• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ: پاکستان کې زرګونه افغان کډوال د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې په افغانستان کې د ځورونې له جدي ګواښ سره، سره زرګونه افغان کډوال له پاکستانه د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړي د افغان کډوالو په تړاو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور په بیا خپرولو سره ویلي، په یو وار او په دومره لوی شمېر د افغان کډوالو ستنول د کډوالۍ له منل شویو نړۍوالو اصولو سړغړونه ده چې د نورو ستونزو سربېره یې د بې‌ثباتۍ ګواښ هم زیات کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د سې‌شنبې په ورځ (د زمري ۱۴مه) ویلي و چې د پاکستان حکومت په رسمي ډول د پي او ار کارت لرونکو افغانانو ته خبر ورکړی، چې (د اګست تر ۳۱مې نېټې) وخت لري چې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.

له بل پلوه په پاکستان کې هغه افغانان چې په ویزو اوسېږي وایي، چې د پاکستان حکومت له تېرو شاوخوا څلورو اوونیو راهیسې د ویزو د تمدیدولو لړۍ درولې ده.‎

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

په خوست کې ورښتونه او سېلابونه؛ لږترلږه درې ماشومان مړه شوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۰ GMT+۱
په خوست کې ورښتونه او سېلابونه؛ لږترلږه درې ماشومان مړه شوي
100%

د خوست اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې سېلابونو د مالي زیان ترڅنګ ځاني زیان هم اړولی دی. د هغوی په وینا؛ پرون ماښام په خوست کې ورښتونو او سېلابونو لږترلږه درې ماشومان مړه کړي دي.

د خوست اوسېدونکو چهارشنبه (د زمري ۱۵مه) زیاته کړې، چې پرون ماښام د دغه ولایت په مرکز متون ښار کې تر سخت ورښت وروسته سېلاب راوتلی چې په ترڅ کې یې د ځینو کورونو دېوالونه نړولي دي. سرچینې وايي، چې په دې طبیعي پېښه کې دوه ماشومان د چت پرېوتو له امله مړه شوي او یو بل ماشوم اوبو وړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د چت پرېوتو په پېښه کې ځیني کسان ټپیان شوي هم دي؛ خو کره شمېره یې لاروښانه نه‌ده.

د خوست ولایت اوسېدونکو همداراز افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې په مرکز متون ښار کې د زیاتو اوبو له امله لسګونه دوکانونه هم زیانمن شوي او د یاد ولایت اوسېدونکو ته یې سخت مالي زیان اړولی دی. هغوی وايي، چې طالبانو تر اوسه له ولسي وګړو سره هېڅ راز مرسته نه‌ده کړې.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو توپانونو، ورښتونو او سېلابونو شاهدان دي.

درغلۍ او کلتوري ننګونې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین له جدي ستونزو سره مخامخ دی

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۳ GMT+۱
درغلۍ او کلتوري ننګونې؛ په افغانستان کې د ګوزڼ واکسین له جدي ستونزو سره مخامخ دی
100%

سره له دې چې په نړۍ کې د پولیو ناروغۍ د له‌منځه وړلو لپاره پراخې هڅې شوې؛ خو افغانستان لا هم له هغو دوو هېوادونو څخه دی، چې پولیو په‌کې لا هم فعال دی. روغتیاپالان وايي، په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین د درغلۍ، ناسم مدیریت او د پراخې عامه بې‌باورۍ له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د داخلي اسنادو له‌مخې چې په دې وروستیو کې د دغه سازمان د ځینو کارکوونکو له‌خوا له اسوشیټېډپریس سره شریک شوي، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پولیو واکسین په پلي کولو کې جدي ستونزې ثبت شوې دي.

د واکسین ځینو ټیمونو خپل کار نيمګړی ترسره کړی دی. د راپور پر بنسټ، د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې یوازې نیمايي کورونه تر پوښښ لاندې راغلي او شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ په بشپړ ډول له پامه غورځول شوې دي.

له دې سره هم‌مهاله، فرهنګي خنډونو هم د پولیو واکسین د پلي کېدو بهیر ستونزمن کړی دی. یو ځایي کارکوونکي اسوشیټېډپرېس ته ویلي: «کله چې د کور دروازه ټکوو، زیاتره نارینه حاضر نه وي او ځینې خلک غوسه کېږي چې ولې یو نااشنا کس له ښځو سره خبرې کوي.»

په یو شمېر سیمو کې ښځو ویلي، چې دوی چمتو دي خپل ماشومان واکسین کړي؛ خو د کورنۍ نارینه د بې‌اساسه اوازو له‌مخې چې ګواکې د پولیو واکسین د شنډوالي لامل کېږي، د دغې چارې مخه نیسي.

د دې تر څنګ پر روغتیايي کارکوونکو هم فشارونه ډېر دي. یو کارکوونکی وايي، ځینې وختونه «درغلۍ ترسره کېږي؛ یانې پرته له دې چې ماشوم ته واکسین تطبیق شي، په ځانګړي رنګ سره یې ګوته رنګېږي او داسې ښودل کېږي چې دا ماشوم واکسین شوی دی.»

ورته مهال کارپوهان خبرداری ورکوي، که د خلکو اعتماد بېرته ترلاسه نه‌شي او د واکسین کمپاین تګلاره له سره و نه کتل شي؛ نو د پولیو د له‌منځه وړلو موخې ته رسېدل به ډېر ستونزمن وي.

ایران: طالبان د کوکنارو د کښت بندېدو خبره کوي، خو د نشه‌يي توکو زېرمې لا هم فعالې دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۴ GMT+۱
ایران: طالبان د کوکنارو د کښت بندېدو خبره کوي، خو د نشه‌يي توکو زېرمې لا هم فعالې دي
100%

ایراني چارواکي وايي، سره له دې چې طالبان د کوکنارو د کښت بندېدو او د نشه‌يي توکو د تولید د کمېدو ادعا کوي؛ خو لا هم له افغانستانه ایران ته د شیشې او هیروینو په شان د صنعتي خطرناکو نشه‌يي توکو قاچاق ډېر شوی دی.

د ایران د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مرکزي دفتر مشر سعید ذوالفقاري په یوې خبري ناسته کې ویلي، که څه هم طالبان ادعا کوي چې د نشه‌یي توکو تولید یې ۹۰ سلنه کم کړی؛ خو د ایران په ختیځو پولو کې نوې موندنې ښیي، چې د افغانستان دننه د نشه‌يي توکو زېرمې لاهم فعالې دي. د هغه په وینا؛ که څه هم رسمي راپورونو او تازه څېړنو د کوکنارو د کښت د زیاتوالي پخلی نه‌دی کړی؛ خو له افغانستاننه د صنعتي نشه‌یي توکو قاچاق لا هم دوام لري.

ذوالفقاري وویل: «طالبان وايي، چې د کوکنارو کښت یې بند کړی؛ خو په پټه د نشه‌یي توکو تولید او د ډېر خطرناکو توکو په بڼه لکه شیشه او هیرویین دوام لري. په پولو کې زموږ موندنې ښيي، چې د دې توکو رادننه کول ډېر شوي دي.» د هغه په وینا؛ ایران د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه کې د حقایقو پر بنسټ او د انسان‌محور چلند له مخې عمل کوي.

تر دې مخکې د ایران د کورنیو چارو وزیر هم ویلي و، د طالبانو د ادعا برعکس چې د کوکنارو په کښت کې یې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه کمښت راغلی، له افغانستانه ایران ته د تریاکو قاچاق کم شوی نه‌دی. هغه زیاته کړې، طالبان مسوولت لري چې نه یوازې د نشه‌یي توکو تولید؛ بلکې د قاچاق مخه هم ونیسي.

ورته مهال، طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړی، چې وايي په افغانستان کې د کوکنارو کښت مخ پر ‌ډېرېدو دی. له بل پلوه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه راپورونه «له حقیقت نه لرې» بللي او وايي، چې په تېر کال کې د کوکنارو د کښت د بندېدو لپاره ډېر اقدامات شوي دي.

د نیمروز سقوط؛ د زمري ۱۵مه د افغانستان د بشري حقونو د نابودۍ پیلامه ده

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۱
د نیمروز سقوط؛ د زمري ۱۵مه د افغانستان د بشري حقونو د نابودۍ پیلامه ده
100%

طالبان نن چهارشنبه (د زمري ۱۵مه) داسې مهال د نیمروز ولایت د نیولو څلورمه کلیزه د «فتحې ورځ» بولي، چې پر افغانستان د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته د ډېرو افغانانو لپاره دا ورځ د پوځي سقوط، د خلکو د تېښتې او د بشري حقونو د نابودۍ پیلامه ده.

د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعالانو نن (د زمري ۱۵مې) ته د «الفتح عملیاتو» د پیل ورځې نوم ورکړی او وايي، چې د ۱۴۴۲ هجري لمزیز کال پر همدې ورځ د یادې ډلې جنګیالیو نیمروز ولایت ته دننه شول او په بشپړ ډول یې تر خپل کنټرول لاندې راوست.

طالبان په خواله رسنیو کې دا ورځ داسې مهال نمانځي، چې پر نیمروز د دغې ډلې جنګیالیو تر واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان له هېواده وتښتېدل، زرګونه نورو یې خپل کارونه له لاسه ورکړل او د ښځو، خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې د یادې ډلې له‌خوا پراخ محدودیتونه ولګول شول.

د نیمروز د سقوط پر مهال سلګونه خلکو هڅه وکړه له زرنج ښاره د ایران پر لور وتښتي. دا په داسې حال کې ده، چې له همدې ورځې وروسته د افغانستان په پولو کې د قاچاقبرانو کاروبار پراخ شو او د هېواد د یوه لوی بشري ناورین نښې له همدې ځایه راڅرګندې شوې.

همداراز پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بشري حقونو نړۍوال سازمانونو په وار-وار راپورونه خپاره کړي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول ښځې، لږکۍ او د بیان ازادي په پراخه توګه اغېزمن شوي دي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا متحده‌ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د «دوحې تړون» لاسلیک شو. په یاد تړون کې یو پر بل د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ د بریدونو د درولو ژمنه وشوه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه؛ خو د محمداشرف غني په مشرۍ افغان دولت په‌کې څنډې ته شوی و.

سره له دې، چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړی؛ خو لا هم له نړۍوالې انزوا، اقتصادي ځوړ او کورني مخالفت سره مخامخ دي. (د زمري ۱۵مه) د یو شمېر افغانانو لپاره د «فتحې» ورځ نه؛ بلکې د ناورین د پیل ورځ بلل کېږي.

د امریکا د کانګرس دوو غړو د افغان همکارانو د ملاتړ لپاره نوې طرحه وړاندې کړه

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱
د امریکا د کانګرس دوو غړو د افغان همکارانو د ملاتړ لپاره نوې طرحه وړاندې کړه
100%

د امریکا د استازو جرګې دوو غړو د دغه هېواد کانګرس ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ په موخه یوه طرحه وړاندې کړې ده. د دې طرحې له‌مخې؛ هغه افغانان چې د امنیتي ارزونو پړاوونه بریالي تېروي، کولای شي د دايمي مېشتېدو لپاره غوښتنه وکړي.

دغه لایحه چې «د افغانانو د وضعیت د تعدیل قانون» نومېږي؛ هڅه کوي لسګونه زره هغه افغانانو ته د دايمي مېشتېدو زمینه برابره کړي، چې له افغانستانه د امریکا تر پوځي وتلو وروسته په بېړني ډول دغه هېواد ته انتقال شوي او دا مهال په امریکا کې د «پارول» په نوم له لنډمهاله ویزو سره ژوند کوي.

د نویو بنسټونو جوړونه او د شرایط وړ اشخاصو ډېرول

په دې لایحه کې وړاندیز شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې یو ګډ کاري ګروپ جوړ شي؛ څو د هغو افغانانو د انتقال چارې همغږې کړي، چې شرایط یې پوره کړي وي.

همداراز، که دغه لایحه تصویب شي د متحده‌ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت به اړ وي، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) او د کډوالو د داخلې پروګرام قضیو ته روښانه ځواب ورکړي او د دې غوښتنلیکونو د قونسلګرۍ خدمتونو او چارو مخته وړلو لپاره یو نوی شخصي او انلاین دفتر جوړ کړي.

په دغه قانون کې غوښتنه شوې، چې د شرایطو وړ افغانانو دایره دې پراخه او هغه کسان دې هم په‌کې شامل شي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی؛ په ځانګړي ډول د افغانستان د پخواني پوځ ځانګړي ځواکونه او هوايي ځواک غړي.

په لایحه کې راغلي، د کډ‌والۍ د ځانګړو ویزو پروګرام باید د ۲۰۲۹ کال تر پایه وغځول شي چې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو نه د ډېرو افغانانو لېږد اسانه شي.

په دې لایحه کې دا هم ویل شوي، چې د هغو کسانو والدینو، خوېندو او وروڼو او ملګرو ته چې د متحده‌ایالاتونو په وسله‌والو ځواکونو کې یې خدمت کړی یا تجربه کار دي؛ د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شي.

د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د امنیت ټینګښت

د دې لایحې اصلي موخه د هغو کسانو د ژوند او راتلونکي خونديتوب دی، چې له امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ له امله اوس د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دې طرحې استازی او د افغانستان جګړې پخوانی سرتېری جېسن کرو وویل: «ما د افغانستان د جګړې په ډګر کې خدمت کړی او که زړور افغانان زموږ تر څنګ نه وای؛ نو ښايي نن به ژوندی نه وای.»

یوه بله استازې ماریان مېلر-مکس چې د امریکا په پوځ کې یې ۲۴ کاله خدمت کړی، وویل: «هغه افغانان چې له موږ سره وو، خپل ژوند یې له ګواښ سره مخ کړ او اوس هغوی د ملاتړ مستحق دي.»

دې لایحې د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د امریکا د پخوانیو سرتېرو ټولنې هم پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی. د یادې ټولنې مشر جو چنلي ویلي، دا لایحه د هغو افغانانو سره د امریکا د ژمنو د پوره کولو لپاره یو مهم ګام دی چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ یې په زړورتیا سره جګړه کړې ده.

د ټرمپ حکومت د نویو سیاستونو په اړه اندېښنې

د ټرمپ حکومت له راتګ وروسته د افغان کډوالو د ملاتړو بنسټونو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه چې دغه حکومت د ډېرو افغانانو قانوني حیثیت لغوه کړی او له هغوی یې غوښتي چې له امریکا ووځي.

ویل کېږي، که دا نوی قانون تصویب شي؛ نو کولای شي یو شمېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښه وژغوري.

که څه هم ځینو امریکایي چارواکو د بایډن حکومت په دوره کې د افغانانو د امنیتي ارزونې په اړه نیوکه کړې؛ خو ولسمشر ټرمپ په خپله ژمنه کړې، چې هغو کسانو ته به د استوګنې اجازه ورکړل شي چې له امریکایي ځواکونو سره یې یوځای خدمت کړی دی.