این بي سي نیوز: نتنیاهو غواړي چې غزه په بشپړ ډول اشغال کړي

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوې خبرپاڼه کې چې «این بي سي» خبري شبکې ته یې لېږلې ویلي، نتنیاهو غواړي «د هغو سیمو په ګډون چې ښايي پکې برمته شوي کسان ساتل کېږي ټوله غزه اشغال کړي.» دغه خبرپاڼه په عبري ژبه لیکل شوې ده او پکې کارول شوې کلمه هم د اشغال او هم د فتحې معناوې ورکوي.