• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پروفایل\ژوندلیک

مذهبي او قومي لږکۍ؛ له بنسټیزو حقونو، مذهبي ازادۍ او سیاسي ونډې څخه محروم کړای شوي دي

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ زمری ۱۴۰۴ - ۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې مذهبي او قومي لږکۍ له ګڼو ننګوونو، محدودیتونو او بندیزونو سره مخ دي چې له امله یې په بېلابېلو برخو کې ترې حقونه اخیستل شوي دي.‌ موندنو په ډاګه کړې چې د دوی هویت، امنیت او مذهبي ازادۍ سختې محدودې شوې دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې ښوولې، چې افغانستان کې د مذهبي او قومي لږکیو بنسټیز حقونه په تېرو درېیو کلونو کې څو برابره ډېر تلف شوي دي. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د تېرو څلورو کلونو په واکمنۍ کې پر مذهبي او قومي لږکیو ډول، ډول فشارونه راوړل شوي او ان ځینې مجبوره شوي؛ څو خپل مذهبونه پرېږدي.
په مذهبي لحاظ شیعه‌ګان، اسماعلیان، سلفیان او سیکان د طالبانو له لوري په نښه شوي او خپل سختدریځه نظریات یې پرې تحمیل کړي دي، چې د دوی د مذهبي ازادیو مخه یې ډب کړې ده.

هزاره‌ګان؛ په قومي او مذهبي لحاظ له محدودیتونو تر بریدونو
د طالبانو د بیا واکمنۍ له راتګ سره د هزاره وګړو پر ضد تاوتریخوالی، توپیري چلند او ستونزې په اندېښمنوونکې کچې زیاتې شوې دي.
هزاره‌ګان په قومي او مذهبي لحاظ له سختو ترهګریزو بریدونو سره هم مخ شوي او ورځ تر بلې یې د طالبانو په واکمنۍ کې امنیتي اندېښنې زیاتېږي. د افغانستان انټرنشنل – پښتو د څېړنو له مخې؛ په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د هېواد بېلابېلو سیمو کې پر شیعه هزاره‌ګانو نږدې ۶۱ ترهګریز بریدونه شوي، چې په کې ځانمرګي هم شامل دي. د دغو ډېری بریدونو پړه داعش وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستې؛ خو طالبان د هزاره‌ګانو خوندیتوب کې په ښکاره توګه پاتې راغلي دي.
د باور وړ څېړنې ښيي، چې د طالبانو جنګیالیو په ځینو ځایونو کې ملکي هزاره وګړي شکنجه کړي او بې‌محاکمې یې وژلي دي. یوه بېلګه یې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د غور ولایت پېښه ده، چې د بښنې نړۍوال سازمان له لوري هم تایید شوې ده.‌ په دغه پېښه کې ۶تنه هزاره چې یوه دولس کلنه نجلۍ هم په کې شامله وه، تر نیول کېدو وروسته ووژل شول او د یوه وژل شوي کس پر بدن د شکنجې نښې هم لیدل شوې وې.
د هزاره‌ګانو د یوې ټولنې د معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د روزګان پر لاره طالبانو یو هزاره پلار او زوی یې ونیول او له دواړو یې سرونه پرې کړل.‌
له دې ور هاخوا هزاره‌ګان د طالبانو په واکمنۍ کې ځانونه په دولتي‌ کچه نه ګوري. دوی نیوکه کوي، چې د طالبانو حکومت یوازې له سني (حنفیانو)‌ جوړ دی او دغه ډله په قصدي توګه نه غواړي چې هزاره وګړي په دولتي دندو کې ځای پر ځای شي.
د پخواني جمهوري‌ نظام پر مهال د افغانستان د وسله‌وال پوځ یو پخواني افسر چې اوس‌مهال په ایران کې ژوند کوي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «طالبان هغه هزاره‌ګان چې پوځي دندې یې کړې دي هم په کراره نه پرېږدي. زما ځینې هزاره دوستان یې ونیول او سخت یې وځورول. زه مجبور شوم راشم. د طالبانو په پوځي لیکو کې حتی یو هزاره لا نشته».
د ۲۰۲۳ د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو چارواکو د «فقه شیعه» تدریس په ټولو ښوونیزو بنسټونو او ان د شیعه‌ګانو په خصوصي مدرسمو کې هم پرې بندیزونه ولګول. همدا راز د ولایتي دیني شوراګانو له جوړښتونو یې شیعه عالمان لرې کړل او یوازې یې حنفي مذهبي پرېښودل.
یو هزاره دیني عالمان چې په بامیانو کې د دیني عالمانو د کمېټې غړی و د نوم نه ښودو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې طالبان ان په شیعه مېشتو سیمو کې هم پر خلکو د حنفي مذهب اړوند مسایل پلي کوي چې دا په ښکاره توګه د دوی د مذهبي ازادۍ نقض دی. هغه زیاته کړې، چې د دیني عالمانو په ولایتي کمېټو کې د شیعه دیني عالمانو نشتوالي په هزاره مېشتو سیمو کې ګڼې ستونزې هم راولاړې کړې دي.
د سرچینې په خبره: «زمونږ شیعه‌ګانو ته یې تبلیغات کول، چې سم مسلمانان شئ. دوی موږ مسلمانان نه ګڼي او یوازې حنفي مذهبي ورته مسلمانان ښکاري». همدا راز یو شمېر هزاره‌ګان نیوکې کوي، چې طالبان پر سړکونو او عامه ځایونو کې د تالاشیو پر مهال له دوی څخه ډېرې پوښتنې ګروېږنې کوي او ډېر یې پلټي. ان ځنې هزاره‌ګان اړ شوي، چې د دغه ډول پلټنو پر مهال د خپل مذهب د پټولو هڅې وکړي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته زیاتوي، چې طالبانو په هزاره مېشتو سیمو مرستې هم کمې کړې دي او چندان پاملرنه نه ورته کوي. همدا راز د طالبانو په واکمنېدو سره په هزاره مېشتو سیمو کې د ځمکو پر سر شخړې هم ډېرې شوې او طالبانو د کوچیانو او د دوی ترمنځ دې مسایلو ته لمن وهلې ده. د راپورونو له مخې؛ یو شمېر هزاره‌ګان د ځمکو د غصب په نومونو او دعوو د خپلو مېنو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.
د کابل د دشت برچي سیمه چې یو مهال په کې د زده‌کړو ډېر مرکزونه وو؛ خو اوس یې دا بڼه بدله شوې او ډېری ښوونیز مرکزونه تړل شوي دي. ان دوی د احتمالي بریدونو او ګواښونو له امله په ډله‌ییزه توګه ورزشي کلبونه ته هم نه ځي. دا حالت د ۲۰۲۲ کال تر سپټمبر میاشتې وروسته رامنځته شوی دی. پر یادې نېټې د داعش وسله‌والې ډلې د کاج په نوم د هزاره‌ګانو په یوه ښوونیز مرکز برید وکړ، چې نږدې ۵۴تنه زده‌کوونکي یې ووژل.
د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ میاشتې راورسته پر پر دې مذهبي او قومي لږکیو لږ تر لږه ۱۷ لویو بریدونو کې له ۷۰۰ ډېر هزاره وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي. طالبان نه یوازې د دغه ډول پېښو په مخنېوي کې پاتې راغلي؛ بلکې عاملان یې هم نه دي نیولي او نه د دغو بریدونو کره څېړنه شوې ده.

100%

افغان سیکان؛ د ځمکو له غصبه،‌ تر محدودې ازادۍ او وژنو
سیکان له پېړیو راهیسې افغاسنتان کې اوسېږي، د طالبانو له واکمنۍ سره یې په هېواد کې له پخوا راهیسې کم شوی شمېر لا پسې د اندېښې وړ شوی او یوازې محدودې کورنۍ یې اوس پاتې دي. د طالبانو په دا ځل واکمنۍ کې د سیکانو ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوې او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ اوس یوازې لسګونه سیک کورنۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پاتې دي.
سیکان د داعش ترهګرې ډلې سربېره د طالبانو له لوري هم له مستقیمو امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي. د ۲۰۲۲کال په جون میاشت کې سیکان د کابل دننه له یوې زړه بوږنوونکې پېښې سره مخ شول. داعش وسله‌وال په کارته پروان سیمه کې د دوی پر عبادت ځای ورننوتل او هلته یې ډزې پیل کړې. په دغه برید کې دوه سیکان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
هغه مهال سیکانو نیوکې کولې، چې طالبان یې د امنیت په خوندیتوب کې پاتې راغلل او حتی د دوی د عبادت ځای ساتنه یې هم ونشوه کړای. د هرمیت سینګ په نوم یو سیک ځوان چې دا مهال د برېټانیا په برمهنګم ښار کې اوسېږي د یاد برید پر مهال له خپلې کورنۍ سره کابل کې و. هغه وایي: «سخته ورځ وه، موږ ټول وېرېدلي وو. زه خپل دوکان کې وم او پلار مې کور ته تللی و،‌ چې څنګه خبر شوم نو وارخطا شوم».
هرمیت زیاتوي، چې له دې پېښې وروسته یې نور هېواد کې د ژوند لپاره هیلې ختمې شوې او پرېکړه یې وکړه چې نور باید د خپل ژوند د خوندیتوب په موخه اقدام وکړي. د هغه کورنۍ د سیکانو د یوې ځایي ټولنې له لوري افغانستان څخه واېستل شوه.
د نوموړي په وینا، که څه هم د طالبانو په واکمنۍ سره ځینې سیکان له هېواده وتلي وو؛ خو تر یادې پېښې وروسته د وتلو دا لړۍ لا پسې چټکه او پراخه شوه.
له امنیتي ګواښونو پرته، سیکان له پراخ توپیري چلند سره هم مخ دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سیکانو مذهبي او کلتوري حقونه جدي محدود شوي دي. په کابل کې یو سیک افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د ځانګړو مذهبي مراسمو پر مهال باید له طالبانو څخه اجازه واخلي. هغه وایي، د مذهبي مراسمو پر مهال یې طالبان مذهبي عبادت ځای کې پوځي ډوله حالت اعلانوي چې دوی ورسره په سختو ستونزو کې اخته کېږي. ډېری مهال طالبانو له دغې قومي او مذهبي لږکۍ څخه غوښتي، چې خپلې ډله‌ییزې ناستې یا د ځانګړو عبادتونو مراسم کم کړي.
سرچینې وایي، په ځینو حالاتو کې طالبان د لویو مراسمو جوړېدو اجازه هم نه ورکوي.
د تعلیم او اقتصاد په برخه کې هم سیک لږکۍ له ستر خنډ سره مخ دی. د سیک ماشومانو لپاره د ښوونځیو او ځانګړو ټولګیو ډېره برخه یا تړل شوې او یا د طالبانو تر سختو شرایطو لاندې فعالیت کوي. ډېری سیک کورنۍ وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته یې کاروبارونه یا وتړل شول او یا د ناامنۍ او توپیري چلند له امله د زیان په درشل کې دي. د کابل په یو شمېر بازارونو کې چې پخوا د سیک کاروباریانو په موجودیت مشهور وو، اوس په کې یوازې یو څو هټۍ پاتې دي.
اقتصادي فشارونو او امنیتي ګواښونو ډېر سیکان دې ته اړ کړي، چې له افغانستانه ووځي. په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴کلونو کې کاناډا او هندوستان د یو شمېر سیکانو لپاره د بېړني اېستلو پروګرامونه پلي کړل. د کاناډا په ونکوور ښار کې د جسبیر سینګ په نوم یو سیک افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وایي: «موږ خپل کورونه، د پلرونو قبرونه او عبادت ځایونه افغانستان کې پرېښودل. دا ډېره سخته ده، چې یو انسان د خپلو خاپوړو وطن پرېږدي. بس مجبوري وه».د طالبانو لوړ پوړوو چارواکو که څه هم په وار، وار د سیکانو له ټولنو سره ناستې کړې دي او ټولو مذهبي او قومي لږکیو ته یې د برابرو حقونو د ورکړې خبرې کړې دي؛ خو په عمل کې یې بیا د خپلو ژمنو خلاف اقدامات کړي دي.

100%

سلفیان؛ هغه مذهبي لږکي چې طالبانو پرې د داعش ټاپې لګوي
د افغانستان سلفي ټولنه چې یوه وړه خو پر دین ټینګه سني لږکۍ ده، د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له سخت شک، پراخ فشار او تاوتریخوالي سره مخ ده. په هېواد کې ډېری مسلمانان د حنفي ـ دیوبندي فقې پیروان دي؛ طالبان له پخوا سلفیانو ته له شک او ان د دښمنانو په سترګه ګوري. له ۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې وروسته دغه بدګماني په خونړۍ ربړونه بدله شوه.
دغه مذهبي کړۍ ډېر وخت د طالبانو له لوري د داعش وسله‌والې دلې سره په تړاو تورنېږي او د خپلسرو نیونو، جبري ورکېدو او ان مذهبي دیني عالمان یې په نامعلوم ډول وژل کېږي. په کونړ کې یو ځايي سلفي افغانستان انټرنشتل – پښتو سره د خپلو مذهبي ستونزو‌ په تړاو اندېښنې شریکې کړې دي. د هغه په خبره: «که ږېره ولرې، د سلفیت کلیمې وکاروې نو طالبان درباندې د داعشي ګومان کوي. موږ غواړو د خپلو پلرونو په شان لمونځ وکړو،‌ د حدیث درس ورکړو او یا ورته کېنو؛ خو دې کار باندې له مشکل سره مخ یو».
د افغانستان په ختیځو ولایتونو او په ځانګړي ډول کونړ او ننګرهار کې د سلفیانو لسګونه جوماتونه او دیني مدرسې محدودې شوې یا تړل شوې او یا هم په کې د سلفي مذهب اړوند تدریس ختم شوی دی. ان طالبانو د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې جلال‌اباد ښار کې یو شمېر سلفي دیني مدرسې تر سختو تالاشیو لاندې راوستې.
د بشري حقونو د څار یو شمېر بنسټونو له ختیځو ولایتونو سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سلفي دیني عالمانو د وژل کېدو پېښې هم ثبت کړې دي. د سلفي دیني عالمانو د وژل کېدو لړۍ د ۲۰۲۱کال په وروستیو میاشتو او د ۲۰۲۲کال په لومړیو میاشتو کې بېخي ډېره چټکه وه.
په دې لړ کې د سلفیانو یو مشهور دیني عالم شیخ سردار ولي هم ووژل شو. هغه په جلال‌اباد ښار کې د سلفي مذهب یوه مشهوره دیني مدرسه لرله او د دغه مذهبي لږکیو ترمنځ یې یو ځانګړی شهرت لاره. همدا راز په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو پخواني رییس ډاکټر بشیر له لوري هم د داعش په نامه ځینې سلفیان ووژل شول. دی چې د طالبانو په منځ کې د سلفیانو ضد څېره ګڼل کېږي، د خپلې ډلې په منځ کې له همدې امله د «داعشیانو د وژلو پر قصاب» هم مشهور دی.
د چارو یو شمېر کارپوهان وایي، چې سلفیان د ډانګ او پړانګ ترمنځ ګېر دي. له یو لوري پرې د طالبانو فشارونه دي او له بل له لوري د همدې ځورونو له کبله د داعش ترهګره ډله هڅه کوي‌، چې د دغه مذهبي لږکیو څخه ځانله خلک جذب کړي.
د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې؛ د سلفیانو یو شمېر کورنۍ او مشهورې څېرې د طالبانو د سختو فشارونو له کبله اړ شوي، چې خېبر پښتونخوا ته کډې وکړي. همدا راز طالبانو د سلفي مذهب پر تبلیغ هم جدي بندیزونه لګولي او په جوماتونو کې یې د سلفي امامانو له امامت او خطیبان له خطبو منعه کړي دي.
د سلفي مذهب عام پلویان اوس د پخوا په څېر مذهبي ازادۍ نه‌لري او ان د لمانځه پر مهال رفع الیدین (غوږونو ته لاسونو وړل) او امین بالجهر یا په لوړ غږ الحمدو کې امین نه شي ویلی. همدا راز د سلفیانو د مذهب ترویج اړوند ټولنې او سیاسي ګوندونه هم د طالبانو له لوري لغوه اعلان شوي دي.
یوې سرچینې وویل، چې ان ځینې سلفیان اوس ځانونه په عامه توګه حنفیان معرفي کوي او په ښکاره توګه د خپل مذهب له اړوند عبادته ډډه کوي. کارپوهانو اندېښنې ښوولې، چې د طالبانو له لوري د داعش په نامه د سلفیانو ځورونه د اندېښنې وړ مساله ده،‌ ځکه په لوی لاس دا خلک د یوې سختدریځې ډلې لیکو ته د ورتلو لپاره مجبورېږي.

100%

د مذهب له جبري بدلون سره مخ اسماعیلیان
د افغانستان په شمال او په ځانګړي ډول په بدخشان او تخار ولایتونو کې اسماعیلیان هم د طالبانو په واکمنۍ کې سختې ورځې تجربه کوي. دغه مذهبي لږکۍ هم په جبري توګه د مذهب بدلېدو او د طالبانو له لوري یو شمېر سختو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ ده. په مخکني جمهوري نظام کې دوی ځانګړې ازادۍ لرلې او په اسانه یې خپل مذهبي مراسم او کلتوري دودونه ترسره کول.
هغه وخته چې طالبان پر افغانستان بیا ځل واکمن شول، دا فضا په چټکۍ سره بدله شوه. د اسماعیلي ټولنې د مشرانو، ځايي فعالانو او نړۍوالو ناظرو د روایتونو پر بنسټ؛ طالبان له اسماعیلیانو سره د «سني حنفي معیار» له مخې چلند کوي او د هغوی مذهبي هویت ته په شک او نا اشنا توګه ګوري. په ځینو ولایتونو او په ځانګړي ډول بدخشان کې د طالبانو ځايي قوماندانان او د امربالمعروف وزارت محتسبانو د اسماعیلي وګړو پر مذهبي مراسمو سخت څار کوي او د دوی د ګډو مذهبي مراسمو تر څنګ کلتوري غونډو ته په اسانۍ اجازه نه ورکوي. د دوی د خطبو پر ځانګړي قالب او نورو مذهبي کړنو هم محدودیتونه لګول شوي دي.
په څو ثبت شویو پېښو کې د طالبانو ځایي چارواکو د اسماعیلي خلکو د عقیدې پر څرګندونه فشار راوستی، مذهبي غونډې یې ځنډولې او یا یې د «دیني بدعت او فتنې» په نوم لغوه کړې دي. یو شمېر لیکلي شکایتونه او د بشري حقونو نادولتي ادارو راپورونه بیانوي، چې لږ تر لږه په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د طالبانو ادارې د جماعت‌ خانو دروازې تړلې، د خطبو محتوا کې یې لاسوهنه کړې او اسماعیلي ځوانان یې اړ کړي چې د سني مدرسو په ټولګیو کې نوم‌لیکنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو په یوه راپور کې راغلي، چې لږ تر لږه ۵۰ اسماعیلي نارینه په بدخشان کې د طالبانو له لوري په زوره د مذهب بدلون ته اړ کړای شوي او سنيان کړي یې دي. حتی ځینو ته ویل شوي، چې خپل ماشومان د اسماعیلي ټولنې پر ځای سني دیني ښوونځیو ته ولېږي. دا چاره د اسماعیلي مذهب د له‌منځه وړلو هڅه بلل شوې ده.
د اسماعیلي ټولنې پر ژوند دغو فشارونو ویجاړوونکې پایلې لرلې دي. ډېرې کورنۍ له خپلو تاریخي کلیو کډه کېدو ته اړې شوې او ځینې د تاجکستان، پاکستان او یا نورو هېوادونو پر لور د وتلو لارې لټوي. کورني روایتونه دا هم ښيي، چې یو شمېر کسان د خپلې عقیدې د پټ ساتلو لپاره نومونه او جامې بدلوي، د جماعت‌خانې پر ځای عادي جومات ته ځي او د شک د راپارولو له وېرې د خپل دودیز ذکر، دعا او ټولنیزو غونډو کې له ګډون څخه ډډه کوي.
له اقتصادي اړخه اسماعیلیان له هغو ستونزو سره مخ دي، چې نور اقلیتونه یې هم تجربه کوي. په بدخشان، بغلان او بامیانو کې د کلیوالو لارو او د اوبو د بندونو پروژې چې پخوا به د ټولنې د ګډو هڅو یا نړۍوالو مرستندویه بنسټونو په مرسته پر مخ تللې؛ اوس د طالبانو د محدودیتونو او د مرستو د کمېدو له کبله ټکنۍ شوې دي. هغه روغتیايي خدمتونه چې د جماعت‌خانو د خیریه صندوقونو له لارې به یې د بې‌وزلو کورنیو ملاتړ کاوه، اوس د نظارت د سختېدو او د «غیر رسمي مرستو» د بندېدو له امله کمزوري شوي؛ په پایله کې زیاتې کورنۍ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو له کموالي کړېږي.
د طالبانو رسمي روایت دا دی، چې ګوندې اسماعلیان د دوی په واکمنۍ کې خوندي دي او هر ډول مذهبي ازادۍ لري؛ خو شواهدو څرګنده کړې چې پر کابل دغه واکمنه ډله خپلو دې ادعاوو کې دروغجنه ده.

100%

له ناورین سره مخ قومي لږکي
د مذهبي لږکیو ترڅنګ د افغانستان ګڼ قومي لږکۍ لکه پشه‌يیان، اېماق، پامېریان، ګوجران، ازبکان، ترکمنان او یو شمېر نور هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سیسټماټیکو ستونزو سره مخ دي. که څه هم د دوی د عقیدې له مخې ښایي د مذهبي ځورونې کچه د هزاره یا سیک په څېر لوړه نه وي؛ خو د قومي توپیر، ژبني محدودیتونو او د واک د انحصار له امله د دوی سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حالت ورځ تر بلې خراب شوی دی.
طالبان، چې د واک لویه برخه یې په پښتنو حنفي دیوبندي جنګیالیو کې متمرکزه ده، له ۲۰۲۱کال د اګسټ له میاشتې راهیسې د واک په ټولو کچو کې د خپلې ډلې وفادارانو ته لومړیتوب ورکړی دی. د قومي لږکیو استازي په عمل کې له مهمو حکومتي دندو ګوښه شوي، حتی که دوی د پخواني دولت پر مهال د طالبانو پر ضد په جګړه کې برخه نه هم لرله.


پشه‌يیان

پشه‌يیان چې په ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار، لغمان او کونړ سربېره کاپیسا کې هم مېشت دي، له پخوانیو حکومتونو راهیسې محروم پاتې شوي دي. اوس د طالبانو د واکمنۍ لاندې د دوی ژبه او فرهنګي دودونه له لا زیات ګواښ سره مخ دي.‌ د ښوونځیو او اداري چارو په برخه کې د پښتو او دري د مطلق واکمنۍ له امله پشه‌يي ژبه په عملي ډول له رسمي سیسټم څخه اېستل شوې ده.‌ د پشه‌یي سیمو اوسېدونکي وايي، چې طالبان د ښوونکو د ګومارنې پر مهال یوازې هغه کسان ټاکي چې د پښتو یا دري ژبو د تدریس وړتیا ولري او د پشه‌يي ژبې د رسمي تدریس هیڅ ملاتړ نه کېږي.

100%

ایماق
ایماقان چې په غور، بادغیس، فاریاب او هرات کې ژوند کوي، د هزاره او تاجک ترمنځ یوه ګډه تاریخي او فرهنګي څېره لري؛ خو د قومي لږکۍ په توګه د سیاسي استازیتوب له نشتوالي کړېږي. د طالبانو له راتګ وروسته د ایماق قوم هېڅ لوړپوړی دولتي استازی نه دی ټاکل شوی. د دې ترڅنګ د ایماق مېشتو کلیو امنیتي حالت خراب شوی، ځکه طالبان د ځايي اختلافونو او د څړځایونو د شخړو په هوارولو کې د خپل سیاسي نفوذ د پراخولو هڅه کوي.

پامیریان
پامیریان چې زیاتره د بدخشان په واخان، اشکاشم او نورو لوړو سیمو کې اوسېږي، د ژبني او مذهبي ځانګړتیاوو له امله د طالبانو له شک سره مخ دي.‌ ډېری پامیریان اسماعیلي دي؛ خو د قومي اړخ له مخې هم له اقتصادي او سیاسي محرومیت سره مخ دي. د سخت ژمي او لرې پرتو غرنیو سیمو له امله د پامیر سیمې له پخوا راهیسې له اساسي خدمتونو بې‌برخې وې؛ خو د طالبانو د واکمنۍ لاندې د زېربناوو او مرستو د پروژو بشپړ ټکنۍ کېدل، د خلکو ژوند لا سخت کړی دی.

100%

ګوجر
ګوجران چې په کندهار، هلمند، پکتیا او ننګرهار کې په ځینو سیمو کې ژوند کوي،‌ د بې‌ځایه کېدو دوامداره فشار او د ژوند د دودیزې لارې محدودېدو سره مخ دي. د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي هڅه کوي، د کوچیانو او ګوجرو ترمنځ د څړځایونو شخړې د کوچیانو په ګټه حل کړي. د ګوجر قوم مشرانو په بېلابېلو ولایتونو کې په همدې تړاو له طالبانو شکایتونه هم کړي؛ خو چندان غوږ ورته نه دی نیول شوی.

ازبکان او ترکمنان
ازبکان او ترکمنان چې ډېر یې په شمالي ولایتونو کې مېشت دي، د طالبانو له لوري د ځواک له مرکزونو څنډې ته شوي دي.
د مخکني جمهوري نظام پر مهال دغه دوه قومونو د حکومت تر څنګ په ملي شورا کې هم ځانګړې څوکۍ لرلې؛ خو اوس د طالبانو په واکمنۍ کې د دوی حضور د پخوا په شان نه دی. ازبکانو او ترکمنانو له طالبانو څو، څو ځله غوښتي، چې د دوی د قومي ترکیب له مخې باید حقونه او حکومتي ونډه ورکړل شي؛ خو پر دغو غوښتنو طالبانو غوږونه نه دي ګرولي.


ګډې ننګوونې او ستونزې
د ټولو یادو قومي لږکیو ګډه ستونزه د سیاسي استازیتوب نشتوالی، د ژبني او کلتوري حقونو محدودول، اقتصادي محرومیت او د امنیتي بې‌باورۍ فضا ده. طالبان په رسمي بیانونو کې وايي، چې «ټول افغانان د یو ملت برخه دي او د قوم پر بنسټ» توپیر نه کوي؛ خو په عملي توګه بیا داسې نه ده.
د چارو کارپوهانو په خبره،‌؛ قومي لږکي، که مذهبي توپیر هم ونه لري؛ له ټولنیز او سیاسي قدرت څخه څنډې ته کړای شوي دي. قومي لږکي اوس‌مهال د ژبې او فرهنګي هویت د کمزورتیا او د اقتصادي پرمختګ له نشتوالي کړېږي. د احمد الله منیب په نوم یو فعال وایي، دا حالت د هېواد د څو قومي جوړښت پر بنسټ د اوږدمهاله بې‌باورۍ تخم شېندي، چې راتلونکې کې د نوي کړکېچ د راټوکېدو زمینه برابروي.


د طالبانو دریځ او نړۍوال غبرګونونه
طالبان په رسمي خبرو کې ټینګار کوي، چې د « ټولو افغانانو حقونه خوندي دي، عمومي بښنه یې اعلان کړې» او وایي د تبعیضي چلند پالیسي نه‌لري. د دوی چارواکي عموماً د لږکیو پر ضد بریدونه او امنیتي ګواښونه د داعش ډلې کار بولي او همدا راز ادعا کوي، چې د مذهبي یا قومي لږکیو د هر ډول مراسمو خوندیتوب په برخه کې یې اقدامات کړي دي.
خو د طالبانو دې څرګندونو نه یوازې په کور دننه خپل وزن له لاسه ورکړی؛ بلکې نړۍوال یې هم دروغجن تبلیغات ګڼي او په افغانستان کې د قومي لږکیو تر څنګ د مذهبي لږکیو د حقونو په تړاو اندېښمن دي. طالبان په ښکاره د بشري حقونو د نقض تر څنګ په قبیلوي اختلافاتو کې هم ښکېله ډله ده.
که څه هم نړۍوالې ټولنې او بشري سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د لږکیو حقونه خوندي کړي؛ خو دا غوښتنې پر ځمکه غورځول شوې دي او ورځ تر بلې لږکي له محدودیتونو، بندیزونو او سیاسي بهیر څخه اېستل کېږي.


•
•
•

نور کیسې

د یوه افغان کډوال اولادونه؛ له پنځوسو ورځو راهیسې په تهران کې زموږ د پلار هېڅ درک نشته

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱
د یوه افغان کډوال اولادونه؛ له پنځوسو ورځو راهیسې په تهران کې زموږ د پلار هېڅ درک نشته
100%

د افغان کډوالو د لادرکه کېدو په دوام د ادهم بهزاد تیموري کورنۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغه د لادرکه کېدو خبر ورکړی. دوی د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تیموري له څه باندې ۵۰ ورځو راهیسې ورک دی او دوی د هغه هېڅ نښه نه ده موندلې.

د دې کورنۍ زوی محسن تیموري وايي، چې د هغه د پلار د لادرکه کېدو لاملونه روښانه نه دي.

د هغه په وینا، د ایران پولیسو هم د ادهم تیموري هېڅ نښه نه ده موندلې.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان کډوال په ایران کې ورک کېږي. په ایران کې د افغان نارینه او ښځو د لادرکه کېدو ورته راپورونه مخکې هم خپاره شوي دي.

د ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ سمانه تاجک کورنۍ راپور ورکړ، چې هغه د تهران د حسین اباد په چهاردنګ سیمه کې ورکه شوې ده.

د سمانې کورنۍ وایي، د ایران پولیس د اسنادو د نشتوالي له امله ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د سمانې خور د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خور یې د بړستن ګنډلو فابریکه کې کار کاوه او د کار له ځایه د راتګ پر مهال لادرکه شوې ده.

د هغې په وینا، نږدې لس ورځې کېږي چې سمانه لادرکه ده؛ خو تر اوسه‌ یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

له دې سره هم‌مهاله چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر شدت موندلی په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندي احساسات او بریدونه هم زیات شوي دي.

طالبان وايي، په کندوز کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱
طالبان وايي، په کندوز کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده
100%

په کندوز ولایت کې د طالبانو د عدلیې ریاست مسوولین وايي، په مرکز، دشت ارچي، قلعه زال، امام صاحب، علي اباد او خان اباد ولسواليو کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځولې ده. طالبانو ویلي، چې ۵ زره نوره ځمکه هم تشخیص شوې چې هغه به هم ژر را وګرځول شي.

د کندوز د طالبانو د عدلیې ریاست د عامه پوهاوي مسوول سهیم صمیم د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) ویلي، چې دا اقدام د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له‌خوا تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: «د کمېسيون د پرېکړې له مخې د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۱۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه را ګرځول شوې او ۵ زره نوره ځمکه تشخیص شوې چې هغه به هم ژر را وګرځول شي.»

د طالبانو د عدلیې ریاست له خلکو غوښتي، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي، که نه نو له غاصبینو سره به قانوني چلند وشي.

د طالبانو د معلومات له مخې، د دوی دغه ځانګړي کمېسیون تېر کال هم په دغه لایت کې ۱۶ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې وه.

طالبان داسې مهال د ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو ادعاوې کوي، چې اندېښنې شته د همدې ډلې اړوند سیمه‌ییزو قوماندانانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او نادولتي ځمکې په زوره نیولي او ان ځینو په کې ودانۍ او باغونه هم جوړ کړي دي. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم لوړپوړي دولتي چارواکي، سیمه‌ییز زورواکي او ان د ملي شورا غړي د ځمکو په غصب کې ښکېل وو.

باورونه دا دي، چې افغانستان کې دولتي ځمکې په خورا تخنیکي او سېسټماټیک ډول غصب شوي او دا لړۍ د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې هم په مختلفو ډولونو روانه ده. په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښارګوټو له دولتي کېدو وروسته خلک شکایتونه کوي، چې تر اوسه هم ورته بدیلونه نه دي وړاندې شوي او باید د دوی د ملکیتونو برخلیک معلوم شي.

په تهران کې د لرګیو په ګودام کې د اورلګېدنې له امله دوه افغانانو وژل شوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۱۹ GMT+۱
په تهران کې د لرګیو په ګودام کې د اورلګېدنې له امله دوه افغانانو وژل شوي
100%

د ایران په پلازمېنه تهران کې د ساوه په سیمه کې د لرګیو په یوه لوی ګودام کې د پراخې اورلګېدنې له امله دوه افغان کډوال کارګران وژل شوي دي.

د تسنیم نیمه‌رسمي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) راپور ورکړی، چې نن سهار د ځایي وخت پر ۷:۳۳ بجې یوه اورلګېدنه د لرګیو په یو ۵۰۰ متري تونل‌ ډوله ګودام کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دغه دوه افغان کارګران د اور پر مهال په ګودام کې دننه بند پاتې شوي وو او د سختو سوځېدنو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی. چارواکو د دوی د هویت یا عمر په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ایران کې مېشت افغان کارګران له کلونو راهیسې له ستونزو، بې‌ قانونیو او تاوتریخجنو شرایطو سره مخ دي. دوی نه یوازې د اجباري اېستنو او مزد نه‌ ورکولو له فشارونو کړېږي، بلکې زیاتره یې د کاري خوندي‌توب له ابتدایي امکاناتو هم بې‌برخې دي.

راپورونه ښيي، چې دغه دوه قربانیان هم د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه وو، چې د قانوني اسنادو، د اقامت جواز یا رسمي کار اجازې نه‌لرلو له امله اړ شوي، سخت، خطرناک او د لږ مزد کارونه ومني.

پنټاګون په تېروتنې سره د افغان همکارانو انځورونه د دفاعي معلوماتو له سیسټم خپاره کړي دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۱
پنټاګون په تېروتنې سره د افغان همکارانو انځورونه د دفاعي معلوماتو له سیسټم خپاره کړي دي
100%

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د افغانستان د جګړې نږدې ۱۴۰۰هغه انځورونه چې په ۲۰۲۱کال کې د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره له انلاین ارشیف څخه لرې کړي وو، په تېروتنې سره یو ځل بیا خپاره کړي، خو له خپرېدو وروسته یې ژر بېرته لرې کړي دي.

امریکایۍ «ټاسک پرپوز» وېبپاڼې د پنټاګون د یوه ویاند له قوله لیکلي، چې دا انځورونه د کمپیوټري سیسټمونو ترمنځ د معلوماتو د لېږد پر مهال "ناڅاپي" بېرته د عامو خلکو لپاره ښکاره شوي و، خو اوس یې بېرته له انټرنټ څخه اېستلي دي.

په راپور کې راغلي، دغه انځورونه چې د امریکايي پوځیانو له خوا د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال اخیستل شوي، د دفاعي معلوماتو د وېش د سیستم (DVIDS) له لارې د خلکو د لیدلو لپاره انلاین موجود وو.

په دې انځورونو کې د امریکایي ځواکونو او افغان ملګرو ترمنځ ګډ فعالیتونه، د افغان امنیتي ځواکونو قومندانان او ان افغان مېرمنې چې له بهرنیو ځواکونو سره ښکارېږي، شامل دي.

دا وېبپاڼه وایي، یو شمېر کاروونکو خبر ورکړی چې دغه انځورونه له اوږدې مودې وروسته بېرته په وېبپاڼه کې څرګند شوي، چې په مستقیم ډول د افغان متحدینو امنیت له ګواښ سره مخ کوي، ځکه طالبان کولای شي د دغو انځورونو له لارې خپل مخالفین وپېژني او له هغوی سره حسابونه تصفیه کړي.

پنټاګون په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال چې طالبانو کابل ونیوو او امریکا خپل ځواکونه واېستل، اعلان وکړ چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره یې له DVIDS ویب‌سایټ څخه له ۱۲۰ زرو څخه ډېر انځورونه او ۱۷ زره ویډیوګانې لرې کړې دي. دا اقدام د هغو افغانانو د هویت پټ ساتلو په هدف ترسره شوی و، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

جان کربي چې د جګړې په وروستیو ورځو کې د پنټاګون ویاند و، هغه مهال ویلي و: «موږ په زرګونه هغه انځورونه او ویډیوګانې لرې کړې، چې د افغان متحدینو مخونه یا پېژندل کېدونکي معلومات پکې وو. دا یو لنډمهالی اقدام و، تر هغه چې مناسب وخت رارسېږي.»

خو له هغه وخت راهیسې دا "مناسب وخت" لا هم نه‌دی رارسېدلی او زرګونه افغانان لا هم د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

تر دې وروسته، د معلوماتو د انتقال پر مهال له احتیاطه پرته د انځورونو بیا خپرېدل، دا اندېښنې راپورته کوي چې د امریکا دفاع وزارت د مهمو معلوماتو د محرم ساتلو لپاره کافي چمتووالی نه لري.

که څه هم چارواکو ویلي، چې ټول انځورونه بیا اېستل شوي، خو څېړنیزې ادارې وایي چې لا هم ځینې انځورونه د DVIDS پر ویب‌سایټ لیدل شوي دي.

د بېلګې په توګه، یو انځور چې په ۲۰۱۰ کال کې اخیستل شوی و، یو امریکایي سمندري سرتېری د یوې افغان نجلۍ سره د "های‌فایو" پر مهال ښيي. سره له دې چې د دې انځور د لرې کېدو غوښتنه شوې وه، خو بیا هم تر پرون پورې انلاین موجود و.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له پخواني حکومت یا امریکایي ځواکونو سره د افغانانو همکاري ډېرو ته مرګوني پایلې درلودې. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې لږ تر لږه ۲۱۸ پخواني افغان چارواکي یا د امنیتي ځواکونو غړي په «بې‌محاکمه وژنو» کې له منځه وړل شوي دي.

د دې پېښې له امله یو ځل بیا دا حقیقت څرګند شو، چې له افغانستان سره د امریکا شل کلنه جګړه نه یوازې پوځي، بلکې ستر انساني تاوانونه هم درلودل. زرګونه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې، لا هم د ګواښونو تر سیوري لاندې ژوند کوي او ان یوه کوچنۍ "تېروتنه" کولای شي د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان: کرونا او طالبانو د رسنیزې زده کړې پرمختګ ته زیان رسولی

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱
د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان: کرونا او طالبانو د رسنیزې زده کړې پرمختګ ته زیان رسولی
100%

د افغان رسنیو د ملاتړ سازمان د رسنیزې زده‌کړې د تحول په اړه په یوه څېړنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د کرونا پر مهال له ټکنالوژۍ څخه پاتې کېدل او اوس د طالبانو سیاسي فشارونه او محدودیتونه د رسنیزې زده‌کړې د پرمختګ عمده خنډونه دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) «د رسنیزې زده کړې د تحول» یوه څېړنه خپره کړې او د کرونا پر مهال د ستونزو او ننګونو تر څنګ یې د طالبانو په راتګ د پوهې شاتګ ته هم اشاره کړې.

په څېړنه کې ویل شوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د ژورنالیزم زده کړې د کیفي او کمي اړخه اغېزمنې شوې دي.

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان سلاکارې شګوفه دستګير او د دې سازمان مشر حامد عبیدي چې دغه څېړنه تر سره کړې وايي: «د طالبانو په واکمنېدو سره په افغانستان کې د ژورنالیزم په برخه کې منفي بدلون راغلی. د ژورنالیزم محصلین کم شوي، لېوالتیا کمه شوې، په نصاب کې بدلون راغلی، مسلکي مضامین لرې شوي، عملي زده کړې کمې شوي او پر زده کړو یې بده اغېزه کړې.»

دوی د طالبانو په واکمنۍ کې له هېواده د پوهانو تګ، جنسیتي توپير، علمي فشار او سانسور، مالي‌ پرځېدل، له زده کړو ناهیلي توب او ورته نور هغه لاملونه یاد کړي، چې د پوهې تر څنګ یې د رسنیزې زده کړې پر فعالیت هم اغېز کړی.

د یاد سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د کرونا مخکې په افغانستان کې ژورنالیزم د کیفي او کمي لحاظه زيات پرمختګ کړی و.

د سازمان له خوا په خپره شوې څېړنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، چې د افغانستان رسنیزه زده کړه له ګواښ او سقوط څخه وژغوري، کنه ټولنه به له اوږد مهاله ناوړه اغېزو سره مخ شي.

د څېړنې په پایله کې ویل شوي: «د افغانستان د رسنیزې زده کړې اوسنۍ ستونزې له دوو لویو ناورینونه رامنځته شوي: «لومړی د کرونا پر وخت له ټکنالوژۍ نه شاته پاتې کېدل او دویم د طالبانو له خوا سیاسي فشارونه او محدودیتونه دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادۍ، ښوونیزو بنسټونو او رسنیزې زده‌کړې په برخو کې پراخ محدودیتونه لګېدلي، چې له امله یې د رسنیزې زده‌کړې پرمختګ له جدي خنډونو سره مخ شوی. طالبان نه یوازې پر رسنیو فشارونه راوړي، بلکې د خبریالانو، ژورنالیزم محصلینو او د رسنیزو پروګرامونو پر فعالیت یې هم بندیزونه لګولي، چې دا ټول عوامل د دې لامل شوي څو په هېواد کې د رسنیزې زده‌کړې بهیر ټکنی او له پرمختګ څخه پاتې شي.