• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې پيل شي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د تاتارستان جمهوريت د لومړي وزير مرستیال اولیګ کوروبچینکو د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزير ملا حميدالله اخوندزاده سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې پيل شي. نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د چارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) وویل، چې د یاد وزارت وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده د د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوريت د لومړي وزير مرستیال د او صنعت او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره په کابل کې لیدلي.

د یاد وزارت په وینا، په دې ناسته کې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د ټرانسپورټي او لوژستیکي اړیکو د رامنځته کولو او پراخولو، د کوماز ډوله وسایطو لپاره د یو معیاري ورکشاپ د پرانیستلو، د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالي او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

اخوندزاده ویلي، د تاتارستان پانګوال کولی شي په افغانستان کې د ټرانسپورټ او لوژستیکي تاسیساتو په برخه کې پانګونه وکړي او دا زمینه ورته په ښه ډول برابره ده.

طالبانو د تاتارستاني چارواکو له خولې ویلي، چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ به مستقیمې الوتنې پيل شي.

تر دې مخکې نیوز روسیه هم راپور ورکړی و، چې د روسیي سیاحتي شرکتونه افغانستان ته د الوتنو چمتووالی نیسي.

د نیوز روسیه د رپوټ له مخې، لومړۍ ډله روسي سیلانیان، چې له مسکو، تاتارستان او نورو سیمو څخه لس تنه نارینه پکې شامل دي، په اګست میاشت کې کندهار ته ځي.

دا سفر د "طالبان ټور" په نوم یو خصوصي شرکت تنظیموي، چې بنسټ یې روسي سوداګر اناتولي ارونوف ایښی دی. نوموړي دغه نوم د تجارتي نښې په توګه ثبت کړی دی.

ارونوف وايي، د سفر هدف د افغانستان کلتور پېژندل دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

افغانان ازبکستان ته د بهرنیو وګړو د سوداګریزو سفرونو په سر کې راغلل

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱
افغانان ازبکستان ته د بهرنیو وګړو د سوداګریزو سفرونو په سر کې راغلل
100%

د ازبکستان د ملي احصایې ادارې خبر ور کړی، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر جون پورې افغان وګړي ازبکستان ته د سوداګریزو سفرونو له مخې د ټولو بهرنیو وګړو په منځ کې په لومړي مقام کې راغلي دي. په تېرو شپږو میاشتو کې له ۲۰۷ زره او ۵۰۰ ډېرو افغانانو ازبکستان ته سوداګریز سفرونه کړي.

د ازبکستان د احصایې ادارې ویلي، چې په دې موده کې له ۲۰۷ زره او ۵۰۰ څخه ډېرو افغانانو ازبکستان ته سوداګریز سفرونه کړي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې دا شمېر یوازې ۱۵۶۹ تنه و، چې۱۳۲ چنده زیاتوالی ښيي.

د ازبکستان د ملي احصایې ادارې په وینا، د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې ټولټال۲۲۳ زره بهرني وګړي د سوداګرۍ په موخه دغه هېواد ته تللي دي.

ازبکستان ته د افغان سوداګرو او خلکو د تګ ډېروالی د ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز پرانېستل کېدل ګڼل کیږي، چې د ازبکستان په جنوبي سرحدي سیمه ایریټوم ازاد اقتصادي زون، سرخان‌دریا ولایت کې موقعیت لري.

بهرنیان کولای شي د دغه مرکز په حدودو کې تر ۱۵ ورځو پورې له ویزې پرته پاتې شي.

دغه راز افغان او پاکستاني اتباعو ته اجازه ورکړل شوې چې هلته دکانونه او نور سوداګریز ملکیتونه په اجاره یا ملکیت واخلي.

په دویم مقام کې د تاجکستان اتباع راغلي چې له ۱۲،۲ زرو څخه زیات ښودل شوي. دغه راز درېیم ځای ترکمنستان (۱۶۴۲)، بیا روسیې(۴۵۱)، ترکیې (۲۷۶)، قزاقستان (۲۵۵) او نورو هېوادونو (۱۱۷۷) نیولی دی.

د ترمذ مرکز د پرانیستې هدف دا ګڼل کیږي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ کلنی سوداګریز حجم تر ۳ میلیارده ډالرو ورسوي.

طالبانو په دې وروستیو کې له ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او روسیې سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي.

د کورنیو موندلو کې د افغان سفارت پاتې راتلل؛ بلغاریا د ۱۸ افغان کډوالو د مړینې قضیه ځنډولې

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱
د کورنیو موندلو کې د افغان سفارت پاتې راتلل؛ بلغاریا د ۱۸ افغان کډوالو د مړینې قضیه ځنډولې
100%

د هغو ۱۸ افغان کډوالو د وژنې قضیه، چې د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې د بلغاریا لوکورسکو کلي ته نږدې په یوه پرېښودل شوي موټر کې د هوا نشتوالي له امله مړه شوي وو، له جدي ځنډ سره مخ ده. په صوفیا کې د افغانستان سفارت لا هم دا نه ده روښانه کړې چې د قربانیانو خپلوانو ته څنګه اطلاع ورکړل شي.

تمه وه چې د قضیې اورېدنه به تازه د صوفیا ښار په محکمه کې پیل شي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د قضیې اصلي اورېدنه به کله پیل شي.

د ځنډ لاملونه د قضیې په مخکینۍ اورېدنه کې د دوو تورنو کسانو نشتوالی ګڼل کیږي.

دغه راز په صوفیا کې د افغانستان سفارت لا هم دا نه ده روښانه کړې چې د قربانیانو خپلوانو ته (چې د محکمې قانوني لوری ګڼل کېږي) څنګه اطلاع ورکړل شي.

د بلغاریايي رسنیو د رپوټ له مخې، تر هغه چې د قربانیانو خپلوان حاضر نه وي، قضیه نشي پیلېدای.

اوس محکمه هڅه کوي، چې د قربانیانو خپلوان د عدليې وزارت له لارې د عدالتي حکم پر بنسټ او یا هم د بهرنیو چارو وزارت له لارې ومومي.

تر دې مهاله پنځه کسان د انساني قاچاق د یوې منظمې جنایي شبکې د غړو او ۱۸ افغان وګړو د وژنې په تور محکمې ته سپارل شوي.

ویکتور کوزموف د دغې قاچاق شبکې مشر او شریک ګڼل شوی. نور تورن کسان کریستیان دونګاروف، اتاناس اتاناسوف، والنتین خریستوف، پیتر یانیف او د موټر څښتن تاچو تاچف دي.

تاچف د ۲۰۲۳ کال د جون پر ۳مه مړ شوی، نو د هغه پر وړاندې پلټنه بنده شوې.

د جولای په پیل کې کوزموف محکمې ته حاضر نه شو او وکیل یې وویل چې هغه بیړني روغتون ته وړل شوی و. پیتر یانیف هم له کوم دلیل پرته نه و حاضر شوی.

اوس محکمې پرېکړه کړې چې دی دې په زور محکمې ته راوستل شي. د محکمې راتلونکې ناسته د اکتوبر په میاشت کې دایریږي.

د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ پر ۱۷مه، د بلغاریا په لوکورسکو کې د یوه پرېښودل شوي موټر دننه، ۱۸ افغان کډوال په داسې حال کې وموندل شول، چې د هوا د نشتوالي له امله یې ساوې ور کړې وې. ۳۴ نور افغان ځوانان، چې د موټر ترڅنګ ژوندي پاتې وو، د بدن اوبه یې ختمې وې، ساړه او یخ وهلي وو او وروسته په پلازمېنه صوفیا کې روغتونونو ته انتقال شول.

د صوفیا څارنوالي وايي چې دوه تورن کسان پوهېدل، چې پناه غوښتونکي د تنفس لپاره ځای نه لري، خو بیا یې هم د پټنځایونو دروازې پسې بندې کړې او موټر یې روان کړ. څارنوالي وايي، چې قربانیان په خورا دردناک او ځوروونکي ډول مړه شوي دي.

ریچارډ بېنېټ: پاکستان کې زرګونه افغان کډوال د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۷ GMT+۱
ریچارډ بېنېټ: پاکستان کې زرګونه افغان کډوال د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د ځورونې له جدي ګواښ سره، سره زرګونه افغان کډوال له پاکستانه د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړي د افغان کډوالو په تړاو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په بیا خپرولو سره ویلي، په یو وار او په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو ستنول د کډوالۍ له منل شویو نړۍوالو اصولو سړغړونه ده چې د نورو ستونزو سربېره یې د بې‌ثباتۍ ګواښ هم زیات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) ویلي و چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته خبر ورکړی، چې (د اګست تر ۳۱مې نېټې) وخت لري چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

له بل پلوه په پاکستان کې هغه افغانان چې په ویزو اوسېږي وایي، چې د پاکستان حکومت له تېرو شاوخوا څلورو اوونیو راهیسې د ویزو د تمدیدولو لړۍ درولې ده.‎

په خوست کې ورښتونه او سېلابونه؛ لږترلږه درې ماشومان مړه شوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۰ GMT+۱
په خوست کې ورښتونه او سېلابونه؛ لږترلږه درې ماشومان مړه شوي
100%

د خوست اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې سېلابونو د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیان هم اړولی دی. د هغوی په وینا؛ پرون ماښام په خوست کې ورښتونو او سېلابونو لږترلږه درې ماشومان مړه کړي دي.

د خوست اوسېدونکو چهارشنبه (د زمري ۱۵مه) زیاته کړې، چې پرون ماښام د دغه ولایت په مرکز متون ښار کې تر سخت ورښت وروسته سېلاب راوتلی چې په ترڅ کې یې د ځینو کورونو دېوالونه نړولي دي. سرچینې وايي، چې په دې طبیعي پېښه کې دوه ماشومان د چت پرېوتو له امله مړه شوي او یو بل ماشوم اوبو وړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د چت پرېوتو په پېښه کې ځیني کسان ټپیان شوي هم دي؛ خو کره شمېره یې لاروښانه نه‌ده.

د خوست ولایت اوسېدونکو همداراز افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې په مرکز متون ښار کې د زیاتو اوبو له امله لسګونه دوکانونه هم زیانمن شوي او د یاد ولایت اوسېدونکو ته یې سخت مالي زیان اړولی دی. هغوی وايي، چې طالبانو تر اوسه له ولسي وګړو سره هېڅ راز مرسته نه‌ده کړې.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو توپانونو، ورښتونو او سېلابونو شاهدان دي.

درغلۍ او کلتوري ننګونې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین له جدي ستونزو سره مخامخ دی

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱
درغلۍ او کلتوري ننګونې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین له جدي ستونزو سره مخامخ دی
100%

سره له دې چې په نړۍ کې د پولیو ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره پراخې هڅې شوې؛ خو افغانستان لا هم له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې پولیو په‌کې لا هم فعال دی. روغتیاپالان وايي، په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین د درغلۍ، ناسم مدیریت او د پراخې عامه بې‌باورۍ له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د داخلي اسنادو له‌مخې چې په دې وروستیو کې د دغه سازمان د ځینو کارکوونکو له‌خوا له اسوشیټېډپریس سره شریک شوي، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو واکسین په پلي کولو کې جدي ستونزې ثبت شوې دي.

د واکسین ځینو ټیمونو خپل کار نيمګړی ترسره کړی دی. د راپور پر بنسټ، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې یوازې نیمايي کورونه تر پوښښ لاندې راغلي او شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ په بشپړ ډول له پامه غورځول شوې دي.

له دې سره هم‌مهاله، فرهنګي خنډونو هم د پولیو واکسین د پلي کېدو بهیر ستونزمن کړی دی. یو ځایي کارکوونکي اسوشیټېډپرېس ته ویلي: «کله چې د کور دروازه ټکوو، زیاتره نارینه حاضر نه وي او ځینې خلک غوسه کېږي چې ولې یو نااشنا کس له ښځو سره خبرې کوي.»

په یو شمېر سیمو کې ښځو ویلي، چې دوی چمتو دي خپل ماشومان واکسین کړي؛ خو د کورنۍ نارینه د بې‌اساسه اوازو له‌مخې چې ګواکې د پولیو واکسین د شنډوالي لامل کېږي، د دغې چارې مخه نیسي.

د دې تر څنګ پر روغتیايي کارکوونکو هم فشارونه ډېر دي. یو کارکوونکی وايي، ځینې وختونه «درغلۍ ترسره کېږي؛ یانې پرته له دې چې ماشوم ته واکسین تطبیق شي، په ځانګړي رنګ سره یې ګوته رنګېږي او داسې ښودل کېږي چې دا ماشوم واکسین شوی دی.»

ورته مهال کارپوهان خبرداری ورکوي، که د خلکو اعتماد بېرته ترلاسه نه‌شي او د واکسین کمپاین تګلاره له سره و نه کتل شي؛ نو د پولیو د له‌منځه وړلو موخې ته رسېدل به ډېر ستونزمن وي.