• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ښايي چې امریکا په غزه کې د بشري مرستو د ویش مدیریت پر غاړه واخلي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۱

الجزیرې ټلویزیون راپور ورکړی، چې واشنګټن تمه لري په غزه کې د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې خپل رول لا پراخ کړي. د راپورونو له مخي، داسې ښکاري چې امریکا به په غزه کې د بشري‌ مرستو مدیریت په غاړه واخلي؛ ځکه چې اسراییل دا کار په سمه توګه نه دی اداره کړی.

د راپورونو له مخې د دوشنبې په ورځ د امریکا ځانګړي استازي ویټکوف او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د یوې غونډې په جریان کې یو چارواکي ویلي: « پریکړه وشوه چې د ټرمپ اداره به د غزې په سیمه کې د بشري مرستو مدیریت په غاړه واخلي؛ ځکه چې اسراییل په سمه توګه اداره نه کوي.»

یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې ټرمپ له دې پرېکړې خوښ نه وو؛ خو دا یوه داسي‌موضوع ده، چې باید تر سره شي.

الجزیرې په یو خبر کې ویلي، چې د ټرمپ ادارې ځني غړي د هغو راپورونو په اړه اندېښمن دی، چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو غواړي جګړه پراخه کړي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د سعودي عربستان وزیرانو شورا په نیویارک کې د فلسطین په اړه نړیوال کنفرانس اغېزناک بللی

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۲۹ GMT+۱
د سعودي عربستان وزیرانو شورا په نیویارک کې د فلسطین په اړه نړیوال کنفرانس اغېزناک بللی
100%

د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د وزیرانو شورا چې د سه شنبې په ماښام (د زمري په ۱۴مه) په نیوم ښار کې جوړه شوې وه، د فلسطین مسالې د سوله ییز حل او د دوو خپلواکو «فلسطین او اسراییل» هېوادونو د جوړېدو په تړاو په نیویارک کې د جوړ شوي نړۍوال کنفرانس پایلې مثبتې وارزولې.

د فلسطین د مسالې سوله ییز حل په تړاو نړۍوال کنفرانس د سعودي عربستان او فرانسې په ګډې مشرۍ سره په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په اډانه کې جوړه شوې وه.

د سعودي د رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د وزیرانو شورا په خپله اونیزه غونډه کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې لپاره د بېلابېلو هېوادونو له لوري د نېټو له اعلانېدو هرکلی وکړ او د دغې شورا غړو دغه بدلونونه د نړۍوال مشروعیت ښکارندوی وباله.

د سعودي عربستان د وزیرانو شورا یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو وغوښتل چې په یاد نړۍوال کنفرانس کې له صادر شوي سند څخه ملاتړ وکړي.

په دغه سند کې د حل لارې په توګه د دوو «فلسطین او اسراییل» هېوادونو د جوړېدو، د نړۍوالې سولې او امنیت د لا ټینګښت او د سیمې لپاره د ښې راتلونکې اړوند مسایل شامل دي.

له دې سره سم، سعودي عربستان له فلسطین هېواد او ملت څخه د هر اړخیز ملاتړ په دوام د سمندر او هوا له لارې د مرستو د دوام خبر ورکړ او د مسجدالاقصی پر وړاندې د اسراییلي چارواکو پر لپسې پاروونکي اقدامات هم په کلکه وغندل شول او همداراز له نړۍوالې ټولنې وغوښتل شول چې د دغه ډول کړنو چې د نړۍوالو قوانینو خلاف دي د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

د مصر ولسمشر وايي چې هیواد به یې د فلسطینیانو د جبري کډوالۍ لاره نه شي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۰۱ GMT+۱
د مصر ولسمشر وايي چې هیواد به یې د فلسطینیانو د جبري کډوالۍ لاره نه شي
100%

د مصر ولسمشر وايي، چې د اسراییل جګړه په غزه کې د دې لپاره روانه ده چې خلک وږې وساتل شي او د فلسطین قضیه په بشپړ ډول له منځه یوسي. عبدالفتاح السیسي د اسراییل له خوا قومي‌ پاکسازۍ په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «مصر به اجازه ورنکړي چې دا د فلسطیني وګړو جبري کډالۍ دروازه شي.»

د اسراییل حکومت په ځانګړي ډول د دغه هېواد توندلاري وزیران غواړي، چې نړیوال هېوادونه په ځانګړي ډول عرب هېوادونه د غزې اوسېدونکي د کډوالو په توګه ومني.

دا پلان د دې هڅې په توګه ګڼل شوې چې اسراییل غواړي غزه له خپلو اصلي اوسېدونکو خالي کړي.

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د سې شنبه په ورځ (د زمري ۱۴مه) په قاهره کې د ویتنام له ولسمشر لونګ کوانګ سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «په غزه کې جګړه نور د سیاسي موخو د ترلاسه کولو یا د یرغمل شویو کسانو د ازادولو لپاره نه ده، بلکې دا جګړه د لوږې، نسل وژنې او د فلسطین موخې د له منځه وړلو لپاره ګرځیدلې ده،»

هغه ټینګار وکړ، چې په غزه کې میشت فلسطینیان د «سیستماتیک نسل وژنې» سره مخ دي.

د مصر ولسمشر دا هم وویل، چې د بشري مرستو له ۵ زره څخه زیات لارۍ اوس مهال د مصر په خاوره کې دي، چې غزې ته د ننوتلو لپاره چمتو دي، خو اسراییل د دوی د ننوتلو مخه نیولې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اسراییل سختې کلابندۍ د غزې ۲.۴ میلیونه نفوس د قحطۍ سره مخ کړی دی.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې د ۹۴ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸۸ کسان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

سربیره پردې، د اسراییل د برید له پیل راهیسې له ۶۱ زره څخه ډیر خلک وژل شوي او له ۱۵۰ زره څخه ډیر ټپیان شوي دي.

د دې سره ترڅنګ د می له ۲۷ راهیسې لږ تر لږه ۱،۵۶۸ کسان د اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوي او له ۱۱ زره ۲۳۰ څخه ډیر ټپیان شوي دي.

په بند کې د عمران خان ۲ کاله پوره کېدل: زلمی خلیلزاد د عمران خان ازادېدل مهم ګام بولي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۴ GMT+۱
په بند کې د عمران خان ۲ کاله پوره کېدل: زلمی خلیلزاد د عمران خان ازادېدل مهم ګام بولي
100%

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په زندان کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د دویمې کلیزې په تړاو ویلي: «دا د پاکستان او هغو کسانو لپاره یوه غمجنه او خواشینوونکې ورځ ده چې د قانون پر حاکمیت باور لري.»

زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، عمران خان له دوو کلونو راهیسې د بې بنسټه تورونو له امله بندي دی او په وینا یې دا د ملي پخلاینې وخت دی او د عمران خان ازادي او د قانون حاکمیت اړین ګامونه دي چې باید ترسره شي.

خلیلزاد زیاته کړې: «د عمران خان د بې بنسټه تورونو په تور د بند دویمه کلیزه د هېواد راتلونکې تیاره او د بریالیتوب لپاره یې امکانات کمزوري کوي. ولې دومره ظالم او ناپوه واوسو. دا د ملي پخلاینې وخت دی. د عمران خان ازادي او د قانون حاکمیت اړین ګامونه دي.»

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان دوه کاله مخکې یعنې د ۲۰۲۳ کال د اګست پر ۵مه د یوې ځایي محکمې له لوري د فساد په تور په ۳ کاله بند محکوم شو او بیا ورسره جوخت په لاهور ښار کې ونیول شو.

د عمران خان ګوندي ملګرو د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) له بندخونو د عمران خان او نورو ملګرو د خلاصون په موخه لاریونونو ته تابیا نیولې وه، خو په ځينو سیمو کې ځايي چارواکو پر هر ډول لاریونونو او اعتراضونو بندیز لګولی وو.

د تحریک انصاف ګوند د لاهور څانګې مشر امتیاز شېخ (د اګسټ ۵مه نېټه) توره ورځ بللې او په وینا یې ملګري یې د احتجاج لپاره چمتو شوي وو، خو حکومت یې د ګوند شاوخوا ۳۰۰ غړي نیولي دي.

له دې سره سم، د راولپنډۍ سیمې د اډیاله نومي زندان چې پکې عمران خان بندي دی، په شاوخوا کې د اضافي امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

پوتین د جګړې پای ته رسولو په تړاو د ټرمپ ضرب الاجل بې ‌اغېزې بولي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۳۴ GMT+۱
پوتین د جګړې پای ته رسولو په تړاو د ټرمپ ضرب الاجل بې ‌اغېزې بولي
100%

تمه نه شي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جمعې تر ورځې د اوربند په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ضرب الاجل ومني. سرچینې وایي، پوتین لا هم هڅه کوي چې د اوکراین څلور سیمې بشپړې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ټرمپ خبرداری ور کړی، چې که پوتین اوربند ونه کړي، نو پر روسیې به نوي بندیزونه ولګوي او پر هغو هېوادونو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې وضع کړي چې د روسیې تېل اخلي، لکه چین او هند.

یوې باخبري سرچینې رویټرز ته ویلي: «پوتین باور لري چې روسیه دا جګړه ګټي او له همدې امله د ټرمپ ضرب الاجل ته تسلیمېدل نه غواړي».

بلې سرچینې زیاته کړې: «پوتین نه غواړي ټرمپ غوسه کړي، خو د جګړې اهداف ورته لومړیتوب لري. هغه فکر کوي چې اوس د جګړې پای ته رسولو وخت نه دی، ځکه نه پوځ او نه ولس به دا پرېکړه درک کړي».

پوتین غواړي چې د دونېڅک، لوهانسک، زاپورېژیا او خېرسون ټولې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي، او بیا د سولې خبرو ته کېني.

"د روسیې بېرته راګرځېدل" په نامه کتاب لیکوال جېمز راجرز وایي: «که پوتین وکولای شي دا څلور سیمې ونیسي، نو ادعا کولای شي چې اهدافو ته رسېدلی.»

په عین حال کې، مسکو هڅه کوي ټرمپ ته دا وښيي چې د سولې له هڅو سره مخالفت نه لري. خو د خبرو اترو تمرکز تر ډېره یوازې پر بشري تبادلو دی، نه پر اصلي شخړه.

تمه ده چې د ټرمپ ځانګړی استازی سټیو وټکاف په روانه اونۍ کې مسکو ته سفر وکړي، څو د اوربند لپاره وروستی امکان وڅېړل شي. د سپینې ماڼۍ ویاندې، انا کیلي ویلي: «ولسمشر ټرمپ غواړي وژنې ودروي، نو ځکه یې روسیه په بندیزونو او تعرفو ګواښلې ده».

له لګېدلو بندیزونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د پیل اعلان وکړ

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱
له لګېدلو بندیزونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د پیل اعلان وکړ
100%

له لګېدلو بندیزونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د پیل اعلان وکړ. دغه ګوند ویلي، چې د لاریونونو او احتجانونو لړۍ به د دغه ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د ګوند د نورو زندانیانو تر خلاصونه دوام وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوسني مشر اسد قیصر ویلي، چې د لاریونونو لړۍ نن پیلوي.

د ښاغلي قیصر په خبره؛ د ګوند ټولې ولایتي څانګې د لاریونونو، عامه پوهاوي پروګرامونو او نورو فعالیتونو د تنظیمولو لپاره ګومارل شوې دي.

هغه همدا راز ادعا کړې، د ګوند پر غړو د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې چاپې وهل شوې دي او د چاپو په دغه لړۍ کې ډېری کسان نیول شوي هم دي.

په پنجاب کې د تحریک انصاف رسنیز مسوول شیان بشیر په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې پولیسو شاوخوا ۲۰۰ چاپې وهلې او ګڼ شمېر کسان یې نیولي دي.

ښاغلي بشیر همدا راز ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند به په لومړي پړاو کې لاهور او د راولپنډۍ اډیاله زندان ته څېرمه پراخ لاریون وکړي. د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له تېرو دوو کالو راهیسې بندي دی.

د تحریک انصاف ګوند اوسني مشر اسد قیصر خبرداری ورکړی، چې د اوسني حکومت تر پرځېدو به لاریونونه دوام وکړي.

بل خوا د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیرې عظمٰی بخاري ویلي، چې خلک به د تحریک انصاف د احتجاج او لاریونونو غږ رد کړي.

نوموړې ادعا کړې، تحریک انصاف ګوند نور سیاسي نه؛ بلکې په داسې سخت دریځه تنظیم اوښتی، چې غواړي د دولت بنسټونه ونړوي.

هغې دارنګه ویلي، (د اګست ۵مه) چې د کشمیریانو سره د یووالي ورځ هم ده؛ د تحریک انصاف د لاریونونو اعلان «خواشینوونکی» اقدام دی.

د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان شاوخوا دوه کاله وړاندې د اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ونیول شو.