خو له بلې خوا د نړیوالو امنیتي مطالعاتو څېړونکی، ارین شریفي، د جلالي له څرګندونو سره همغږی ندی او وایي، چې د ایران او طالبانو ترمنځ دا ډول ژور ستراتیژیک ائتلاف نشته او د دواړو ترمنځ اړیکې زیاتې محدودې دي.
د شریفي په باور، که څه هم طالبان پخوا د ایران او پاکستان نیابتي ډلې بلل کېدلې، خو دا نفوذ اوس د جمهوریت دورې په پرتله ډېر کم شوی.
هغه ټینګار کوي چې د جمهوریت په وخت کې ایران د افغانستان په حکومتي ادارو، دیني مدارسو، فرهنګي مرکزونو او رسنیو کې پراخ حضور درلود، خو د طالبانو تر راتګ وروسته دا فضا محدوده شوې ده.
شریفي دا هم وایي چې د یوه افراطي شیعه رژیم (ایران) او یوه افراطي سني رژيم (طالبان) ترمنځ ستراتیژیک اتحاد غیر واقعي دی، ځکه د دواړو ایډیالوژيکې بنسټونه یو له بل سره تضاد لري.
د یادولو وړ ده،چې طالبانو تر اوسه د علی احمد جلالي د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ایران د رژيم لهخوا هم د طالبانو پر وړاندې نه یوازې انتقادي دریځ نه ترسترګو کېږي، بلکې د یو شمېر سیاسي او اقتصادي همکاریو نښې هم لیدل کېږي.
د شنونکو په باور، که څه هم د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکېروښانهنه دي، خو د دواړو خواوو تکتیکي ګټې ښایي د یو بل د زغم سبب شوې وي. خو دا معلومه نه ده چې دا "تکتیکي زغم" به تر کومه دوام ومومي.
مخکې له دې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د جون په میاشت کې اعلان وکړ، چې سږ کال لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دې تر څنګ په پاکستان کې افغان کډوالو مخکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وه، چې د هیواد د کډوالۍ ادارې د ویزې د نوي کولو پروسه هم ځنډولې او پاکستاني پولیس هغه افغانان نیسي او بیرته یې شړي چې د خپلو ویزو د نوي کولو په تمه دي.
د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزې د نوي کولو پروسه شاوخوا یوه میاشت ځنډول شوې ده او په ورته وخت کې د افغان کډوالو د نیولو لپاره په لویه کچه د پولیسو عملیات هم ګړندی شوي دي.