محمد نعیم: افغان کډوالو ته دې د باعزته ستنېدو شرایط برابر شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال محمد نعیم ویلي، د کډوالو اړوند د بشري حقونو مساله باید جدي ونیول شي او افغانانو ته دې د باعزته ستنېدو اسانتیاوې برابرې شي. هغه دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له یوه پلاوي سره په ناسته کې کړې دي.