• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا له طالبانو د قومونو د تصفیې درېدو غوښتنه وکړه

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۱

د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا په یوه بیان کې ادعا کړې چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د قومونو تصفیه روانه ده او خلک له خپلو سيمو څخه په زوره شړل کېږي. د دغې شورا په وینا، ملګري ملتونه او نور نړۍوال بنسټونه باید د دغه ظالمانه بهیر مخه ونيسي.

په اعلامیه کې راغلي، دوی کره شواهد لري چې طالبان د میدان وردګ ولایت په بهسودو ولسوالۍ، بامیان ولایت په پنجاب ولسوالۍ او غور ولایت په ځینو سیمو کې ځايي اوسېدونکي له خپلو سیمو څخه په زور شړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا بهیر د کوچیانو په ملاتړ پيل شوی او موخه یې د ځايي نفوسو د توازن ګډوډول او د سیمو د ټولنیز جوړښت کمزوري کول دي.

دې شورا ادعا کړې چې د دې سیمو خلک په منظم ډول ډارول کېږي، له خپلو حقونو څخه بې برخې او له خپلو سیمو څخه وتلو ته اړایستل کېږي.

د یادې شورا په وینا، دا کار نه یوازې دا چې د ګډ اجتماعي ژوند او بشري حقونو خلاف کار دی، بلکې د قومي تبعیض یوه ښکاره بېلګه ده.

په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د دغه بنسټ له سیاسي دفتر (یوناما)، بشري حقونو عالي کمیشنرۍ او ټولو مسوولو بنسټونو څخه غوښتل شوي چې د دې ظالمانه بهیر پر وړاندې څرګند دریځ غوره کړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

افغانانو ته خبرداری؛ له پاکستانه د کډوالو د اېستلو نوی بهیر پیلېږي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۷ GMT+۱
افغانانو ته خبرداری؛ له پاکستانه د کډوالو د اېستلو نوی بهیر پیلېږي
100%

پاکستاني چارواکو یو ځل بیا په دغه هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې سملاسي خپلې غوټې وتړي او له دغه هېواده دې ووځي. د همدې غوښتنو په لړ کې د بلوچستان له لارې افغانستان ته د ستنېدو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د بلوچستان ایالت یو لوړ پوړي حکومتي ارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موږ ته د کورنیو چارو وزارت له لوري لارښوونې رارسېدلي چې د ټولو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره یوه نوي کمپاین په عزت او منظم ډول پیل کړو».

ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ د (زمري ۱۰مه) په چمن کې نږدې پنځه زره افغانان دغې سیمې ته ورغلي وو او خپل هېواد ته اوښتل. په کندهار کې ځايي طالب چارواکو هم رسنیو ته تایید کړې چې تېره ورځ له پاکستانه د ورستنېدونکو افغانانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

په تېرو څو لسیزو کې مېلیونونه افغانان د جګړو له امله پاکستان ته کډه شوي دي،‌ خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره د مخکني جمهوري نظام زرګونه سرتېري، کارکوونکي، خبریالان او مدني فعالان پاکستان ته ورغلي دي. پاکستان د افغانانو د اېستلو بهیر په ۲۰۲۳کال کې پیل کړی و او د روان زېږدیز کال د اپرېل په لومړۍ نېټه یې دا لړۍ لا ګړندۍ او پراخه کړې ده.

باورونه دا دي چې اسلام‌اباد د کډوالو په اېستل کېدو سره غواړي پر طالبانو فشار راوړي، څو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو پناه ځایونه ختم کړي. یاد هېواد ادعا لري چې پر کابل واکمنو ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې د «ټي ټي پي» وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایونو د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي.

د ۲۰۲۳کال راهیسې له پاکستانه یو مېلیون افغان کډوال اېستل شوي، خو د روان کال اپرېل میاشتې راهیسې بیا دا شمېر ۲۰۰زرو کسانو ته رسېږي. د تازه دمو کډوالو د اېستل موخه له ملګرو ملتونو سره ثبت افغانان چې د «پي او ار» کارتونو لرونکي ښودل شوي دي.

هم‌مهاله له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې له ایرانه هم د افغان کډوالو د اېستل کیدو جبري بهیر پیل شوی او په دې لړ کې نږدې ۹۰۰زره کسان ستانه کړای شوي دي. د کډوالې دا څپې داسې مهال پر افغانستان ور برابرېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له امله لوی بشري ناورین رامنځته شوی او ورځ تر بلې پراخېدونکی دی. بې‌روزګاري، ناوړه اقتصادي وضعیت، لوږه او فقر په افغانستان کې ورځ تر بلې زیاتیدونکې چې هم مهاله د بشري حقونو سازمانونو د کډوالو د ستنېدو له امله د دغه ناورین د پراخېدو اټکل کړی دی.

دغو ستنېدونکو ته د سرپناوو، روزګار او د ژوند لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې هم طالبان پاتې راغلي او نیوکې پرې دا دي چې د دغه پروسې مدیریت یې له توانه وتلی دی.

د کډوالو حقونو څار بنسټ: امریکا دې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروګرام یقيني او عملي کړي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱
د کډوالو حقونو څار بنسټ: امریکا دې د خپلو افغان همکارانو د لېږد پروګرام یقيني او عملي کړي
100%

د کډوالو حقونو د څار نړۍوال بنسټ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هغو افغانانو برخه لیک نه‌دی څرګند چې اېس‌ای وي، پي ۱ او پي ۲ په نومونو امریکا ته د تلو په پروګرام کې شامل دي.

دغه بنسټ جمعه (زمری ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له قید او شرط پرته د دې افغانانو د خوندي انتقال ملاتړ نه یوازې دا چې د امریکا بشري مکلفیت دی، بلکې یو اخلاقي مسوولیت هم دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې، دې افغانانو د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ارزښتونو په برخه کې خپلې ژمنې پوره کړي، خو اوس له همدې امله له ګواښ سره مخامخ دي.

د اعلامیې له مخې، باید د امریکا حکومت د کډوالو په اړه خپله کړنلاره له خپلو پخوانیو ژمنو سره همغږې کړي او یو داسې موثر او ګټور پروګرام عملي کړي چې د افغان متحدینو انتقال او امریکا کې د هغوی منل یقيني شي.

په اعلامیه کې خبرداری ورکول شوی، که د دې افغانانو په اړه غوڅ اقدام و نه شي، دا به د امریکا لپاره د سياسي ناکامۍ ترڅنګ اخلاقي ناکامي هم وي.

طالبان: ناپوه ملګري مو د غربي افکارو، سېکولرانو او ډېموکراټانو د تبلیغاتو ښکار شوي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱
طالبان: ناپوه ملګري مو د غربي افکارو، سېکولرانو او ډېموکراټانو د تبلیغاتو ښکار شوي
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند مولوي سیف‌الاسلام خېبر وایي، د دغې ډلې ځیني غړي او ملاتړکوونکي اوس د بهرنیو استخباراتي کړیو تر تبلیغاتي اغېزو لاندې راغلي دي. هغه زیاته کړې چې ځيني ملګري یې د ناپوهۍ له امله د غربي افکارو، سېکولرانو او ډېموکراټانو پروپاګنډ ښکار شوي دي.

هغه جمعه (زمري ۱۰مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې بهرمېشتې رسنۍ هم د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت پر ضد راپورونه خپروي او په کور دننه بیا د دغې ډلې غړي هم همدا وزارت د ولسي خلکو د بېزارۍ لامل ګڼي.

خېبر لیکلي: «دا رسنۍ وایي چې همدا نن د هېواد اتیا فیصده ولس د لوږې مرګ ته رسېدلی، په هېواد کې بدتر حال دی او هېڅ د بیارغونې او ثبات کار نه دی شوی. تبیعض او ورور وژنه دوام لري». هغه خپلو ملګرو ته وړاندې زیاتوي: «ښه دا دروغ ګڼئ، خو د امربالمعروف وزارت په وړاندې نشر شوي راپورونه یې بیا رښتیا ګڼئ؟ دا خپله دا جوتوي چې ته خپله غیر مستقیم د دوی د تبلیغاتو څخه متاثره شوی یې».

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو دننه یو شمېر کړۍ هم د خپلې ډلې د امربالمعروف وزارت څخه سخت شکایتونه لري او محتسبان یې له خلکو سره پر بد چلند تورنوي. د یادې ډلې تبلیغاتي فعالانو په وار وار نیوکې کړي چې دغه وزارت د طالبانو او عامو وګړو ترمنځ واټن لا ډېر پراخ کړی دی. یاد وزارت خپل ځنې فعالان پر دوی د نیوکو له امله نیولي او ان زنداني کړي هم دي.

ورځ تر بلې د طالبانو ترمنځ داخلي درزونه مخ په پراخېدو دي او کرار کرار رسنیز کېږي هم. یادې ډلې د خپلو خواله رسنیو یو شمېر فعالان د دوی پر غړو او ادارو د نیوکو له امله زنداني کړي دي. په دې ډله کې د مبین په نوم د همدې ډلې یو مشهور تبلیغاتي فعال څو څو ځله زنداني شو.

اټلانټیک شورا: د «جي سي سي» غړي هېوادونه لا هم طالبانو ته د رسمیت ورکولو لپاره تیار نه دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۳۳ GMT+۱
اټلانټیک شورا: د «جي سي سي» غړي هېوادونه لا هم طالبانو ته د رسمیت ورکولو لپاره تیار نه دي
100%

د اټلانټیک شورا په یوه تازه څېړنیز راپور کې ویلي، سره له دې چې دا مهال د خلیج د همکاری شورا «جي سي سي» غړي هېوادونه د طالبانو رسمي پېژندنې ته تیار نه ښکاري، خو د روسیې وروستی اقدام ښايي دا فضا بدله کړي وي او نور هېوادونه وهڅوي، چې ورته ګام واخلي.

د جمعې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د یادې شورا لخوا خپره شوې څېړنه کې چې عنوان‌یې«د خلیجي هېوادونو دریځ د روسیې له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په وړاندې» و، راغلي چې د مسکو پرېکړه ښايي طالبان له نړیوالې انزوا وباسي او د روسیې نږدې متحدان دې ته وهڅوي چې له طالبانو سره نوې اړیکې ټینګې کړي.

په راپور کې د متحده عربي اماراتو رول ته هم اشاره شوې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له طالبانو سره پراخ تعاملات کړي دي. دا هېواد نه یوازې دا چې د افغانستان په هوایي ډګرونو کې نقش لري، بلکې مرستې، منظم پروازونه کابل ته او نور بشردوستانه اقدامات‌یې هم کړي.

سره له دې چې سعودي عربستان، امارات، قطر، کوېت، بحرین او عمان ټول د خلیج د همکاری شورا غړي دي، تر دې دمه یې هېڅ یو د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه‌دی پېژندلی.

یاد هېوادونه د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې تګلارو، د بشري حقونو محدودیتونو او د یو ټولشموله حکومت نه شتون له امله، له رسمي تعامل ډډه کوي.

په یو تازه بدلون کې، د خلیج د همکاری شورا ۱۶۴مه غونډه چې په کوېت کې ترسره شوه، یوه اعلامیه خپره کړه. پکې له طالبانو غوښتنه شوې چې د افغان ښځو د تعلیم او کار حق تضمین کړي، او د مذهبي او قومي اقلیتونو خوندیتوب ته ژمن پاتې شي.

جورجیو کافیرو، چې دا څېړنه ‌یې لیکلی، ټینګار کوي چې د خلیج هېوادونه که څه هم له طالبانو سره تماسونه لري، خو لا هم له سیاسي احتیاط نه کار اخلي، او په ډېرو برخو کې‌یې سیاستونه د نړیوالو فشارونو او داخلي ارزونو تابع دي.

د اتلانتیک شورا څېړنه داسې مهال خپریږي، چې طالبان هڅه کوي له نړۍوالو سره اړیکې پراخې کړي، خو د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې سخت‌دریځه سیاستونه‌یې، د رسمیت پېژندنې خنډ ګرځېدلي دي.

د خراسان رضوي والي: افغان متخصصین مو جذب نه کړل، ډېری یې اروپا ته ولاړل

۱۰ زمری ۱۴۰۴ - ۱ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۲ GMT+۱
د خراسان رضوي والي: افغان متخصصین مو جذب نه کړل، ډېری یې اروپا ته ولاړل
100%

د ایران د خراسان رضوي ولایت والي، غلام‌حسین مظفري، د دغه هېواد دکډوالۍ د پالیسیو سره خپل مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د افغان متخصصینو، په ځانګړي ډول ډاکترانو، د جذب فرصت مو له لاسه ورکړ، ځکه چې دا کدرونه په ایران کې د پاتې کېدو پر ځای اروپا ته کډوال شول.

نوموړي دا څرګندونې د جمعې په ورځ د «کډوالۍ د مدیریت قانون» د تصویب د ارزونې په غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې د ایران مرکزي حکومت د کډوالۍ موضوع د سرحدي ولایتونو له مسوولیته ایستلې ده، حال دا چې دا ډول تصمیمونه باید سیمه‌ییزو ادارو ته وسپارل شي.

مظفري زیاته کړه، چې د روښانه قوانینو، کافي صلاحیتونو، او سیمه‌ییزې خپلواکۍ نشتون، ایران د مهمو بشري، اقتصادي او ستراتیژیکو فرصتونو له لاسه ورکولو سره مخ کړی دی.

هغه وویل: « ایران کولی شول افغان ډاکتران، متخصصین او پوهان جذب کړي، خو د بې‌نظمۍ او محدودو اختیاراتو له امله، دا کسان اوس د اروپا هېوادونو ته لاړل، چې هلته‌یې هرکلی وشو او امکانات ورته برابر شول.»

مظفري وړاندیز وکړ، چې د کډوالۍ د تنظیم صلاحیت دې سرحدي ولایتونو ته وسپارل شي، څو په ځانګړې توګه له افغان کډوالو سره غوره چلند وشي او د هغوی د ظرفیتونو څخه د اقتصاد او پراختیا لپاره ګټه واخیستل شي.

هغه له دولت څخه وغوښتل چې د کډوالۍ د قوانینو د ښه والي لپاره دې د نورو هېوادونو تجربې، لکه د ترکیې او متحده عرب اماراتو، مطالعه شي.

مظفري وویل: « په دغو هېوادونو کې د کډوالو مدیریت پر پروژه‌محور بنسټ ترسره کېږي، او د اقامت حق یوازې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په ځانګړو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.»

نوموړي وړاندیز وکړ، چې افغان پانګوالو ته تابعیت او اقامت باید د ځايي ادارو له‌خوا تنظیم شي. هغه د خواف لپاره د یوې ځانګړې اقتصادي سیمې او د دوغارون لپاره د یو ګډ ازاد زون جوړېدو وړاندیز هم وکړ، چې له افغانستان سره د ګډو اقتصادي همکاریو د پراخېدو لامل شي.

په غونډه کې د خراسان رضوي ولایت د امنیتي او انتظامي چارو مرستیال، امیرالله شمقدري، هم ګډون کړی و.

هغه وویل چې تر دې دمه، یوازې په دې ولایت کې افغان کډوالو ته ۵۷زره د کار کولو کارتونه ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: « تر اوسه شاوخوا ۷۵۰زره افغان کډوالله دې ولایت څخه د ایران له خاورې ووتل.»

شمقدري همداراز څرګنده کړه، چې اوس مهال نږدې ۷۵زره افغان زده‌کوونکي او ۵زره افغان محصلین د خراسان رضوي په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي.

نوموړي پر دې هم ټینګار وکړ چې د بهرنیو اتباعو د پانګونو مدیریت باید جدي وڅارل شي.

هغه وویل: « تر هغو چې اړوندو ادارو ته لازم صلاحیتونه ور ونه‌سپارل شي، دا بهیر به موثر مدیریت ونلري، او په پایله کې به ډېر ارزښتناک فرصتونه له لاسه ورکړو.»

بل‌خوا د ۲۰۲۵ کال د اپرېل له پیل راهیسې، د ایران حکومت له خپلې خاورې څخه تر یو میلیون زیات افغان کډوال اېستلي دي، چې دا چاره د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې له پراخو ټولنیزو، اقتصادي او بشري ستونزو سره مل ده.

نړیوالو بنسټونو، لکه ملګرو ملتونو، څو ځله خبرداری ورکړی چې که دا بهیر دوام پیدا کړي، د بشري وضعیت کنټرول به له لاسه ووځي او د سیمې امنیت ته به هم ګواښ پېښ کړي.