د پاکستان په پنجاب ایالت کې دوه وسلهوال وژل شوي دي

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وایي، چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې دوه وسلهوال له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي. د دغې ادارې په وینا؛ له وژل شويو کسانو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وایي، چې د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې دوه وسلهوال له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي. د دغې ادارې په وینا؛ له وژل شويو کسانو وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پيګاټ په یوې خبري ناسته کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د کډوالۍ ځانګړو وېزو بهیر اوس هم دوام لري.
هغه ویلي: «موږ وینو چې د ډونالډ ټرمپ د وینا له مخې د کډوالۍ ځانګړو وېزو بهیر اوس هم دوام لري. او موږ هیله لرو، چې دغه لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام ومومي. همدا اوس سلګونه کېسونه د ارزونې په حال کې دي.»
له بلې خوا په پاکستان کې د «اېس ای وي» زرګونه کېس لرونکي افغانان د دغه بهیر له پڅوالي شکایت کوي.

د پاکستان ملي شورا د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف یا پيټيای درې مهم غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې کړي دي. دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د دغه ګوند څو غړي د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لهخوا بېواکه شول.
د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور لهمخې؛ عمر ایوب د اپوزېسیون د مشر له دندې لرې شو، زرتاج ګل د پارلماني مشرې په توګه خپل مقام له لاسه ورکړی او احمد چټه د پارلماني مشر د مرستیال له دندې لرې شوی دی.
دغه بدلونونه وروسته تر هغې راغلي، چې په روانه میاشت کې په فیصلاباد کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې (د مئ د ۹مې نیټې) د لاریونونو په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر لوړ پوړو مشرانو ته تر ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.عمر ایوب، شبلي فراز، زرتاج ګل، سید حامد رضا او شیخ رشید شفیق په محکوم شویو کسانو کې شامل دي.
پارلمان همداراز د پيټيای د اووه نورو غړو نه د ۱۵ دایمي کمېټو غړیتوب بېرته واخیست. په دې ترڅ کې سید حمید رضا د بشري حقونو کمېټې له مشرۍ ګوښه شو، زرتاج ګل د همدې کمېټې له غړیتوبه لرې شوه او رای حسن نواز د اوسپنې پټلۍ کمېټې له مشرۍ ګوښه شو. دغه راز، عمر ایوب د عامه حساباتو او مالي کمېټو له غړیتوبه هم لرې کړل شوی.
د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې تر دې مخکې د تحریک انصاف د ۵۰ مشرانو د نیولو امرونه په لاریونونو کې د لاس لرلو په تور صادر کړي وو. په دوی کې پخوانی ولسمشر عارف علوي، د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور، اسد قیصر، حماد اظهر، فیصل جاوید، سلمان اکرم راجا، رووف حسن، مراد سعید او احمد نیازی شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې نن د اسلاماباد په نړۍوال هوايي ډګر کې د دغه هېواد د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د یو لړ مراسمو په لړ کې غزې ته بشري مرستې واستولې.
دغه وزارت نن جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه مرستې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف په لارښوونه او د ملي افتونو د مدیریت ادارې سره په همکارۍ لېږل شوې دي. په دغه مرستو کې خوراکي توکي او درمل شامل دي.

یوه مصري ډيپلوماټ خبرداری ورکړی، چې د اسراييل نوې جنګي طرحه به د حماس لهخوا د اسراييلي زندانیانو د وژل کېدو لامل شي. دغه ډول د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هم غوښتنه کړې، چې باید په دې اړه په مستقیم ډول له ټرمپ سره خبرې وشي.
د لبنان الاخبار ورځپاڼې جمعه (د زمري ۱۷مه) لیکلي، که ټوله غزه ونیول شي او حماس د تېښتې یا ژوندي پاتې کېدو لاره ونه لري؛ نو خامخا به اسراييلي زندانیان ووژني.
راپور زیاتوي، د مصر لوړپوړي چارواکي غوښتنه کوي چې باید په غزه کې د اوربند لپاره سملاسي د اسرايیل او حماس ترمنځ خبرې پیل شي.

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکس پاڼه د غزې د بشپړ نیولو په اړه د اسراييل د نوې پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه ناسمه ده. هغه اندېښنه ښودلې، چې دغه پرېکړه به په غزه کې د لا وینې تویېدو لامل شي.
هغه له اسراییل غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي. نوموړی وایي:« اوس باید اوربند وشي، په غزه کې د بشري مرستو اندازه ډېره شي، د حماس لهخوا یرغمل شوي اسراييليان خوشې شي او سياسي خبرو ته لاره هواره شي.»
