پاکستان له امریکا څخه یو مېلیون بېرله خام تېل وپېرل

پاکستان کې د تېلو یو ستر شرکت سېنرجیکو خبر ورکړی، چې د وېټول په نوم یې له یوه امریکایي شرکت څخه یو مېلیون بېرله خام تېل پېرلي دي. د یاد شرکت مرستیال ویلي، چې دغه خام تېل به په روانه میاشت کې له ټېکساس ایالت څخه بار شي او اکټوبر میاشت کې به کراچۍ ته ورسېږي.