• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چين په شمال لوېديځ کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۳۳ نور تري تم شوي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۴۱ GMT+۱

د چين د دولتي رسنيو د راپورونو له مخې، د ګانسو ولايت د یوجونګ ولسوالۍ په سېلاوونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۳ نور تری تم شوي دي. د بارانونو له امله د شينګلونګ غره په سيمه کې برېښنا او مخابراتي خدمتونه پرې شوي او تر ۴ زره زيات کسان بند پاتې دي.

د سي سي ټي دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د سختو بارانونو له امله د شینګلونګ غره پّ سیمه کې برېښنا او مخابراتي خدمتونه پرې شوي او تر ۴ زره زیات کسان بند پاتې دي.

د ځايي چارواکو په وينا، د جمعې تر سهاره د باران کچه په ځينو سيمو کې تر ۱۹۵ ميلي مترو رسېدلې.

د چين ولسمشر شي جين‌پینګ د ژغورنې او د سېلابونو د مخنيوي لپاره د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

په سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو لومړی پړاو پای ته رسېدلی

۵

خرم: د اپسټین قضیه او د سپینې ماڼۍ داخلي چارو په اړه نوی کتاب ښايي سیاسي بحث بیا تود کړي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: نړیوال پانګوال دې د اوبو او انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱
طالبان: نړیوال پانګوال دې د اوبو او انرژۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر اخندزاده په انقره کې د طالبانو له سفیر شیخ صنیع‌الله فرهمند سره لیدنه کې ویلي، چې ترکي او نور بهرني شرکتونه دې وهڅول شي څو د افغان انجنیرانو په همکارۍ د اوبو پروژو کې برخه واخلي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د جمعې په ورځ (د زمري ۱۷مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، په ناسته کې اخوندزاده ټینګار کړی چې بهرنیو پانګه‌والو ته باید په دې برخه کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې شي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس ترکیه کې د افغانستان سفیر هم ژمنه وکړه چې بهرني شرکتونه به وهڅوي تر څو د اوبو په تنظیم کې ونډه واخلي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند درې لوړپوړي غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې شول

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۱
د پاکستان تحریک انصاف ګوند درې لوړپوړي غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې شول
100%

د پاکستان ملي شورا د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف یا پي‌ټي‌ای درې مهم غړي له مهمو پارلماني څوکیو لرې کړي دي. دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې د دغه ګوند څو غړي د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له‌خوا بې‌واکه شول.

د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له‌مخې؛ عمر ایوب د اپوزېسیون د مشر له دندې لرې شو، زرتاج ګل د پارلماني مشرې په توګه خپل مقام له لاسه ورکړی او احمد چټه د پارلماني مشر د مرستیال له دندې لرې شوی دی.

دغه بدلونونه وروسته تر هغې راغلي، چې په روانه میاشت کې په فیصل‌اباد کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې محکمې (د مئ د ۹مې نیټې) د لاریونونو په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند یو شمېر لوړ پوړو مشرانو ته تر ۱۰ کلونو د بند سزا واوروله.عمر ایوب، شبلي فراز، زرتاج ګل، سید حامد رضا او شیخ رشید شفیق په محکوم شویو کسانو کې شامل دي.

پارلمان همداراز د پي‌ټي‌ای د اووه نورو غړو نه د ۱۵ دایمي کمېټو غړیتوب بېرته واخیست. په دې ترڅ کې سید حمید رضا د بشري حقونو کمېټې له مشرۍ ګوښه شو، زرتاج ګل د همدې کمېټې له غړیتوبه لرې شوه او رای حسن نواز د اوسپنې ‌پټلۍ کمېټې له مشرۍ ګوښه شو. دغه راز، عمر ایوب د عامه حساباتو او مالي کمېټو له غړیتوبه هم لرې کړل شوی.

د ترهګرۍ ضد ځانګړې محکمې تر دې مخکې د تحریک انصاف د ۵۰ مشرانو د نیولو امرونه په لاریونونو کې د لاس لرلو په تور صادر کړي وو. په دوی کې پخوانی ولسمشر عارف علوي، د خېبرپښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور، اسد قیصر، حماد اظهر، فیصل جاوید، سلمان اکرم راجا، رووف حسن، مراد سعید او احمد نیازی شامل دي.

ټرمپ: سلیماني «د سړک غاړې بمونو پلار وو» خو اوس چیرته دی؟

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۴۹ GMT+۱
ټرمپ: سلیماني «د سړک غاړې بمونو پلار وو» خو اوس چیرته دی؟
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سپاه پاسداران د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژنې ته په اشارې ویلي: «سلیماني د سړک غاړې بمونو پلار و» سلیماني د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو؛ ایراني چارواکو د هغه د وژنې وروسته څو ځله ټرمپ ګواښلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبه په ورځ (د زمري ۱۶مه) د ایران د نیابتي ځواک له خوا په سیمه کې د امریکايي پوځي پرسونل د وژنې په اړه وویل: «یو امریکايي افسر په افغانستان کې د ماموریت پر مهال د سړک غاړی بم چاودنې له امله ووژل شو، چې قاسم سلیماني کړنه وه.»

ټرمپ د سپاه پاسداران د قوماندان د وژنې په اړه په طنزيه انداز وویل: «سلیماني چیرته دی؟ قاسم سلیماني چیرته دی؟ هغه د سړک غاړې د بمونو پلار و.»

د ټرمپ دغه خبرې د غونډې د ګډونوالو له خوا په خندا بدرګه شوې.

د امریکا ولسمشر زياته کړه: «دوی وايي ۹۲ سلنه هغه کسان چې وژل شوي یا سخت ژوبل شوي دا د سلیماني کار و. هغه داسي یو څوک و، چې تر بل هر چا یې ډېر دا ډول بریدونه کول.ِ»

د سلیماني له مرګه وروسته د ایران د نظامي چاراکو دوامداره ګواښونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر قاسم سلیماني د برید د امر له کبله د ایراني نظامي چارواکو په ځانګړې توګه د سپاه پاسدارانو د قومندانانو له خوا په وار وار د وژلو ګواښونه ورته شوي

په وروستي ځل د ایران د قم مدرسې له دوه زرو څخه زیاتو ښوونکو په یوه خبرپاڼه کې ولسمشر ټرمپ ته د سلیمانې د وژنې د امر کولو اړوند ویلي: « د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دی.»

دغه خبرپاڼه، چې د جمعه په ورځ د زمري په ۱۰مه خپره شوې په کې راغلي: «د زغم او انقلابي دور ختم شوی او له دې وروسته د ټرمپ وینه او ملکیت حلال دي او د سلیماني د وينې غچ اخیستل پر هر مسلمان او ازادي غوښتونکي سړي او ښځې واجب دی.»

امریکا د ونزویلا د ولسمشر د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۰ GMT+۱
امریکا د ونزویلا د ولسمشر د نیولو لپاره ۵۰ میلیونه ډالره انعام اعلان کړ
100%

د امریکا د متحدو ایالتو لوی څارنوال، پم بانډي، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې واشنګټن هغه چا ته ۵۰میلیونه ډالره انعام ورکوي چې داسې معلومات وړاندې کړي چې د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو لامل شي.

امریکايي چارواکي «مادورو»د نشه‌یي توکو له لویو کارټلونو سره د همکارۍ، اداري فساد، او د قانوني سیستم د کمزوري کولو په تورونو تورنوي.

نیکولاس مادورو له ۲۰۱۳کال راهیسې، د هوګو چاوز تر مړینې وروسته، د ونزویلا واک ته رسېدلی. د هغه حکومت د پراخ اقتصادي بحران، د بشري حقونو د سرغړونو، او د مخالفینو پر ضد د سخت چلند له امله له کورني او نړیوال فشار سره مخ دی.

د امریکا د عدلیې وزارت په ۲۰۲۰کال کې، مادورو او یو شمېر لوړپوړي ونزویلایي چارواکي د نشه‌یي توکو په قاچاق او د کلمبیا له کارټلونو سره د همکارۍ په تور تورن کړل. په دغو تورونو کې د سلګونو ټنه کوکائین د امریکا خاورې ته د لېږد هڅه هم شامله ده.

د واشنګټن له لوري پر مادورو د فشار راوستو لپاره، تر دې وړاندې سخت اقتصادي بندیزونه پر ونزویلا لګېدلي دي، چې د نفتو صنعت، بانکي سکتور او دولتي چارواکي یې په نښه کړي دي. د ۵۰میلیونه ډالرو انعام اعلان هم د همدغو فشارونو یوه برخه بلل کېږي.

امریکا، او له هغې سره یو شمېر لوېدیځ هېوادونه، نیکولاس مادورو یو "نامشروع ولسمشر" ګڼي او د ونزویلاد سیاسي بحران حل د ازادو او عادلانه ټاکنو له لارې غواړي.

ملګری ملتونه وایي چې له درې زره افغان کورنیو سره یې د مچیو په روزلو کې مرسته کړې

۱۷ زمری ۱۴۰۴ - ۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۱
ملګری ملتونه وایي چې له درې زره افغان کورنیو سره یې د مچیو په روزلو کې مرسته کړې
100%

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې له ۲۰۲۴کال راهیسې یې له «۳۰۰۰» څخه ډیرو افغان کورنیو سره د مچیو په روزلو کې مرسته کړې ده. دې سازمان ویلي،چې د مچیو پالنه مغذي خواړه او په ځانګړي توګه د ښځو لپاره د کورنیو اقتصادخوندي کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان«ایف ای او» د پنجشنبې په ورځ، په یوه خبرپاڼه کې وویل،چې دوی په ټول هیواد کې له درې زرو څخه ډیرو کورنیو ته د مچیو د ساتنې وسایل، تجهیزات او د مچیو د ساتنې روزنه چمتو کړې ده.

سازمان یادونه وکړه چې د شاتو اوږد عمر دا د کورنیو، په ځانګړې توګه د کلیوالو میرمنو لپاره د عاید یوه ارزښتناکه اضافي سرچینه ګرځوي.

سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د وچکالۍ له سخت، څو پوړیز بحران سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، د اقلیمي شرایطو د هیواد په نیمایي ولایتونو کې د کرنې او څارویو فعالیتونه ګډوډ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې شمالي، شمال لویدیځ او شمال ختیځ سیمې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډیر ځپل شوي دي، او وضعیت لاپسېخرابیږي.