ترکیې او ازبکستان د افغانستان تر څنګ د سیمې پر ټیکاو خبرې کړې دي

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف په تاشکند کې د ترکیې له سفیر اوفوک اولوتاش سره د سیمې د ټیکاو په تړاو خبرې کړې دي. دغه ناسته کې له افغانستان سره پر دوه اړخیزې همکارۍ او امنیتي مسایلو هم بحث شوی دی.