۳ کال راهیسې د «کتایب توحید و جهاد» نومې ډلې سره یې اړیکې درلودې.

نوموړي نه یوازې د یادې ډلې لپاره پیسې لېږلې، بلکې د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې یې افراطي نظریات خپرول.

سرچینې وایي، دغه کس دوه ځله (په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کې) د قرغېزستان له لارې ترکیې ته سفر کړی و، تر څو د سوریې د جګړې برخه شي. خو وروسته یې له یوه ترهګر غړي څخه د امر پر بنسټ پرېکړه وکړه، چې افغانستان ته لاړ شي او د اتحاد جهاد اسلامي ډلې سره یوځای شي.

یاده ډله چې د القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري، دا مهال په فاریاب، تخار، کندوز او جوزجان ولایتونو کې فعاله بلل کېږي.

ځینې سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو د کرنې وزارت لوړپوړي چارواکي له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.

که څه هم د دې ډلې اوسنی مشر رسما نه دی معرفي شوی، خو تر ۲۰۰۹ کال پورې یې مشري نجم‌الدین جلالوف کوله، چې د وزیرستان په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

د ازبکستان د حکومت له خوا دا ډول جدي اقدامات ښيي، چې منځنۍ اسیا هېوادونه د افراطي شبکو له پراخېدو او د افغانستان له لارې د ترهګرو ډلو د بیا راپیدا کېدو له جدي وېرې سره مخ دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي لپاره کمپاین پیل کړ

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خپل نوي کمپاین کې له ایرانه وغوښتل، چې د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام پای ته ورسوي. دې سازمان د ایران د کورنیو چارو له وزیره وغوښتل، چې د افغان کډوالو په ځانګړې ډول د هغو کسانو چې د طالبانو د ځپلو له امله تښتېدلي، د اېستلو بهیر بند کړي.

د بشري حقونو ډلې ویلي، ایران هغه ښځې او نجونې بېرته افغانستان ته استوي چې طالبان به هلته ترې ټول حقوق او ازادۍ واخلي.

دغه سازمان د ایران د کورنیو چارو وزیر ته لیکلي:«میلیونونه انسانان له خطر سره مخ دي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې چې باید پناه غوښتونکي وبلل شي او بېرته افغانستان ته ونه لېږل شي، ځکه طالبانو هغوی د جنسي ځورونې له امله د بشریت پروړاندې جرمونه تر سره کوي.»

د بښنې نړۍوال سازمان په ټوله نړۍ کې له خلکو غوښتي، چې د ایران د کورنیو چارو وزارت ته لیکونه واستوي، څو د ملیونونو افغانانو د اېستلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړي.

له نړۍوالو خبرداریو سره-سره ایران د افغان کډوالو اېستل نه دي بند کړي. کډوال نه یوازې له اېستلو سره مخ دي، بلکي د ایراني چارواکو له بد چلند سره هم مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو له خبرداریو سره چې وايي، افغانستان د سخت اقتصادي او بشري بحران له امله د میلیونو کډوالو د بیا منلو وړتیا نه لري، د ایران چارواکو لا هم د کډوالو اېستلو ته زور ورکړی دی.

طالبانو د افغان کډوالو په تدریجي ستنېدو ټينګار کړی؛ خو د کډوالو سره د ایران د حکومت د ناوړه چلند په اړه یې په عامه توګه د اعتراض کولو څخه ډډه کړې ده.

په ایران کې د طالبانو ډیپلوماتانو بیا د ایران د «مېلمه پالنې» ستاینه کړې ده.

د کاناډا لومړی وزیر وایي، د ملګرو ملتونو په غونډه کې به فلسطین په رسمیت وپېژني

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۴۹ GMT+۱

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، هېواد یې هوډ لري چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په اتیایمه غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني. نوموړي زیاته کړې، اصلاحاتو ته د فلسطین د ژمنتیا لپاره د فلسطین د رسمیت پېژندنې په موخه د کاناډا نیت ډېر مهم دی.

کارني ویلي، په دغو اصلاحاتو کې د واکمنۍ بهیر اصلاح او له حماس پرته په ۲۰۲۶ کال کې د ټولټاکنو ترسره کېدل شامل دي.

هغه وایي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د فلسطین له ولسمشر سره خبرې هم کړي او همداراز یې په ډاګه کړه: «دغه واقعیت چې اسراییل اجازه ورکړه په غزه کې ناورین رامنځته شي»، هم غندي.

د کاناډا لومړي وزیر همداراز په ډاګه کړه، چې د سترګو پر وړاندې یې د دوو خپلواکو فلسطیني او اسراییلي هېوادونو د جوړېدو امکان د لمنځه تلو په حال کې دی، ‎خو په ټينګار سره یې وویل چې له خپلو شریکانو سره په همکارۍ به په یاده سیمه کې یاده طرحه چې د دوو خپلواکو هېوادونو جوړېدل دي، عملي کړي.

اسراییل د فلسطین د رسمیت پېژندنې په برخه کې د کاناډا د لومړي وزیر دغه څرګندونې غندلي او زیاته کړې یې ده، چې په حساسو شرایطو کې د کاناډا دولت د دریځ بدلون حماس ته د امتیاز ورکړې په معنا دی.

له دې سره سم، رویټرز خبري اژانس د سپينې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله لیکلي، د امریکا ولسمشر باور لري چې د فلسطین رسمیت پېژندنه حماس ته د امتیاز ورکړه ده او په وینا یې حماس ته باید دغه امتیاز ورنه کړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ملګرو ملتونو سرمنشي د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ورشینین د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په نیویارک کې کتلي دي. دا لیدنه د روانو نړۍوالو تحولاتو په ځانګړې توګه د فلسطین د وضعیت په اړه تر سره شوې ده.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دواړو لوریو د منځني ختیځ وضعیت، د فلسطینیانو پر حقونو او د اسراییل له خوا د جګړې دوام ته جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

سرګي ورشینین ټینګار کړی، چې د سیمې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او اړتیا ده چې نړۍوال سازمانونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه فعاله او بېطرفه ونډه واخلي.
نوموړي ویلي: «د فلسطین د نیولو دوام، د ولسي وګړو پر ضد تاوتریخوالی او د سولې د خبرو کړګېچن حالت د سیمې او نړۍ ثبات ته جدي ګواښ دی.»

په اعلامیه کې راغلي، چې انتونیو ګوترېش هم د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو دریځ تکرار کړی، چې فلسطینیان باید د خپلواک دولت حق ولري او دا موضوع باید د نړۍوال قانون، د ملګرو ملتونو د پرېکړو او د دوو دولتي حل‌لارو پر بنسټ حل شي.

اعلامیه زیاتوي، په لیدنه کې دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې د جګړې ښکېل لوري باید نړۍوال بشري قانون ته درناوی وکړي، د ولسي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د مرستو رسولو ته لار هواره کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د غزې په تړانګه او نورو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو عملیاتو او د فلسطینیانو ځورونې پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي.

روسیه له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین د دولت ملاتړ کوي او د امریکا–اسراییل پر تګلارو نیوکې کوي.

یادې لیدنې ته نیوکه کوونکي وایي، که څه هم نړۍوال غږونه لوړ شوي، خو د فلسطین د مسلې حل لا هم سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې خبرې او همغږي به دوام پیدا کړي، تر څو د منځني ختیځ سولې ته یوه بین‌المللي، عادلانه او دوامداره حل‌لاره وموندل شي.

د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر به سبا مسکو ته سفر وکړي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر به سبا مسکو ته سفر وکړي. دا به په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د دولت له رانسکورېدو او په دغه هېواد کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته روسیې ته د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د دغه هېواد ټاس دولتي خبري اژانس ته ویلي، سرګي لاوروف به د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د خپل سوري سیال اسعد الشېباني کوربه وي. دواړه لوري به له دوه اړخیزو اړیکو سربېره د سیمې او نړۍوالو مسایلو په تړاو هم خبرې وکړي.

د سوریې دولت لا تر اوسه مسکو ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر په تړاو څه نه دي ویلی.

د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد د روسیې یو له پخوانیو متحدینو وو او یوه لسیزه مخکې له هغه د مسکو نظامي ملاتړ د سوریې د کورنۍ جګړې مسیر بدل کړ او ورسره د څو نورو کلونو لپاره بشارالاسد خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ، خو کله چې پروسږکال یوې وسله والې ډلې د اسد پر ضد خپل یرغلیز بریدونه پیل کړل، نو روسیې پر واک د اسد د پاتې کېدو لپاره څه کار ونه کړ خو د بشارالاسد د حکومت له رانسکورېدو وروسته روسیې هغه او کورنۍ ته یې پناه ورکړه او اوس هم بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره په دغه هېواد کې ژوند کوي.

په دمشق کې د احمد الشرع په مشرۍ لنډمهالي دولت له مسکو سره په اړیکو کې عملي تګلاره غوره کړې ده.

د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې یوه روسي پلاوي دمشق ته سفر وکړ او یوه میاشت وروسته بیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له احمد الشرع سره ټيلفوني خبرې وکړې او کرملین بیا په هغه وخت کې یادې خبرې کاري او رغوونکې بللې وې.

لا هم د سوریې په سواحلو کې یو شمېر روسي ځواکونه پاتې دي او د راپورونو له مخې روسیې خپل نفتي محمولې سوریې ته لېږدولي دي.

د روانې زېږیزې میاشتې په لومړیو کې د سوریې د دولتي ځواکونو او دروزي مذهبي لږکیو له وسله والې نښتې سره هم مهاله اسراییل نظامي مداخلې وکړه او روسیې بیا د اسراییل یاده مداخله رد کړه، د سوریې د لنډ مهالي دولت رييس احمد الشرع بیا د مسکو له یاد دریځه په ښکاره مننه وکړه.

طالبانو له الجزیرې شبکې سره د رسنیزو همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر د الجزیرې شبکې د عربې څانګې له مشر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو فرهنګي همکاريو، د خبریالانو د روزلو او د رسنیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي. دغه خبرې پر داسي مهال کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو کورنيو او بهرنیو رسنیو محدودیتونه زيات کړي.

په قطر کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې د عربي څانګې له مشر احمدالیافعي سره کتلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سهیل شاهین «د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو د نړۍوال پوښښ په برخه کې د الجزيرې شبکې همکاري» مهمه وبلله.

طالبانو ویلي، چې د الجزيرې شبکې د عربي څانګې مشر هم په رسنیزه برخه کې د همکارۍ ډاډ ښودلی.

طالبان په داسې حال کې له نړیوالو رسنیو سره د همکارۍ خبرې کوي، چې دغه ډله له واک ته د بیا رسېدو راهیسې په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو رسنیو بندیزونه لګوي.

د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو په خبره، ډېری وخت د دوی فعالیتونه د طالبانو د استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له خوا تر سخت څار لاندې او کله کله ګوت څنډې هم کوي.

طالبانو پر رسنيو د بندیزونو سره سره خبریالان د کار پر مهال ګواښلي، وهلي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي یې دي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه لري او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې نړۍوال اصول مراعت کړي.