پاکستان د بهرنیو انلاین پېرودنو پر سر لګول شوې ډېجیټلي مالیه بېرته لغوه کړه

د پاکستان ملي مالیاتي ادارې اعلان وکړ، چې له بهره د عرضه کېدونکو توکو او خدمتونو پر انلاین پېرودنو یې لګول شوې مالیه بېرته لغوه کړې ده. دغه اقدام د هغو کسانو یا شرکتونو لپاره چې په انلاین بڼه روزګار کوي؛ مهمه اسانتیا بلل شوې ده.