• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوه افغان کډوال اولادونه؛ له پنځوسو ورځو راهیسې په تهران کې زموږ د پلار هېڅ درک نشته

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱

د افغان کډوالو د لادرکه کېدو په دوام د ادهم بهزاد تیموري کورنۍ د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغه د لادرکه کېدو خبر ورکړی. دوی د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تیموري له څه باندې ۵۰ ورځو راهیسې ورک دی او دوی د هغه هېڅ نښه نه ده موندلې.

د دې کورنۍ زوی محسن تیموري وايي، چې د هغه د پلار د لادرکه کېدو لاملونه روښانه نه دي.

د هغه په وینا، د ایران پولیسو هم د ادهم تیموري هېڅ نښه نه ده موندلې.

دا لومړی ځل نه دی، چې یو افغان کډوال په ایران کې ورک کېږي. په ایران کې د افغان نارینه او ښځو د لادرکه کېدو ورته راپورونه مخکې هم خپاره شوي دي.

د ۱۵ کلنې افغانې نجلۍ سمانه تاجک کورنۍ راپور ورکړ، چې هغه د تهران د حسین اباد په چهاردنګ سیمه کې ورکه شوې ده.

د سمانې کورنۍ وایي، د ایران پولیس د اسنادو د نشتوالي له امله ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.

د سمانې خور د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۹مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې خور یې د بړستن ګنډلو فابریکه کې کار کاوه او د کار له ځایه د راتګ پر مهال لادرکه شوې ده.

د هغې په وینا، نږدې لس ورځې کېږي چې سمانه لادرکه ده؛ خو تر اوسه‌ یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

له دې سره هم‌مهاله چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر شدت موندلی په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندي احساسات او بریدونه هم زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

عاصم منیر بیا امریکا ته ځي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۱
عاصم منیر بیا امریکا ته ځي
100%

د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام د قوماندې د بدلون په مراسمو کې د ګډون لپاره امریکا ته سفر کوي. دا له دوو میاشتو څخه په کم وخت کې امریکا ته د هغه دویم سفر دی.

منیر له هند سره په جګړه کې د پوځ د فعالیت له امله په پاکستان کې خپل دریځ پیاوړی کړی او د ډونالډ ټرمپ سره یې اړیکې هم لا نږدې شوې دي.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د روسیې له خوا د تېلو د پېرلو پر دوام د امریکا د ولسمشر له خوا له سختې نیوکې سره مخ شوی.

منیر د غبرګولي په میاشت کې د خپل تېر سفر په جریان کې په سپینه ماڼۍ کې د کاري مېلمه پالنې په مراسمو کې له ډونالډ ټرمپ سره ولیدل.

دا غونډه د هند او پاکستان ترمنځ له شخړې څو اوونۍ وروسته وشوه. دا په تاریخ کې لومړی ځل و، چې د امریکا یو ولسمشر د لوړپوړو پاکستاني ملکي چارواکو له شتون پرته د پاکستان د پوځي قوماندان هرکلی وکړ.

په دې دوه ساعته غونډه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، اقتصادي پراختیا او سیمه ییزې سولې او ثبات په اړه بحث وکړ.

ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په مخنیوي کې د منیر د رول ستاینه وکړه او ویې ویل: «ما ځکه هغه مېلمه کړ چې مننه ترې وکړم چې جګړه یې ونه غځوله او د هغې په پای ته رسولو کې یې مرسته وکړه.»

منیر هم وویل، چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د اټومي جګړې د مخنيوي لپاره باید د نوبل د سولې جایزې ته نوماند شي.

معتبرې اوونیزې «اکونومیست» د دې اوونۍ په راپور کې لیکلي، چې د سپینې ماڼۍ نوې رویه د پاکستان له ځواکمن پوځي مشر سره د امریکا په سیاست کې د بدلون نښه ده، چې دا بدلون کولای شي پر هند، چین او منځني ختیځ ژور اغېز وکړي.

د امریکا او پاکستان اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې، چې په ۲۰۱۱ کال کې اسامه بن لادن د پاکستان په یوه پټنځای کې ووژل شو.

همداراز وروسته له هغه چې امریکا له افغانستانه ووتله د واشنګټن پام هم له پاکستانه واوښت.

اکونومیست دا احتمال هم ښيي، چې امریکا ښايي یو ځل بیا پاکستان ته د وسلو پلور پیل کړي، حال دا چې اوسمهال پاکستان شاوخوا ۸۰ سلنه وسلې له چین څخه اخلي.

ډونالډ ټرمپ له اسلام‌اباد سره د یوې نوې سوداګریزې هوکړې اعلان کړی، چې له مخې به یې امریکا د پاکستان د نفتو زېرمو ته لاسرسی ومومي. همداراز، ټرمپ د پاکستاني محصولاتو ګمرکي تعرفې له ۲۹ سلنې ۱۹ سلنې ته راکمې کړې دي.

واشنګټن چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو هڅو کې ناکامه او ستړی ښکاري، اوس هڅه کوي د بندیزونو او فشار له لارې هند او نور هېوادونه د روسیې د تېلو له اخیستلو راوګرځوي، ځکه چې دا عواید د روسیې د جګړې ماشین اصلي تمویل ګڼل کېږي.

نیویارک ټایمز: ټرمپ به راتلونکې اوونۍ له پوتین او بیا له زېلېنسکي سره وګوري

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۱
نیویارک ټایمز: ټرمپ به راتلونکې اوونۍ له پوتین او بیا له زېلېنسکي سره وګوري
100%

نیویارک ټایمز د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ غواړي راتلونکې اوونۍ له ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري. د سرچینو په وینا، ټرمپ به له دې لیدنې وروسته له پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي سره درې اړخیزه غونډه ترسره کړي.

راپور وايي، د دې پلانونو جزییات د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ او اروپایي مشرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو پر مهال وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې، چې دا غونډې به یوازې د ټرمپ، پوتین او زېلېنسکي ترمنځ وي او هېڅ اروپایي چارواکی به پکې ګډون ونه لري.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، مګر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ټروت سوشیال خواله رسنۍ کې تایید کړه، چې هغه له پوتین سره د سټیو ویټکاف له "ګټورې" غونډې وروسته له ځینو اروپایي مشرانو سره خبرې کړې دي.

طالبان وايي، په کندوز کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱
طالبان وايي، په کندوز کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځولې ده
100%

په کندوز ولایت کې د طالبانو د عدلیې ریاست مسوولین وايي، په مرکز، دشت ارچي، قلعه زال، امام صاحب، علي اباد او خان اباد ولسواليو کې یې ۱۰ زره جریبه غصب شوې دولتي ځمکه راګرځولې ده. طالبانو ویلي، چې ۵ زره نوره ځمکه هم تشخیص شوې چې هغه به هم ژر را وګرځول شي.

د کندوز د طالبانو د عدلیې ریاست د عامه پوهاوي مسوول سهیم صمیم د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) ویلي، چې دا اقدام د امارتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له‌خوا تر سره شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: «د کمېسيون د پرېکړې له مخې د روان کال له پیل څخه تر اوسه ۱۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه را ګرځول شوې او ۵ زره نوره ځمکه تشخیص شوې چې هغه به هم ژر را وګرځول شي.»

د طالبانو د عدلیې ریاست له خلکو غوښتي، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي، که نه نو له غاصبینو سره به قانوني چلند وشي.

د طالبانو د معلومات له مخې، د دوی دغه ځانګړي کمېسیون تېر کال هم په دغه لایت کې ۱۶ زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې وه.

طالبان داسې مهال د ځمکو د غصب د مخنیوي په تړاو ادعاوې کوي، چې اندېښنې شته د همدې ډلې اړوند سیمه‌ییزو قوماندانانو په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي او نادولتي ځمکې په زوره نیولي او ان ځینو په کې ودانۍ او باغونه هم جوړ کړي دي. د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم لوړپوړي دولتي چارواکي، سیمه‌ییز زورواکي او ان د ملي شورا غړي د ځمکو په غصب کې ښکېل وو.

باورونه دا دي، چې افغانستان کې دولتي ځمکې په خورا تخنیکي او سېسټماټیک ډول غصب شوي او دا لړۍ د طالبانو په اوسنۍ واکمنۍ کې هم په مختلفو ډولونو روانه ده. په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د ښارګوټو له دولتي کېدو وروسته خلک شکایتونه کوي، چې تر اوسه هم ورته بدیلونه نه دي وړاندې شوي او باید د دوی د ملکیتونو برخلیک معلوم شي.

په تهران کې د لرګیو په ګودام کې د اورلګېدنې له امله دوه افغانانو وژل شوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۱۹ GMT+۱
په تهران کې د لرګیو په ګودام کې د اورلګېدنې له امله دوه افغانانو وژل شوي
100%

د ایران په پلازمېنه تهران کې د ساوه په سیمه کې د لرګیو په یوه لوی ګودام کې د پراخې اورلګېدنې له امله دوه افغان کډوال کارګران وژل شوي دي.

د تسنیم نیمه‌رسمي خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) راپور ورکړی، چې نن سهار د ځایي وخت پر ۷:۳۳ بجې یوه اورلګېدنه د لرګیو په یو ۵۰۰ متري تونل‌ ډوله ګودام کې رامنځته شوې ده.

د راپور له مخې، دغه دوه افغان کارګران د اور پر مهال په ګودام کې دننه بند پاتې شوي وو او د سختو سوځېدنو له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی. چارواکو د دوی د هویت یا عمر په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ایران کې مېشت افغان کارګران له کلونو راهیسې له ستونزو، بې‌ قانونیو او تاوتریخجنو شرایطو سره مخ دي. دوی نه یوازې د اجباري اېستنو او مزد نه‌ ورکولو له فشارونو کړېږي، بلکې زیاتره یې د کاري خوندي‌توب له ابتدایي امکاناتو هم بې‌برخې دي.

راپورونه ښيي، چې دغه دوه قربانیان هم د هغو زرګونو افغان کډوالو له ډلې څخه وو، چې د قانوني اسنادو، د اقامت جواز یا رسمي کار اجازې نه‌لرلو له امله اړ شوي، سخت، خطرناک او د لږ مزد کارونه ومني.

پنټاګون په تېروتنې سره د افغان همکارانو انځورونه د دفاعي معلوماتو له سیسټم خپاره کړي دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۱
پنټاګون په تېروتنې سره د افغان همکارانو انځورونه د دفاعي معلوماتو له سیسټم خپاره کړي دي
100%

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د افغانستان د جګړې نږدې ۱۴۰۰هغه انځورونه چې په ۲۰۲۱کال کې د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره له انلاین ارشیف څخه لرې کړي وو، په تېروتنې سره یو ځل بیا خپاره کړي، خو له خپرېدو وروسته یې ژر بېرته لرې کړي دي.

امریکایۍ «ټاسک پرپوز» وېبپاڼې د پنټاګون د یوه ویاند له قوله لیکلي، چې دا انځورونه د کمپیوټري سیسټمونو ترمنځ د معلوماتو د لېږد پر مهال "ناڅاپي" بېرته د عامو خلکو لپاره ښکاره شوي و، خو اوس یې بېرته له انټرنټ څخه اېستلي دي.

په راپور کې راغلي، دغه انځورونه چې د امریکايي پوځیانو له خوا د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال اخیستل شوي، د دفاعي معلوماتو د وېش د سیستم (DVIDS) له لارې د خلکو د لیدلو لپاره انلاین موجود وو.

په دې انځورونو کې د امریکایي ځواکونو او افغان ملګرو ترمنځ ګډ فعالیتونه، د افغان امنیتي ځواکونو قومندانان او ان افغان مېرمنې چې له بهرنیو ځواکونو سره ښکارېږي، شامل دي.

دا وېبپاڼه وایي، یو شمېر کاروونکو خبر ورکړی چې دغه انځورونه له اوږدې مودې وروسته بېرته په وېبپاڼه کې څرګند شوي، چې په مستقیم ډول د افغان متحدینو امنیت له ګواښ سره مخ کوي، ځکه طالبان کولای شي د دغو انځورونو له لارې خپل مخالفین وپېژني او له هغوی سره حسابونه تصفیه کړي.

پنټاګون په ۲۰۲۱ کال کې هغه مهال چې طالبانو کابل ونیوو او امریکا خپل ځواکونه واېستل، اعلان وکړ چې د افغانانو د خوندیتوب لپاره یې له DVIDS ویب‌سایټ څخه له ۱۲۰ زرو څخه ډېر انځورونه او ۱۷ زره ویډیوګانې لرې کړې دي. دا اقدام د هغو افغانانو د هویت پټ ساتلو په هدف ترسره شوی و، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.

جان کربي چې د جګړې په وروستیو ورځو کې د پنټاګون ویاند و، هغه مهال ویلي و: «موږ په زرګونه هغه انځورونه او ویډیوګانې لرې کړې، چې د افغان متحدینو مخونه یا پېژندل کېدونکي معلومات پکې وو. دا یو لنډمهالی اقدام و، تر هغه چې مناسب وخت رارسېږي.»

خو له هغه وخت راهیسې دا "مناسب وخت" لا هم نه‌دی رارسېدلی او زرګونه افغانان لا هم د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

تر دې وروسته، د معلوماتو د انتقال پر مهال له احتیاطه پرته د انځورونو بیا خپرېدل، دا اندېښنې راپورته کوي چې د امریکا دفاع وزارت د مهمو معلوماتو د محرم ساتلو لپاره کافي چمتووالی نه لري.

که څه هم چارواکو ویلي، چې ټول انځورونه بیا اېستل شوي، خو څېړنیزې ادارې وایي چې لا هم ځینې انځورونه د DVIDS پر ویب‌سایټ لیدل شوي دي.

د بېلګې په توګه، یو انځور چې په ۲۰۱۰ کال کې اخیستل شوی و، یو امریکایي سمندري سرتېری د یوې افغان نجلۍ سره د "های‌فایو" پر مهال ښيي. سره له دې چې د دې انځور د لرې کېدو غوښتنه شوې وه، خو بیا هم تر پرون پورې انلاین موجود و.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له پخواني حکومت یا امریکایي ځواکونو سره د افغانانو همکاري ډېرو ته مرګوني پایلې درلودې. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۳ کال تر اګست میاشتې پورې لږ تر لږه ۲۱۸ پخواني افغان چارواکي یا د امنیتي ځواکونو غړي په «بې‌محاکمه وژنو» کې له منځه وړل شوي دي.

د دې پېښې له امله یو ځل بیا دا حقیقت څرګند شو، چې له افغانستان سره د امریکا شل کلنه جګړه نه یوازې پوځي، بلکې ستر انساني تاوانونه هم درلودل. زرګونه افغانان چې له امریکا سره یې همکاري کړې، لا هم د ګواښونو تر سیوري لاندې ژوند کوي او ان یوه کوچنۍ "تېروتنه" کولای شي د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.