• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تېره یوه میاشت کې له ۸۰ څخه ډېر کسان په دُرو وهلي دي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۷:۲۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې په میدان وردک، کابل، زابل، کاپیسا، بغلان او کندوز ولایتونو کې ۳۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دوی زیاتوي په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې ۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ د خپل اونیز راپور په خپرولو سره ویلي، چې شپږ ولایتونو کې یې ۳۱ کسان په دُورو وهلي دي خو د یادو کسانو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

طالبانو تېره اونۍ په خپلو خبرپاڼو کې ویلي و، چې په کابل او زابل ولایتونو کې یې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ کسان د شرابو، ټابلیټ کا او نامشروع اړیکو په تور په دُرو وهلي دي.

طالبان نږدې هره ورځ د بېلابېلو تورنو له کبله عام خلک په عام محضر کې په دُرو وهي، چې دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا سخت غندل شوي.

د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې بدنې سزاګانې ودروي؛ خو طالبان وايي، د شریعت په پلي کولو د هېچا پروا نه کوي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان: پاکستان او ایران دې د افغان خبریالانو نیول ودروي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۲۳ GMT+۱
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان: پاکستان او ایران دې د افغان خبریالانو نیول ودروي
100%

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان په پاکستان او ایران کې له مېشتو خبریالانو سره په انلاین غونډه کې، یو ځل بیا له پاکستان او ایران څخه غوښتي چې د افغان خبریالانو جبري اېستل دې ودروي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان نن شنبه د «زمري ۱۸مه» په یوې رسنیزې اعلامیه کې لیکلي، چې د یاد سازمان له خوا په ایران او پاکستان کې مېشتو خبریالانو سره انلاین غونډه ترسره شوې ده. په دې ناسته کې ګډونوالو خبریالانو د ویزو د نه تمدید کېدو، د پولیسو لخوا د سفارتونو او نړیوالو سازمانونو رسمي لیکونو نه منل، د امنیتي فشارونو او محدودیتونو زیاتوالی او همدارنګه د ستونزمن اقتصادي او قانوني وضعیت په څېر ستونزې یادې کړې دي.

د سازمان په وینا، په وړاندیزونو کې د نړیوالو سازمانونو لخوا د مدافع وکیلانو د ګمارلو لپاره مالي ژمنې، د خبریالانو د ملاتړ لپاره د پاکستاني او ایراني چارواکو سره همغږي، د ځانګړي ملاتړ فنډ رامینځته کول، د اعتبار وړ پیژندپاڼو کارتونو صادرول، د ځانګړو روزنیزو کورسونو ترسره کول شامل دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان په نړیوالو سازمانونو او پر ځینو هېوادونو غږ وکړ،چې د ویزو په ورکولو او ملاتړ کې سمدستي او موثر اقدامات وکړي.

یاد سازمان په ملي او نړیواله کچه د افغان خبریالانو د ستونزو په تعقیب ټینګار وکړ.

د پاکستان او ایران حکومتونو د خبریالانو، د بشري حقونو فعالانو، د ښځو د حقونو فعالانو او پخوانیو سرتېرو په ګډون په زرګونه افغان کډوال هره ورځ په جبري توګه باسي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د ډله‌ییزو اېستلو په اړه خبرداری ورکړی او د مرستې د پراخولو لپاره یې د بېړني ملاتړ غوښتنه کړې ده.

دې سازمان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې له څلور میلیونو څخه ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان بااستعداده زده کوونکو لپاره ځانګړی ښوونځی جوړوي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۰۸ GMT+۱
طالبان بااستعداده زده کوونکو لپاره ځانګړی ښوونځی جوړوي
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي صبغت‌الله وثیق وایي چې ډېر ژر به په کابل کې د سیدجمالدین عالي لیسه بااستعداده زده کوونکو لپاره ځانګړې کړو. نوموړي دا څرګندونې د سمیع‌الله په نوم د ریاضي په برخه کې د ځانګړي استعداد لرونکي ماشوم د ستاینې په غونډه کې وکړې.

مولوي صبغت‌الله وثیق د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) په یادې جوړې شوې غونډه کې وویل په نوره نړۍ کې د بااستعداده لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړي ښوونځي شته او دا یوه اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه: «دغه وزارت به د سمیع الله جان په څېر با استعداده زده‌کوونکو لپاره یو نمونوي ښوونځی تاسیس کړي، ترڅو هغوی د اړینو تعلیمي اسانتیاوو، عصري تدریسي موادو او تجربه لرونکو ښوونکو په لارښوونه په ښه ډول خپلې زده‌کړې پرمخ یوسي.”

دا څرګندنې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د طالبانو مشر ملاهبت الله په ګډون د هغه سخت دریځه ملګرو په وار-وار د عصري او پوهنتوني زده‌کړو پر ضد د څرګندونو تر څنګ ځیني اقدامات هم کړ‌ي دي.
د ملاهبت الله په امر د هېواد د یو شمېر ښوونځیو او پوهنتونو ودانۍ مدرسو ته ځانګړې شوي او د دغه ډلې د افراطي افکارو له مخې پکې طالباني مدرسې جوړې شوې دي.

طالبانو د ملګرو ملتونو راپور د ردولو تر څنګ ادعا کړې چې افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۱
طالبانو د ملګرو ملتونو راپور د ردولو تر څنګ ادعا کړې چې افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند وايي، د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې وروستۍ راپور بې اساسه دی او په هېواد کې د ښځو حقونه خوندي دي. تېره ورځ د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پراختیا ادارې مشرې ویلي و د ښځو په تړاو د طالبانو فرمانونه د راستنېدونکو ښځو پر وړاندې جدي ننګونې دي.

طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیف السلام خېبر د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) پر اېکس‌پاڼه په خپور شوي غږیږ پېغام کې د افغان مېرمنو په تړاو د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې راپور ته غبرګون ښودلی دی.

نوموړی وايي چې اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، د مېرمنو حقونه خوندي شوي دي او همدراز د مېراث، مهر ورکول او د جبري وادونو مخه نیول شوې ده.

خېبر ادعا کوي، چې د افغان مېرمنو ټولنیزو بدو رواجونو مخنیوی د طالبانو امربالمعروف وزارت له لویو لاسته راوړنو او لومړیتوبونو څخه دی.

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویاند نیوکه کړې چې که چېرې د ملګرو ملتونو سازمان د مېرمنو د حقونو ریښتني مدافع وي باید په غزه کې د مېرمنو او ماشومانو د قتل عام پر وړاندې جدي او موثر غږ پورته کړي او هغوی ورته ضرورت هم لري.

سیف السلام خېبر وویل:« د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې دوه مخي سیاستونه د دوی اعتبار خرابوي او همدراز د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د ښځو کرامت او مشروع حقونه خپل دیني او ملي مسوولیت ګڼي او په همدې موخه تېرو څلورو کالونو کې یې د پام وړ اقدمات ترسره کړي دي.»

د طالبانو یاد وزارت ویاند له نړيوالو سازمانونو وغوښتل، چې د افغان مېرمنو په اړه دې د افغانستان د فرهنګونو او اسلامي ارښتونو په رڼا کې معلومات او قضاوت وکړي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې او ښاري پراختیا ادارې مشرې سټیفني لوز تېره ورځ (جمعه د زمري۱۷مه) په جینوا کې ویلي و: «د طالبانو هغه فرمانونه چې ښځې او نجونې له ثانوي زده کړو، کار او له محرم پرته له کوره وتلو څخه منع کوي، د راستنېدونکو لپاره جدي ننګونې دي.»

د نوموړې په وینا، راستنېدونکې افغان نجونې او ښځې بېرته داسې یوه هېواد ته ستنېږي چې له ۱۲ کلنۍ پورته نجونې ښوونځيو ته نشي تللی او همداراز د ټولنې دغه قشر ته هېڅ ډول ټولنیز او یا هم اقتصادي فرصتونه نشته.

مېرمن لوز زیاته کړې و: «موږ داسې کورنۍ هم لرو چې د ښځو په مشرۍ هېواد ته ستنېږي. تاسو تصور وکړئ چې دا د دوی لپاره څه معنا لري. هغوی پرته له محرم څخه نشي کولای له کوره ووځي، ان که ډاکټر ته د تګ اړتیا هم ولري.»

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په تېرو څلورو کلونو کې په لسګونه فرمانونه صادر کړي چې په خصوصي او عامه دواړو برخو کې یې د افغانستان مېرمنې په جدي توګه محدودې کړې دي.

د اسټرالیا یوه ایالتي پارلمان د نجونو د فوټبال د یوې ځايي لوبډلې افغان روزونکی وستایه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱
د اسټرالیا یوه ایالتي پارلمان د نجونو د فوټبال د یوې ځايي لوبډلې افغان روزونکی وستایه
100%

د اسټرالیا د نیو ساوت وېلز ایالتي پارلمان د دغه ایالت د نجونو د فوټبال د یوې لوبډلې افغان روزونکی مصطفی مهمند د غوره خدمتونو له امله ستایلی دی. مهمند په ۲۰۲۱ کال کې اسټرالیا ته کډوال شوی او د ۲۰۲۵ روان په پیل کې د استرالیا د ۱۳ کلونو نجونو کلپ د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

۲۴ کلن مصطفی مهمند چې د کندهار اصلي اوسیدونکی دی، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره اسټرالیا ته کډوال شو.

مهمند اوس په اسټرالیا کې د نجونو د یوه ځاي کلپ روزونکی دی. نوموړي ته د ښو خدماتو له امله د اسټرالیا د نیو ساوت ولز ایالتي پارلمان ستاینلیک ورکړی.

100%

مصطفی مهمند له افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې وویل:« زه چې کله استرالیا ته راغلم ما خپل فوټبال ته ادامه ورکړه او په یو ځايي کلپ کې مې لوبه کوله، د خپل کلپ له خوا راته د نجونو د یوه ځاي کلپ لپاره د روزونکي وړاندیز وشو او ما ځکه ومانه چې دا زما لپاره یو لوی افتخار و.»

هغه زیاته کړه: «د کومې لوبډلې روزونکی چې یم، په لږ وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري، ستاینلیک د همدې له امله راکړل شوی دی.»

مهمند دا هم وویل چې هیله یې داده چې روزونکي لوبغاړي یې د اسیا تر څنګ په ټوله نړۍ کې وځلیږي.

د جمهوریت له پرځېدو شاوخوا څلور کاله تېریږي، خو مهمند لا هم هغه ورځې یادوي او دردیږي. هغه وایي د وطن پرېښودل ورته ډېر سخت و.

مصطفی مهمند وایي، فوټبال یوازې لوبه نه ده بلکې دا د نړۍ ژبه ده. هغه هیله لري چې په دې برخه کې خپله وړتیا وښیي او ارمان لري چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي.

مصطفی مهمند چې په استرالیا کې په زاک مشهور دی د کندهار په هوايي ډکر او د یاد ولایت د منتخبه لوبډله کې هم لوبې کړي دي.

هغه د جمهوریت له پرځېدو مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته هم لار پیدا کړې وه او څو لوبې یې هم کړې دي.

طالبانو په شپږو ګمرکونو کې ۲۱۵ امنیتي کامرې لګولې دي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱
طالبانو په شپږو ګمرکونو کې ۲۱۵ امنیتي کامرې لګولې دي
100%

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، نیمروز او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کې یې ۲۱۵ امنیتي کامرې لګولې دي. وزارت زیاتوي چې ډېر ژر به دا کامرې په کابل کې د ګمرکونو لوی ریاست سره هم ونښلوي.

د طالبانو د مالیې وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې امنیتې کامرې به د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سرغړونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کې هم د پام وړ مثبت اغېز ولري.

طالبانو ویلي، چې یادې امنیتي کامرې یې د ګمروکونو په بیلابیلو برخو کې لګولي او ډېر ژر به دا کامرې په کابل کې د ګمرکونو لوی ریاست سره هم ونښلوي.

طالبانو تردې وړاندې یوازې د اسلام کلا او تورغونډۍ په ګمرکونو کې امنیتي کامرې لګولې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیت ټینګښت او جنايي پېښو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښار په بیلابیلو برخو ګې زرګونه امنیتي کامرې لګولې دي.