• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبان د کابل سناتوریم اوسېدونکي له کورونو وتلو ته اړباسي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۰۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د کابل په سناتوریم سیمه کې د شیعه‌مذهبو یو جومات نړولی او اوسېدونکي‌ یې له سیمې اېستلو ته اړ باسي. د سرچینو په وینا، یاد جومات د لویې څارنوالۍ پر سړک جوړ شوی و او طالبانو ادعا کړې چې پر "دولتي ځمکه" جوړ شوی.

دغه سرچینې وایي چې طالبانو د زمري میاشتې له ۱۵مې راهیسې د جومات د نړولو کار پیل کړی او له شاوخوا ۴۰ شیعه کورنیو څخه یې تر دې دمه نږدې ۵ کورنۍ له خپلو مېنو ایستلې دي.

د سیمې یو اوسېدونکی ادعا کوي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر هم په همدې سیمه کې ژوند کوي او د خلکو تر ایستلو وروسته د هغوی کورونه خپلو خپلوانو ته سپاري. نوموړی زیاتوي چې طالبانو ټولو کورنیو ته امر کړی چې خپل کورونه پرېږدي.

د طالبانو په وینا، دا جومات او شاوخوا کورونه پر دولتي ځمکه جوړ شوي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې شرعي قبالې لري او دغه ودانۍ لسګونه کاله پخوا جوړې شوې دي.

د سناتوریم یوه بل اوسېدونکي ویلي چې طالبانو د اختر پر ورځ هم د جومات دروازه مهر کړې وه او شاوخوا ۱۰ کسان یې، چې د جومات امام هم پکې شامل و، نیولي وو.

سرچینې زیاتوي چې دا مهال طالبانو جومات ته پر غځېدلو لارو خنډونه اچولي او د نړولو عملیات شپه مهال ترسره کوي.

ویل کېږي چې دا جومات د ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په لومړیو کې جوړ شوی و.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

له زرنج نه تر ارګه: په لس ورځو کې تر ۳۰ ډېرو ولایتونو سقوط

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۱
•
خبرخونه
له زرنج نه تر ارګه: په لس ورځو کې تر ۳۰ ډېرو ولایتونو سقوط
100%

د ۱۴۰۰ ل کال د زمري پر ۱۵مه د نیمروز مرکز زرنج لومړنی ولایتي ښار و، چې طالبان ور ننوتل. زرنج له څو ورځو راهیسې د بې‌باورۍ، وېرې او ډار تر سیورې لاندې و. طالبانو له ګڼو خواوو ښار محاصره کړی و. د کلاشنکوفونو او درندو وسلو ډزو د زرنج ارامي له منځه وړې وه.

د افغان ځواکونو د مقاومت لیکې زر ماتې شوې او پوځیان او چارواکي د چهاربرجک ولسوالۍ پر لور پرشا لاړل.

طالبانو ګام په ګام ښاري سیمې تر خپل واک لاندې راوستلې. د ولایت مقام ته ننوتل او هلته یې خپل بیرغ ورپاوه. د هوايي ډګر کنټرول یې هم په لاس کې واخېست. د زندان دروازې یې پرانېستې او بندیان یې خوشي کړل.

په ښار کې یو غلی، خو ژور وهم خپور و. د زرنج امنیتي چارواکو رسنیو ته وویل: « موږ له مرکز نه د مرستې غوښتنه کړې وه، خو هیڅ ځواب رانغی».

له همدې شیبې وروسته، زرنج نور د افغانستان د جمهوري دولت تر واک لاندې نه و.

د زرنج په سلګونو اوسېدونکي د ایران د پولې پر لور وتښتېدل، خو ایراني ځواکونو اجازه ورنه کړه، چې پر پوله واوړي.

له زرنج سره هممهاله په هلمند کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې وې.

د زمري ۱۶مه، شبرغان او تالقان

د زمري ۱۶مه په جوزجان کې خونړۍ ورځ ده. افغان ځواکونه له شبرغان نه وتلي او د طالبانو جنګیالي ورو ورو پر ښار واک ټینګوي.

د والي مرستیال عبدالقادر اعلان وکړ، چې د جنرال عبدالرشید دوستم اړوند ولسي پاڅون کوونکي هم له ښاره وتلي او طالبان د جنرال دوستم ۵۰۰مې ماڼۍ ته ننوتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت نوي ویاند میرویس ستانکزي رسنیو ته وویل، چې ښار به د تازه دمه ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو په مرسته بېرته زر له طالبانو تصفیه کړي. دا له نیمروز وروسته دویم مرکز و، چې د افغان ځواکونو له لاسه ووت.

د زمري پر ۱۷مه طالبان د تخار ولایت د مرکز تالقان په کوڅو او سړکونو کې را ښکاره شول او خپل سپین بیرغونه یې په څلورلارو کې را وځړول. تالقان د شاوخوا ولسوالیو له سقوط وروسته د اوږدو جګړو په پایله کې د طالبانو لاس ته ورغی. ولسي پاڅون کوونکو هم پر ښار د محاصرې کړۍ له تنګېدو وروسته له ښار نه شاتګ وکړ او یو شمېر چارواکي نورو ولایتونو ته لاړل.

د زمري ۱۹مه، فراه او بغلان

د سې شنبې سهار د فراه ښار له وېرې، اندېښنې او مبهم برخلیک سره مخ دی. بازارونه نیمه تړلي دي، خلک د خپلو کورونو په کړکیو کې وضعیت څاري. طالبانو له څو خواوو پر ښار بریدونه پیل کړي دي.

د فراه امنیتي ځواکونه، چې له څو ورځو راهیسې یې مقاومت کاوه، بالاخره شاتګ ته اړ شول.

د ولایت مقام، امنیه قومانداني، زندان او نورې دولتي ودانۍ یوه‌ په‌ بله پسې د طالبانو لاس ته ولوېدې.

په ورته وخت کې د هېواد په شمالي ولایت بغلان کې هم وضعیت د سقوط پر لور رهي دی.

بغلان لا له وړاندې ګڼې جګړې لیدلې وې؛ مرکزونه لاس په لاس کېدل، نه افغان ځواکونه شاته کېدل او نه طالبانو له بریدونو لاس اخېست.

د زمري پر ۱۹مه، چې لمر پرېواته، د بغلان مرکز هم د طالبانو لاس ته پرېوتی و. افغان ځواکونه له خپلو مورچلو شاته شول او د ښار په څلور لارو کې طالبانو خپل بیرغونه هسک کړل.

د زمري ۲۱- ۲۲مه، هرات، هلمند او کندهار سقوط کوي

د زمري پر ۲۱مه طالبانو اعلان وکړ، چې د هرات ولایت مرکز یې نیولی او درې زره بندیان یې له زندانونو خوشي کړي دي. دا ۱۱ او ستراتیژیک ولایت و، چې د طالبانو لاس ته ولوېد.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې دوی د هرات مرکز، امنیه قومانداني، محبس او د ولایت مقام نیولي دي. د طالبانو جنګیالي د هرات جامع جومات ته هم ننوتل او په ښار کې تیت او پاشلې نښتې او ډزې روانې وې.

د زمري میاشتې تر ۲۲مې طالبانو د ۱۵ ولایتونو مرکزونه ونیول. طالبانو د جمعې په شپه د هلمند مرکز او د ملي امنیت وروستی مقاومت ځای ونیول او افغان امنیتي ځواکونه له ښاره ووتل. طالبانو د خوښۍ په دود خپلې ترانې غږولې او هوايي ډزې یې کولې.

له هلمند سره هممهاله په کندهار کې هم امنیتي ځواکونو د جګړې له ډګره پښې سپکې کړې او ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.

100%

ځای ځای د افغان امنیتي ځواکونو مړي لیدل کېدل او طالبانو په ښار کې له درندو او سپکو وسلو سره د فتحې شعارونه ورکول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کندهار د ولایت له مقام نه د یوې ویډیو له لارې اعلان وکړ، چې تېره شپه یې ولایت، امنیه قومانداني او نور ځایونه نیولي او دولتي ځواکونو شاتګ کړی دی.

تر دې مهاله طالبانو د نیمروز، جوزجان، فراه، تخار، بدخشان، سرپل، کندز، سمنګان، بغلان، غزني، کندهار، هرات، هلمند مرکزونه په لاس کې درلول او د نورو ولایتونو او سیمو پر لور د پرمختګ په حال کې وو.

100%

د زمري ۲۲مه، بادغیس، ارزګان، زابل او لوګر له لاسه وځي

د زمري پر ۲۲مه طالبانو د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو، امنیه قومانداني، د ولایت مقام، محبس او نور مهم ځایونه ونیول او افغان امنیتي ځواکونه له ولایت نه پر شا لاړل او ځینو یې خپلې وسلې پرځمکه کېښودې.

پر همدې ورځ چې د جمعې له ورځې سره یې سمون درلود، طالبان د ارزګان مرکز ترینکوټ، د زابل مرکز کلات او د لوګر مرکز پل علم ته ننول او مرکزونه یې په خپل واک کې واخېستل. د لوګر ډېری ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې وې او د کابل پر لور یې پرمختګ کاوه. د لوګر ډېری چارواکي په موټریزو کاروانونو کې کابل ته وتښتېدل او د ښکارکلا د تسلیمۍ په اړه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې روانې وې.

طالبانو وویل، چې د ترينکوټ او کلات ښارونه په سوله ییز دول ور تسلیم شوي او جګړه نه ده شوې.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطاجان حق بیان رسنیو ته وویل، چې کلات ښار نن د جمعې په ورځ طالبانو په بشپړ ډول نیولی او چارواکي له ښاره د تېښتې په حال کې دي.

100%

د زمري ۲۳مه، ښرنه، میمنه، مزار شریف، مهترلام، اسعد اباد او ګردېز

د زمري پر ۲۳مه طالبانو د افغانستان په شمال کې د بلخ او فاریاب، په مشرقي کې د لغمان او کونړ او په سویل ختیځ کې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو مرکزونه ونیول. طالبانو په فاریاب کې پر مهم سوداګریز بندر اقینه هم ولکه ټینګه کړه.

د زمري پر ۲۳مه د پکتیکا مرکز ښرنه د ۱۹ ولایتي مرکز په توګه د طالبانو تر واک لاندې راغله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه ویډیو خپره کړه او اعلان یې وکړ، چې د ولایت ټولې مهمې ودانۍ او تاسیسات یې نیولي دي.

له دې سره هممهاله په مزار شریف او میمنه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د ډزو رپوټونه ور کول کیږي.

د شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۳ طالبانو اعلان وکړ، چې د کونړ مرکز اسعد اباد او شاوخوا ولسوالۍ د افغان ځواکونو له ولکې وتلې دي او ددوی جنګیالي پر ښار مسلط دي.

له اسعد اباد نه ټول امنیتي چارواکي او مسوولان وتلي او ښار طالبانو ته سپارل شوی دی.

د کونړ په اسمار او شیګل ولسوالیو کې د وړو نښتو رپوټونه ورکول کیږي، خو مرکز بشپړ د طالبانو په کنټرول کې دی.

په ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې یو شمېر خلک د ملي اردو پر موټرو کاڼي واروي او په ټولنیزو شبکو کې یې د ګڼو خلکو غبرګونونه پارولي دي.

د طالبانو ویاند پر خپل ټویټر ولیکل، چې د لغمان مرکز مهترلام بابا یې په بشپړ ډول نیولی او دا شپږم ولایتي مرکز دی، چې د یوې ورځې په ترڅ کې نیول کیږي.

100%

د زمري ۲۴مه، د ۷ ولایتونو سقوط

د زمري پر۲۳مه او ۲۴مه طالبانو د کاپیسا، پروان او بامیان مرکزونه هم له جګړې پرته ونیول.

چاریکار ښار له غرمې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېد. امنیتي چارواکو رسنیو ته وویل چې طالبان ۱۲ نیمې بجې د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ او د ملي امنیت ریاست ته ننوتل.

د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې امنیتي چارواکو ټول مهم ځایونه او دفترونه د طالبانو استازو او جنګیالیو ته وسپارل.

ماسپښین مهال طالبانو د بامیان مرکز، د والي دفتر او نورې امنیتي ادارې او دولتي ودانۍ په خپل واک کې راوستې او امنیتي ځواکونه نورو سیمو ته پرشا شول.

د زمري پر ۲۴مه طالبانو د افغانستان ستر سوداګریز ښار جلال اباد، خوست، میدان وردګ او د دایکندي مرکز نیلي ونیول.

100%

ننګرهار کې د طالبانو والي ضیاءالحق امرخیل د واک چارې د طالبانو استازو ته وسپارلې او په خوست کې امنیتي ځواکونو خپلې وسلې او تجهیزات طالبانو ته وسپارل.

د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې تورخم یې هم نیولی او د جلال اباد ښار د تصفیې لپاره ددوی هڅې روانې دي او په ښار کې خپل واک ټینګوي.

تر دې مهاله د افغانستان ۲۴ ولایتونه د طالبانو لاس ته لویدلي، خو عام خلک، د ولایتي شوراګانو رییسان او قومي مشران وايي، چې ټول ولایتونه او ولسوالۍ د خبرو اترو له لارې په سوله ییز ډول طالبانو ته سپارل شوي او د جګړې ډېرې کمې پېښې رامنځته شوې دي.

ولسمشر اشرف غني په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې هېواد د بې ثباتۍ له ګواښ سره مخ دی او د وضعیت د کنټرول او بې ثباتیو د مخنیوي لپاره یې مشورې پیل کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې د شل کلنو لاس ته راوړنو د خوندیتابه ژمنه کوي.

100%

د زمري ۲۴مه، طالبان د کابل په دروازو کې

سهار لا نه و پوره روښانه شوی، چې له میدان وردګ نه د جګړې شور د کابلیانو تر غوږو ورسېد.

میدان ښار تر یوې شپې جګړې وروسته سهار ۹ بجې د طالبانو لاس ته ولوېد او جګپوړي ولایتي او امنیتي چارواکي کابل ته لاړل. د طالبانو ویاند اعلان وکړ، چې د میدان ښار ټول دولتي تاسیسات ددوی د جنګیالیو لاس ته لوېدلي دي.

د کابل ښار په څنډو کې مهمې سیمې او لارې د طالبانو په واک کې وې. ګڼ وردګ او لوګري طالبان په کابل کې د خپلو دوستانونو په مېلمستونونو کې دیره شول او پنځمه حوزه، چهلستون، بګرامي، احمدشاه بابا مېنه او نورې سیمې له طالب جنګیالیو ډکې شوې.

د زمري پر ۲۴مه وسله وال طالبان پلازمېنې کابل ته ننوتل او له شخړې او جګړې پرته ارګ ، دفاع وزارت، ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ، وزارتونو او نورو مهمو تاسیساتو او ودانیو ته ننول.

طالبانو پر ارګ رپېدونکی ملي بیرغ لرې کړ او پرځای یې خپل سپین بیرغ را وځړاوه.

اشرف غني له خپلو نږدې کسانو سره د دریو چورلکو په ملتیا له کابل نه ازبکستان او له هغه ځایه متحده عربي اماراتو ته لاړ. پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نور سیاستوال په کورونو کې پاتې شول او له خلکو یې وغوښتل چې ارام واوسي.

په زرګونو خلک د کابل هوايي ډګر پر لور په منډه وو، ښار کې د موټرو د ګڼه ګوڼې له امله د یوه ساعت موټر مزل په څو ساعتونو کې کېده. په ښار کې خال خال ډزې کېدې، په ځینو سیمو کې د لوټ او تالان رپوټونه ورکول کېدل، خو پر سړکونو د وسله والو طالبانو موټرسایکل لیدل کېدل، چې شاته کمپلې هم پسې غوټه وې.

د زمري پر ۲۵مه له افغانستان نه د ازبکستان او تاجکستان پر لور د شپږو پوځي الوتکو د وتلو رپوټونه ورکړل شول. تاجکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې پنځه الوتکې ددوی فضا ته داخلې شوې دي او په یوه الوتکه کې لسګونه افغان سرتېري وو، چې ددغه هېواد په باختر هوايي ډګر کې ښکته شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام اسحاق زي له امنیت شورا وغوښتل چې د افغانستان لپاره یو انساني کوریډور پرانیزي او هغه افغانان را وباسي، چې د طالبانو له ګواښ سره مخ دي.

د بریټانیا د لومړي وزیر ویاند اعلان وکړ، چې دوی د ورځې سلګونه افغان او بریټانیايي وګړي تخلیه کوي.

په کابل کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال کنټ مک کنزي وویل، چې د امریکايي سرتېرو د وتلو په تړاو د دوی او طالبانو ترمنځ یوه هوکړه رامنځته شوې او له طالبانو یې غوښتي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو په بهیر کې مداخله ونه کړي.

طالبانو د شپې په کابل کې هوايي ډزې کولې او پر ښار یې خپل تسلط نمانځه.

100%

د وږي ۶مه، طالبان پنجشیر ته ننوځي

پنجشېر وروستی ولایت و، چې طالبانو ونیوه. د وږي میاشتې پر ۶مه طالبانو اعلان وکړ، چې ځواکونه یې له څلورو جبهو پنجشیر ولایت ته ننوتلي دي.

د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته وویل، چې د احمد مسعود په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ورغلی او د طالبانو له پلاوي سره یې کتلي دي.

د وږي پر ۱۵ مه طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، چې د پنجشیر ولایت په مرکز بازارک ښار کې یې د طالبانو د بیرغ هسکېدل ښودل. څو ساعته وروسته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان وکړ چې دوی پر پنجشیر ولایت بشپړ واک ترلاسه کړی دی.

احمد مسعود او امرالله صالح وویل، چې دوی په یوه خوندي ځای کې دي. احمد مسعود له خلکو وغوښتل، چې د طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړي.

محلي سرچینو رسنیو ته وویل، چې نوموتی خبریال فهیم دشتياو د طالبانو د مخالفې جبهې یو شمېر نور غړي وژل شوي دي.

په هرات کې د فولادو ویلې کولو فابریکه پرانېستل شوه

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱
په هرات کې د فولادو ویلې کولو فابریکه پرانېستل شوه
100%

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د «هرات فولاد» په نوم د فولادو د وېلي کولو نوې خصوصي فابریکه د ۷میلیونه ډالرو په پانګونه رسماً پرانیستل شوه. دغه فابریکه د ورځې د ۱۵۹ ټُنه وسپنې د تولید ظرفیت لري.

د طالبانو د هرات ولایت مطبوعاتي دفتر د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) راپور ورکړی چې یاده پروژه د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، ملي سوداګرو او صنعت کارانو په حضور کې پرانیستل شوه.

د فابریکې د پرانیستې پر مهال د طالبانو د هرات والي وویل،چې د دغې فابریکې په فعالېدو سره به د هېواد د فولادو تولید ډېر شي او سوداګر باید د کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو د نړیوال بازار له تولیداتو سره سیالي وکړي.

د «هرات فولاد» فابریکې مشر خان‌ګل اسحاقزي ویلي، چې په یادې پروژې ۷ میلیون ډالره پانګونه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې دا مهال د فابریکې د تولید لومړۍ کرښه فعاله شوې او ژر به د وسپنې د ویلي کولو دویمه کرښه هم فعاله شي.

طالبانو اندونیزیايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۱
طالبانو اندونیزیايي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته راوبلل
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزی، د اندونیزیا له شارژدافیر ناندا اوالیست سره لیدلي او د دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو، پانګونې او سوداګریزو فرصتونو په اړه یې خبرې کړې دي. طالبان وايي، اندونیزیا غواړي له کابل سره دوه اړخیزه سوداګري پرخه کړي.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا لیدنه د چهار شبنې په ورځ (د زمري پر ۱۵مه) ترسره شوې، چې د افغانستان او اندونیزیا د خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ، اړیکو او د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا پکې ټینګار شوی.

خبرپاڼه وايي، د اندونیزیا شارژدافیر په خبرو کې ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. طالبانو د نوموړي له قوله ویلي: «اندونیزیا د افغانستان په اقتصادي فرصتونو کې د پانګونې لیوالتیا لري، او موږ غواړو له افغان لوري سره په ګډه کار وکړو».

په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې عزیزي د اندونیزیايي ډېپلوماټ د ماموریت هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې ته په اشارې سره ویلي چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د سوداګرۍ توازن ته ژمن دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست همداراز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او نورو برخو کې پراخې پانګوالې زمینې شته. نوموړي ویلي: «اندونیزیا د خامو موادو پراخ امکانات لري او افغانستان هم د ګڼو سکتورونو لپاره پانګونې ته چمتو دی. که د دواړو هېوادونو خصوصي سکتورونه همغږي شي، ستر کارونه تر سره کېدای شي.»

عزیزي د اندونیزیا د خصوصي سکتور استازو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راشي او له نږدې د پانګونې له فرصتونو ځانونه خبر کړي.

طالبانو د خصوصي روغتیايي مرکزونو د بهرنیو او افغان ډاکترانو څار پیل کړی

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۱ GMT+۱
طالبانو د خصوصي روغتیايي مرکزونو د بهرنیو او افغان ډاکترانو څار پیل کړی
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د دې وزارت د طبي شورا لوی رییس په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له خوا د خصوصي روغتیايي مرکزونو د څار لړۍ پیل شوې، چې د هېواد د داخلي او بهرنیو ډاکترانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو فعالیتونه وڅېړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) ویلي، چې د یاد نظارتي بهیر هدف دا دی چې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو حضور، فعالیت، تحصیلي اسناد، جوازونه اود اقامت سندونه وڅېړي.

یاد وزارت ویلي چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات ترسره کړي.

طالبان وايي، دا لړۍ څه موده وړاندې په کابل کې پیل شوې چې تر دې دمه د بلاسم، البدر، تره خېل او اخلاص روغتونونو نظارت شوی او مسوولینو ته د باکیفیته، تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو سپارښتنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې دغه نظارتي بهیر به له کابل وروسته نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه پلی شي او د مسوولینو له لوري به له سرغړوونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي.

طالبانو د کابل جوی شیر کتاب پلورنځي سینمای پامیر ته ولېږدول

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۵ GMT+۱
طالبانو د کابل جوی شیر کتاب پلورنځي سینمای پامیر ته ولېږدول
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې د چهار شنبې په ورځ یې د جوی شیر کتاب پلورونکو لپاره په پامیر سینما سیمه کې بدیل نشراتي بازار پرانېستی، خو یو شمېر کتاب پلورونکي وايي، دا چاره به یې پر کاروبار منفي اغېز وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، چې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست، خصوصي خپرندویانو او کتاب پلورونکو په همکارۍ یې د جوی شیر کتاب پلورونکو لپاره د پامیر سینما په سیمه کې بدیل نشراتي بازار پرانېست.

د طالبانو په وینا، د بدیل بازار د پرانیستې پرمهال یې د درېیو ورځو لپاره د کتاب نندارتون هم پرانیستی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې له جوی شیر سیمې څخه د پامیر سینما سیمې ته د کتاب پلورونکو انتقال به د کتاب مینه والو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معیین مهاجر فراهي ویلي:« دا نندارتون درې ورځې دوام کوي او شاوخوا ۵۶ غرفې پکې شته، چې د کتاب مینه وال کولای شي له هغو څخه ګټور کتابونه ترلاسه کړي.»

خو په ورته وخت کې د کابل د جوی شیر په سیمه کې یو کتاب پلورونکی چې هټۍ یې د پامیر سینما سیمې ته انتقال شوې د نوم نه اخېستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«جوی شیر یو تاریخي نوم درلود، هغه سیمه د ډېر پخوا څخه د کتاب پلورنځیو په خاطر ډېره مشهوره وه، خو اوس چې سینما پامیر ته رانتقال شوو، کیدای شي ډېر وخت ونیسي، ترڅو خلک د دې نوي ادرس سره ځان بلد کړي.»

ځینې کتاب پلورونکي بیا د کتاب پلورونکو لپاره د بدیل بازار پر جوړېدو خوښ دي، ځکه څه موده وړاندې یې د جوی شیر په سیمه کې هټۍ د سړک پراخوالي له امله د کابل ښاروالۍ له لوري ویجاړې شوې وې.

یو کتاب پلورونکی وايي:«موږ ته ښاروالۍ وخت راکړی و، چې باید هټۍ مو تخلیه کړو، نوموږ همداسې وکړل، هلته یې د سړک د پراخوالو لپاره ټولې هټې ونړولې، اوس خوشحاله یو، چې دلته را انتقال شوو، نو تر څو چې موږ مشتریان پیدا کوو، کېدای سي وخت ونیسي اما داچې بل ځای ته راغلو په دې خوشاله یم.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې په ځانګړي ډول کابل ولایت کې د کتاب پلورونکو او خپرندویانو کاروبار کمزوری شوی او طالبانو هم د ډېرو لیکوالانو د کتابونو پر پلور بندیزونه لګولي دي.