• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک ټایمز: ټرمپ به راتلونکې اوونۍ له پوتین او بیا له زېلېنسکي سره وګوري

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۱

نیویارک ټایمز د دوو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ غواړي راتلونکې اوونۍ له ولادیمیر پوتین سره مخامخ وګوري. د سرچینو په وینا، ټرمپ به له دې لیدنې وروسته له پوتین او ولادیمیر زېلېنسکي سره درې اړخیزه غونډه ترسره کړي.

راپور وايي، د دې پلانونو جزییات د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ او اروپایي مشرانو ترمنځ د ټلیفوني خبرو پر مهال وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې، چې دا غونډې به یوازې د ټرمپ، پوتین او زېلېنسکي ترمنځ وي او هېڅ اروپایي چارواکی به پکې ګډون ونه لري.

سپینې ماڼۍ تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، مګر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په ټروت سوشیال خواله رسنۍ کې تایید کړه، چې هغه له پوتین سره د سټیو ویټکاف له "ګټورې" غونډې وروسته له ځینو اروپایي مشرانو سره خبرې کړې دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

•
•
•

نور کیسې

په غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۵۳ GMT+۱
په غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۷ تنه ټپیان شوي دي
100%

په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ‍ کې د دوو ترافیکي پېښو پر مهال ۷ تنه ټپيان شوي دي. لومړۍ پېښه د دوو موټرونو او دویمه د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله رامنځته شوې.

د غزني‌ د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد سرحدي د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۵مه) رسنيو ته ویلي، چې لومړۍ پېښه نن سهار د قره باغ ولسوالۍ اړوند په عبدالله ګل سیمه کې د کابل - کندهار پر لویه لار د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې پر مهال یې ۵ تنه ټپیان شوي دي.

د سرحدي په خبره، دویمه پېښه د مرکز اړوند د ثقافت پر لار د دوو موټر سایکلونو د ټکر له امله شوې، چې دوه تنه پکې ټپيان شوي دي.

نوموړي ویلي، د پېښې ټپيان یې د غزني ولایتي ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.

د امریکا د جورجیا ایالت په یوه پوځي اډه کې د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۱
د امریکا د جورجیا ایالت په یوه پوځي اډه کې د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې
100%

د امریکا د جورجیا ایالت په فورت سټیوارت پوځي اډه کې د یوه بریدګر له‌خوا ډزو کې د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی. یادې پوځي اډې د چارشنبې په ورځ وویل، چې پېښه د «دویم زغروال لښکر جګړه‌ییزې ډلې» په ساحه کې شوې ده. د پېښې له امله پوځي اډه قرنطین شوې.

یادې اډې ویلي، چې قانون پلي کوونکي ځواکونه په سیمه کې حضور لري.

د جورجیا والي، براین کمپ ویلي، چې دوی د قربانیانو له کورنیو سره دي.

فورت سټیوارت د جورجیا ایالت له ساوانا ښار څخه شاوخوا ۴۰ میله جنوب لویدیز پلو ته موقعیت لري.

روسیه وايي د پوتین او د ټرمپ د ځانګړي استازي خبرې ګټورې وې

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۳۳ GMT+۱
روسیه وايي د پوتین او د ټرمپ د ځانګړي استازي خبرې ګټورې وې
100%

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیف وټکاف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره شاوخوا درې ساعته خبرې کړې دي. کرملین ویلي، چې دا خبرې تر ډېره د اوکراین پر جګړه متمرکزې وي.

د ټرمپ ځانګړی استازی سټیف وټکاف د چار شنبې په ورځ په داسې حال کې مسکو ته لاړ، چې روسي ځواکونو د اوکراین په اودیسا کې د ګازو هغه ارتباطي تمځای په نښه کړ، چې معمولا له امریکا او اذربایجان نه واردېدونکی مایع ګاز پکې زېرمه کیږي او نورو سیمو ته استول کیږي.

د کرملین د بهرنۍ تګلارې یوې سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، دواړو لوریو د اوکراین په اړه خبرې وکړې او د مسکو او واشنګتن ترمنځ یې د ستراتېژیکې همکارۍ پر پراختیا هم خبرې کړې دي.

د کرملین سلاکار ویلي، چې د یادو خبرو نور جزییات تر هغه وخته نه خپروي، څو چې وټکاف ټرمپ ته د یادې لیدنې راپور نه وي ورکړی.

د ډونالډ ټرمپ ځانګړې استازي او پوتین په داسې حال کې مخامخ خبرې کړې دي، چې د ټرمپ له خوا پر روسیه د ټاکل شویو بندیزونو ضرب الاجل ته یوازې دوې ورځې پاتې دي.

ټرمپ له روسیې غوښتي چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره هوکړه وکړي او د هوکړې نه کولو په صورت کې به پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي چین ته سفر کوي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۱
د هند صدراعظم نریندرا مودي چین ته سفر کوي
100%

د هند صدراعظم نریندرا مودي په شانګهای سرمشریزه کې د ګډون لپاره د روانې اګست میاشتې پر ۳۱مه چین ته ځي. د هندي رسنیو د رپوټ له مخې، مودي دا سفر داسې مهال کوي چې له چین سره یې اړیکې یو ځل بیا نرمې شوې، خوله امریکا سره د نوي ډیلي اړیکې تر فشار لاندې دي.

دا به له۲۰۱۸ کال راپه دې خوا لومړی ځل وي چې مودي چین ته سفر کوي.

دواړو هېوادونو له تېرو څو کلونو راهیسې پر سرحدي سیمو تاوتریخوالی تجربه کړی، خو وروستیو اقداماتو ښودلې چې دواړه لوري د اړیکو عادي کولو هڅه کوي.

د هند حکومت لا تر اوسه رسما د دې سفر اعلان نه دی کړی او نه هم چینايي چارواکو تایید کړی دی.

خیبر پښتونخوا کې د وسله‌والو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

۱۵ زمری ۱۴۰۴ - ۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۱۲ GMT+۱
خیبر پښتونخوا کې د وسله‌والو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي
100%

په خیبر پښتونخوا کې سرچېنې وایي، چې د دغه ایالت د کرک ولسوالۍ په امان کوټ سیمه کې د وسله‌والو په برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. دغه پېښه هغه مهال شوې، چې د اېف‌ سي ځواکونو یو موټر د وسله‌والو له کمین سره مخ شو.

سرچینو نن چهارشنبه (د زمري ۱۵مه) افغانستان انټرنشل- پښتو ته ویلي، چې په دغه پېښه کې وژل شوي ټول کسان د اېف سي ځواکونه دي.

سرچینې وسله‌والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې دمه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی او رسمي سرچینو هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړي.