طالبان: پرون له ایران او پاکستانه ۱۳۳۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، پرون جمعه د (زمري ۱۰مه) له ایران او پاکستانه ۱۳۳۲ کورنۍ چې ۱۰۶۴۸ کسان کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، پرون جمعه د (زمري ۱۰مه) له ایران او پاکستانه ۱۳۳۲ کورنۍ چې ۱۰۶۴۸ کسان کېږي، افغانستان ته راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۱۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۴۷۷ تنه وو، هېواد ته راستنې شوې دي.
له دې سره، د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې بیا ۱۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶۷ تنه وو او همداراز ۷۹۹نور مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران څخه د میلیونونو افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې د افغانستان د بشري وضعیت لپاره یوه نوې ناورینزېږونکې څپه رامنځته کړې ده. ملګري ملتونه وایي، که چټکه او د همغږۍ هڅې ونهشي، نو دا روانه څپه به د کډوالو د مدیریت یوه لویه فاجعه وزېږوي.
د خبرپاڼې له مخې، د ډیورنډ، سپین بولدک او تورخم له لارو ټولې ۷۴ کورنۍ چې شمېر یې ۴۰۴ کسانو ته رسېږي، افغانستان ته راستانه شوې دي. دغه کورنۍ له هغو کسانو شمېرل کېږي، چې یا خو له پاکستانه په خپله خوښه راستانه شوي یا هم د دغه هېواد د وروستیو پرېکړو له امله اړ شوي چې هېواد ته ستانه شي.
په افغانستان کې د راستنو شویو افغان کډوالو ناسم وضعیت ته په کتو یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د افغانستان له دواړو ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې افغان کډوال دې په زوره نه وباسي؛ خو تهران او اسلام اباد دغو غوښتنو ته نه یوازې دا چې مثبت ځواب نه دی ویلی، بلکې د کډوالو پر ضد یې خپل اقدامات لا سخت کړي دي.
د ویلو ده، چې د روانې زېږیزې اګست میاشتې له پیل سره سم، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د اېستنې درېیم پړاو پیلوي.