د رونډا او کانګو ترمنځ د اوربند اړوند څار کمېټې لومړنۍ ناسته وکړه

د پنج‌شنبې په ورځ د رونډا او کانګو جمهوریت د سولې تړون اړوند د څار ګډې کمېټې خپله لومړۍ ناسته وکړه او په واشنګټن کې یې د اوربند اړوند د شوې پرېکړې پر عملي لارو چارو خبرې وکړې. یاده هوکړه دواړه خواوو کې د زرګونه کسانو تر وژل کېدو وروسته د ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب شوې.