• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پروفایل\ژوندلیک

د نیمروز سقوط؛ د زمري ۱۵مه د افغانستان د بشري حقونو د نابودۍ پیلامه ده

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۱

طالبان نن چهارشنبه (د زمري ۱۵مه) داسې مهال د نیمروز ولایت د نیولو څلورمه کلیزه د «فتحې ورځ» بولي، چې پر افغانستان د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته د ډېرو افغانانو لپاره دا ورځ د پوځي سقوط، د خلکو د تېښتې او د بشري حقونو د نابودۍ پیلامه ده.

د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعالانو نن (د زمري ۱۵مې) ته د «الفتح عملیاتو» د پیل ورځې نوم ورکړی او وايي، چې د ۱۴۴۲ هجري لمزیز کال پر همدې ورځ د یادې ډلې جنګیالیو نیمروز ولایت ته دننه شول او په بشپړ ډول یې تر خپل کنټرول لاندې راوست.

طالبان په خواله رسنیو کې دا ورځ داسې مهال نمانځي، چې پر نیمروز د دغې ډلې جنګیالیو تر واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان له هېواده وتښتېدل، زرګونه نورو یې خپل کارونه له لاسه ورکړل او د ښځو، خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې د یادې ډلې له‌خوا پراخ محدودیتونه ولګول شول.

د نیمروز د سقوط پر مهال سلګونه خلکو هڅه وکړه له زرنج ښاره د ایران پر لور وتښتي. دا په داسې حال کې ده، چې له همدې ورځې وروسته د افغانستان په پولو کې د قاچاقبرانو کاروبار پراخ شو او د هېواد د یوه لوی بشري ناورین نښې له همدې ځایه راڅرګندې شوې.

همداراز پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د بشري حقونو نړۍوال سازمانونو په وار-وار راپورونه خپاره کړي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول ښځې، لږکۍ او د بیان ازادي په پراخه توګه اغېزمن شوي دي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د امریکا متحده‌ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د «دوحې تړون» لاسلیک شو. په یاد تړون کې یو پر بل د طالبانو او امریکايي ځواکونو ترمنځ د بریدونو د درولو ژمنه وشوه او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یې لاره هواره کړه؛ خو د محمداشرف غني په مشرۍ افغان دولت په‌کې څنډې ته شوی و.

سره له دې، چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړی؛ خو لا هم له نړۍوالې انزوا، اقتصادي ځوړ او کورني مخالفت سره مخامخ دي. (د زمري ۱۵مه) د یو شمېر افغانانو لپاره د «فتحې» ورځ نه؛ بلکې د ناورین د پیل ورځ بلل کېږي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د کانګرس دوو غړو د افغان همکارانو د ملاتړ لپاره نوې طرحه وړاندې کړه

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱
د امریکا د کانګرس دوو غړو د افغان همکارانو د ملاتړ لپاره نوې طرحه وړاندې کړه
100%

د امریکا د استازو جرګې دوو غړو د دغه هېواد کانګرس ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ په موخه یوه طرحه وړاندې کړې ده. د دې طرحې له‌مخې؛ هغه افغانان چې د امنیتي ارزونو پړاوونه بریالي تېروي، کولای شي د دايمي مېشتېدو لپاره غوښتنه وکړي.

دغه لایحه چې «د افغانانو د وضعیت د تعدیل قانون» نومېږي؛ هڅه کوي لسګونه زره هغه افغانانو ته د دايمي مېشتېدو زمینه برابره کړي، چې له افغانستانه د امریکا تر پوځي وتلو وروسته په بېړني ډول دغه هېواد ته انتقال شوي او دا مهال په امریکا کې د «پارول» په نوم له لنډمهاله ویزو سره ژوند کوي.

د نویو بنسټونو جوړونه او د شرایط وړ اشخاصو ډېرول

په دې لایحه کې وړاندیز شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څارنې لاندې یو ګډ کاري ګروپ جوړ شي؛ څو د هغو افغانانو د انتقال چارې همغږې کړي، چې شرایط یې پوره کړي وي.

همداراز، که دغه لایحه تصویب شي د متحده‌ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت به اړ وي، چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) او د کډوالو د داخلې پروګرام قضیو ته روښانه ځواب ورکړي او د دې غوښتنلیکونو د قونسلګرۍ خدمتونو او چارو مخته وړلو لپاره یو نوی شخصي او انلاین دفتر جوړ کړي.

په دغه قانون کې غوښتنه شوې، چې د شرایطو وړ افغانانو دایره دې پراخه او هغه کسان دې هم په‌کې شامل شي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی؛ په ځانګړي ډول د افغانستان د پخواني پوځ ځانګړي ځواکونه او هوايي ځواک غړي.

په لایحه کې راغلي، د کډ‌والۍ د ځانګړو ویزو پروګرام باید د ۲۰۲۹ کال تر پایه وغځول شي چې له افغانستان او ګاونډیو هېوادونو نه د ډېرو افغانانو لېږد اسانه شي.

په دې لایحه کې دا هم ویل شوي، چې د هغو کسانو والدینو، خوېندو او وروڼو او ملګرو ته چې د متحده‌ایالاتونو په وسله‌والو ځواکونو کې یې خدمت کړی یا تجربه کار دي؛ د کډوالۍ ځانګړې ویزې ورکړل شي.

د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د امنیت ټینګښت

د دې لایحې اصلي موخه د هغو کسانو د ژوند او راتلونکي خونديتوب دی، چې له امریکایي ځواکونو سره د همکارۍ له امله اوس د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دې طرحې استازی او د افغانستان جګړې پخوانی سرتېری جېسن کرو وویل: «ما د افغانستان د جګړې په ډګر کې خدمت کړی او که زړور افغانان زموږ تر څنګ نه وای؛ نو ښايي نن به ژوندی نه وای.»

یوه بله استازې ماریان مېلر-مکس چې د امریکا په پوځ کې یې ۲۴ کاله خدمت کړی، وویل: «هغه افغانان چې له موږ سره وو، خپل ژوند یې له ګواښ سره مخ کړ او اوس هغوی د ملاتړ مستحق دي.»

دې لایحې د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د امریکا د پخوانیو سرتېرو ټولنې هم پراخ ملاتړ ترلاسه کړی دی. د یادې ټولنې مشر جو چنلي ویلي، دا لایحه د هغو افغانانو سره د امریکا د ژمنو د پوره کولو لپاره یو مهم ګام دی چې د امریکایي ځواکونو تر څنګ یې په زړورتیا سره جګړه کړې ده.

د ټرمپ حکومت د نویو سیاستونو په اړه اندېښنې

د ټرمپ حکومت له راتګ وروسته د افغان کډوالو د ملاتړو بنسټونو ترمنځ اندېښنې زیاتې شوې دي، ځکه چې دغه حکومت د ډېرو افغانانو قانوني حیثیت لغوه کړی او له هغوی یې غوښتي چې له امریکا ووځي.

ویل کېږي، که دا نوی قانون تصویب شي؛ نو کولای شي یو شمېر افغان کډوال د اېستلو له ګواښه وژغوري.

که څه هم ځینو امریکایي چارواکو د بایډن حکومت په دوره کې د افغانانو د امنیتي ارزونې په اړه نیوکه کړې؛ خو ولسمشر ټرمپ په خپله ژمنه کړې، چې هغو کسانو ته به د استوګنې اجازه ورکړل شي چې له امریکایي ځواکونو سره یې یوځای خدمت کړی دی.

په ننګرهار کې خبریالان د طالبانو د اطلاعاتو مشر له فشار، فساد او توپیري چلند شکایت کوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۲ GMT+۱
•
ظاهر څراغ
په ننګرهار کې خبریالان د طالبانو د اطلاعاتو مشر له فشار، فساد او توپیري چلند شکایت کوي
100%

په ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته شکایتونه کړي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د خصوصي او طالب پلوه رسنیو ترمنځ توپیري چلند کوي چې د دوی پر کارونو یې ناسمې اغېزې کړې دي.

خبریالان وايي، طالبان په ننګرهار کې کلیدي پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي؛ خو په همغو پروګرامونو کې د طالب پلوه رسنیو خبریالان تر سترګو کېږي. دوی همداراز د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو طالب امر قریشي بدلون تورنوي، چې په خبري پروګرامونو کې د خبریالانو په نوم راغلی ټرانسپورټ هم په خپل جېب کې اچوي او خبریالان یې ګواښلي چې خپل غږ به نه پورته کوي.

100%

پر ټول افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو راهیسې، د هېواد په ټولو برخو کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او ورځ تر بلې د خبریالانو ستونزې هم مخ په زیاتېدو دي. تازه په ننګرهار کې یو شمېر خبریالانو شکایتونه کړي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون پر خصوصي رسنیو محدودیتونه لګولي. دوی وايي، قریشي بدلون په مهمو پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي؛ خو په همغو پروګرامونو کې د طالب پلوه رسنیو خبریالان لیدل کېږي، چې دې چارې د دوی پر کاري چاپېریال منفي اغېز کړی.

ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون په دې وروستیو کې د خصوصي رسنیو پر خبریالانو سخت محدودیتونه وضع کړي، په ځینو مهمو پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته اجازه نه ورکوي؛ خو په همغو پروګرامونو کې د طالبانو اړوند رسنیو خبریالان موجود وي، دوه ورځې وړاندې د تورخم له لارې له پاکستانه سېلانیان راغلل، قریشي بدلون یو خبریال ته هم اجازه ورنه کړه؛ خو د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلوېزیون، باختر اژانس، حریت راډیو او امید راډیو خبریالانو ته یې اجازه ورکړې وه. زموږ دفترونو له موږ څخه د دغه پروګرام د راپور غوښتنه وکړه؛ خو موږ سره مواد نه وو او خپلو دفترونو کسر معاش کړو.»

خبریالان زیاتوي، چې قریشي بدلون له خصوصي سکټور او نړۍ‌والو مرستندویه ادارو باج اخېستل پیل کړي او په کومو پروګرامونو کې چې ورته باج ورنه کړل شي؛ نو د خصوصي رسنیو خبریالان نه ور پرېږدي.خبریالان وايي، قریشي بدلون د دې ترڅنګ په خبري پروګرامونو کې د خبریالانو په نوم راغلی ټرانسپورټ هم خپل جېب ته اچوي او ګواښ یې کړی؛ که خبریالان په دې تړاو شکایتونه وکړي د طالبانو پر استخباراتو به یې ونیسي.

د یوې بلې خصوصي رسنۍ خبریال هم د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل:«شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د یوې مرستندویې موسسې پرمټ د یوه کرنیز کانال او یوه چک ډېم جوړولو د چارو پرانیسته وه، د خصوصي او طالب پلوه رسنیو خبریالان یې ور غوښتي وو؛ خو قریشي بدلون د خصوصي رسنیو خبریالانو ته اجازه ورنه کړه، چې دې پروګرام کې ګډون وکړي. هغه پروګرام کې یې یوازې د حریت راډیو او شمشاد ټلوېزیون خبریالانو ته اجازه ورکړې وه. علت دا دی، چې قریشي بدلون له خصوصي سکتور او مرستندویه ادارو پېسې غواړي او که هغوی پېسې ورنه کړي؛ بیا خبریالان نه ور پرېږدي او چې کله یې د خبریالانو په نوم پیسې واخېستې خبریالانو ته د لارې کرایه هم نه ورکوي او ټولې پېسې په خپل جېب کې اچوي، حتی موږ ته یې خبرداری راکړی که مو غږ اوچت کړ پر استخباراتو به مو ونیسي، سخت یې زموږ کاري چاپېریال تنګ کړی دی.»

100%

خبریالان وايي، د تورخم له لارې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په بهیر کې هر ځل د طالبانو حکومت او نړۍ‌والې مرستندویې ادارې خبریالانو ته ځانګړې مرستې په پام کې نیسي چې په خبره یې هغه مرستې قریشي بدلون او د هغه همکاران په خپلو جېبونو کې اچوي. د رسنیو استازو په وینا؛ دې کار د خصوصي رسنیو خبریالانو باور زیانمن کړی او د طالبانو په ګډون خصوصي سکتور نیوکه کوي، چې خبریالان له دوی د راپورونو په بدل کې پېسې اخلي.

100%

خبریال محمدنعیم «مستعار نوم» له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل:«د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوه، د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي چې اوس چین کې د دغې ډلې سفیر دی قریشي بدلون ته دوه سوه زره افغانۍ ورکړې چې خبریالانو ته د لارې کرایه، ډوډۍ، برېښنا، انټرنېټ او نورې اسانتیاوې برابرې کړي؛ خو قریشي بدلون له پېسو یوه افغانۍ هم خبریالانو ته ورنه کړه. له هغه وروسته په دویم پړاو کې د خبریالانو په نوم پېسې قریشي ته ورکړل شوې؛ خو تر اوسه یې یوه افغانۍ خبریالانو ته چې زموږ په نوم راځي نه ده راکړې. له یوه لوري زموږ په نوم پېسې نه راکول کېږي او له بل لوري مو بدنامي روانه ده، طالبان خو پرېږده چې د خصوصي سکتور باور هم پر موږ ختم شوی دی.»

خبریالان دغه راز وايي، طالبانو په دې ولایت کې پر خبریالانو له دې امله هم فضا تنګه کړې چې د طالبانو نمایشي او کوچنیو پروګرامونو کې ګډون نه شي کولی. دوی زیاتوي، دفترونه یې هر کوچنی پروګرام نه قبلوي چې له امله یې طالبان پر دوی فشار راوړي او هغوی چې د طالبانو تبلیغاتي پروګرامونو کې ګډون ونه کړي دوی یې په نورو پروګرامونو کې د ګډون اجازه نه ورکوي او ان له خپلو خبري ګروپونو یې لرې کوي.

خبریال سمیع‌الله «مستعار نوم» افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل:«د طالبانو عقده له دې امله ده، چې د دوی کوچني پروګرام کې هم باید موږ ګډون وکړو چې ټول تبلیغات وي، هېڅ لاسته راوړنه نه وي. هغه برنامه زموږ دفترونه نه اخلي، ځکه خبري ارزښت نه لري؛ خو بیا طالبان پر موږ فشار واردوي او له دې امله په نورو پروګرامونو کې پر موږ بندیزونه لګوي، حتی قریشي بدلون او د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد د دې کار په بدل کې خبریالان له خپلو ګروپونو وباسي، چې له نورو پروګرامونو بې خبره پاتې کېږي او زموږ دفترونه بیا د کارونو په بدل کې له موږ سره عقده اخلي او کسر معاش کوي مو.»

افغانستان انټرنشنل-پښتو هڅه وکړه، چې په ننګرهار کې د خصوصي رسنیو د خبریالانو د دغو شکایتونو په تړاو په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو طالب امر قریشي بدلون نظر هم ولري؛ خو له پرله‌پسې هلوـ ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو، چې د هغه نظر ترلاسه کړو.

100%

دا یوازې ننګرهار نه دی، چې خبریالان د طالب مسوولینو د محدودیتونو او فشارونو له امله تر پوزې راغلي او کاري چاپېریال پرې تنګ شوی؛ بلکې د ختیځ په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې هم شته خبریالان له ورته ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. د خبریالانو په وینا؛ له یوه لوري د رسنیو کارونه مخ په ځوړ روان دي او له بل لوري په هېواد کې د نورو کارونو څرک نشته، چې دوی یې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ ته اندېښمن کړي.

جلالي: هبت الله د نورزيو له قوم څخه د سپاه پاسداران په څېر ځانګړی مذهبي ځواک جوړ کړی

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۲ GMT+۱
جلالي: هبت الله د نورزيو له قوم څخه د سپاه پاسداران په څېر ځانګړی مذهبي ځواک جوړ کړی
100%

د افغانستان دکورنیو چارو پخوانی وزیر او د امریکا دفاعي پوهنتون استاد، علي احمد جلالي، وایي چې د طالبانو اوسنی رژيم د ایران لپاره ستراتیژیکه پانګه ده، او ملا هبت‌الله اخندزاده د ایراني رژيم څخه په الهام، د نورزیو قوم څخه د سپاه پاسداران په څېر ځانګړی مذهبي نظامي ځواک جوړ کړی دی.

علي احمد جلالي،دا څرګندونې افغانستان انټرنیشنل سره د مرکې پر مهال کړې دي. نوموړی باور لري چې د طالبانو دښمني له امریکا او لویدیځ سره، د ایران لپاره ځانګړې ارزښت لري.

د هغه په وینا، د دواړو رژيمونو تر منځ نه یوازې امنیتي بلکې اقتصادي اړیکې هم جوړې شوې دي.

جلالي وایي، ایران طالبانو ته د یوه ګواښ په سترګه نه ګوري او نه یې هم پر ضد اقدام کوي، بلکې له دې ډلې سره د لویدیځ ضد دریځ له امله همغږي لري.

هغه دا هم وویل،چې طالبانو د داعش پر وړاندې مبارزه کړې، او دا کار د تهران د علاقې یو بل ښکاره دلیل دی.

نوموړي،د طالبانو او ایراني رژیم ترمنځ پر ورته‌والي تمرکز وکړ او زیاته یې کړه: «دواړه رژیمونه دیکتاتور دي، پریکړې یې د یوه رهبر له خوا کېږي، واحده ایډیالوژي لري او ځانګړې نظامي جوړښتونه لري.»

د جلالي په وینا، هبت‌الله اخندزاده نه یوازې د حکومت ټولې چارې په خپل لاس کې لري، بلکې د نورزيو قوم څخه یې یو ډول مذهبي ځواک راایستلی، چې ورته والی یې د سپاه پاسداران سره ښودل کېږي.

خو له بلې خوا د نړیوالو امنیتي مطالعاتو څېړونکی، ارین شریفي، د جلالي له څرګندونو سره همغږی ندی او وایي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ دا ډول ژور ستراتیژیک ائتلاف نشته او د دواړو ترمنځ اړیکې زیاتې محدودې دي.

د شریفي په باور، که څه هم طالبان پخوا د ایران او پاکستان نیابتي ډلې بلل کېدلې، خو دا نفوذ اوس د جمهوریت دورې په پرتله ډېر کم شوی.

هغه ټینګار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ایران د افغانستان په حکومتي ادارو، دیني مدارسو، فرهنګي مرکزونو او رسنیو کې پراخ حضور درلود، خو د طالبانو تر راتګ وروسته دا فضا محدوده شوې ده.

شریفي دا هم وایي چې د یوه افراطي شیعه رژیم (ایران) او یوه افراطي سني رژيم (طالبان) ترمنځ ستراتیژیک اتحاد غیر واقعي دی، ځکه د دواړو ایډیالوژيکې بنسټونه یو له بل سره تضاد لري.

د یادولو وړ ده،چې طالبانو تر اوسه د علی احمد جلالي د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ایران د رژيم له‌خوا هم د طالبانو پر وړاندې نه یوازې انتقادي دریځ نه ترسترګو کېږي، بلکې د یو شمېر سیاسي او اقتصادي همکاریو نښې هم لیدل کېږي.

د شنونکو په باور، که څه هم د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکېروښانهنه دي، خو د دواړو خواوو تکتیکي ګټې ښایي د یو بل د زغم سبب شوې وي. خو دا معلومه نه ده چې دا "تکتیکي زغم" به تر کومه دوام ومومي.

په هلمند کې د نشه يي توکو د جوړولو مواد ترلاسه شوي دي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۱
په هلمند کې د نشه يي توکو د جوړولو مواد ترلاسه شوي دي
100%

په هلمند کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عزت الله حقاني وايي، په تېره یوه اونۍ کې د هلمند په دوو ولسوالیو او مرکز لښکرګاه کې د نشه یي توکو د جوړولو نږدې ۹ ټنه ډول ډول مواد کشف او نیولي دي.

د سرچینو په وینا، ځينې طالب چارواکي د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل دي او کله نا کله د ګټې پر سر د جنجال له رامنځته کېدو وروسته د کاروبار یو اړخ ځايي طالبانو ته د نشه يي توکو له شته والي خبر ورکوي.

د طالب ویاند حقاني په وینا، د هلمند له باغران او ګرشک ولسوالیو او مرکز لښکرګاه ښار څخه ۴۳۹۵ کیلوګرامه اهاک، ۳۳۰۰ کیلوګرامه سوډا، ۶۹۰ کیلوګرامه اکسیل، ۱۲۸ لیتره تېزاب، ۲۵۰ کیلوګرامه سود، ۱۴۰۰ ګرامه خام چرس او ۳۴ ګرامه ټابلېټK کشف او ترلاسه شوي دي.

دغه ټول ترلاسه شوي کیمیايي مواد د نشه يي توکو په پروسس کې کارول کېږي او په دغه ولایت کې د دومره ډېرو موادو موجودیت د دې ښکارندويي کوي چې لا هم په هلمند کې د نشه يي توکو د تولید او پروسس چارې روانې دي.

ویل کېږي د دغو توکو په تړاو ۴ کسان له درېیو موټرو سره هم نیول شوي خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې ځینو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي وو، چې د طالبانو ځینې سیمه ییز چارواکې د نشه یي توکو په پروسس او قاچاق کې لاس لري.

هلوټرسټ موسسه په پنځو ولایتونو کې د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه پاکوي

۱۴ زمری ۱۴۰۴ - ۵ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۸ GMT+۱
هلوټرسټ موسسه په پنځو ولایتونو کې د طالبانو په لاس جوړ شوي ماینونه پاکوي
100%

د ماین پاکونې هلوټرسټ نړۍوالې موسسې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سره د څه باندې ۲ میلیونه او ۷۶ زره ډالرو په ارزښت دوه هوکړې لاسلیک کړې، چې له مخې به یې په بامیان، لوګر، غزني، هلمند او غور ولایتونو کې په لاس جوړ شوي ماینونه لمنځه یوړل شي.

طالبانو د جمهوري نظام د حاکمیت پر مهال له کیمیاوي او نورو توکو څخه په لاس جوړ شوي ماینونه د تخریبي چارو په موخه جوړول او ډېری وخت د چاودنې پر مهال پکې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته.

د هلو ټرسټ نړۍوالې موسسې مرستیال احمدالله ویلي، د دغې پروژې د عملي کولو پر مهال به په یادو ولایتونو کې نږدې ۸ زر کسانو ته په مستقیم او شاوخوا ۲۰ زره کسانو ته به په غیرمستقیم ډول ګټه ورسېږي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغې ادارې مشر د سې شنبې په ورځ (د زمري په ۱۴مه) د یادو هوکړو د لاسلیک پر مهال وویل، ماینونه او ناچاوده توکي د خلکو لپاره یو ستر ګواښ دی او باید خلکو ته عامه پوهاوی او ماینونه له منځه یوړل شي.