• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د ملګرو ملتونو سرمنشي د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې کړي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۹ زمری ۱۴۰۴ - ۳۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ورشینین د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په نیویارک کې کتلي دي. دا لیدنه د روانو نړۍوالو تحولاتو په ځانګړې توګه د فلسطین د وضعیت په اړه تر سره شوې ده.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دواړو لوریو د منځني ختیځ وضعیت، د فلسطینیانو پر حقونو او د اسراییل له خوا د جګړې دوام ته جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

سرګي ورشینین ټینګار کړی، چې د سیمې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او اړتیا ده چې نړۍوال سازمانونه په ځانګړې توګه ملګري ملتونه فعاله او بېطرفه ونډه واخلي.
نوموړي ویلي: «د فلسطین د نیولو دوام، د ولسي وګړو پر ضد تاوتریخوالی او د سولې د خبرو کړګېچن حالت د سیمې او نړۍ ثبات ته جدي ګواښ دی.»

په اعلامیه کې راغلي، چې انتونیو ګوترېش هم د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو دریځ تکرار کړی، چې فلسطینیان باید د خپلواک دولت حق ولري او دا موضوع باید د نړۍوال قانون، د ملګرو ملتونو د پرېکړو او د دوو دولتي حل‌لارو پر بنسټ حل شي.

اعلامیه زیاتوي، په لیدنه کې دواړو خواوو پر دې ټینګار وکړ چې د جګړې ښکېل لوري باید نړۍوال بشري قانون ته درناوی وکړي، د ولسي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او د مرستو رسولو ته لار هواره کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې د غزې په تړانګه او نورو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو عملیاتو او د فلسطینیانو ځورونې پراخ نړۍوال غبرګونونه راپارولي.

روسیه له اوږدې مودې راهیسې د فلسطین د دولت ملاتړ کوي او د امریکا–اسراییل پر تګلارو نیوکې کوي.

یادې لیدنې ته نیوکه کوونکي وایي، که څه هم نړۍوال غږونه لوړ شوي، خو د فلسطین د مسلې حل لا هم سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

دواړو خواوو هوکړه وکړه، چې خبرې او همغږي به دوام پیدا کړي، تر څو د منځني ختیځ سولې ته یوه بین‌المللي، عادلانه او دوامداره حل‌لاره وموندل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر به سبا مسکو ته سفر وکړي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر به سبا مسکو ته سفر وکړي. دا به په سوریه کې د بشارالاسد په مشرۍ د دولت له رانسکورېدو او په دغه هېواد کې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته روسیې ته د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی سفر وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د دغه هېواد ټاس دولتي خبري اژانس ته ویلي، سرګي لاوروف به د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د خپل سوري سیال اسعد الشېباني کوربه وي. دواړه لوري به له دوه اړخیزو اړیکو سربېره د سیمې او نړۍوالو مسایلو په تړاو هم خبرې وکړي.

د سوریې دولت لا تر اوسه مسکو ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د سفر په تړاو څه نه دي ویلی.

د سوریې پخوانی ولسمشر بشارالاسد د روسیې یو له پخوانیو متحدینو وو او یوه لسیزه مخکې له هغه د مسکو نظامي ملاتړ د سوریې د کورنۍ جګړې مسیر بدل کړ او ورسره د څو نورو کلونو لپاره بشارالاسد خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړ، خو کله چې پروسږکال یوې وسله والې ډلې د اسد پر ضد خپل یرغلیز بریدونه پیل کړل، نو روسیې پر واک د اسد د پاتې کېدو لپاره څه کار ونه کړ خو د بشارالاسد د حکومت له رانسکورېدو وروسته روسیې هغه او کورنۍ ته یې پناه ورکړه او اوس هم بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره په دغه هېواد کې ژوند کوي.

په دمشق کې د احمد الشرع په مشرۍ لنډمهالي دولت له مسکو سره په اړیکو کې عملي تګلاره غوره کړې ده.

د ۱۴۰۳ کال په سلواغې میاشت کې یوه روسي پلاوي دمشق ته سفر وکړ او یوه میاشت وروسته بیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له احمد الشرع سره ټيلفوني خبرې وکړې او کرملین بیا په هغه وخت کې یادې خبرې کاري او رغوونکې بللې وې.

لا هم د سوریې په سواحلو کې یو شمېر روسي ځواکونه پاتې دي او د راپورونو له مخې روسیې خپل نفتي محمولې سوریې ته لېږدولي دي.

د روانې زېږیزې میاشتې په لومړیو کې د سوریې د دولتي ځواکونو او دروزي مذهبي لږکیو له وسله والې نښتې سره هم مهاله اسراییل نظامي مداخلې وکړه او روسیې بیا د اسراییل یاده مداخله رد کړه، د سوریې د لنډ مهالي دولت رييس احمد الشرع بیا د مسکو له یاد دریځه په ښکاره مننه وکړه.

طالبانو له الجزیرې شبکې سره د رسنیزو همکاریو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر د الجزیرې شبکې د عربې څانګې له مشر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو فرهنګي همکاريو، د خبریالانو د روزلو او د رسنیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي. دغه خبرې پر داسي مهال کېږي، چې طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو کورنيو او بهرنیو رسنیو محدودیتونه زيات کړي.

په قطر کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی سفير سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې د عربي څانګې له مشر احمدالیافعي سره کتلي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې سهیل شاهین «د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو د نړۍوال پوښښ په برخه کې د الجزيرې شبکې همکاري» مهمه وبلله.

طالبانو ویلي، چې د الجزيرې شبکې د عربي څانګې مشر هم په رسنیزه برخه کې د همکارۍ ډاډ ښودلی.

طالبان په داسې حال کې له نړیوالو رسنیو سره د همکارۍ خبرې کوي، چې دغه ډله له واک ته د بیا رسېدو راهیسې په پرله‌پسې توګه په افغانستان کې پر کورنیو او بهرنیو رسنیو بندیزونه لګوي.

د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو په خبره، ډېری وخت د دوی فعالیتونه د طالبانو د استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له خوا تر سخت څار لاندې او کله کله ګوت څنډې هم کوي.

طالبانو پر رسنيو د بندیزونو سره سره خبریالان د کار پر مهال ګواښلي، وهلي، شکنجه کړي او ان زنداني کړي یې دي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې پر رسنیو او خبریالانو لګول شوي محدودیتونه لري او معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې نړۍوال اصول مراعت کړي.

چین له امریکا سره همکارۍ او تعامل ډېرولو ته تیاری وښود

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د چارشنبې په ورځ له امریکا سره د لا ډېر تعامل غوښتنه کړې او د دواړو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تقابل پر وړاندې یې خبرداری ورکړی.وانګ یي زیاته کړې، چې بیجنګ چمتو دی له امریکا سره اختلافات مدیریت کړي او د همکارۍ لارې ولټوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې وانګ يي دغه څرګندونې په بیجنګ کې د ګولډمن ساکس، بوینګ او اپل امریکایي کمپنیو له مشرانو سره کړې دي.

وانګ وویل: «چین چمتو دی چې له امریکا سره تعامل زیات کړي، د ناسمو قضاوتونو مخه ونیسي، اختلافات مدیریت کړي او د همکارۍ لارې ولټوي.»

وانګ وویل چې د چین او امریکا اړیکې د نړیوالو تحولاتو تر اغېز لاندې دي او پر نړیوالو چارو ژور اغېز لري.

هغه زیاته کړه: «چین او امریکا باید د اړیکو د ښه والي لپاره د خبرو او مشورو ډېرې لارې پرانیزي، یو بل ته په عیني، منطقي او عملي لید وګوري او درست ستراتېژیک درک رامنځته کړي».

وانګ امریکايي شرکتونه وهڅول چې د چین په بازار کې خپل اعتماد وساتي او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې خپلو پانګونو ته دوام ورکړي.

د امریکايي شرکتونو یوه لوړپوړي پلاوي دا اونۍ چین ته سفر کړی او هلته یې د چین د صنعت او سوداګرۍ له وزیرانو سره هم لیدلي دي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې بیجنګ او واشنګټن د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د سږکال په وروستیو میاشتو کې پر یوه ناسته کار کوي، چې تمه کېږي د اکتوبر له ۲۶مې څخه د نومبر تر لومړۍ پورې به وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې ‌شنبې په ورځ وویل چې فکر کوي د کال تر پایه به د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره وویني، خو نور جزییات یې ور نه کړل.

اوکراین د هوايي ځواکونو یو افسر روسیې ته د جاسوسۍ په تور نیولی

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۳۹ GMT+۱

د اوکراین د کورني امنیت ادارې ویلي، چې د دغه هېواد د هوايي ځواکونو یو لوړپوړی افسر یې روسیې ته د اېف ۱۶ او میراژ جنګي الوتکو د ځایونو د افشا کولو په تور نیولی. اوکراین وايي، دغه افسر د اوکرایني جنګي الوتکو دقیق ځایونه، مهال وېش او ان د برېد تاکتیکونه روسیې ته سپارلي دي.

د اوکراین د کورني امنیت ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوی اوکرایني افسر د الوتنې ښوونکی دی او د تورن پوځي رتبه لري.

دوی ویلي، چې دغه افسر د روسیې د هوايي برېدونو په همغږۍ کې مرسته کړې، د الوتکو دقیق ځایونه، مهال وېش او ان د برېد تاکتیکونه یې روسیې ته سپارلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي:«د دښمن لومړیتوبونه هغه هوايي ډګرونه وو، چې F- 16, Su-24 او Mirage 2000 جنګي الوتکې پکې ځای پر ځای شوې وې.»

د اوکراین د کورني امنیت ادارې د نیول شوي جاسوس له نوم ښودلو پرته ویلي، چې نوموړي روسیې ته د اوکرایني هوايي ځواکونو د چارواکو، د هغوی د عملیاتو د تګلارو او تاکتیکونو په اړه هم معلومات سپارلي دي.

روسیې ته د جاسوسۍ په تور دغه اوکراینی پوځي په داسې حال کې نیول شوی، چې څو ورځې وړاندې هم د اوکراین امنیتي ادارو دوه چینايي وګړي نیولي وو او ګومان کېږي، چې د اوکراین د سمندري توغندیو د پروګرام په اړه یې جاسوسې کړې ده.

پاکستان وايي د هند هر برید ته به پرېکنده ځواب ووايي

۸ زمری ۱۴۰۴ - ۳۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند په پارلمان کې د «سندور عملیاتو» تر نامه لاندې د بحث پر مهال د هندي چارواکو او د هند د کورنیو چارو وزیر څرګندونې «بې‌اساسه او پاروونکې» بللې دي. پاکستان وايي، د هند هر راتلونکي برید ته به د تېرو بریدونو په څېر ځواب ور کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د خپل ویاند له خولې ویلي، چې دا ډول څرګندونې نه یوازې حقیقتونه تحریفوي، بلکې د کورني سیاست لپاره د شخړو ستاینه کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي، ټوله نړۍ پوهیږي چې هند د «پهلګام برید» په تړاو له کومې کره څېړنې یا باوري شواهدو پرته پر پاکستان برید وکړ، چې له امله یې بې‌ګناه ښځې، نارینه او ماشومان ووژل شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پاکستان له پیله د پېښې د خپلواکې او شفافې څېړنې وړاندیز کړی و، خو هند د جګړې لار غوره کړه.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوازینی منل شوی چوکاټ باید د یو بل د حاکمیت درناوی او د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته ژمنتیا وي.

پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې د یو مسوول هېواد په توګه سولې، ثبات، او د ټولو لانجمنو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د کشمیر شخړې د حل لپاره مانا لرونکو خبرو اترو ته ژمن دی، خو د هر ډول برید یا یرغل پر وړاندې به پرېکنده غبرګون ښيي.