• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا یوه ایالتي پارلمان د نجونو د فوټبال د یوې ځايي لوبډلې افغان روزونکی وستایه

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۲۶ GMT+۱

د اسټرالیا د نیو ساوت وېلز ایالتي پارلمان د دغه ایالت د نجونو د فوټبال د یوې لوبډلې افغان روزونکی مصطفی مهمند د غوره خدمتونو له امله ستایلی دی. مهمند په ۲۰۲۱ کال کې اسټرالیا ته کډوال شوی او د ۲۰۲۵ روان په پیل کې د استرالیا د ۱۳ کلونو نجونو کلپ د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

۲۴ کلن مصطفی مهمند چې د کندهار اصلي اوسیدونکی دی، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې له خپلې کورنۍ سره اسټرالیا ته کډوال شو.

مهمند اوس په اسټرالیا کې د نجونو د یوه ځاي کلپ روزونکی دی. نوموړي ته د ښو خدماتو له امله د اسټرالیا د نیو ساوت ولز ایالتي پارلمان ستاینلیک ورکړی.

100%

مصطفی مهمند له افغانستان انټرنشنل سره مرکه کې وویل:« زه چې کله استرالیا ته راغلم ما خپل فوټبال ته ادامه ورکړه او په یو ځايي کلپ کې مې لوبه کوله، د خپل کلپ له خوا راته د نجونو د یوه ځاي کلپ لپاره د روزونکي وړاندیز وشو او ما ځکه ومانه چې دا زما لپاره یو لوی افتخار و.»

هغه زیاته کړه: «د کومې لوبډلې روزونکی چې یم، په لږ وخت کې ډېرې لاسته راوړنې لري، ستاینلیک د همدې له امله راکړل شوی دی.»

مهمند دا هم وویل چې هیله یې داده چې روزونکي لوبغاړي یې د اسیا تر څنګ په ټوله نړۍ کې وځلیږي.

د جمهوریت له پرځېدو شاوخوا څلور کاله تېریږي، خو مهمند لا هم هغه ورځې یادوي او دردیږي. هغه وایي د وطن پرېښودل ورته ډېر سخت و.

مصطفی مهمند وایي، فوټبال یوازې لوبه نه ده بلکې دا د نړۍ ژبه ده. هغه هیله لري چې په دې برخه کې خپله وړتیا وښیي او ارمان لري چې په دې برخه کې پرمختګ وکړي.

مصطفی مهمند چې په استرالیا کې په زاک مشهور دی د کندهار په هوايي ډکر او د یاد ولایت د منتخبه لوبډله کې هم لوبې کړي دي.

هغه د جمهوریت له پرځېدو مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته هم لار پیدا کړې وه او څو لوبې یې هم کړې دي.

ترویج لرونکی

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو
۱

راپور: روسان له ۳۷ کلونو وروسته افغانستان ته د پوځي همکارۍ له لارې بېرته راستانه شو

۲

طالبان وایي څلورو ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي

۳

ندیم امیري؛ افغاني‌الاصله فوټبالر چې جرمني یې له ماتې وژغورله څوک دی؟

۴

له وفادار جنګیالي تر سرغړوونکي قوماندان؛ د طالبانو مشر د جمعه فاتح د ځپلو امر کړی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په شپږو ګمرکونو کې ۲۱۵ امنیتي کامرې لګولې دي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۱
طالبانو په شپږو ګمرکونو کې ۲۱۵ امنیتي کامرې لګولې دي
100%

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، نیمروز او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کې یې ۲۱۵ امنیتي کامرې لګولې دي. وزارت زیاتوي چې ډېر ژر به دا کامرې په کابل کې د ګمرکونو لوی ریاست سره هم ونښلوي.

د طالبانو د مالیې وزارت د شنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې امنیتې کامرې به د امنیتي مسایلو ترڅنګ د ګمرکي سرغړونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کې هم د پام وړ مثبت اغېز ولري.

طالبانو ویلي، چې یادې امنیتي کامرې یې د ګمروکونو په بیلابیلو برخو کې لګولي او ډېر ژر به دا کامرې په کابل کې د ګمرکونو لوی ریاست سره هم ونښلوي.

طالبانو تردې وړاندې یوازې د اسلام کلا او تورغونډۍ په ګمرکونو کې امنیتي کامرې لګولې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیت ټینګښت او جنايي پېښو څخه د مخنیوي په موخه د کابل ښار په بیلابیلو برخو ګې زرګونه امنیتي کامرې لګولې دي.

افغان زیارت کوونکي وايي، لا یې د ایران او عراق ویزې نه‌دي ترلاسه کړي

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۶ GMT+۱
افغان زیارت کوونکي وايي، لا یې د ایران او عراق ویزې نه‌دي ترلاسه کړي
100%

په کابل کې د سیاحتي او زیارتي شرکتونو ټولنې نن شنبه (د زمري ۱۸مه) ویلي، چې له کړو ژمنو سره سره لاهم ایران او عراق د اربعین مراسمو زیارت کوونکو ته ویزې نه دي ورکړي.

د دغه ټولنې مشر صبور موسوي تمه ښودلې، چې ژر تر ژره افغان زیارت کوونکو ته ویزې ورکړل شي.

ښاغلي موسوي ویلي، که څه هم د ویزو د ورکړې په اړه یې ضد ونقیض خبرونه او اوازې تر غوږو کېږي؛ خو هیله یې ښودلې، چې افغان زیارت کوونکي به د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي.

تر راتلونکو پنځو ورځو به د اربعین مراسم په عراق کې ترسره شي. تر دې وړاندې عراقي چارواکو ویلي و، چې ښايي په دغه مراسمو کې څه باندې ۲۵مېلیونه کسان ګډون وکړي.

تر دې وړاندې ایران ویلي و، چې عراق ته د افغان زیارت کوونکو د سفر غوښتنې ډېرې شوې دي او دا مهال ۱۵۰ زره افغانانو ورته نوملیکنه کړې ده. ایراني چارواکو اندېښنه ښودلې وه، چې د اربعین یو شمېر زیارت کوونکي به په ایران او عراق کې پاتې شي.

اربعین د عاشورا له ۴۰مې ورځې سره برابره ده او د کربلا د پېښې شهیدانو د وینو د یاد، وفادارۍ او د هغوی د قربانۍ د فلسفې د ژوندي ساتلو لپاره هرکال نمانځل کېږي.

افغانستان کې ټرافيکي پېښې؛ په څلورو جلا پېښو کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۴ GMT+۱
افغانستان کې ټرافيکي پېښې؛ په څلورو جلا پېښو کې ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
100%

افغانستان کې د ټرافيکي پېښو پر دوام؛ نن او پرون په هلمند، بلخ، کندوز او بدخشان ولایتونو کې د موټرو د اوښتو او ټکرونو له امله ۹ کسان مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي.

د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند عزت‌الله حقاني وايي، د جمعې په ورځ د کندهار- هرات پر لويه لاره واشېر ولسوالۍ کې اکوا او ټېلر موټر سره ټکر شوي چې په پایله کې یې يوه ښځه، يو ځوان او څلور ماشومان مړه شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند جمعه‌الدين خاکسار بیا وايي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې يو کرولا ډوله موټر اوښتی چې له امله یې يو کس مړ شوی او څلور نور ټپيان دي.

دارنګه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس ذبيح‌الله اميري ويلي، تېره شپه يو ټېلر موټر پر کوچني موټر ور اوښتی چې په پایله کې یې د کوچني موټر چلوونکی مړ شوی دی.

له بل پلوه د بلخ امنیې قوماندانۍ نن شنبه پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د حیرتان بندر او د قوشتېپې کانال پر لارې ټرافیکي پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او درې ماشومان ټپیان دي.

ملګري ملتونه: افغانستان کې ستنېدونکو افغان مېرمنو لپاره ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۱
ملګري ملتونه: افغانستان کې ستنېدونکو افغان مېرمنو لپاره ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته
100%

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) وايي، افغانستان په بې‌سارې توګه د کډوالو د جبري ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی او تر نیمايي زیات د ستنېدونکو کسانو عمرونه تر ۱۸ کالو کم دي.

د دغه پروګرام مشرې استفاني لوز په یوې خبرې غونډه کې ویلي: «زه خپله یوه لور لرم؛ نو کله چې افغانستان ته تلونکو تنکیو نجونو ته ګورم، پوهېږم چې هغوی داسې هېواد ته بېرته ستنېږي چې په کې له ۱۲ کلنۍ پورته د نجونو لپاره زده‌کړې نشته. دوی داسې ځای ته ځي، چې هلته د ښځو او نجونو لپاره هېڅ ټولنیز او اقتصادي فرصتونه نشته.»

نوموړې زیاته کړې، چې افغانستان په بې‌ساري ډول د کډوالو د ستنولو له کړکېچ سره مخامخ دی؛ مېلیونونه کسان په جبري توګه له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه ستانه شوي، چې تر نیمايي زیات یې له ۱۸ کالو کم عمر لري.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د مشرې په خبره:« د ځینو ستنو شویو کورنیو سرپرستي د ښځو په غاړه ده؛ په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې له محرم پرته ان ډاکټر ته نشي تلای، نو دا په خپله د دوی لپاره لویه ننګوونه ده.»

اغلې لوز وايي، افغانستان ته د کډوالو د ستنولو بهیر په داسې حال کې چټک شوی چې له وړاندې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخامخ دی او که په دې برخه کې جدي ګامونه پورته نه شي؛ نو وضعیت به لاپسې کړکېچن شي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام د معلوماتو له مخې؛ افغانستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي، چې له اقلیمي بدلونونو ډېر اغېزمن شوی دی او وچکالۍ، سېلابونو، د تودوخې ګرمو څپو خلک له ننګوونو سره مخ کړي دي.

د سي‌ای‌اې‌ پخوانۍ ماموره: طالبانو یو کال وړاندې حبيبي القاعده شبکې ته سپارلی دی

۱۸ زمری ۱۴۰۴ - ۹ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۳ GMT+۱
د سي‌ای‌اې‌ پخوانۍ ماموره: طالبانو یو کال وړاندې حبيبي القاعده شبکې ته سپارلی دی
100%

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سي‌ای‌اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وایي، چې حبيبي تېر کال طالبانو القاعده شبکې ته سپارلی او اوس تر سختو شکنجو لاندې دی. هغه وایي، د امريکايي چارواکو دغه خبره ناسمه ده چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

نوموړې پر اېکس پاڼه کاږلي:« موږ د امریکا حکومت ته په وار، وار راپورونه ورکړي، چې حبیبي ژوندی دی؛ خو د القاعده شبکې له‌خوا تر شکنجو لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې هم کړکېچن دی.»

دغه پخوانۍ چارواکې د امریکا حکومت هغه څرګندونې ردوي، چې ګواکې د حبيبي د اوسني وضعیت په اړه خبر نه‌دي. نوموړې زیاتوي، چې باید هغه خپل کور ته راستون شي.

سارا اډمز تر دې مخکې هم ویلي و، چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن د افغان-امریکایي محمودشاه حبیبي د نیولو امر ورکړی و او د هغه پر وړاندې عملیات د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په مشرۍ ترسره شوي وو.

د یادونې ده، چې حبیبي د ۲۰۲۲ کال (د اګسټ ۱۰مه) د «ای‌اراېکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ونیول شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام له لارې (د چنګاښ په ۲مه نېټه) اعلان کړی و، که څوک د افغان-امریکایي وګړي محمودشاه حبیبي د ځای او بېرته راوستلو په اړه معلومات ورکړي، ۵ مېلیونه ډالره انعام به ترلاسه کړي.