• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټولنیزو رسنیو کې د عزیزي ګروپ د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولید هوکړې پراخ غبرګونونه راپارولي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱

د عزیزي ګروپ له‌خوا په افغانستان کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید هوکړه په خواله رسنیو کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې چې ډېرو یې هرکلی کړی، خو ځینو بیا د دغې پروژې د پلي کېدو په اړه شک ښودلی دی.

د ټولنیزو رسنیو ځینو کارکوونکو په افغانستان کې د عزیزي ګروپ له لوري د ورکړل شویو ژمنو مخینې ته په کتو د دغه لویې پروژې د پلي کېدو په اړه شک ښودلی دی. ځینو کارونکو بیا ویلي، هیله لري چې افغانستان په ټولو برخو کې ځان بسیاینې ته ورسېږي، خو لیدل کېږي چې طالبان له ځینو پروژو تبلیغاتي استفاده کوي.

که څه هم پرون د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې ویلي چې له دغې لویې پروژې د هېڅ ډول سیاسي ګټې تمه نه‌لري، خو ځینو کاروونکو په افغانستان کې د عزیزي ګروپ هغو ژمنو ته اشاره کړې چې لا پوره شوي نه دي.

میرویس عزیزي دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنې د یو پرمختللي روغتون، زېږنتون او د یتیمانو لپاره د پالن‌ځی د جوړولو ژمنه کړې وه. نوموړي زیته کړې وه چې دې پروژې ته یې ۵۰۰ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

په ورته وخت کې د عزیزي ګروپ د هرات له زلزله ځپلو سره د ۳۰۰ مېلیونه افغانیو د مرستې اعلان هم کړی و او ویلي و چې د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ به خلکو ته په اساسي ډول سرپناوې ورغوي.

د عزیزي ګروپ له لوري د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید پر پروژې ۱۰ میلیارده ډالره لګښت راځي چې د یاد ګروپ د معلوماتې له‌مخې په راتلونکو اووه کلونو کې به یې چارې بشپړي شي.

ټاکل شوې د ۱۰ زره میګاواټه تولید شوې‌ برېښنا ۴ زره میګاواټه د کورونو او ودانیو د رڼا کولو او ۶ زره نوره د صنعتي‌ چارو او د صنعتي‌ ښارګوټو د لګښت لپاره ځانګړي شي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ نازک اوربند پاکستان ضد وسله‌والو ته فرصتونه برابر کړي

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۳۹ GMT+۱
د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ نازک اوربند پاکستان ضد وسله‌والو ته فرصتونه برابر کړي
100%

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي، د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د مې میاشتې تر شخړو وروسته نازک اوربند ترهګرو ډلو ته فرصت برابر کړی چې په بېلابېلو سیمو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له دې وضعیت څخه ګټه پورته کړي.

یاده ورځپاڼه وایي، د پاکستان پوځ اوس مهال خپلې ډېری امنیتي سرچینې د ختیځې پولې پر خوندیتوب متمرکزې کړې دي چې له امله یې د لوېدیځې پولې امنیت، په ځانګړي ډول بلوچستان، خېبرپښتونخوا او نورو سیمو کې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته کمه پاملرنه کېږي.

د بلوڅ بېلتون پالو او تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي په وروستیو پراخو بریدونو کې دا څرګنده شوې چې له دې فرصت څخه دغو ډلو ښه ګټه اخیستې ده.

د پاکستاني طالبانو په اړه لویه اندېښنه دا ده چې دغه ډله له افغانستانه پرته له کومې وېرې فعالیت کوي. یادې ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله لیکلي چې پاکستاني طالبان لا هم «د افغان طالبانو له پراخ لوژېستیکي او عملیاتي ملاتړ څخه برخمن دي او «ډېر شمېر وسلو ته یې لاس‌رسی موندلی» چې د دوی د بریدونو ځواکمنتیا یې لوړه کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د دې ډلې جنګیالي اوس شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته رسېدلي دي. یاد راپور داسې شواهد هم وړاندې کوي چې افغان طالبان له داعش سره په جګړه بوخت دي،خو هم مهاله ټي ټي پي او داعش د افغانستان دننه تاکتیکي اړیکې هم سره لري.

له فکري توپیرونو سره سره، ویل شوي چې پاکستاني طالبان د بلوڅ بېلتون پالو ځینو غړو ته د افغانستان د سوېل په یو شمېر سیمو کې د خپلو کمپونو دننه روزنه او پناه ورکړې ده.

ورځپاڼه کاږي، د اسلام‌اباد لپاره اوس پوښتنه دا ده چې ټي‌ټي‌پي یوه سخت‌دریځه مذهبي ډله ده، که یو بشپړه پاکستان ضد ترهګره ډله ګرځېدلې؟ که دا فرضیه سمه وي، نو دا د اسلام‌اباد هغه ادعا پیاوړې کوي چې وايي دواړه ډلې، یعنې ټي‌ټي‌پي او بلوڅ بېلتون‌غوښتونکي، د هند له مالي ملاتړ څخه برخمن دي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، داعش هم د هند له‌خوا د پاکستان پر ضد د اسلامي ارزښتونو ضد څرګندونو څخه د خپلو جنګیالیو د جلب او جذب لپاره کار اخلي. همداراز نوي ډیلي هڅه کړې چې د خپلو هر ډول امنیتي او استخباراتي ناکامیو پړه پر پاکستان واچوي.

پاکستانۍ رسنۍ: روسیې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره امریکا ننګولې ده

۱۲ زمری ۱۴۰۴ - ۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱
پاکستانۍ رسنۍ: روسیې د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره امریکا ننګولې ده
100%

اېکسپرېس ټریبیون په یوې مقاله کې د طالبانو، پاکستان، چین او روسیې ترمنځ اړیکې د جیو-اقتصاد او جیو-سیاست له نظره ارزولې دي. مقاله کاږي، پاکستان په ۲۰۲۲ کال کې د لومړي ځل لپاره خپله د ملي امنیت پالیسي خپره کړه، چې پکې څرګنده شوه چې اقتصادي امنیت د ملي امنیت بنسټیز اړخ ګڼل کېږي.

د مقالې لیکوال ډاکټر محمد علي احسان وايي، که د افغانستان په اړه د پاکستان اوسني سیاست ته وکتل شي، نو دا خبره ډېره ګرانه ښکاري چې څنګه جیو-اقتصاد کولای شي د جیو-سیاست پر وړاندې لومړیتوب ومومي.

مقاله کاږي، پاکستان افغانستان ته د ټرانزیټ اساسي لاره برابروي او افغانستان د پاکستان تر ټولو لوی صادراتي بازار بلل کېږي. نو دا یوازې جیوایکانومیکس نه، بلکې جیوپولیټیکس هم دی، چې دواړه هېوادونه یې په یوه داسې اړیکه تړلي چې که څه هم ډېره دوستانه نه ده، خو دوامداره پاتې شوې ده.

په افغانستان کې یوې وروستۍ جیوپولیټیکي پېښې د دغه هېواد په اړه اوسنی بحث تر خپل سیوري لاندې راوستی، هغه دا چې روسیې طالبان په رسمیت وپېژندل او ښایي د مسکو دغه چاره پر سیمې هم پراخ اغېز وکړي او دا یوازې روسیه نه ده، بلکې چین هم له طالبانو سره د چلند په برخه کې د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو له مفکورې ملاتړ کوي او چین پر دې باور دی، چې له طالبانو سره باید یوازې د یوې نظامي ډلې په توګه چلند ونه شي، بلکې د یوه مسوول سیاسي ځواک په توګه وپېژندل شي.

روسیې، د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره له دغې ډلې سره دومره مرسته وکړه، چې له یوې نظامي ډلې څخه یوه نړۍوال مشروع سیاسي ځواک ته واوړي.

په مقاله کې راغلي، چې روسیې له کومې ځانګړې اجنډا پرته دا کار نه دی کړی، خو دغه اجنډا څه کېدای شي؟

روسیې او چین په ګډه له طالبانو سره د ډيپلوماټیکو چارو د عادي کولو پر وړاندې د امریکا په مشرۍ نړۍواله اجماع او د رسمیت پېژندنې پر وړاندې یې اېښي شرایط ننګولي دي.

چین د افغانستان په مساله کې د جیوپولیټیک تګلاره کاروي، څو د خپلو جیو اقتصادي تګلارو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړي. د چین ولسمشر د روان زیږیز کال په پیل کې د طالبانو د سفیر اعتبار لیک ومانه او هغه په دې کار سره نړۍوالو ته وښوده، چې بېجینګ نه غواړي افغانستان له نړۍوالې ټولنې بهر پاتې شي.

د جیوایکانومیکس له نظره، چین نه غواړي په افغانستان کې بې‌ثباتي د مرکزي او سوېلي اسیا لپاره د بېجینګ پلانونه ګډوډ کړي او هڅه به وکړي، چې له طالبانو سره په یوه ډول تعامل ولري څو نا امنۍ په پاکستان کې د چین میلیاردونو ډالرو پانګونو ته زیان ونه رسېږي.

د مقالې لیکوونکی د یوې پوښتنې په توګه مطرح کوي: که چین هم طالبان په رسمیت وپېژني، ایا د رسمیت پېژندنې څپه به پراخه شي؟

مقاله کاږي، روسیې او چین د امریکا له ضده له طالبانو سره تعامل ته مخه کړې ده. امریکا هم له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره ۳ مهم شرطونه په ډاګه کړي؛ یو یې دا چې افغان خاوره د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، بشري حقونو ته درناوي وشي او د ښځو پر وړاندې محدودوونکې پالیسیو ته د پای ټکی کېښودل شي.

د جیو اقتصاد له مخې، روسیه غواړي د روان کال تر پایه له افغانستان سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه له اوسني ۱ میلیارد ډالرو څخه تر ۳ میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي. افغانستان د روسیې لپاره یو مهم ټرانزیټي دهلېز دی. که افغانستان خپل وضعیت سم کړي، کولی شي د سیمه‌ییز اتصال په برابرولو سره د سوېلي اسیا بازارونو ته د روسیې د تېلو او غنمو په رسولو کې مهم رول ترسره کړي.

د روان کال په اپریل کې روسیې، ازبکستان او افغانستان د ټرانس-افغان رېل پټلۍ د چارو د پیل تړونونه لاسلیک کړل او ورسره د سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان ستراتیژیک اهمیت یو ځل بیا په ډاګه کړ. د روسیې اقدامات ښايي د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې دریځ په بنسټیز ډول بدل کړي. د ولسمشر ټرمپ د تعرفو بهیر د نړۍ د ډېرو هېوادونو له خوا له کرکې سره مخ شوی دی.

د پاکستان د اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې د مقالې له مخې، د پاکستان اوسنی حکومت له اوسني امریکایي ادارې سره ښې اړیکې لري او دا چې پاکستان هم د طالبانو پر ضد د نړۍوالې اجماع برخه ده، د طالبانو په تړاو د روسیې جیوپولیټیکس ته به د پاکستان غبرګون څه وي؟ دا به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي.

دغه مقاله په داسې حال کې خپرېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له څلور کلنې واکمنۍ وروسته، روسیه لومړی هېواد شو چې د تېرې چنګاښ میاشتې په ۱۲مه یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده.

که څه هم دغه رسمیت پېژندنه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې، خو طالبانو ته یې هیله پیدا کړې چې نور هېوادونه په ځانګړي ډول ګاونډیان به هم ورته ګام پورته کړي.

دوه افغانان په انګلستان کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوي دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱
دوه افغانان په انګلستان کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوي دي
100%

دوه افغان پناه غوښتونکي چې احمد ملاخېل او محمد کبیر نومېږي، په میډلینډز کې پر یوې ۱۲ کلنې نجلۍ د جنسي تیري په تور تورن شوي دي. د برېتانوۍ ډیلي مېل د راپور له مخې، ادعا کېږي چې احمد ملاخېل د جولای په ۲۲مه د سې شنبې په ورځ له خپل یوه ملګري سره پر یادې نجلۍ جنسي تېری کړی دی.

دواړه افغانان ۲۳ کلن په ګوته شوي او ویل کېږي، چې محمد کبیر د جنسي تیري کوونکي ملتیا کوله او همداراز د نجلۍ د زندۍ کولو او تښتونې په تور تورن شوی او قرباني لا هم تر درملنې لاندې ده.

د میډلینډز پولیسو د پېښې د ځای پولیسو ته سپارښتنه کړې، چې د دغو دوو تورنو کسانو هویت او ځای ځایګی افشا نه کړي ځکه کېدای شي په ټولنه کې کړکېچ زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت په نونیټن ښار کې د کډوالو په یوه هوټل کې یو کډوال د یوې نجلۍ د جنسي ځورونې په تور تورن شوی و، چې له امله یې هلته تاوتریخجن لاریونونه وشول. اوس هم ځایي پولیس هڅه کوي، چې د تورنو کسانو د هویت پټ ساتلو له لارې د ورته پېښو مخنیوی وکړي.

د ډيلي مېل د راپور له مخې، احمد ملاخېل د تېرې شنبې په ورځ یعنې له پېښې ۴ ورځې وروسته نیول شوی او یو ځلې هم محکمې ته حاضر کړای شوی او د هغه ملګری محمد کبیر بیا د تېرې پنجشنبې په ورځ نیول شوی دی.

دغه دوه کسان به د روانې اګست میاشتې تر ۲۶مې په توقیف کې وي او بیا به محکمې ته وړاندې شي.

د طالبانو د بلخ والي: ډسپلین، د نظم مراعاتول او د یونیفورم اغوستل له لوازماتو دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۱
د طالبانو د بلخ والي: ډسپلین، د نظم مراعاتول او د یونیفورم اغوستل له لوازماتو دي
100%

د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د مزارشريف ښار د دولس ګونو امنیتي حوزو له امرینو سره په مشورتي غونډه کې وویل، ډسپلین، د نظم مراعاتول او د یونیفورم اغوستل له لوازماتو دي او باید په هر ځای کې ضرور عملي شي.

د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد یوسف وفا په دې غونډه کې ویلي، د امنیتي ځواکونو مسوولیت یوازې د نظم او امنیت ساتنه نه ده، بلکې د خلکو د اعتماد لاسته راوړل دي.

نوموړي همداراز په ډاګه کړه، چې امنیتي مسوولین باید له ولس سره اړیکې ولري.

څه موده مخکې د طالبانو کورنیو چارو وزارت تر خپل لاس لاندې ټولو پولیسو ته امر وکړ، چې د دندې پر مهال باید نظامي یونیفورم په تن ولري خو داسې ښکاري چې لا هم د دغه امر په عملي کولو کې پاتې راغلی او هر چارواکی یې هڅې کوي، چې نظامیان یې یونیفورم اغوستو ته اړ کړي.

له دې سره، نن بیا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ټول امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال د طالبانو د مشر لارښوونه په جدي توګه عملي کړي او ډېر ژر به هغه کړنلاره هم وروستۍ شي، چې که چا ترې سرغړونه کوله، باید څه ډول سزا ورکړل شي.


طالبان: پرون له ایران او پاکستانه ۱۳۳۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۰۸ GMT+۱
طالبان: پرون له ایران او پاکستانه ۱۳۳۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي
100%

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، پرون جمعه د (زمري ۱۰مه) له ایران او پاکستانه ۱۳۳۲ کورنۍ چې ۱۰۶۴۸ کسان کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۱۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۴۷۷ تنه وو، هېواد ته راستنې شوې دي.

له دې سره، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې بیا ۱۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶۷ تنه وو او همداراز ۷۹۹نور مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یوه نوې ناورین‌زېږونکې څپه رامنځته کړې ده. ملګري ملتونه وایي، که چټکه او د همغږۍ هڅې ونه‌شي، نو دا روانه څپه به د کډوالو د مدیریت یوه لویه فاجعه وزېږوي.

د خبرپاڼې له مخې، د ډیورنډ، سپین بولدک او تورخم له لارو ټولې ۷۴ کورنۍ چې شمېر یې ۴۰۴ کسانو ته رسېږي، افغانستان ته راستانه شوې دي. دغه کورنۍ له هغو کسانو شمېرل کېږي، چې یا خو له پاکستانه په خپله خوښه راستانه شوي یا هم د دغه هېواد د وروستیو پرېکړو له امله اړ شوي چې هېواد ته ستانه شي.

په افغانستان کې د راستنو شویو افغان کډوالو ناسم وضعیت ته په کتو یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د افغانستان له دواړو ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال دې په زوره نه وباسي؛ خو تهران او اسلام اباد دغو غوښتنو ته نه یوازې دا چې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې د کډوالو پر ضد یې خپل اقدامات لا سخت کړي دي.

د ویلو ده، چې د روانې زېږیزې اګست میاشتې له پیل سره سم، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د اېستنې درېیم پړاو پیلوي.