د سيایاې پخوانۍ ماموره: د محمودشاه حبیبي روغتیايي وضعیت ښه نهدی

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د افغان-امریکايي محمودشاه حبیبي د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، چې هغه په ناوړه روغتیايي وضعیت کې دی.

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د افغان-امریکايي محمودشاه حبیبي د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، چې هغه په ناوړه روغتیايي وضعیت کې دی.
هغې خبرداری ورکړی، که د امریکا حکومت د حبیبي د خوشېکېدو لپاره اقدام ونهکړي هغه به تر دې هم ډېر وځورېږي.
نوموړې جمعه (د زمري ۱۷مه) پر اېکسپاڼې لیکلي: «حبیبی په ناوړه وضعیت کې دی. هره ورځ چې زموږ حکومت د هغه د خوشېکېدو لپاره اقدام نه کوي، لا ډېر ځورېږي. نور بس دی! هغه خپل کور ته راستون کړئ.»
د امریکا مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ مامورې سارا اډمز تر دې مخکې هم ویلي و، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان-امریکایي محمودشاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پر وړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.
د یادونې ده، چې حبیبي د ۲۰۲۲ کال (د اګسټ په ۱۰مه) د «ایاراېکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ونیول شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې (د چنګاښ په ۲مه نېټه) اعلان کړی و، که څوک د افغان-امریکایي وګړي محمودشاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ مېلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر پنجشنبه (د زمري ۱۶مه) ویلي، د یونېسف اجرایوي مرستیال او عملیاتي مدیر تد چایبان ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان د کورنیو تولیداتو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې همکاري کوي.
نوموړي دغه څرګندونې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د نوموړي په حواله راغلي، چې دوی په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ کوي او په تېره بیا د هغو تولیداتو ملاتړ کوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه نيولای شي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې یونېسف افغانستان ته له نویو راستنو شویو کډوالو سره هم د همکارۍ ژمنه کړې.

په هرات ولایت کې د طالبانو ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) د دوی والي مولانا اسلام جار په افغانستان کې د یونېسف او یونیسیار له استازو سره راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په تړاو ناسته کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه ناسته کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان استازي عرفات جمال هیله څرګنده کړې، چې نړۍواله ټولنه به د راستنېدونکو په برخه کې خپلې همکارۍ لا پراخې کړي. همدا راز د ملګرو ملتونو استازو بې سرپرسته ماشومانو او راستنېدونکو ته د پاملرنې په برخو کې هم له طالبانو سره خپلې ژمنې د دغه ناستې پر مهال تازه کړې دي.
دا ناسته داسې مهال کېږي، چې د رسمي شمېرو له مخې په تېرو ۴۵ورځو کې یوازې د اسلام کلا بندر له لارې ایران څخه ۸۴۵زره افغانان په جبري توګه هېواد ته ستانه کړای شوي دي. که څه هم طالبانو دغو ستنېدونکو ته د خدمتونو وړاندې کولو ادعاوې کوي؛ خو راپورونو په ډاګه کړې چې دغه تازه ستانه شوي د سر پناوو له نشتوالي، بېروزګارۍ، فقر او لوږې څخه کړېږي.
هممهاله پاکستان هم پرېکړه کړې، چې د روان زېږدیز کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې به د افغان کډوالو د اېستلو درېیمه څپه پیل کړي. په دې پړاو کې له ملګرو ملتونو سره ثبت د «پي او ار» کارت لرونکي افغانان اېستل کېږي، چې شمېر یې نږدې ۲ مېلیونو ته رسېږي. همدا راز د «اې سي سي او ناقانونه» افغان کډوالو د اېستلو بهیر به هم ورسره روان وي.
یونسیار په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې د اېستلو راتلونکې څپې ته خپل تدابیر ونېسي. تر دې دمخه د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم اندېښنه څرګنده کړې وه، چې ګاونډي هېوادونه نور په افغانانو کې خپلې ګتې نه ګوري او ښايي تر ۶ مېلیونو پورې کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.
د هغه په ګډون یو شمېر بشري سازمانونو خبرداری ورکړی، چې د طالبانو تر واک لاندې روان بشري ناورین به د دغو ستنېدونکو په ورتګ لا پراخ شي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ملا ندامحمد ندیم نویو فارغشویو زدهکړیالانو ته په یوې غونډه کې ویلي، چې د نورو ډلو د مفکورو تر اغېز لاندې رانهشي. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د فوق لېسانس زدهکړو متخصصو او غوره فکر لرونکو ځوانانو ته اړتیا لري.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ (پنجشنبه، د زمري ۱۶مه) په غزني کې د دغه ولایت پوهنتون په یوې فراغتغونډه کې کړې دي.
په دې مراسمو کې د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست مشر ملا عبدالحق وثیق، د ماليې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخند، د غزني والي ملا عبدالصمد جاوید او د دغې ډلې یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون لاره.
د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست د غزني پوهنتون زدهکړیالانو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ، د دغه ولایت په پوهنتون کې د ۳۶ مېلیونه افغانیو په لګښت يوه پروژه پرانېستې او دوه نورې یې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر او د دغې ډلې د مشر ملا هبتالله زوم ملا ندا محمد ندیم تر دې مخکې د دولتي پوهنتونونو له رییسانو سره په یوې انلاین ناسته کې ویلي و، چې په پوهنتونونو کې دې د امر بالمعروف قانون پلی شي او په دوامداره توګه دې ښوونیز نصاب وڅاري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، هڅه کوي چې د نړۍوالو مرستو تر څنګ د کورنۍ بودجې په کارولو سره په هېواد کې روغتیایي خدمتونه پراخ او معیاري کړي. هغه دغه خبرې د افغانستان لپاره د یونېسف له استازو سره په ګډه ناسته کې کړې دي.
د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په یاده ناسته کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د افغانستان استازي تاج الدین اوېلا او د هغه همکارانو هم ګډون لاره. دواړو لوریو په یاده ناسته کې روغتونونو ته د درملو رسولو، د روغتیا په برخه کې د مرستو پر مدیریت، د لګښتونو پر روڼوالي، د روغتونونو د معیاري کېدو په موخه د عصري وسایلو پر برابرېدو او یو شمېر نورو مسایلو بحثونه کړي دي.
نور جلال جلالي له یاد سازمان څخه غوښتنه وکړه، چې روغتیایي مرکزونو ته باید پر وخت درمل ورسوي؛ څو د راپورته کېدونکو ستونزو مخه ونیول شي. د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د یاد سازمان اجراییوي مشر چیبان تید په حواله لیکل شوي، چې په روغتیایي برخه کې د همکاریو دوام ته ژمن دي.
هممهاله د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه ښوولې، چې د امریکا پراختیایي مرستو د کمېدو له کبله په افغانستان کې سلګونه روغتونونه تړل شوي او یا یې هم خدمتونه د بودجې د کمښت له امله را کم شوي دي. یاد سازمان څو، څو ځله اشاره کړې، چې د افغانستان روغتیایي سېسټم له سخت ناورین سره مخ دی او ان د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی. د نړۍوالو مرستو کمېدو سره په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه هم د پخوا پرتله لوړه شوې ده.
افغانستان کې د جدي ناروغیو ناروغان په ځاګړي ډول د سرطاني ناروغیو هغه اړ کېږي، چې ګاونډیو یا نورو هېوادونو لپاره درملنې ته ولاړ شي. همدا راز په کور دننه د معیاري روغتیایي خدمتونو نشتوالي هم خلک اړ کړي، چې بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره سفرونه وکړي.
پاکستان چې د افغان ناروغانو لپاره تر ټولو د پام وړ او ارزانه هېواد دی، اوسمهال په اسانۍ د ناروغۍ ویزې هم نه ورکوي او له امله یې خلک له سختو کړاوونو سره مخ کېږي. نیوکې دا دي، چې طالبان په تبلیغاتي توګه یوازې د روغتیا په برخه کې د پرمختګونو ادعاوې کوي؛ خو په عملي توګه لا هم افغانان ان د ځینو وړو، وړو ناروغیو د تشخیص لپاره هم بهر ته د تګ لپاره اړ کېږي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور وایي، دوی دا درک کړې چې پاکستان په افغانستان کې پیاوړی مرکزي حکومت نه غواړي او د دغه هېواد لپاره د طالب او مجاهد تر منځ هېڅ توپیر نشته.
د ده په وینا؛ پاکستان له هر هغه حکومت څخه وېره لري، چې د افغانستان خپلواکي او پر ځان بسیاينه ټینګه کړي.
دغه لوړ پوړي طالب چارواکي د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) له شمشاد ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې دا خبرې کړې دي. هغه وویل: «ځینې ګاونډیان په ځانګړي ډول پاکستان نه غواړي په افغانستان کې ښه حکومت جوړ شي. مهمه نه ده، چې هغه حکومت د طالبانو وي، د مجاهدینو وي او که د کمونېستانو.»
هغه زیاته کړې، اوس پوهېږي پاکستان نه غواړي په افغانستان کې داسې حکومت راشي چې په خپلو پښو ودرېږي او پر ځان متکي وي. د ښاغلي منصور په خبره؛ پاکستان فکر کوي چې د شخړو او کړکېچونو په پارولو سره به افغانستان کې خپلې سیاسي او اقتصادي موخې ترلاسه کړي.
د طالبانو د برېښنا وزیر د اسلاماباد هغه تورونه رد کړل، چې ګوندې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) غړي په افغانستان کې پناه ځایونه لري. هغه ټینګار وکړ، چې د دوی د بیا ځل واکمنۍ له پیل راهیسې «ټيټيپي» په افغانستان کې هېڅ پټنځای نه دی جوړ کړی.
هغه وویل: «پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې د افغانستان پر غاړه ونه غورځوي. د افغانستان خاوره د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.»
د منصور په وینا؛ د ټيټيپي غړي ادعا کوي، چې د قبایلي سیمو په مرکزونو کې مېشت دي او هلته ورځې او شپې تېروي. هغه وایي، پاکستان دې د تورونو پر ځای هغوی په قبایلي سیمو کې ولټوي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان اړیکې د دوو کلونو د ترینګلتیا او یو پر بل د تورونو وروسته د ښه کېدو په لور روانې دي. په وروستیو کې د پاکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزیران کابل ته راغلل او له طالب مشرانو سره یې د ټيټيپي مخنېوي، اقتصادي او امنیتي همکاریو په اړه خبرې وکړې. دواړو خواوو سلا وکړه، چې خپلې ډېپلوماټیکې اړیکې به د سفیرانو تر کچې لوړې کړي.
هممهاله راپورونه ښيي، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې هم د پراخېدو په حال کې دي. ټاکل شوې وه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم پاکستان ته ولاړ شي؛ خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ورته د سفر اجازه نهده ورکړې.
