پزشکیان: ایران د اوبو د کمښت له سخت ناورین سره مخ دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې د اوبو زیات مصرف د ایران لپاره د زغم وړ نه دی او که د اوبو د مصرف مخه ونه نېول شي، تر سپټمبر میاشتې پورې به تهران د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې د اوبو زیات مصرف د ایران لپاره د زغم وړ نه دی او که د اوبو د مصرف مخه ونه نېول شي، تر سپټمبر میاشتې پورې به تهران د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهار شنبې په ماښام د اوبو سکتور لپاره د ستراتیژیک او عملیاتي پلان بیاکتنې په غونډه کې ویلي، چې ایران د سرچینو د ناسم مدیریت او ډېر مصرف له امله په تېرو کلونو کې د برېښنا، ګاز او اوبو له پرله پسې کمښتونو سره مخ شوی.
پزشکیان ویلي:«که په تهران کې د اوبو مصرف کنټرول نه شي او خلک همکاري ونه کړي، نو تر سپټمبر یا اکتوبر پورې به د اوبو بندونه نور هېڅ اوبه ونه لري.»
د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشرې شینا انصاري ویلي، چې ایران له تېرو پنځو کلونو راهیسې د وچکالۍ له ناورین سره مخ دی او د هوا پېژندنې ملي ادارې هم ویلي، چې د تېرو څلورو میاشتو بارانونه د اوږدمهاله اوسط په پرتله ۴۰ سلنه کم شوي دي.
انصاري ویلي:«د دوامداره پراختیا له پامه غورځول دا حالت رامنځته کړی، چې اوس له ګڼو چاپېریالي ستونزو سره مخ یو، لکه د اوبو کمښت.»
د تهران ښار د اوبو رسولو ادارې مشر محسن اردکاني ویلي، چې د تهران شاوخوا ۷۰ سلنه اوسېدونکي تر ټاکلي معیار ډېرې اوبه کاروي او دا د اوبو مدیریت لپاره لویه ننګونه ده.
د ایران چارواکو ویلي، چې د اوبو د مدیریت اصلي هدف یې د ایران کرنیز سکټور ګڼل کیږي، ځکه د ایران کرنیز سکټور د اوبو نږدې ۸۰ سلنه مصرف لري.
د ایران ولسمشر په دغه هېواد کې د اوبو د کمښت خبرداری پر داسې مهال ورکړی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دغه هېواد لویدیزې سیمې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوې دي.


د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ويلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې باور دی چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل حماس ډلې ته د انعام ورکولو په معنا ده او ټرمپ نه غواړي داسې اقدام وکړي.
یاد چارواکي زياته کړې: «لکه څنګه چې ولسمشر ویلي که فلسطین په رسمیت وپېژني نو دا به حماس ډلې ته د انعام ورکولو په معنا وي او هغه باور نه لري، چې حماس ته انعام ورکړل شي، نو دا کار به ونه کړي. د ولسمشر ټرمپ تمرکز د غزې خلکو ته د خوړو په رسولو باندې دی.»
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني وویل، پلان لري چې د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې فلسطین په رسمیت وپېژني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي دا ونه ویل چې ایا امریکا د کاناډا له دې پرېکړې څخه مخکې خبره وه او که نه.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت هم د کاناډا د لومړي وزیر څرګندونې وغندلې، چې غواړي فلسطين په رسميت وپېژني.
د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د کاناډا د دریځ بدلون په دې وخت کې د حماس لپاره د انعام په توګه ګڼل کېږي او دا به د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د ازادۍ لپاره روانو هڅو ته زیان ورسوي.

د جرمني مشهوره د ورزشي توکو شرکت اډیډاس اعلان کړی، چې ښایي د خپلو محصولاتو بیې په متحده ایالاتو کې لوړې کړي. دا اعلان وروسته له هغه شوی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا وضع شوې نوې ګمرکي تعرفې د شرکت لګښتونه په میلیونونو یورو زیات کړل.
د اډیډاس چارواکو ویلي، چې دا تعرفې به د روان میلادي کال په دویمه نیمایي کې شاوخوا ۲۰۰میلیونه یورو نږدې ۲۳۱ میلیونه ډالر اضافي بار پر شرکت واچوي.
د دغو فشارونو له امله د شرکت د ونډو ارزښت ۱۱ سلنه راټیټ شوی او د ۲۰۲۵ کال تر دې دمه اډیډاس شاوخوا ۲۶سلنه تاوان کړی دی.
د اډیډاس اجراییوي مشر بیورن ګولډن د چهارشنبې په ورځ وویل، چې سره له دې چې لا هم د امریکا له خوا د تعرفو دقیق اندازه مشخص نه ده، خو شرکت له جدي اقتصادي فشارونو سره مخ دی.
هغه زیاته کړه: «پر لګښتونو سربېره، زما تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې مصرف کوونکي به د بیو لوړوالي ته څنګه غبرګون وښيي. دا نه یوازې زموږ په صنعت، بلکې د امریکا په ټول اقتصاد کې اغېز کولی شي.»
ګولډن ټینګار وکړ، چې که د امریکا تورم (قیمتونو عمومي لوړوالی) لا زیات شي، د توکو تقاضا (پېرود) به کمه شي او له امله به یې د اډیډاس پلور هم راټیټ شي.
فرانس ۲۴ حبري اژانس راپور ورکړی، چې د اډیډاس ټول پلور د ۲۰۲۵ کال په دویم ربعه کې یوازې ۲.۲سلنه زیات شوی، چې نږدې ۶.۹میلیارده ډالر تشکیلوي، دا اندازه د مالي شنونکو د اټکلونو څخه کمه ده.
د یادونې وړ ده، ویتنام او اندونیزیا چې د اډیډاس د تولید ۵۳ سلنه برخه جوړوي، اوس د امریکا له نویو تعرفو سره مخ دي. د جولای میاشتې په نیمایي کې امریکا پر ویتنامي صادراتو ۲۰ سلنه او پر اندونیزیایي صادراتو ۱۹ سلنه تعرفې ولګولې.
د ګولډن په وینا، دا تعرفې اوس د ویتنام له خوا د صادرو شویو بوټانو پر بیه ۴۶سلنه او د اندونیزیا له خوا ۴۳سلنه تعرفې رامنځته کوي، حال دا چې پخوا دا تعرفې ۲۶ او ۲۴ سلنه وې.
د اډیډاس مشر ویلي، چې شرکت هڅه کوي د خپلو مشهور برانډونو بیې تر وروستۍ اندازې پورې ثابتي وساتي، خو نوې تولیدېدونکي محصولات به ممکن د نویو قیمتونو تابع وي.
ګولډن ژمنه وکړه، چې اډیداس به د امریکا په بازار کې خپل حضور لا قوي کړي او هلته به خپلې پانګونې دوه برابره کړي، ځکه امریکا اوس هم د اډیډاس لپاره یو مهم بازار ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۲۰ سلنه پلور یې هلته ترسره کېږي.

په داسې حال کې چې واشنګټن په نوي ډیلي فشار زیاتوي، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له پاکستان سره د سوداګرۍ تړون اعلان کړ. هغه وویل، چې د دې هوکړې له مخې به امریکا او پاکستان د دغه هېواد د سترو نفتي زېرمو د پراختيا لپاره ګډ کار وکړي.
ټرمپ زیاته کړه: «موږ د دې ملګرتیا د رهبري کولو لپاره د یو شرکت د غوره کولو په پروسه کې یو.»
هغه د کنایې په ډول زیاته کړه: «ښایي یوه ورځ پاکستان پر هند نفت وپلوري.»
ټرمپ پر اېکس پاڼې ولیکل: «موږ نن په سپینه ماڼۍ کې د سوداګریزو معاملو په کار کې ډېر بوخت وو. نورو هېوادونو هم د تعرفو د کمولو وړاندیزونه کړي دي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې د سوداګرۍ او تعرفو په اړه دوه پړاوه خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې وروستۍ خبرې اترې په دوه اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، ټکنالوژۍ او په طبیعي سرچینو کې د همکارۍ په برخو متمرکزې وې.
پاکستان ته امتیاز، هند ته سخت دریځه چلند
د امریکا او پاکستان د سوداګریز تړون اعلان په داسې حال کې شوی، چې ټرمپ هممهاله اعلان کړی، چې هغه به د جمعې له ورځې د هند پر وارداتي توکو ۲۵ سلنه تعرفه ولګوي.
نوموړي همداراز پر هند د «نامعلومو بندیزونو» خبره هم کړې، چې دلیل یې د روسیې څخه د نفتو او وسلو پېرل ښودل شوی دی.
دا پرېکړه د امریکا له لوري پر خپل یوه ستراتیژیک متحد هند بېساری فشار بلل کېږي.
د رسمي شمېرو له مخې، هند د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمايي کې شاوخوا ۳۵ سلنه خپل اړین نفت له روسیې څخه اخیستي او د روسیې له سترو وسلو اخیستونکو هېوادونو څخه بلل کېږي.
په ورته وخت کې امریکا له هند سره شاوخوا ۴۵.۷ میلیارد ډالر کسر (زیان) لري.
د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې د هند حکومت د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا پرېکړې ته پام لري او زیاته کړې یې ده چې «نوی ډیلی د دې پرېکړې پایلې ارزوي.»
هند او امریکا نن یو ځل بیا د دغو تعرفو په اړه خپل نوي مذاکرات پیل کړي دي.
د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې د جو بایډن له دورې راهیسې د پام وړ ښه شوي دي.
اسلام اباد هڅه کړې، چې د داعش په اړه د امریکا سره د استخباراتي همکارۍ له لارې له واشنګټن سره سړې او ځینې وختونه ترینګلې اړیکې پای ته ورسوي.
څه موده وړاندې ټرمپ په واشنګټن کې د پاکستاني پوځ د لوی درستیز مارشال عاصم منیر کوربه توب وکړ، په داسې حال کې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لا تر اوسه واشنګټن ته نه دی بلل شوی.
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره ولیدل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امریکا یوه لوړپوړی پوځي قوماندان پاکستان ته سفر وکړ او د هېواد له ولسمشر څخه یې تر ټولو لوړ پوځي مډال ترلاسه کړ.
ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ په وروستۍ ترینګلتیا کې په اوربند کې مهم رول ولوباوه.
اسلام اباد د اوربند د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ د هڅو ستاینه وکړه او هغه یې د نوبل د سولې جایزې مستحق وګاڼه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې نوې پرېکړې له مخې، شل سازمانونه او لس سمندري بېړۍ د هغو فعالیتونو له امله تر بندیز لاندې نیول شوي، چې د ایران د تېلو او پتروشیمي توکو د صادراتو سره مستقیمه اړیکه لري.
دا بندیزونه د واشنګټن د هغو هڅو برخه ده، چې غواړي د ایران د عوایدو هغه لارې بندې کړي کومې چې د ترهګرۍ تمویل او د داخلي ځپلو لپاره کارېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ایران خپل تېل او پتروشیمي محصولات د ناقانونه لېږد را لېږد د یوې پراخې شبکې له لارې نورو هېوادونو ته لېږدوي.
دا شبکه په بېلابېلو قضايي حوزو کې فعاله ده او د فرېب، پټکارۍ او جعلي اسنادو له لارې د بندیزونو څخه تېریږي.
د خبرپاڼې له مخې، د چین په ژوشان بندري سیمه کې یو تمځای چې له وړاندې یې هم د ایران د تحریمشویو بېړیو سره راکړه ورکړه لرله، د دغو ناقانونه صادراتو یوه مهمه برخه ده. د "ژوشان جینران" په نوم دا شرکت د "ویولا" او "راني" په نوم د تحریمشویو تېلکشونو بارونه تخلیه کړې او لږ تر لږه شپږ ځلې یې د ایران تېل ترلاسه کړي دي.
امریکایي چارواکي وایي، دغه ناقانونه فعالیتونه د سمندري امنیت او نړۍوال تجارت لپاره جدي ګواښ دی.
د دوی په وینا، دغې بېړۍ میلیونونه بوشکې خام تېل، د تېلو محصولاتو او پتروشیمي مواد لېږدولي دي او د ایران د صادراتي شبکې مهم غړی دی.
واشنګټن ټینګار کړی، چې د دغو بندیزونو موخه دا ده چې د ایران حکومت نور ونشي کولای له خپلو طبیعي منابعو عواید تر لاسه کړي، څو د هغه له لارې د بهرنیو ترهګرو ډلو ملاتړ او د خپل ولس د ازادۍ د غوښتنو پر وړاندې ځپلو ته دوام ورکړي.
امریکا ویلي، تر هغو چې ایران له نړۍوالو قوانینو سرغړونه کوي، د ترهګرو ملاتړ کوي او د خپلو خلکو د حقونو پر ضد درېږي، د فشارونو لړۍ به دوام ولري.

د ازبکستان حکومت یو ۲۸ کلن ځوان په افغانستان کې د یوې مېشتې ترهګرې ډلې سره د یوځای کېدو د هڅې په تور په اته کاله بند محکوم کړ.
ازبکستاني رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې دغه کس د اندیجان ولایت اوسېدونکی و، خو حکومت یې هویت نه دی روښانه کړی. د راپورونو له مخې، یاد کس په ۲۰۲۴ کال کې هڅه کړې وه، چې لومړی ترکیې ته ولاړ شي، بیا له هغه ځایه سوریې ته سفر وکړي او د داعش ډلې سره یوځای شي، خو نهدی توانېدلی چې سرحد پولې ته ځان ورسوي.
په راپورونو کې راغلي، چې وروسته یاد نیول شوي کس پرېکړه کړې وه چې د ایران له لارې افغانستان ته ننوځي او د «اتحاد جهاد اسلامي» ډلې سره یوځای شي.
دا ډله د ازبکستان د اسلامي خوځښت یوه انشعابي برخه بلل کېږي، چې اوسمهال د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې فعالیت کوي، خو دغه پلان هم ناکام شو او نوموړی کس د ۲۰۲۴کال په نومبر میاشت کې ونیول شو.
د ازبکستان د دولت د امنیتي خدمت لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دا کس د اندیجان په ولایت کې محاکمه شوی او د افراطي فعالیتونو، ترهګریزو سازمانونو سره د مالي مرستو او د سخت دریځو موادو خپرولو په تور محکوم شوی دی.
رسمي اسناد ښيي، چې دغه کس د ۱۹۹۷ زېږدیز کال کې زېږېدلی او له ۲۰۲۳ کال راهیسې د «کتایب توحید و جهاد» نومې ډلې سره یې اړیکې درلودې.
نوموړي نه یوازې د یادې ډلې لپاره پیسې لېږلې، بلکې د خپلو ټولنیزو رسنیو له لارې یې افراطي نظریات خپرول.
سرچینې وایي، دغه کس دوه ځله (په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کې) د قرغېزستان له لارې ترکیې ته سفر کړی و، تر څو د سوریې د جګړې برخه شي. خو وروسته یې له یوه ترهګر غړي څخه د امر پر بنسټ پرېکړه وکړه، چې افغانستان ته لاړ شي او د اتحاد جهاد اسلامي ډلې سره یوځای شي.
یاده ډله چې د القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري، دا مهال په فاریاب، تخار، کندوز او جوزجان ولایتونو کې فعاله بلل کېږي.
ځینې سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو د کرنې وزارت لوړپوړي چارواکي له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري.
که څه هم د دې ډلې اوسنی مشر رسما نه دی معرفي شوی، خو تر ۲۰۰۹ کال پورې یې مشري نجمالدین جلالوف کوله، چې د وزیرستان په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
د ازبکستان د حکومت له خوا دا ډول جدي اقدامات ښيي، چې منځنۍ اسیا هېوادونه د افراطي شبکو له پراخېدو او د افغانستان له لارې د ترهګرو ډلو د بیا راپیدا کېدو له جدي وېرې سره مخ دي.