• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له لګېدلو بندیزونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د پیل اعلان وکړ

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۶ GMT+۱

له لګېدلو بندیزونو سره، سره د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د پیل اعلان وکړ. دغه ګوند ویلي، چې د لاریونونو او احتجانونو لړۍ به د دغه ګوند د بنسټګر او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د ګوند د نورو زندانیانو تر خلاصونه دوام وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند اوسني مشر اسد قیصر ویلي، چې د لاریونونو لړۍ نن پیلوي.

د ښاغلي قیصر په خبره؛ د ګوند ټولې ولایتي څانګې د لاریونونو، عامه پوهاوي پروګرامونو او نورو فعالیتونو د تنظیمولو لپاره ګومارل شوې دي.

هغه همدا راز ادعا کړې، د ګوند پر غړو د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې چاپې وهل شوې دي او د چاپو په دغه لړۍ کې ډېری کسان نیول شوي هم دي.

په پنجاب کې د تحریک انصاف رسنیز مسوول شیان بشیر په یوې خبري ناسته کې ویلي، چې پولیسو شاوخوا ۲۰۰ چاپې وهلې او ګڼ شمېر کسان یې نیولي دي.

ښاغلي بشیر همدا راز ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند به په لومړي پړاو کې لاهور او د راولپنډۍ اډیاله زندان ته څېرمه پراخ لاریون وکړي. د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې له تېرو دوو کالو راهیسې بندي دی.

د تحریک انصاف ګوند اوسني مشر اسد قیصر خبرداری ورکړی، چې د اوسني حکومت تر پرځېدو به لاریونونه دوام وکړي.

بل خوا د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیرې عظمٰی بخاري ویلي، چې خلک به د تحریک انصاف د احتجاج او لاریونونو غږ رد کړي.

نوموړې ادعا کړې، تحریک انصاف ګوند نور سیاسي نه؛ بلکې په داسې سخت دریځه تنظیم اوښتی، چې غواړي د دولت بنسټونه ونړوي.

هغې دارنګه ویلي، (د اګست ۵مه) چې د کشمیریانو سره د یووالي ورځ هم ده؛ د تحریک انصاف د لاریونونو اعلان «خواشینوونکی» اقدام دی.

د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان شاوخوا دوه کاله وړاندې د اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ونیول شو.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

د امریکا غږ مشر له دندې ګوښه کړل شو

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۱
د امریکا غږ مشر له دندې ګوښه کړل شو
100%

د امریکا غږ (VOA) مشر مایکل ابرامووېټس له دې امله له خپلې دندې ګوښه کړل شو، چې په شمالي کارولینا کې یې کار کول و نه منل. ابرامووېټسپر په ښکته پوسټ کې د هغه ګومارل ناقانونه کار بللی دی.

د امریکا د نړۍوالو رسنیو ادارې (USAGM) د جمعې په ورځ د امریکا غږ مشر ته لیک استولی او ورته یې لیکلي، چې هغه به له اګست میاشتې وروسته له دندې ګوښه کړل شي.

ابرامووېټس وايي، د فډرالي قانون له مخې د امریکا غږ د مشر لرې کول د نړۍوالو خپرونو مشورتي بورډ تصویب ته اړتیا لري چې دا بورډ ولسمشر ټرمپ مخکې لا منحل کړی دی.

یوه فډرالي قاضي بیا دغه پرېکړه «حیرانوونکې» بللې او ویلي یې دي، چې «موږ په دې پرېکړه نه یو خبر.»

د پاکستان حکومت په راولپنډۍ کې د تحریک انصاف ګوند پر لاریونونو بندیز ولګاوه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۱
د پاکستان حکومت په راولپنډۍ کې د تحریک انصاف ګوند پر لاریونونو بندیز ولګاوه
100%

د پاکستان حکومت په راولپنډۍ کې د عمران خان له‌خوا د نن ورځې لپاره د رابلل شویو لاریونونو له امله په دغه ښار کې په هر ډول اعتراضي غونډو او لاریونونو بندیز ولګاوه.

د راولپېنډۍ ځایي چارواکو ویلي، چې د اګست له ۴مې څخه تر ۱۰مې نېټې پورې غونډې، لاریونونه، وسله ګرځول، کرکه خپرول او پر موټر سایکلونو د دوو کسانو سپرېدل منع دي.

بل خوا د تحریک انصاف ګوند ویلي، چې دوی به کومه مرکزي غونډه نه جوړوي؛ بلکې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې به لاریونونه کوي.

عمران خان دغه احتجاجونه په زندان کې د خپل دویم کال پوره کېدو په مناسبت رابللي دي.

روسیه د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو تړون پای ته رسوي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۰ GMT+۱
روسیه د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو تړون پای ته رسوي
100%

د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف وايي، مسکو به نور د لنډ او منځني واټن ویشتونکو اټومي توغندیو د استقرار موقتي تعلیق ته ژمن نه وي او له ناټو سره د رامنځته شوي وضعیت له امله به نوي اقدامات تر سره کړي.

دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې مسکو له دې وروسته د یاد تړون عملي کول ‌مهم نه ګڼي او دا پرېکړه د امریکا او ناټو د "ناامنۍ پارونکو ګامونو" پر وړاندې ځواب بولي.

مېدوېدېف چې په وروستیو کې یې له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تندې لفظي شخړې کړي، د خپلو خبرو یوه برخه په انګلیسي ژبه د "اېکس" شبکې له لارې خپره کړه.

هغه لیکلي: «د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه چې له تړونه د وتلو اعلان کوي، د ناټو د ضد روسي سیاستونو نتیجه ده... دا یو نوی واقیعت دی چې باید ټول مخالفین یې جدي ونیسي. نور اقدامات هم را روان دي.»

مېدوېدېف د زیاتو جزییاتو له ورکولو ډډه کړې، خو شنونکي باور لري چې دا اعلان کولی شي یو ځل بیا اروپا ته د اټومي سیالۍ ګواښ راوړي، په ځانګړي ډول که روسیه دا ډول وسلې له نوې سره په اروپایي پولو کې ځای پر ځای کړي.

د INF (Intermediate-Range Nuclear Forces) تړون په ۱۹۸۷کال کې د پخواني شوروي مشر میخاییل ګورباچوف او د امریکا ولسمشر رونالډ رېګن ترمنځ لاسلیک شو، چې موخه ‌یې د ۵۰۰ تر ۵۵۰۰ کیلومتره واټن لرونکو توغندیو بشپړه له منځه وړل و. خو امریکا په ۲۰۱۹کال کې له دغه تړونه ووتله او دلیل‌یې دا وباله، چې روسیې له دې تړونه سرغړونه کړې. روسیې هم پر همغه اساس اعلان وکړ، چې تر هغو به دا ډول وسلې نه ځای پر ځای کوي، چې واشنګټن ورته اقدام ونه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې ویلي و، چې هېواد‌ یې نور نشي کولای د ناټو او امریکا د "بې ثباته کوونکو اقداماتو" پر وړاندې چوپ پاتې شي. دا د هغه خبرداری و، چې اوس په عمل بدل شوی.

روسي وزارت ویلي: «اوس حالات داسې روان دي، چې امریکا د لنډ او منځني واټن لرونکي ځمکني توغندي په اروپا او اسیا-اقیانوس سیمه کې ځای پر ځای کوي، نو د روسیې له خوا دا ډول وسلو د استقرار تعلیق نور مشروع نه دی.»

د دې موضوع ترڅنګ، د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري مېدوېدېف د امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ضد سختې څرګندونې کړي. هغه ویلي: «ټرمپ باید پوه شي، چې روسیه نه اسراییل ده، نه ایران... هر نوی اولتیماتوم یو ګواښ او د جګړې لور ته ګام دی، نه یوازې له اوکراین سره، بلکې ستاسې له خپل هېواد سره».

په غبرګون کې، ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې "ټروټ سوشال" له لارې ویلي، چې د مېدوېدېف د "تحریک کوونکو خبرو" په ځواب کې یې دوه امریکايي اټومي اوبتلونه د "مناسبو سیمو" پر لور استولي دي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمتري پسکوف د ټرمپ دا اعلان کم اهمیت بللی او ویلي یې دي، چې دا یوه روانه نظامي چاره ده او اړتیا نه ویني چې دا ډول "هیجاني عکس‌العملونه" پراخ شي.

هند له روسیې د تېلو وارداتو په تړاو د لوېدیځو هېوادونو نیوکې بې‌ځایه او ناعادلانه بللي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۲۱ GMT+۱
هند له روسیې د تېلو وارداتو په تړاو د لوېدیځو هېوادونو نیوکې بې‌ځایه او ناعادلانه بللي دي
100%

د هند بهرنیو چارو وزارت وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر د روسیې د تېلو د پېرلو له امله دغه هېواد پر لوړو تعرفو وګواښه ویلي، هغه هېوادونه چې پر هند نیوکې کوي، په خپله له روسیې سره پر سوداګرۍ بوخت دي او دغه وضعیت ته په کتو د هند په نښه کول بې‌ځایه او ناعادلانه دي.

دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ډاګه کړې، د هر لوی اقتصاد په څېر، هند به د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

په اعلامیه کې راغلي، د اوکراین د شخړې له پیل وروسته هند له روسیې څخه د تېلو واردولو ته ځکه مخه وکړه، چې د هند د نفتو سرچینې اروپا ته واړول شوې او په هغه وخت کې امریکا د انرژۍ د نړۍوال بازار د ثبات لپاره له روسیې د تېلو واردولو ته وهڅاوه.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې اروپايي ټولنې په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې سره د ۶۷ اعشاریه ۵ میلیارده یورو په ارزښت دوه اړخیزه سوداګري کړې او امریکا لا هم له روسیې څخه د خپل اټومي صنعت لپاره یورانیم هیکسا فلورایډ، د برقي موټرو لپاره پالاډیم او کیمیاوي مواد واردوي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټروټ سوشل پوسټ کې ویلي وو: «هند نه یوازې د روسیې د تېلو لویه برخه پېري، بلکې د تېلو ډېره برخه بیا په ازاد بازار کې د لوړو ګټو لپاره پلوري.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، د هند پر وارداتو د روسي تېلو د پېرلو له امله به تعرفه ډېره لوړه کړي.

سواچ شرکت د امریکا د لوړو تعرفو پروړاندې د سویس حکومت د بېړني اقدام غوښتنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۱
سواچ شرکت د امریکا د لوړو تعرفو پروړاندې د سویس حکومت د بېړني اقدام غوښتنه وکړه
100%

د نړۍ له مشهورو ساعت‌ جوړونکو شرکتونو څخه سواچ (Swatch) د سویس له فدرالي حکومت څخه غوښتي، چې د امریکا د نوې تعرفې له امله د رامنځته کېدونکو اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره «بېړني او جدي اقدامات» وکړي.

د سواچ اجراییوي مشر نیک هایک د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۳مه) له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د امریکا له خوا د ۳۹سلنې نوې تعرفه به د سواچ محصولاتو بیې لوړې کړي، چې له امله‌یې شرکت له ستر مالي فشار سره مخامخ دی.

هایک زیاته کړې: «موږ هڅه کړې چې د خپلو محصولاتو یوه برخه ژر تر ژره امریکا ته صادر کړو او بیې مو په محدود ډول (۵سلنه) لوړې کړو، خو که دا نوې تعرفه عملي شي، د روان وضعیت دوام به ډېره ستونزمنه شي.»

سواچ اندېښنه لري، چې دا نوې تعرفه به نه یوازې د دوی عواید کم کړي، بلکې د ساعتونو نړۍوال رقابت کې به د سویس ځای هم اغېزمن کړي.

سویس چې د لوکسو ساعتونو یو له تر ټولو لویو صادرونکو هېوادونو څخه دی، د امریکا بازار ورته ځانګړی اقتصادي ارزښت لري. دا بازار د سویس د ساعت‌ صادراتو شاوخوا ۱۶سلنه برخه جوړوي او له همدې امله هر ډول مالیاتي خنډونه کولی شي، چې پر صادراتو مستقیم اغېز وکړي.

ټاکل شوې، چې د امریکا د نویو تعرفو تطبیق له راتلونکې پنجشنبې څخه پیل شي. دا اقدام د امریکا له خوا د یو لړ اقتصادي سیاستونو برخه ده، چې د وارداتي محصولاتو د تنظیم لپاره عملي کېږي.

د سویس حکومت اعلان کړی، چې د خبرو اترو لپاره چمتو دی او له واشنګټن سره د نویو تجارتي هوکړه ‌لیکونو په اړه د نویو وړاندیزونو پر چمتو کولو کار کوي.

اقتصادي شنونکي باور لري، چې که چټک ډیپلوماټیک اقدامات ونشي، د سویس د ساعت جوړونې صنعت به د اوږدمهاله زیانونو سره مخ شي، په ځانګړي ډول هغه شرکتونه چې په امریکایي بازار تکیه لري.