• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د هند حیدراباد کې افغان کونسلګرۍ ته خپل نوی استازی معرفي کړی

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د هند د حیدراباد افغان کونسلګري له جون میاشتې راهیسې دې ډلې ته سپارل شوې ده. طالبانو دې کونسلګرۍ ته د «محمد رحمان» په نامه یو تن د خپل ډيپلوماټ په نامه معرفي کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د هند د حیدراباد افغان کونسلګري «له تېرې جون میاشتې راهیسې» طالبانو ته سپارل شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په حیدراباد کې د تېر جمهوري نظام له‌خوا ټاکل شوی کونسل د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته تللی او هلته دنده ترسره کوي.

سرچینه ټینګار کوي چې دا بدلون یوازې یو تخنیکي انتقال نه، بلکې د دواړو لوریو ترمنځ د ډیپلوماتیکو تماسونو د پراخېدو برخه ده.

د هند ای اې ان اېس رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې «محمد رحمن»، چې د طالبانو له‌خوا د کونسلګرۍ نوی مسوول ټاکل شوی، د ۲۰۲۵ کال له جون میاشتې راهیسې د حیدراباد کونسلګرۍ مسوولیت پر غاړه لري.

راپور زیاتوي چې د ممبی کونسلګري تېر کال «اکرام‌الدین کامل» ته سپارل شوې وه، او اوس مهال د نوي ډیلي په سفارت کې لا هم «محمد ابراهیم خېل» د شارژدافیر په توګه پاتې دی.

ابراهیم خېل له پخواني جمهوري نظام سره تړاو لري. که څه هم اسناد ښيي چې هغه د حیدراباد د ماموریت مسوول هم دی، خو سرچینو ویلي چې له جون میاشتې راهیسې هلته د طالبانو نوی استازی چارې پر مخ وړي.

یو هندي چارواکی، چې د نوم له ښودو یې ډډه کړې، ای اې ان اېس ته ویلي: «دا ډول ګومارنې ښيي چې طالبان غواړي له نوي ډیلي سره ډیپلوماتیک تماسونه وساتي. داسې ښکاري چې د روان کال تر پایه به طالبان د نوي ډیلي سفارت هم تر خپل کنټرول لاندې راولي.»

د هند د بهرنیو چارو وزیر، اس. جې ‌شنکر، د روان کال د اپرېل میاشتې په ۲۲مه د پهلګام برید له غندنې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې وې، چې دا د دواړو خواوو ترمنځ د تماسونو تسلسل ښيي.

یوې بلې سرچینې ویلي چې امکان شته د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی راتلونکې میاشت هند ته سفر وکړي. د دې سرچینې په وینا، «که دا سفر وشي او هر څه سم پرمخ لاړ شي، دا به د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو پراخېدو لپاره یو مهم ګام وي.»

یاده دې وي چې روسیې تېره میاشت د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان: ۱۰ خبریالان د طالبانو په بند کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۶ GMT+۱
د افغان رسنیو ملاتړ سازمان:  ۱۰ خبریالان د طالبانو په بند کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي
100%

د افغان رسنیو د ملاتړ سازما‍ن د یویې اعلامیې په خپرولو سره د خبریالانو د نیونې او د رسنیو د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو کړنې غندلې دي او وايي، چې لا هم لس تنه خبریالان د طالبانو په زندان کې له ناڅرګند وضعیت سره مخ دي.

د افغان رسنیو ملاتړ سازمان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د طالبانو په بند کې د ۱۰ خبریالانو ناڅرګند وضعیت او په تېرو څو ورځو کې د بېلابېلو تورونو پر بنسټ د یو شمېر نورو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو نیول کېدل غندل شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوې:« دا کړنې د بیان له ازادۍ، د رسنیو خپلواکۍ او بشري حقونو له نړیوالو اصولو د طالبانو د ځپونکو سرغړونو ښکاره بېلګې دي.»

د افغان رسنیو د ملاتړ دغه سازمان له طالبانو غوښتنه کوي، چې د رسنیو ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې نړیوالو اصولو ته درناوی وکړي او د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې دې ناقانونه او ظالمانه کړنې سملاسي پای ته ورسوي.

هبت الله: تېرو نظامونو د خلکو فکرونه دومره خراب کړي چې شریعت ورته نا اشنا ښکاري

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱
هبت الله: تېرو نظامونو د خلکو فکرونه دومره خراب کړي چې شریعت ورته نا اشنا ښکاري
100%

پر ټولنیزو شبکو د طالب مسوولانو د جنسي اړیکو د ویډیوګانو له خپرېدو سره هممهاله، د طالبانو مشر کندهار کې په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې تېرو نظامونو کې غیرشرعي امورو وده کوله. نوموړي ویلي، «د فساد او فحاشۍ رواجولو برخه کې د ډېرو پانګونو له امله اوس خلکو ته شریعت نابلده ښکاري».

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په کندهار کې د دیني عالمانو په یوه لویه غونډه کې ادعا کړې، چې په تېرو نظامونو کې خلک له دین سره نا اشنا کېدل، فساد او فحاشي دود کېده.

ملا هبت الله اخوندزاده ویلي، چې «په تېرو نظامومو کې غیرشرعي امورو وده کوله، هغوی فساد او فحاشي رواج کړې وه، د خلکو فکرونه او ذهنونه یې ورخراب کړي وو».

هبت الله زیاته کړې، « خلک دې ته هڅول کېدل، چې د دین او مذهب مقابله وکړي او د همدي لپاره یې ډېره پانګونه هم وکړه، د خلکو ذهنونه او فکرونه دومره خراب شوي وو، چې اوس شریعت ورته نابلده [نااشنا] ښکاري.»

نوموړي ټینګار کړی، چې د دې ډلې ټول قوانین، پرېکړې او حکمونه به د شریعت مطابق دي.

هبت الله ویلي:«تاسې ته معلومه ده، چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر نه وي هغه ټولنه له فساد او د الله تعالی له عذاب سره مخ وي. د علماء کرامو دا دنده ده، چې خلک د پیغمبر ع سنتو ته را وبولي، سیرت او صورت په شرعي طریقه برابر کړي، لکه ږیره، لنګوټه او داسې نور او د خپل ژوند په چارو کې د شریعت د مخالفت څخه ځان او کورنۍ وساتي.»

په وروستیو څو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د څو چارواکو د جنسي اړیکو ویډیوګانې د عامو خلکو نیوکې او اندېښنې را پارولې، چې دا ډله شریعت یوازې پر عامو خلکو پلی کوي، خو د خپلو غړو پر وړاندې سکوت غوره کوي.

د طالبانو مشر دې مسالې ته له اشارې پرته، له فساد او بېلارۍ نه ددیني عالمانو او طالب چارواکو د لیکو پر پاکوالي ټینګار کړی دی.

هغه وايي، « دوه صفونه دي، چي یو د علماوو صف او بل د حاکمانو صف دی، عام خلک په همدې دوو صفونو پسې روان دي، دغه دوه صفونه چې هر لاره انتخابوي، خلک ورپسې روان دي، که الله جل جلاله دا دوه صفونه اصلاح کړل، نو ټول خلک ورسره اصلاح کیږي او که خدای مه کړه دا دوه صفونه په فساد اخته شول، نو خلک هم په فساد کې ورسره اخته کیږي».

د تېرو حکومتونو پر څرنګتیا د طالبانو د مشر دا نیوکې داسې مهال دي، چې د افغانستان اساسي قانون د اسلامي ارزښتونو او احکامو پر بنسټ ولاړ و او خلکو د دیني ارزښتونو په پالنه کې بشپړه ازادي درلوده.

د طالبانو د بلخ والي: د ملا هبت الله د فرمانونو او احکامو پلي کول «واجب» دي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۱
د طالبانو د بلخ والي: د ملا هبت الله د فرمانونو او احکامو پلي کول «واجب» دي
100%

د طالبانو د بلخ والي د خپل مشر د فرمانونو د تطبیق په غونډه کې یوځل بیا ټینګار کړی، چې د نوموړي د فرمانونو او حکمونو پلي کول پر ټولو واجب دي. یوسف وفا وايي، « د اسلام او شریعت په چوکاټ کي تر هیڅ هم نه تیریږو، موږ ته د الله تعالی او خپل ولس رسمیت مهم دی، نه د بهرنیو رسمیت».

په دې غونډه کې چې د پنجشنبې په ورځ شوې، د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د هبت الله د فرمانونو د تطبیق غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې «د امیر د فرامینو او احکامو عملي کول واجب دي».

د طالبانو د بلخ والي دې غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، « د امیرالمومنین ټول فرامین او احکام عملي کول پر موږ او تاسو واجب دي، ټول د شریعت په چوکاټ کي دي او باید په پوره اطاعت یې عملي کړو».

نوموړي دغه راز وویل، چې د دوی «جهاد او نظام» په اطاعت، وحدت او قربانیو بریالی شوی او ټولې پرېکړې یې د شریعت په چوکاټ کي د اسلام او هیواد په ګټه کیږي.

نوموړي د هبت الله اخوندزاده د خبرو په تایید ویلي، چې دوی په ټولو برخو کي قوانین لري او باید د دې فرامینو او احکامو ملاتړ او اطاعت وشي. وفا د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په تړاو وویل، « د اسلام او شریعت په چوکاټ کي تر هیڅ هم نه تیریږو، موږ ته د الله تعالی او خپل ولس رسمیت مهم دی، نه د بهرنیو رسمیت».

د طالبانو حکومت تر اوسه یوازې روسیې په رسمیت پېژندلی، خو نورو هېوادونو دا ډله په خپلو سیاستونو کې تغییر او نرمښت ته هڅولې ده.

یوسف وفا خلک یوځل بیا د خپل امیر اطاعت ته وبلل او زیاته یې کړه، « زموږ او ستاسې کامیابي په وحدت او اتفاق کې ده، نه په بې اتفاقي او بې اطاعتي کې. راشئ د خپل امیر ترشا ودریږو، هر امر ته یې لبیک ووایو او ددې نظام ملاتړ ته همداسې دوام ورکړو».

د طالبانو د مشر ډېری فرمانونه، له ښځو سره تبعیض، د نجونو د زده‌کړو له بندښت، د ښځو له کاره محرومېدو او د بیان د ازادۍ له سختو محدودیتونو سره مل دي.

د بلخ یو اوسېدونکی رامز سید خیلي له غونډې وروسته افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ خو د امیر د فرمانونو ملاتړ کوو، خو دا فرمایشات یوازې هغه ځای تطبیقېږي چې واکمن ته تاوان نه کوي. ایا د امیر هغه فرمان تطبیق شو چې ویلي یې و غصب، واسطه او تعصب حرام دي؟»

د بلخ یو تن خبریال چې نه غواړي نوم یې یاد شي، افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل:«دوی د اسلامي ارزښتونو نوم اخلي، خو یوازې د ښځو پر جامو، موسیقۍ او رسنیو بندیزونه اسلامي بولي؛ فساد، بې عدالتي او د قدرت انحصار بیا هېر شوي».

سږ کال ۱۵۰ زره افغان زیارت کوونکي عراق ته ځي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱
سږ کال ۱۵۰ زره افغان زیارت کوونکي عراق ته ځي
100%

ایران وايي، چې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر غوښتنې ډېرې شوې او دا مهال ۱۵۰ زره افغانانو نوملیکنه کړې ده. ایراني چارواکي اندېښنه ښيي چې د اربعین یو شمېر زیارت کوونکي به په ایران او عراق کې پاتې شي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د فرهنګي، ټولنیزو او زیارتي چارو مرستیال ویلي،چې د دوی د تګ لپاره اړین ډېپلوماټیک او امنیتي تدابیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو مسوولو ادارو په همکارۍ نیول شوي، څو له ایران نه عراق ته د زیارت کوونکو تګ په امن او قانوني ډول ترسره شي.

تیمورعلي عسکري ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر لېوالتیا زیاتوالي په نظر کې نیولو سره، لازمې اسانتیاوې او تدابیر سنجول شوي دي. ځینې زیارت کوونکي د خپلو ځانګړو بسونو له لارې چې ترانزیتي بڼه لري، عراق ته ځي».

هغه زیاته کړه: «د شته شمېرو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۵۰ زره افغان اتباع عراق ته د تګ په نوبت کې دي، حال دا چې تېر کال له افغانستان څخه شاوخوا ۵۰ زره او له ایران په ځانګړي ډول مشهد نه، شاوخوا ۲۵ زره کسان د اربعین زیارت ته استول شوي وو».

عسکري وویل چې تېر کال نږدې ۹۰ زره کسانو د اربعین په مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د خراسان رضوي چارواکي وايي، چې د تېر کال تجربه ښيي، یو شمېر زیارت کوونکي عراق ته له تګ وروسته هلته پاتې شوي او یا یې هم په ایران کې لنډمهاله استوګنه غوره کړې. تمه ده چې سږ کال به دا حالت لا شدید شي، ځکه د افغان زیارت کوونکو شمېر پام وړ زیات شوی دی.

عسکري وویل: په همدې موخه، د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال جلال‌زاده مشهد ته ورغلی، چې د بهرنیو چارو وزارت د استازولیو او کونسلګریو له لارې، د افغان زیارت کوونکو لپاره د تګ راتګ د اجازو د صادرېدو بهیر اسانه او تنظیم کړي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کوي

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۱
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کوي
100%

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت وايي، چې د خپلو پولو څار او کڼترول لړۍ غځوي او د افغانانو په ګډون هغه کسان چې په غیرقانوني ډول په جرمني کې مېشت دي، بېرته خپلو هېوادونو ته استوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د « نن ورځې مېز» په نوم پوډکاست کې ویلي:« موږ به د پولو څار ته دوام ورکړو او د پولو د څار ترڅنګ به ځینې کسان له پولې راوګرځول شي.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه راز ویلي،‌ چې هېواد یې پلان لري افغانستان او سوریې ته د نورو کډوالو دشړلو لپاره هم د چارتر الوتنو بندوبست وکړي.

نوموړي زیاته کړه:« موږ د اضافي شړنو لپاره پر الوتنو کار کوو، په ځانګړي ډول افغانستان او سوریې ته. دا کار ډېر ضروري دی، څو هغه کسان، په تېره مجرمان، چې نه شي پاتې کېدای او باید پاتې نه شي، بېرته خپلو هېوادونو ته واستول شي».

د جرمني د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې جرمني په جولای میاشت کې افغانستان ته په یوه چارتر الوتنه کې ۸۱ افغان مجرمان واستول او دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته دویمه ډله افغان کډوال وو، چې جرمني افغانستان ته وشړل.

په جرمني کې واک ته د محافظه کار ایتلافي حکومت له رسېدو وروسته د می میاشت له ۸مې نیټې راهیسې دغه هېواد خپل سرحدي کنټرولونه سخت کړي دي.